منځپانگې ته ورتلل

تبری

د wikishia لخوا

تبرّی، د الله او د هغه د اولیاوو له دښمنانو څخه د بیزارۍ او لرې والي په مانا ده. په شیعه مذهب کې، تبری د دین له فروعو څخه ده او په اعتقادي او کړچاري تعلیماتو کې یې ځانګړی مقام لري. شیعه عالمانو د ځینو آیتونو او روایتونو په استناد، له مشرکانو، کافرانو، د اهل بیتو(ع) له دښمنانو او قاتلانو او همدارنګه له ګمراهو او ظالمو مشرانو څخه تبری کول واجب بللي دي.

ډېری شیعیان په دې باور دي چې د اهل بیتو(ع) له دښمنانو او هغو کسانو څخه چې د دوی د خلافت حق یې غصب کړی دی، د تبری څرګندول د وحدت د اصل، د مسلمانانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو او د اسلامي مذاهبو د نزدیکت له ساتنې سره په ټکر کې دي.

مفهوم پېژندنه

«تبری» په اصطلاح کې د الله او د هغه د اولیاوو له دښمنانو څخه د بیزارۍ او لرې والي په مانا ده.[۱] د تبری کلمه د «بُرء» له ریښې اخیستل شوې او د«برائت» په څېر کلمو سره هم‌کورنۍ ده، او په لغت کې له هغه څه څخه د لرې والي په مانا ده چې ورسره نږدې والی ناخوښ دی.[۲]

مقام او اهمیت

تبری د شیعه د تعلیماتو او اعتقاداتو له مهمو برخو څخه ده[۳] او په شیعه مذهب کې د تَوَلّی، تر څنګ د دین له فروعو څخه شمېرل کیږي.[۴] په شیعه روایتونو کې د تبری پر اهمیت ډېر ټینګار شوی دی.[۵] کلیني په خپل کتاب الکافي کې یوه برخه د «بابُ الْحُبِّ في اللَّهِ وَ الْبُغْضِ في اللَّه»، تر عنوان لاندې د تولی او تبری په اړه روایتونو ته ځانګړې کړې او ټوټل شپاړس روایتونه یې راټول کړي دي.[۶]

په یوه روایت کې چې له رسول الله(ص) نقل شوی، تبری یا د الله لپاره دښمني د ایمان تر ټولو پیاوړی او ډاډمن لاسوند بلل شوی دی.[۷] په یوه بل روایت کې چې له امام رضا(ع) نقل شوی، د الله، رسول الله(ص) او اهل بیتو(ع) له دښمنانو څخه تبری کول، د اهل بیتو د ولایت د منلو تر څنګ، د دین د کمال په توګه معرفي شوي دي.[۸]

د تبری وجوب

په شیعه مذهب کې، تبری د دین له واجباتو څخه ده.[۹] د شیعه فقیه او متکلم شیخ صدوق په وینا، د شیعه عقیده دا ده چې له ظالمانو څخه تبری او بیزاري کول واجب دي.[۱۰] حر عاملي په خپل کتاب وسائل الشیعه کې، د «وجوب حُبِّ المؤمن و بُغضِ الْكافر»، تر عنوان لاندې روایتونه راټول کړي او له دې روایتونو څخه یې د تبری وجوب استنباط کړی دی.[۱۱]

د تبری د مشروعیت او وجوب لپاره، د الممتحنه سورې په لومړي آیت هم استناد شوی دی .[۱۲] علامه طباطبایي وایي چې دا آیت مؤمنان په کلکه له دې نهي کوي چې د الله له دښمنانو سره دوستي وکړي .[۱۳] سید عبدالحسین لاري د شیخ انصاري د مکاسب په شرح کې ویلي چې دا آیت او روایتونه په واضح ډول د تبری په وجوب دلالت کوي.[۱۴]

هغه کسان چې له هغوی څخه تبری واجبه ده

شیعه عالمانو آیتونو او روایتونو ته په پام سره، له لاندې ډلو څخه تبری کول واجب بللي دي:

د تولی او تبری ترمنځ اړیکي

په ځینو حدیثي سرچینو کې راغلي روایتونه ښيي چې تولی، یعنې د اهل بیتو(ع) دوستي او د هغوی د ولایت منل،[۲۱] هغه مهال د یو کس له خوا قبولیږي چې هغه تبری هم ولري. د بېلګې په توګه، په یوه روایت کې له امام صادق(ع) نقل شوی چې هغه څوک چې زموږ د محبت او دوستۍ ادعا کوي، خو زموږ له دښمنانو څخه تبری او بیزاري نه کوي، دروغجن دی .[۲۲] له امام رضا(ع) هم نقل شوی چې د اهل بیت(ع) ولایت نه بشپړیږي او د هغوی محبت او مودت خالص او ثابت نه پاتې کیږي مګر د دوی له دښمنانو څخه د تبری او بیزارۍ په واسطه.[۲۳]

مرتضی مطهري لیکلي چې تبری دا مانا لري چې هر څوک چې د امام علي(ع) د ولایت په منلو باور لري، باید یو منفي حالت هم ولري؛ یعنې هغه څه چې د علي(ع) او د هغه د لارې په وړاندې دي، نفي او رد کړي. په بل عبارت، دلته یوازې په الله ایمان کافي نه دی او باید د طاغوت نفي هم ورسره یوځای شي.[۲۴] د شپږمې قمري پیړۍ شیعه مفسر ابوالفتوح رازي تبری د تولی شرط او مقدمه بللې او ویلي یې دي چې موحدان باید په لومړي سر کې د توحید په کلمه ویلو سره، له هر هغه څه څخه چې د کفر او شرک مظاهر دي تبری او بیزاري وکړي چې د ایمان وادۍ ته داخل شي.[۲۵]

