د ګناهانو تکفیر

د wikishia لخوا
دا مقاله د ګناهونو د تکفیر په اړه ده. د نورو استفادې لپاره تکفیر (ابهام لري کول) وګورئ.

د ګناهانو تکفیر په قیامت کې د نیکو کارونو په وجه د ګناهانو یا یې د اثراتو ختمېدو ته وایي. په قرآن او اسلامي حدیثونو کې ایمان، نېک عمل، توبه، جهاد، پټه صدقه او عبادت د ګناهانو د تکفیر د عواملو په توګه یاد شوې دي.

د ګناهانو تکفیر یو کلامي بحث دی چې مسلمان متکلمان یې په ځینو نومونو لکه د عملونو احباط، احباط و تکفیر، تَحابُط اَعمال او جواز اجتماع ثواب او عِقاب سره جاجوي.

امامیه او اشاعره هغه یوازې د هغو ګناهانو په معامله کې مني چې په قرآن او روایتونو کې یې نوم راغلی دی؛ خو معتزله په دې باور دي چې تکفیر ټولې ګناهانې له مینځه وړی. امامیه متکلمان د معتزله نظر د قرآن د ځینو ایتونو په خلاف ګڼي چې خدای تعالی د نیکو او بدو کارونو اجر او سزا جدا جدا حسابوي.

مفهوم پېژندنه

د تکفیر معنا ده پټول او مخفي کول؛[۱] له نو ځکه هغه کس ته چې د الهي نعمتونو انکار کوي کافر ویل کیږي.[۲] د کلام په علم کې تکفیر د نیکو کارونو د ثواب له امله د ګناهانو د سزا محوه کېدل دي. پر دې اساس تکفیر د احباط پر وړاندې دی چې د ګناهانو په وجه د نیکو کارونو له مینځه تللو یا حبطه کېدو ته اشاره کوي.[۳]

تکفیر مسلمانانو ته د کفر نسبت ورکولو ته هم استعمالیږي چې ورته د اهل قبله تکفیر ویل کیږی.[۴]

عوامل

په قرآن او روایتونو کې د ګناهانو د تکفیر لپاره ځینې عوامل بیان شوې دي؛ په قرآن کې ایمان او نېک عمل،[۵] توبه،[۶] له کبیره ګناهانو ډډه کول[۷] په پټه صدقه ورکول، جهاد[۸] او عبادت[۹] د هغو عواملو په توګه یاد شوي چې ګناهانې له مینځه وړي. په روایتونو کې هم شفاعت[۱۰] د امام حسین زیارت[۱۱] د قرآن تلاوت [۱۲]او د شپې (تهجد) لمونځ کول[۱۳] د ګناهانو د تکفیر سبب ګڼل شوې دي.

تکفیر په علم کلام کې

د ګناهانو تکفیر یو کلامي بحث دی او معمولا د احباط تر څنګ د دې په اړه خبرې کیږي.[۱۴] مسلمان متکلمان د احباط،[۱۵] احباط و تکفیر،[۱۶] تَحابُط اَعمال[۱۷] او جواز اجتماع ثواب و عِقاب[۱۸] په شان عناوینو سره د ګناهانو د تکفیر مساله جاجوي. ځینو شیعه او اهل سنتو عالمانو د معاد[۱۹] په مساله کې او معتزله هم د وعد او وعید[۲۰] په بحث کې په دې اړه خبرې کړې دي.

مسلمان متکلمان د نظر اتفاق لري چې که یو کافر مسلمان شي، د کفر او هغو ګناهانو سزا چې د کفر په حال کې یې کړې دي له هغه لرې کیږي؛[۲۱] خو د هغو ګناهانو په اړه چې د مسلمانۍ په حال کې یو کس کړې وي، د نظر اختلاف دی:

  • معتزله تکفیر د ټولو ګناهانو په اړه مني او په دې باور دي چې د انسان نېک عمل کولی شي هره ګناه پاکه کړي.[۲۲] ویل شوې چې په دې نظریه د هغوي د عقیدې سبب، دا دی چې معتزله متکلمانو چې کله د نیکو کارونو او ګناه لپاره د انسان د ثواب او عذاب د استحقاق مساله مطرح کړه، له دې ستونزې سره مخامخ شول چې که یو عمل داسې وي چې هم پکې ثواب وي او هم عذاب، یعنې دواړه یو ځاي وي، لازمه راځي چې مُکَلَّف په یو وخت هم د ثواب مستحق شي او هم عذاب او دا خبره یې محاله ګڼله.[۲۳] له دې امله یې د احباط او تکفیر مساله مطرح کړه.[۲۴]
  • شیعیان او اشاعره[۲۵] کلي احباط نه مني او وایي: ښه کارونه یوازې هغه ګناهانې پاکوي چې په قرآن یا روایتونو کې ورته اشاره شوې ده.[۲۶] شیعیان په دې برخه کې د قرآن په ځینو ایتونو منجمله د زلزال سورې په اوم او اتم آیت چې پکې راغلي دي: «نو هر څوک چې یوه ذره هومره نیکي وکړي، هغه به ویني؛ او هر څوک چې د ذرې برابر بدي وکړي هغه به ویني»، باوري دي چې خدای تعالی د ښو او بدو عملونو حساب کتاب جدا جدا کوي.[۲۷]

