منځپانگې ته ورتلل

تجوید

د wikishia لخوا

تجوید د قرآن کریم د حروفو سم او طبیعي تلفظ ته وایي په داسې طریقه چې هر توری په خپل ځای کې په سمه توګه ادا شي. که څه هم د «تجوید» اصطلاح د دې علم په لومړیو متنونو کې شتون نه درلود، خو وروسته د ابن مجاهد په کتاب السبعة في القراءات او د علي بن جعفر سعدي په کتاب التنبیه په څیر اثارو کې کارول شو.

که څه هم د تجوید پوهه د قرائت د علم په کتابونو کې خپور وور بیان شوی دی، خو له څلورمې هجري پیړۍ راهیسې، تجوید د یو خپلواک علم په توګه پیژندل شوی او د هغې په اصلي موضوعاتو کې د حرفونو مخارج او صفات، د ساکن نون او میم، لام، مد او قصر، وقف او ابتدا، غنه او قلقله شامل دي.

د تجوید په اړه لومړني خپلواک اثار قصیده ابو مزاحم خاقاني، د مکي ابن ابي طالب الرعایة لتجوید القراءات، او د ابو عمرو داني التحدید دی. د فقهي قواعدو له مخې، په لمانځه کې د تجوید رعایت کول یوازې هغه وخت واجب دي کله چې د هغې د مراعات نه کول د معنی د بدلیدو سبب کیږي. د حج په تلبیه کې هم د اذکارو په سمه توګه تلفظ کول لازمي ګڼل شوي دي.

تعریف او اهمیت

تجوید د قرآن کریم د تورو په سمه توګه تلفظ کول دي، ترڅو هر توری په خپل ځای کې راشي او په سمه توګه ادا شي؛ دا کار باید طبیعي او له زیاتوالي پرته وي ترڅو کلمې په سمه او ښکلي ډول ولوستل شي.[۱]

د موجوده څېړنو له مخې، د ابو مزاحم (وفات ۳۲۵ هجري) لخوا لیکل شوي قصیده خاقانیه کې، چې د تجوید د علم په اړه د لومړي خپلواک کار په توګه پیژندل کیږي، د تجوید کلمه نه ده کارول شوې، او په دې معنی کې د تجوید کلمه لومړی ځل د ابن مجاهد (وفات ۳۲۴ هجري) لخوا د السبعة فی القراءات په کتاب کې لیدل شوی ده. له هغه وروسته، علي بن جعفر سعیدي (وفات یې د ۴۱۰ هجري په شاوخوا کې) په خپل کتاب «التنبیه علی اللحن الجلی واللحن الفخی» کې د تجوید اصطلاح کارول شوې ده.[۲]

مخکې له دې چې تجوید د یو خپلواک علم په توګه وپیژندل شي، د هغې موضوعات کله ناکله د قرائات په علم کې او کله ناکله د لغت په کتابونو کې بیان شوي دي. په هرصورت، د څلورمې پیړۍ هجري څخه، تجوید د یو خپلواک علم په توګه پیژندل شوی.[۳] ځینې هغه موضوعات چې د تجوید په علم کې شامل دي هغه دا دي: د حرفونو مخارج او صفات، د ساکن نون او تنوین احکام، د ساکن میم احکام، د لام احکام، مد، قصر، وقف، او ابتدا غنه او قلقله.[۴]

د تجوید د علم په هکله لیکل شوي کتابونه

مخکې له دې چې د قرآن کریم په تجوید باندې خپلواک کتابونه ولیکل شي، د تجوید علم د قرآن کریم د قرائاتو د علم په کتابونو کې خپاره واره شورو شو.[۵] د تجوید په علم باندې لومړني خپلواک اثار دا دي:

  1. د ابو مزاحم خاقاني (مړینه ۳۲۵ هجري) قصیده، د عبدالعزیز عبدالفتاح په وینا، د قرآن کریم د تجوید په اړه لومړنی او زوړ خپلواک متن دی چې په څلورمه پیړۍ کې لیکل شوی دی.[۶]
  2. د علم الدین السخاوي (وفات ۶۴۳ هـ ق) قصیده چې عنوان یې «عمدة المفید وعدة المجید في معرفة التجوید» دی.[۷]
  3. الرعاية لتجويد القراءة و تحقیق لفظ التلاوة، د ابومحمد مکی بن ابِي طالب القیسي القیرواني القرطبي (وفات کال ۴۳۷ هجری قمری کال) د تجوید د علومو په برخه کی یو له لومړنیو اثارو او اصلي مرجع شمیرل کیږی او په دې هکله له ډیرو مفصلو کتابونو څخه دی چې تقریبا په ۴۲۰ قمري شاوخوا لیکل شوی دی.[۸]
  4. التحدید في الإتقان والتجويد، د ابوعمرو الدانی (وفات کال ۴۴۴ هـ ق) تألیف، چې تقریبا د مکي ابن ابي طالب له کتاب سره يو ځای ليکل شوی او دا دواړه د علم تجويد تر ټولو پخواني کتابونه دي.[۹]

