اصل الشیعة و اصولها (کتاب)

د wikishia لخوا
اصل الشیعة و اصولها

اَصْلُ الشّیعَة وَ اُصولُها، یو تاریخي، کلامي کتاب چې د شیعه تاریخ او عقیدې معرفي کوي د محمد حسین کاشف الغطاء (وفات: 1373 هـ ش) لخوا لیکل شوی. دا کتاب د تورونو د ردولو او د شیعه په اړه د سنیانو د غلط فهمۍ د لرې کولو او همدارنګه د مسلمانانو د اتحاد د رامینځته کولو په هدف لیکل شوی. د شيعه علماوو د اجماعي نظريې بيانول، اختصار او رواني د دې کتاب له ځانګړنو څخه ګڼل شوي دي.

اصل الشیعه او اصولها کتاب ته د مستشرقین لخوا تود هرکلی شوی او په مختلفو هیوادونو لکه عراق، لبنان، مصر او ایران کې خپور شوی دی. همدارنګه دغه کتاب په بېلابېلو ژبو لکه فارسي، انګلیسي او فرانسوي ژباړل شوی دی. ایت الله مکارم شیرازي چې د شیعو د تقلید له مراجعو څخه دی، دا کتاب «زموږ آئین» تر نامې لاندې په فارسي ژبه ژباړلی دی.

لیکوال

اصلي مقاله: محمد حسین کاشف الغطاء

اصل الشیعه او اصولها کتاب د محمد حسین کاشف الغطاء (۱۲۹۴-۱۳۷۳ هـ ق) چې په نجف کې د شیعو د تقلید له مراجعو څخه دی له خوا لیکل شوی دی.[۱] هغه د فقهې، اصول، کلام، حدیث، رجال، درایه او تفسیر ماهر ګڼل کیږي.[۲]

کاشف الغطا مسلمانه ټولنه یووالي ته ضرورتمنه ګڼله او د هغو اعمالو سره سخت مخالف وو چې د مسلمانانو تر منځ دښمني او کرکه راپاروي.[۳]

ستاینه او موقعیت

اصل الشیعه و اصولها کتاب یو تاریخي او کلامي کتاب دی.[۴] چې د شیعه مذهب د دفاع[۵] او د دین د اصولو او فروعو په اړه د شیعه عقایدو د څرګندولو لپاره لیکل شوی دی[۶] دا کتاب د کاشف الغطا تر ټولو زیات مهم لیکل شوی اثر ګڼل کیږي.[۷]

ایت الله مکارم شیرازی د اصل الشیعه و اصولها کتاب فارسي ژباړن په دې باور دی چې دې کتاب د شیعو په اړه غلط تصورات له منځه وړي او د شیعه عقیدې یې په سمه توګه وړاندې کړي دي.[۸] احمد زکي پاشا چې یو مصري څیړونکی دی، دغه کتاب د اسلامي وحدت په رامنځته کولو کې ډېر اغېزمن ګڼلی دی.[۹] د آیت الله مکارم دلیکلو له مخې، دا کتاب د پوهانو او مستشرقینو لخوا د پام وړ ګرځیدلی دی او ستایلی شوی دی.[۱۰]

د لیکوال په اند په دې کتاب کې د شیعه عقایدو په توګه هغه مسایل شته چې ټولو شیعه علماوو منلي دي،[۱۱] د دې کتاب نورې ځانګړنې اختصار، سادګي، د بیان وضاحت او د مسلمو او منلو شويو موضوګانې کارول دي.[۱۲] د اصل الشیعه و اصولها کتاب په مختلفو اسلامي هیوادونو کې بیا بیا چاپ، د دې کتاب د پراخ منلو او ورته د مخ کولو، پایله ګڼل کیږي.[۱۳]

