منځپانگې ته ورتلل

د بقرې سورې ۱۵۴ آیت

د wikishia لخوا
د بقرې سورې ۱۵۴ آیت
د آیت ځانګړتیا
د آیت نومد بقره سوره
د آیت شمېر۱۵۴
جزء۲
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأنله بدر جنګ څخه ورسته
د نزول ځایمدینه
موضوعاعتقادي
په اړهد خدای په لاره کې وژل شویو ته مړه نه ویل
اړونده آیتونهد آل عمران سوره ۱۶۹ او ۱۷۰ آیتونه


د بقرې سورې ۱۵۴ آيت شهیدان ژوندي ګڼي او هغوی د داسې ابدي ژوند (برزخي ژوند) څښتنان بولي چې د انسان تر عادي عقلاني درک څخه پورته دی. ویل شوي چې دا آيت له هغو مخکنيو آيتونو سره چې د صبر په اړه دي تړاو لري؛ ځکه چې د خدای په لار کې جهاد د دین د ټینګولو لپاره د صبر یوه بېلګه معرفي کوي.

ځینې مفسران د دې آيت نزول د بدر جګړې د شهیدانو په اړه ګڼي، خو ډېری یې باور لري چې دا حکم د ټولو شهیدانو لپاره دی. دا آيت، د آل عمران د ۱۶۹ آيت په څېر، د هغو آيتونو له ډلې شمېرل کېږي چې د حق او باطل په مبارزه کې د مسلمانانو د مقاومت او فداکارۍ روحیه پیاوړې کوي.

د شهیدانو ابدي ژوند

د بقرې سورې ۱۵۴ آیت د شهیدانو ابدي ژوند ته اشاره کوي او له خپلو مخاطبانو غواړي چې هغوی «مړه» و نه بولي.[۱] دا آیت، چې د مشرکانو او کافرانو سره د جهاد د احکامو له جملې شمېرل کېږي، په جګړه برخه اخستلو ته د مسلمانانو د هڅولو لپاره یو حقیقت لکه له شهادته وروسته تل پاتی ژوند د الهي زیري په توګه مطرحوي.[۲]

په دې آیت کې، د خدای په لار کې وژل کېدل نه یوازې د عمر ضایع کېدل نه دي ګڼل شوي، بلکې شهیدان د خدای په نزد ژوندي معرفي شوي دي.[۳] په دوام کې دا هم ویل شوي چې د شهیدانو په حالت پوهېدل د هغو کسانو له خوا چې هغوی مړه ګڼي ناممکنه دي. ځینې مفسران په دې حقیقت پوهېدل یوازې د هغو عقلمندانو کار ګڼي چې بشپړ ایمان لري.[۴]

«وَ لا تَقُولُوا لِمَنْ یقْتَلُ فی‌ سَبیلِ اللَّهِ أَمْواتٌ بَلْ أَحْیاءٌ وَ لکنْ لا تَشْعُرُون»


او هغو کسانو ته چې د خدای په لار کې وژل کېږي، مړه مه وایئ! بلکې هغوی ژوندي دي، خو تاسو نه پوهېږئ![۵]



بقره سوره، ۱۵۴ آیت

دغه آیت د آل عمران سورې له ۱۶۹ آیت سره ورته ګڼل شوی[۶] او د برزخي ژوند پر شتون دلالت کوي..[۷] ویل شوي چې د اسلام د شهیدانو بدنونه، د نورو مومنانو له بدنونو سره د ذاتي طهارت په لحاظ ستر توپیر لري، او د هغوی ارواح هم په برزخ او قیامت کې د تکاملي او شهودي لارې په وهول کې له لوړو مرتبو برخمن دي او د نورو ایماندار پر ارواوو فضیلت لري.[۸]

ځینې اهل سنت مفسران په دې آیت استناد کوي او وایي چې شهید د غسل او د جنازی د لمانځه (صلاة المیت) څخه بې‌نیازه دی.[۹] همدارنګه، ډېرو تفسیري آثارو ته چې روایي نقطه نظر لري، منجملو اړوند حدیثونو ته یې د دې آیت د معنا په بیانولو کې پام کړی دی.[۱۰]

