منځپانگې ته ورتلل

الله

د wikishia لخوا
دا مقاله د خدای پاک خاص نوم الله ته ځانګړې ده د خدای پژندنې په هکله مطلبونه د خدای او خدای پیژندنې په مقالو کې وګورئ.

الله د اسلام په دین کې د خدای ځانګړی نوم او تر ټولو مشهور نوم دی. د مسلمانو عالمانو په وینا، الله د خدای ته یو اسم اعظم دی چې ټولو کمالي صفتونو ته شامل دی او تر ټولو لوی نوم دی. ویل کیږي چې دا نوم په قرآن او دعاګانو کې لوړ مقام لري او د توحید، شهادتینو او د قرآن د آیتونو محور دی. د الله کلمه یوازې خدای ته ځانګړې ده او د خدای پرته د بل چا لپاره نه کارول کیږي. دا کلمه په قرآن کې له ۲۰۰۰ څخه ډیر ځله کارول شوې ده.

د قرآن کریم د مفسر جعفر سبحاني په وینا، د محدثانو او مفسرین په دې باور دي چې الله له الَهَ څخه اخیستل شوی دی، چې معنی یې هغه ذات دی چې د عبادت وړ دی. په هرصورت، نور احتمالات هم ورکړی شوي دي، په شمول د حیرانتیا، ویره، باور او د ذهن د آرامښت معنی.

د امام حسین(ع) په حرم کې د نقاشۍ شوی اثارو څخه

په اسلامي عرفان کې، د الله نوم د الهي نومونو د سلسلې په سر کې دی، او نور الهي نومونه له دې څخه سرچینه اخلي. د الله کلمه په اسلامي کلتور او ټولنو کې ډیرې کارونې لري. د مثال په توګه، دا د اسلامي دورې په سکې او مقدس ځایونو لکه زیارتونو او جوماتونو کې کارول شوې ده، او د ځینو اسلامي هیوادونو لکه ایران، آذربایجان جمهوریت او عراق په بیرغونو او ملي نښانونو کې راغلې ده.

په اسلامي کلتور کې د الله د نوم مقام

«الله» خاص نوم دی[۱] دا په اسلام کې د خدای تر ټولو مشهور نوم دی.[۲] مسلمان عالمان دا د توحید او اخلاص محور ګڼي، او دا په قرآن او دعاګانو کې لوړ مقام لري.[۳] دوی دا هم وايي چې الله یوازې یو معنی او مصداق لري او یو داسې نوم دی چې د خدای ټول کمالي صفات پکې شامل دي او د خدای پرته د بل چا لپاره نه کارول کیږي.[۴] له همدې امله، الله د مسلمانانو په اسماني کتاب او نهج البلاغه کې د خدای په اړه د بحثونو مرکز ګڼل کیږي، او په قرآن کې ویل شوي چې ټول کامل صفات د الله لپاره ثابت دي.[۵]

د الله کلمه د اسلام د دوو اصلي شعارونو، شهادتینو محور هم ده؛ په لومړي شهادت کې، د الله پرته د بل خدای شتون رد شوی، او په دوهم کې، حضرت محمد(ص) د الله د رسول په توګه معرفي شوی دی.[۶]

د الله ټکی د نورو نومونو لکه «رَب» او «اِلٰه» تر څنګ په قران کې د خدای عام نوم دی.[۷] په قران کې د الله ټکی ۲۶۹۹،[۸] ۲۷۰۲،[۹] او ۲۸۰۷ ځلی ګڼل شوی دی.[۱۰]

ډېری مسلمان عالمان الله اسم اعظم ګڼي.[۱۱] یو له هغو دلیلونو څخه چې ولې دا کلمه اسم اعظم دی، دا دی چې الله د توحید بنسټ دی، او د دې په ویلو سره، یو کافر له کفر څخه ایمان ته لیږدول کیږي. که څوک د «لا اله الا الله» پر ځای «لا اله الا الرحمن» ووایي، نو هغه د کفر له دایرې څخه نه وځي او د اسلام دایرې ته نه ننوځي.[۱۲]

په پښتو ژبه کې، خدای د «الله» کلمې سره مترادف دی.[۱۳] د یهودانو، عیسویانو او زرتشتیانو د سپیڅلو کتابونو په وروستیو ژباړو کې، د «یهوه»، «تئوس» او اهورامزدا کلمې، چې خدای ته اشاره کوي، د الله په ټکي سره ژباړل شوي دي.[۱۴] د الله کلمه له اسلام څخه مخکې هم کارول کیده، او د زخرف سوره ۸۷ آیت او د لقمان سوره ۲۵ آیت د قرآن کریم له نزول څخه مخکې د دې کلمې کارولو ته اشاره کوي.[۱۵]