د لیکوال هڅونه

کاشف الغطا د اصل الشیعه و اصولها کتاب د مسلمانانو د یو بل په وړاندې د جهالت له منځه وړلو او د هغوی تر منځ د دښمنۍ د مخنیوي په موخه لیکلی دی.[۱۴] د «اصل الشیعه و اصولها» کتاب په سریزه کې یې ویلي دي، د دې کتاب د لیکلو غرض د عالمانو او سني خلکو د شیعو له حقیقته بې خبري او د دې مذهب په اړه د هغوي غلط فهمۍ، یې ذکر کړې دی[۱۵] هغه د عراقي شاګردانو له لارې مصر، سوریې او د عراق ځینو سیمو ته یې سفرونه کړي وو او  د دغو سیمو له سني علماوو او عامو خلکو سره یې لیدنې کړې وې، نو له دې خبرې خبر شوی و چې دوي شیعه مسلمانان نه ګڼي او د شیعه مذهب د دښمنانو له خوا جوړ شوی ګڼي.[۱۶] همدارنګه د فجر الاسلام په نامه د کتاب په لوستلو سره، د احمد امین په نامه د یوه مصري لیکوال (مړ: ۱۳۷۳هـ ش) لیکلی دی، هغه په ​​دې پوه شو چې دوي شیعه مذهب په اسلام باندې د برید لپاره یوه اډه ګڼي چې ورسره اسلام له منځه وړي.[۱۷]

منځپانګه

محمد حسین کاشف الغطا په خپل کتاب اصل الشیعه و اصولها کې د هغو تورونو له ذکر کولو وروسته چې شیعو ته منسوب شوي دي، هغه تورونه ردوي.[۱۸] هغه د کتاب اصلي محتوا په دوو برخو کې وړاندی کوي؛ په لومړۍ برخه کې د شیعه مذهب د پیدایښت او د پراختیا تاریخ دی او په دویمه برخه کې د هغه مذهب د اصولو او فروعو بیان دی.[۱۹] د کتاب په پای کې کاشف الغطاء دوه مسالې «بداء» او «تقیه» په جلا توګه مطرح کړي دي او د هغو په اړه د شکونو ځواب ورکړی دی.[۲۰]

په دې کتاب کې ځینې موضوعات په لاندې ډول دي:[۲۱]

  • شیعه، د اسلامي علومو بنسټ ایښودونکی
  • د شیعو په وړاندې غیر عادلانه توهین
  • شيعه او عبدالله بن سبأ
  • د رسول الله(ص) په وخت کې شيعه
  • شیعه چا ته ویل کیدل؟
  • د شیعه مذهب په اصولو عقیده
  • اسلام او ایمان
  • امام مهدي او اوږد عمر
  • د امام د غیبت راز
  • په فروع دین کې د شیعه مذهب عقیده
  • د شيعه او نورو په نظر کې اجتهاد
  • د شیعه فقهې او نورو اسلامي فرقو د سرچینو ترمنځ توپیر
  • د شیعه له نظره د اسلام احکام او احکام: لمونځ، روژه، زکات، خمس، حج، جهاد، د نیکۍ امر او له بدیو منع کول، د شیعه ګانو له نظره راکړه ورکړه.
  • د شیعه له نظره لنډمهاله واده
  • د لنډمهاله واده د مسلې د پیچلتیا راز او د هغې وروستی حل
  • لنډمهاله واده یو ناگزیر ټولنیز اړتیا
  • د لنډمهاله واده فلسفه او د ماشومانو ذمه
  • مِسیار واده
  • طلاق او د هغې د محدودولو لارې
  • ميراث، وقف، هِبه، خيرات، قضا او نور.
  • د ګناهونو سزا او جزا
«آیین ما» کتاب د اصل الشیعه و اصولها ترجمه ده چې آیت‌الله مکارم شیرازي ژباړه او څېړنه کړی ده

خپریدل او ترجمه

د اصل الشیعه و اصولها کتاب د لومړي ځل لپاره د عبدالرزاق حسیني بغدادي له خوا خپور شو.[۲۲] دا کتاب په مختلفو ښارونو لکه صیدا (۱۳۵۱ هـ ق)[۲۳] نجف، بغداد، قاهره، بیروت [۲۴] او قم کې خپور شو.[۲۵] همدارنګه دغه کتاب د محمد حسین کاشف الغطاء د فقهي اثارو د یوې برخې په توګه د اسلامي علومو او کلتور د انستیتوت له خوا د انسایکلوپیډیا په توکه په «موسوعة الامام محمدالحسین آل کاشف‌الغطاء» خپور شوی دی.[۲۶] د دې كتاب ځينې نسخې د ځینې کسانو له خوا څېړل شوې دي لكه علاء آل جعفر،[۲۷] محمد جعفر شمس الدين او حسن اسمعيل.[۲۸]