په تېرو ایتونو کې له راغلي صبر سره د ایت اړیکي

د بقرې سورې ۱۵۴ ایت د صبر او استقادمت په ستاینه کې له راغلو ایتونو وروسته نازل شوی او د ځینو څېړاندو په باور، د دې ایت له مضمون سره نزدې اړیکي لري.[۱۱] له دې نظره، د خدای له دښمنانو سره مبارزه او په خپل ځان او مال سره مجاهدت د دین په ټینګولو کې د صبر یوه بېلګه ګڼل کي.[۱۲] په دې ډول چې ویل شوي، انسان د ایمان او صبر یو پړاو ته له رسېدو وروسته، مرګ هم د زغم وړ ګڼي او د خدای په لاره کې وژل کېدل اسانه ګڼي او هغه لویه بریا بولي.[۱۳]

له کفارو او مشرکانو سره مبارزې ته هڅول

په دې ایت او د قرآن په نورو ایتونو کې د شهادت د مسالې انځورول د باطل په خلاف د حق په مبارزه کې یو کلیدي او د برترۍ لامل بیانوي، تر پوځي سامان او طاقته ورهاخوا یو لامل چې د ډېرو خطرناکو دښمنانو او د هغوي د وسلو په وړاندې د کامیابۍ طاقت لري.[۱۴] له همدې امله، مسلمانانو همیشه له کافرانو سره جنګ که په هغه کې کامیاب شي او که د خدای په لاره کې شهید شي، یویه نېکمرغي او کامیابي ګلې.[۱۵]

دغه باور، په مسلمانانو کې د نه ماتېدو[۱۶] او ټينګتیا روحیه پیدا کوي او هغوي یې د اسلام د خپراوي لپاره سرښندنې ته هڅولې دي.[۱۷] لکه څنګه چې د ایت الله مکارم شیرازي په وینا، دې عقیدې د ایران د اسلامي انقلاب په بهېر کې هم اغیزمن رول ولوباوه او له ظاهري محدودیتونو سره سره د لویو طاقتونو په وړاندې د ایران د خلکو د کامیابۍ لامل شوې ده.[۱۸]

شأن نزول

د ځینو مفسرانو په وینا، دا ایت له بدر غزا وروسته او د هغه د شهیدانو په اړه نازل شوی دی.[۱۹] لکه څنګه چې د آل عمران سورې ۱۶۹ ایت د احد غزا د شهیدانو په اړه نازل شو.[۲۰] تاریخي سرچینو هم په بدر غزا کې یو شمېر صحابه و له شهادت سره د د دغه ایت ارتباط ته اشاره کړې ده.[۲۱] په دې نښته کې د یو شمېر مسلمانانو له شهادته وروسته، ځینو کسانو هغوي مړه وبلل او خدای په دې ایت کې هغوي له دې خبرې منع کړل چې شهدانو ته مړي ووایي.[۲۲]

د ایت د مخاطب په اړه مختلف نظرونه موجود دي. یوه ډله هغه مسلمانانو او مومنانو ته خطاب ګڼي او بله ډله یې کافرانو او منافقانو ته.[۲۳] ځینې مفسران به روایتونو او ایتونو په استناد سره، دا ایت د هغو مشرکانو ادعا ته ځواب ګڼي چې د پېغمبر د اصحابو وژل کېدل یې چټي او د هغوي د ژوند پای ګاڼه.[۲۴] ځینو مفسرانو هم د شهادت د ځینو نمونو په ذکرولو سره، د دغه ایت د نزول شان یوازې د بدر له شهیدانو سره محدود نه دی ګڼلی او باوري دي چې په دې حکم کې د خدای په لاره کې ټول وژل شوې کسان شاملیږي.[۲۵]

له مرګه وروسته د شهید د ژوند څرنګوالی

د شهیدانو د ژوند د څرنګوالي او د هغوي د همیشني ژوند د ډول په اړه د مفسرانو په مینځ کې د نظر اختلاف موجود دی.:[۲۶]

د مجمع البیان لیکوال طبرسي. ،[۲۷] د المیزان لیکوال علامه طباطبایي،[۲۸] او ځینو اهل سنتو مفسرانو لکه فخر رازي په تفسیر الکبیر[۲۹] او آلوسی په روح المعانی،[۳۰] د مختلفو نظرونو له څېړلو وروسته د دغه تل پاتې ژوند مطلب هماغه برزخي ژوند ګڼلی دی.