فقهي احکام

شيعه فقها د لمانځه قرائت په صحيح عربي ژبه واجب ګڼي؛[۱۰] خو په لمانځه کې د تجويد د احکامو مراعات کول يوازې هغه وخت واجب دي چې د هغو نه مراعات کول د معنې د بدلون سبب کیږي.[۱۱] سني فقها هم صحيح قرائت ته تر هغه حده لازم ګڼي چې د ستونزو او مشکلاتو لامل نه شي، او له همدې امله، د ځینې حرفونو لکه ضاد او ظاء ترمنځ توپير واجب نه ګڼي.[۱۲]

همدارنګه، په تلبيه کې هم، چې د عمره تمتع، حج تمتع، حج افراد او عمره مفرده کې د احرام د احکامو په برخه کې ده، دا ويل شوي چې د هغې قرائت بايد په سمه توګه ترسره شي.[۱۳]

اړونده څیړنه

فوټ نوټ

  1. ابن‌جزری، غایة النهایة، ۱۳۶۱، ج۱، ص۲۱۲؛ تهانوی، موسوعة کشاف اصطلاحات، ۱۹۹۶، ج۱، ص۳۸۶.
  2. محمدی، «تاریخ و علل پیدایش تجوید»، ص۷۵؛ قدوری حمد، «درآمدی بر علم تجوید قرآن کریم»، ص۲۰۰-۲۰۱.
  3. محمدی، «تاریخ و علل پیدایش تجوید»، ص۷۵.
  4. بسة المصری، العمید فی علم التجوید، ۱۴۲۵ق، ص۱۹۸.
  5. مفلح القضاة و دیگران، مقدمات في علم القراءات، ۱۴۲۲ق، ص۱۸۶.
  6. مفلح القضاة و دیگران، مقدمات في علم القراءات، ۱۴۲۲ق، ص۱۸۶.
  7. مفلح القضاة و دیگران، مقدمات في علم القراءات، ۱۴۲۲ق، ص۱۸۶.
  8. «الرعاية لتجويد القراءة وتحقيق لفظ التلاوة»، سایت الموسوعة القرآنیة؛ قدوری، ابحاث فی علم التجوید، ۱۴۲۲، ص۵۷.
  9. قدوری، ابحاث فی علم التجوید، ۱۴۲۲ق، ص۵۷.
  10. امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۶۶؛ گلپایگانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۳ق، ص۱۶۵، ۱۶۸، ۱۷۹، ۱۹۱.
  11. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۸، ص۱۷۳؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۵ق، ج۱۲، ص۱۰۵-۱۰۶؛ اعرج، کنز الفوائد، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۱۵.
  12. فخر رازی، التفسیر الکبیر، دار احیاء التراث، ج۱، ص۶۹؛ عظیم‌آبادی، عون المعبود، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۲۹؛ ابن‌عابدین، رد المحتار، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۶۸۲.
  13. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۶۶۴؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۳۸۰.

سرچينې

  • ابن‌جزری، محمد بن محمد، غایة النهایة فی طبقات القراء، تهران، دارالکتب العلمیه، ۱۳۶۱.
  • ابن‌عابدین، محمدامین، رد المحتار علی الدر المختار: شرح تنویر الابصار، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
  • اعرج، عبدالمطلب بن محمد، کنز الفوائد فی حل مشکلات القواعد، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • «الرعاية لتجويد القراءة وتحقيق لفظ التلاوة»، سایت الموسوعة القرآنیة، تاریخ بازدید: ۱ اردیبهشت ۱۴۰۴ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۴۲۱ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهره، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • بسة المصری، محمود بن علی، العمید فی علم التجوید، تحقیق محمد الصادق القمحاوی، اسکندریه، دار العقیده، ۱۴۲۵ق/ ۲۰۰۴م.
  • تهانوی، محمدعلی، موسوعة کشاف اصطلاحات الفنون والعلوم، بیروت، مکتبة لبنان ناشرون، ۱۹۹۶م.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • عظیم‌آبادی، محمد شمس‌الحق، عون المعبود، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • قدوری حمد، غانم، «درآمدی بر علم تجوید قرآن کریم»، ترجمه حسین علینقیان، در مجله الهیات و حقوق دانشگاه رضوی (آموزه‌های قرآنی)، سال چهارم، بهار ۱۳۸۳، ش۴.
  • قدوری، غانم، ابحاث فی علم التجوید، عمان، دار عمار، ۱۴۲۲ق/ ۲۰۰۲م.
  • گلپایگانی، سید محمدرضا، توضیح المسائل (فارسی)، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۳ق.
  • محمدی، محمدعلی، «تاریخ و علل پیدایش تجوید»، در مجله معرفت، سال بیست‌وهفتم، شماره چهارم، تیر ۱۳۹۷.
  • مفلح القضاة، محمد، و احمد خالد شکری و محمد خالد منصور، مقدمات فی علم القراءات، عمان، دار عمار، ۱۴۲۲ق/ ۲۰۰۱م.
  • همدانی، رضا بن محمد، مصباح الفقیه، ج۱۲، تحقیق المؤسسة الجعفریة لاحیاء التراث، قم، برگ طوبی، ۱۴۲۵ق.

باندنۍ تړنې

  • مقاله «تجوید»، (د اسلامي نړۍ په انسایکلوپیډیا کې.)در دانشنامه جهان اسلام.
  • مقاله «تجوید»، (په لوی اسلامي پوهنغونډ کې.)در دایرة المعارف بزرگ اسلامی.