جرړه او معناپیژندنه

ځینې خلک الله یو عربي کلمه ګڼي،[۱۶] پداسې حال کې چې نور یې وايي چې اصل یې عبراني یا سریاني دی.[۱۷] د ځینو پوهانو په وینا، د «الله» کلمه په اصل کې «اَلْاِلٰه» وه، چې دوهم حمزه د ډیر استعمال له امله لرې شو او "الله" شو.[۱۸] ځینې نور دا هم په دې باور دي چې الله له «لاه» څخه راځي چې وروسته «الف او لام» راوړو سره الله شوی دی.[۱۹] په دې اړه اختلاف شتون لري چې ایا د «الله» ټکی له بلې کلمې څخه اخیستل شوې ده که نه.[۲۰] د فخر رازي په وینا، ډیر فقها او اصولیانو دا غیر مشتق ګڼلی دی.[۲۱] هغه کسان چې د «الله» نوم مشتق ګڼي، د هغې د اصل او جرړې په اړه مختلف احتمالات په ګوته کوي،[۲۲] چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

د امام علي(ع) د حرم په قبه ګانې باندې د الله کلمه
  • الله له اَلَهَ څخه مشتق شوی دی او د عبادت د وړ په معنا دی.[۲۳] د جعفر سبحاني، مفسر قرآن، په وینا، ډیرو محدثانو او مفسرانو دا نظر منلی دی.[۲۴] دا معنا په روایتونو کې هم راغلې ده.[۲۵]
  • له اَلِهَ یا وله څخه مشتق چې معنا یې حیراني دي؛ ځکه چې عقلونه د هغه په پیژندګلو کې حیران دي.[۲۶]
  • له اله څخه مشتق دی چې معنا يې وېءه او باور دی؛ ځکه چې خلک په سختو کې هغه ته پناه وړي[۲۷] او ورباندې باور لري.[۲۸]
  • له اله مشتق دی چې معنا یې آرامښت ده، ځکه چې الله تعالی د زړونو د آرامښت سبب دی.[۲۹]
  • له «لاهَ» مشتق دی چې معنا یې پټ شونه ده؛ ځکه الله تعالی له عقلونو او اوهامو او خیالاتو څخه پټ دی.[۳۰]

الله په اسلامی عرفان کې

د عرفان څیړونکي په وینا، په اسلامي عرفان کې، چیرې چې د خدای نومونه یو ځانګړی ترتیب لري، جامع نوم الله د الهي نومونو د سلسلې په سر کې دی. له هغې وروسته، څلور نومونه (یعنې، اول، آخر، ظاهر و باطن) او اووه نومونه دي چې د الله له نوم څخه راپورته کیږي، او په دې طریقې سره تر هغه چې اسماء جزئي ته ورسیږي. له همدې امله، په عرفان کې، د خدای ټول نومونه الله ته راستنیږي.[۳۱]

د الله د ټکي استعمال

د الله کلمه د ایران په بیرغ او ملي نښان کې کارول شوې ده[۳۲] او د آذربایجان جمهوریت په ملي نښان کې هم.[۳۳] دا د عراق په بیرغ او ملي نښان کې د الله اکبر په توګه کارول شوې ده.[۳۴] د الله کلمه، یوازې یا په ترکیبي ډول، د اسلامي دورې په سکو باندې راغلې ده.[۳۵] دا کلمه په مختلفو مقدس ځایونو لکه زیارتونو او جوماتونو کې هم په مختلفو بڼو کارول شوې ده. ډیرو خطاطانو دا ټکې په بیلا بیلو طریقو لیکلی دی.