تبرائیان

د صفویه په دوره کې، د شیعیانو یوه ډله چې د «برائتیانو» په نوم یاده شوه، په دې باور وه چې د اهل بیتو(ع) له دښمنانو او د خلافت له غاصبانو څخه تبری او بیزاري او د هغوی لعن کول باید په علني ډول څرګند شي.[۲۶] دوی به په کوڅو او بازارونو کې په لوړ غږ د امام علي(ع) د ولایت اقرار او د هغه د مخالفانو او دښمنانو او همدارنګه د بني امیه او بني عباس خلفاوو د لعن کولو اقدام کاوه[۲۷]. د دې ډلې په مقابل کې، ډېری شیعیان په دې باور دي چې د تبری او د نورو اسلامي فرقو په مقدساتو د سب او لعن دا ډول څرګندول د وحدت د اصل، د مسلمانانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو او د اسلامي مذاهبو د تقریب او نزدیکت له پیاوړتیا سره په ټکر کې دي.[۲۸]

اړوند موضوع

فوټ نوټ

  1. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۶، ص۱۳۳؛ علوی، عقائد المؤمنین، ۱۴۳۷ق، ص۲۱۴.
  2. راغب اصفهانی، المفردات، ذیل واژه «برأ».
  3. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۶، ص۱۳۳.
  4. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۶، ص۱۳۳؛ علوی، عقائد المؤمنین، ۱۴۳۷ق، ص۲۱۴.
  5. جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۳۳۷.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۲۴-۱۲۷.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۲۵؛ علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۸، ص۲۶۰.
  8. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۷، ص۵۸.
  9. لاری، التعلیقة علی المکاسب، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۳۲؛ علوی، عقائد المؤمنین، ۱۴۳۷ق، ص۲۱۷.
  10. شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۱۰۲.
  11. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱۶، ص۱۷۶.
  12. لاری، التعلیقة علی المکاسب، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۳۲.
  13. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۹، ص۲۲۶.
  14. لاری، التعلیقة علی المکاسب، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۳۲.
  15. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۹، ص۱۴۶.
  16. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۹، ص۱۴۶-۱۴۷ و ۱۴۹.
  17. د مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۱۰۲-۱۰۳؛ محقق لاهیجی، سرمایه ایمان، ۱۳۷۲ش، ص۱۵۴-۱۵۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۶۴-۶۷.
  18. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ص۱۵۳.
  19. اسماعیلی، تولی و تبری از نگاهی دیگر، ۱۳۸۴ش، ص۷۵.
  20. اسماعیلی، تولی و تبری از نگاهی دیگر، ۱۳۸۴ش، ص۷۵.
  21. د مثال په توګه وګورئ: تبریزی، صراط النجاة، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۴۵۲؛ جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ۶۶۷.
  22. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۷، ص۵۸.
  23. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۷، ص۵۸.
  24. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۶، ص۱۳۳.
  25. ابوافتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۲۸۳.
  26. خانی آرانی، «شاخصه‌های فکری و رویکردهای عملی جریان شیعه وحدت‌ستیز (تعارض‌گرا)»، ص۱۴-۱۵.
  27. راوندی، تاریخ اجتماعی ایران، ۱۳۸۲ش، ج۸، ص۱۳۶.
  28. سلمانی، «تبری»، ص۳۷۸.

سرچينې

  • ابوافتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان في تفسير القرآن، تصحیح محمدجعفر یاحقی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۶ش.
  • اسماعیلی، مهدی، تولی و تبری از نگاهی دیگر، قم، مرکز پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • تبریزی، میرزاجواد، صراط النجاة، قم، انتشارات سلمان فارسی، ۱۴۱۶ق.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تصحیح سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
  • خانی آرانی، الهه، «شاخصه‌های فکری و رویکردهای عملی جریان شیعه وحدت‌ستیز (تعارض‌گرا)»، فصلنامه اندیشه سیاسی در اسلام، شماره ۳۱، بهار ۱۴۰۱ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • راوندی، مرتضی، تاریخ اجتماعی ایران، تهران، انتشارات نگاه، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
  • سلمانی، «تبری»، ص۳۷۶.
  • شیخ صدوق، محمد بن حسین، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن حسین، الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، انتشارات جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر،‌ مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۴ق.
  • علوی، سیدعادل، عقائد المؤمنین، قم، مؤسسه اسلامی تبلیغ و ارشاد، ۱۴۳۷ق.
  • قاسمی، صالح، مرجعیت موروثی یا تشیع انگلیسی، تهران، نشر سلمان پاک، چاپ دوم، ۱۳۹۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • لاری، سید عبدالحسین، التعلیقة علی المکاسب، قم، بنیاد معارف اسلامی، ۱۴۱۸ق.
  • مازندرانی، محمدصالح، شرح اصول الکافی، بیروت، دار إحیاء الکتاب العربی، ۱۴۲۹ق.
  • محقق لاهیجی، عبدالرزاق، سرمایه ایمان، تهران، انتشارات الزهراء، ۱۳۷۲ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء تراث العربی، ۱۴۰۵ق.