د ګناهانو یا یې سزا محوه کېدل؟

په دې کې چې ایا د تکفیر معنا دا ده چې په خپله ګناه ختمه او محوه شي او یا یې د سزا ختمېدل دي، د نظر اختلاف موجود دی؛ معتزله عالم مشر ابو علي جُبّائي په دې باور دی چې تکفیر په خپله ګناه له مینځه وړي، خو زوی یې ابو هاشم جبائي وایي چې د هغو سزا ختموي.[۲۸] همداراز لیکل شوي چې ځینې مسلمان فیلسوفان چې تکفیر په خپله د ګناه د ختمېدو په معنا ګڼي، له دې امله چې باوري دي موجود هیڅکله له مینځه نه ځي، نو د ګناه محو کېدل په لاندې دوو بڼو سره توضیحوي:

  • هره ګناه له دې امله چې ګناه ده، یوه عدمي او غیرمخلوق چاره ده.
  • لکه څنګه چې د ګناهکار هستي په توبې سره په یوې بلې هستۍ او وجود بدلیږي، بد کارونه هم په ښو کارونو بدلیږي.[۲۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. راغب، مفردات، ۱۴۱۲ق، ص۷۱۴.
  2. راغب، مفردات، ۱۴۱۲ق، ص۷۱۴.
  3. محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۵۵۳؛ قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۲.
  4. محمود عبدالرحمان عبدالمنعم، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیة، ذیل «تکفیر»، ۱۹۹۹م.
  5. سوره محمد، آیه۲.
  6. سوره تحریم، آیه ۸.
  7. سوره نساء، آیه ۴.
  8. آل عمران، ص۱۹۵.
  9. سوره نوح، آیات۳-۴.
  10. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸، ص۳۴.
  11. ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۲۶.
  12. شعیری، جامع الاخبار، مطبعه حیدریه، ص۳۹.
  13. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۱۶۲.
  14. قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۲-۴۲۷.
  15. ایجی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۰۹.
  16. قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۲-۴۲۷.
  17. حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲.
  18. وګورئ: ابن میثم بحرانی، قواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۴.
  19. ایجی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۲۸۹-۳۰۹.
  20. قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۲-۴۲۷.
  21. وکورئ: شبر، حق الیقین، ۱۴۲۴ق، ص۵۵۱.
  22. شبر، حق‌الیقین، ۱۴۲۴ق، ص۵۵۰.
  23. «احباط و تکفیر»، ص۵۹.
  24. قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۲، ۴۲۳.
  25. وګورئ: ایجی، شرح‌المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۰۹.
  26. شبر، حق الیقین، ۱۴۲۴ق، ص۵۴۹.
  27. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۷۰.
  28. قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۵-۴۲۶.
  29. دایرة المعارف قرآن کریم، «احباط و تکفیر».

سرچينې

  • ابن قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح: عبدالحسین امینی، نجف، دار المرتضویه، ۱۳۵۶ش.
  • ابن میثم بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، تحقیق: سید احمد حسینی، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۶ق.
  • ایجی- میرسید شریف، شرح المواقف، تصحیح: بدرالدین نعسانی، قم، الشریف الرضی (افست قم)، ۱۳۲۵ق.
  • جعفری، یعقوب، آشنایی با چند اصطلاح قرآنی، «مکتب اسلام»، شماره ۱۰۰، سال ۳۳.
  • حمصی رازی، سدید الدین، المنقذ من التقلید، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۲ق.
  • دایرة المعارف قرآن کریم، «احباط و تکفیر» بایگانی شده از نسخه اصلی در شهریور ۱۳۹۶ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، تحقیق: صفوان عدنان داودی، سوریه-لبنان، دارالعلم -الدارالشامیه، ۱۴۱۲ق.
  • شبر، سید عبدالله، حق الیقین فی معرفة اصول الدین، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۴ق.
  • شعیری، محمد بن محمد، جامع الاخبار، نجف، مطبعه حیدریه، بی‌تا.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مکتبة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح: سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعه العلمیه، ۱۳۸۰ق.
  • قاضی عبدالجبار و قوام الدین مانکدیم، شرح الاصول الخمسه، تعلیق: احمد بن حسین ابی‌هاشم، بیروت، داراحیاء العربی، ۱۴۲۲ق.
  • گروه دانشنامه کلام اسلامی، «احباط و تکفیر»، در مجله تخصصی کلام اسلامی، شماره ۳۹، پاییز ۱۳۸۰ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی گیلانی، تکملة شوارق الالهام، قم، مکتبة الاعلام الاسلامی، ۱۴۲۱ق.
  • محمدی، علی، شرح کشف المراد، قم،‌ دار الفکر، ۱۳۷۸ش.
  • محمود عبدالرحمان عبدالمنعم، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیة، قاهره، ۱۹۹۹م.