فوټ نوټ

  1. د مثال په توګه وګورئ‎‎‎‎: فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۴۳؛ طباطبایی، المیزان فی تفسر القرآن، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۱۸؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۹.
  2. کفعمی، المقام الاسنی، ۱۴۱۲ق، ص۲۵.
  3. کفعمی، المقام الاسنی، ۱۴۱۲ق، ص۲۵و۲۶.
  4. صافی گلپایگانی، الهیات در نهج البلاغه، ۱۳۸۶ش، ص۳۶.
  5. صافی گلپایگانی، الهیات در نهج البلاغه، ۱۳۸۶ش، ص۳۳-۳۶.
  6. پاکتچی، «الله»، ص۷۳.
  7. مصباح یزدی، خداشناسی، ۱۳۹۶ش، ص۵۸.
  8. روحانی، المعجم الاحصائی لالفاظ القرآن الکریم، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۲۴۴-۲۶۲.
  9. صافی گلپایگانی، الهیات در نهج البلاغه، ۱۳۸۶ش، ص۳۴.
  10. کاشفی، جواهر التفسیر، ۱۳۷۹ش، ص۳۵۷؛ آشتیانی، تفسیر سوره فاتحة الکتاب، ۱۳۷۷ش، ص۶۳.
  11. کاشفی، جواهر التفسیر، ۱۳۷۹ش، ص۳۵۷و۳۶۱؛ کفعمی، المقام الاسنی، ۱۴۱۲ق، ص۲۶؛ خمینی، مصباح الهدایه، ۱۳۹۲ش، ص ۱۲و۱۳؛ آشتیانی، تفسیر سوره فاتحة الکتاب، ۱۳۷۷ش، ص۶۴.
  12. کاشفی، جواهر التفسیر، ۱۳۷۹ش، ص۳۶۱؛‌ آشتیانی، تفسیر سوره فاتحة الکتاب، ۱۳۷۷ش، ص۶۴.
  13. جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۲۲۸.
  14. پاکتچی، «الله»، ص۷۳.
  15. طباطبایی، المیزان فی تفسر القرآن، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۱۸؛ سبحانی،‌ منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۶و۱۱۷.
  16. فخر رازی، التفسیرالکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۴۸؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۶.
  17. وګورئ: فخر رازی، التفسیرالکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۴۸؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۶.
  18. وګورئ:‌ شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۹۵و۱۹۶؛‌ شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۱، ص۲۷؛ طباطبایی، المیزان فی تفسر القرآن، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۱۸؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۸.
  19. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۱، ص۲۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۹۱.
  20. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۷.
  21. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۴۳.
  22. د مثال په توګه وګورئ:‌ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۵۵-۵۷.
  23. وګورئ: شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۹۵؛ شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۱، ص۲۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۹۱؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۵۷؛‌ طباطبایی، المیزان فی تفسر القرآن، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۱۸.
  24. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۷.
  25. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۸۷؛ شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۲۱.
  26. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۹۱؛ طباطبایی، المیزان فی تفسر القرآن، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۱۸.
  27. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۹۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۸.
  28. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۵۵و۵۶.
  29. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۹۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۱۸.
  30. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۹۱: ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۵۶؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۲،‌ ص۱۱۸.
  31. یزدان‌پناه، مبانی و اصول عرفان نظری، ۱۳۸۹ش، ص۴۵۵-۴۶۰؛ امینی‌نژاد و دیگران، مبانی و فلسفه عرفان نظری، ۱۳۹۰ش، ص۲۳۷-۲۴۰.
  32. «طرح پرچم ایران؛ بازتاب گفتمان انقلابی و اسلامی»،‌ خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  33. «لفظ مقدس الله در مرکز آرم حکومتی جمهوری آذربایجان»، خبرگزاری آران.
  34. «پرچم عراق و سیر تحول آن»، وبگاه عراق‌یار.
  35. وګورئ: سرافرازی، «شعائر شیعی بر سکه‌های اسلامی تا شکل‌گیری حکومت صفویان»، ص۹-۱۱، ۱۹، ۲۲ و ۲۳.

سرچينې

  • آشتیانی، جلال‌الدین، تفسیر سوره فاتحه الکتاب، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، تصحیح محمدمهدی ناصح و محمدجعفر یاحقی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • امینی‌نژاد، علی و دیگران، مبانی و فلسفه عرفان نظری، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • پاکتچی، احمد، «الله»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۰، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • «پرچم عراق و سیر تحول آن»، وبگاه عراق‌یار، تاریخ درج مطلب: ۲۴ آبان ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲۸ اردیبهشت ۱۴۰۴ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، مرکز نشر اسراء، چاپ سوم، ۱۳۸۱ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، توحید در قرآن (از سلسله تفاسیر موضوعی جلد دوم)، به کوشش حیدرعلی ایوبی، قم، مرکز بین المللی نشر اسراء، ۱۳۹۵ش.
  • خمینی، سید روح‌الله، مصباح الهدایة الی الخلافة و الولایة، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۹۲ش.
  • روحانی، محمود، المعجم الاحصائی لالفاظ القرآن الکریم (فرهنگ آماری کلمات قرآن کریم)، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۲ش/۱۴۱۴ق.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۰ش.
  • ‌سرافرازی، عباس، «شعائر شیعی بر سکه‌های اسلامی تا شکل‌گیری حکومت صفویان»، فصلنامه شیعه‌شناسی، شماره ۵۱، آبان ۱۳۹۴ش.
  • شیخ صدوق،‌ محمد بن علی بن بابویه، التوحید، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول،‌ ۱۳۹۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت،‌ دار احیاء‌التراث العربی، بی‌تا.
  • ‌ صافی گلپایگانی، لطف‌الله، الهیات در نهج البلاغه، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • ‌«طرح پرچم ایران؛ بازتاب گفتمان انقلابی و اسلامی»،‌ خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۲۵ تیر ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲۷ اردیبهشت ۱۴۰۴ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء‌التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • کاشفی، ملاحسین، جواهر التفسیر، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۷۹ش.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، المقام الأسنی فی تفسیر الاسماء الحسنی، تحقیق فارس الحسون، قم، موسسه قائم آل‌محمد(عج)، ۱۴۱۲ق/۱۳۷۰ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • «لفظ مقدس الله در مرکز آرم حکومتی جمهوری آذربایجان»، خبرگزاری آران، تاریخ درج مطلب: ۲۹ مرداد ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۸ اردیبهشت ۱۴۰۴ش.
  • مصباح یزدى، محمدتقى، خداشناسی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشى و پژوهشى امام خمینى، ۱۳۹۶ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • یزدان‌پناه، سید یدالله، مبانی و اصول عرفان نظری، نگارش سید عطا انزلی، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ دوم، ۱۳۸۹ش.
  • یزدی، محمدکاظم، العروة‌ الوثقی مع التعلیقات، قم، مدرسة علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۸ق/۱۳۲۶ش.