اصل الشیعه و اصولها کتاب په مختلفو ژبو لکه فارسي، هندي،[۲۹] فرانسوي،[۳۰] انګریزي او چینایي ژبو ته ژباړل شوی دی.[۳۱] د آیین ما کتاب د دې کتاب فارسي ژباړه ده چې له توضیحاتو سره د آيت الله مکارم شيرازي له خوا په ۱۳۴۶ کال کې چاپ شوی دی.[۳۲] «ریشه شیعه و پایه‌های آن» (د شيعه مذهب او د هغې بنسټونه)، په فارسي ژبه د دې کتاب د بلې ژباړې نوم دی چې عليرضا خسرواني (حکيم خسرواني) ليکلې ده.[۳۳]

فوټ نوټ

  1. «شیخ محمد حسین کاشف‌الغطاء؛ فقیه نواندیش و مجتهد تقریبی»، وبگاه مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
  2. مدرس تبریزی، ریحانه الادب، ۱۳۶۹ش، ج۵، ص۲۷.
  3. ساعدی، «مقدمه»، در تحریر المجله، ص۶۴-۶۸.
  4. «محمدحسین کاشف‌الغطاء»، وبگاه مؤسسه مطالعات و پژوهش‌های سیاسی.
  5. علامه عسکری، «مقدمه»، ص۱۱.
  6. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۱۶۸.
  7. «زندگی نامه علامه کاشف الغطاء و معرفی آثار کلامی ایشان»، وبگاه مؤسسه مطالعات و پژوهش‌های سیاسی.
  8. مکارم شیرازی، آیین ما، ۱۳۸۸ش، ص ۱۸.
  9. مکارم شیرازی، آیین ما، ۱۳۸۸ش، ص۲۴.
  10. مکارم شیرازی، آیین ما، ۱۳۸۸ش، ص ۲۱.
  11. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۴۳.
  12. «زندگی نامه علامه کاشف الغطاء و معرفی آثار کلامی ایشان»، وبگاه مؤسسه مطالعات و پژوهش‌های سیاسی.
  13. غروی، «قصة کتاب اصل الشیعه و اصولها»، ص۶۵-۶۷.
  14. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۲۲.
  15. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۷-۲۱.
  16. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۷-۲۲.
  17. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۹-۲۰.
  18. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۷-۴۳.
  19. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۴۴.
  20. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۵۱-۱۵۷.
  21. کاشف الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۷-۱۵۷.
  22. غروی، «قصة کتاب اصل الشیعه و اصولها»، ص۶۵.
  23. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ج۲، ص۱۶۸.
  24. ساعدی، «مقدمه»، در تحریر المجله، ص۷۵.
  25. مؤسسه امام علی، «مقدمه»، ص۴.
  26. «رونمایی از موسوعه ۱۳ جلدی علامه محمدحسین کاشف الغطاء»، وبگاه اجتهاد.
  27. مؤسسه امام علی، «مقدمه»، ص۴.
  28. «اصل الشیعه و اصولها: مقارنه مع المذاهب الاربعه»، وبگاه vista.
  29. ساعدی، «مقدمه»، در تحریر المجله، ص۷۵.
  30. «اصل الشیعه و اصولها به زبان فرانسوی»، وبگاه vista.
  31. «کتاب "اصل الشیعه و اصولها" به انگلیسی و چینی ترجمه شد»، وبگاه خبرگزاری رسمی حوزه.
  32. مکارم شیرازی، آیین ما، ۱۳۸۸ش، ص ۱۹.
  33. «اصلاح و حوزه نجف در نیمه اول قرن چهاردهم هجری»، وبگاه کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام و ایران.

سرچينې