که څه هم دا ایت د شهیدانو برزخي ژوند ته اشاره لري خو د ځینو مفسرانو په وینا دغه ډول ژوند یوازې په هغوي پورې منحصر نه دی،[۳۱] بلکې ټول مومنان او کافران هم پکې شاملیږي.[۳۲]

مکارم شیرازی په تفسیر نمونه کې د شهیدانو برزخي ژوند ته د اشارې په ترڅ کې، په برزخ کې د نورو په پرتله د هغوي لوړاوي یعنې الهي رحمت او له مختلفو نعمتونو د هغوي برخورۍ ته اشاره کړې ده.[۳۳] همداراز د الکاشف تفسیر لیکوال مغنیه هم باوري دی چې په دې ایت کې د شهید تل پاتې ژوند ته اشاره د لوړ مقام د یادونې او شهادت ته د هڅونې په هدف سره شوې که نه وي ټول نېک او بد انسانان په اخر کې کې خدای ته ورګرځي او له تل پاتي ژونده به برخمن وي.[۳۴]

د شهیدانو د برزخي ژوند ډول

د شهیدانو د برزخي ژوند په اړه، مختلف نظرونه مطرح شوي دي. ډېرو متقدمو عالمانو، محققانو او مفسرانو د شهیدانو ژوند د جسم او روح په کالبوت کې یو حقیقي ژوند ګڼلی دی.[۳۵]

شیخ طوسي په کتاب التبیان کې د قیامت تر ورځې پورې حقیقي ژوند صحیح قول ګڼي او باوري دی چې له متاخرانو څخه له یو څو کمزورو نظرونو پرته، د مفسرانو په مینځ کې کوم د پام وړ اختلاف نیشته.[۳۶] ځینو مفسرانو هم د امام صادق په ځینو روایتونو استناد کړی دی چې پکې له شهادته وروسته ژوند، د دنیاوي بدن په شان د یو بدن په چوکاټ کې ګڼل شوې ده..[۳۷]

د دې په مقابل کې ځینې نور باوري دي چې له مرګه وروسته د ژوند مطلب، تش روحاني او بې له جسمه ژوند دی. هغوي یو بل روایت ته اشاره کړې چې پکې، د شهیدانو ارواوې د خدای په نزد ژوندۍ دي او له اخروي نعمتونو برخمنیږي؛ لکه څنګه چې د آل فرعون ارواوې په اخروي عذاب کې دي.[۳۸]

په نتیجه کې ځینو مفسرانو د دغه ژوند څرنګوالي د عقل او فهم له وسه بهر ګڼلی[۳۹] او باوري دي چې د شهیدانو د برزخي ژوند د ډول په باره کې دقیق معلومات نیشته او انسان هم د هغوي په درک کولو موظف نه دی؛[۴۰] بلکې د هغه د پېژندلو یوازینۍ لاره به د وحی په وسیله وي.[۴۱]

په همدې اساس، دا ایت هغو کسانو ته روښانه ځواب دی چې باوري دی چې قران د برزخي ژوند او د روح د بقا په اړه څه نه دي ویلې.[۴۲]

د لا ډېرو معلوماتو لپاره دا هم ولولئ؛ برزخ او برزخي ژوند

د شهادت د مفهوم پراختیا

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه اي، د بقرې سورې په ۱۵۴ ایت په استناد سره، باوري دی چې هر څوک چې د خدای په لاره کې مړ شي شهید ګڼل کیږي؛ که هغه د جهاد په لاره کې وي او که د خلکو د خدمت په لاره کې. د هغه په وینا، دا ایت د جنګي ایتونو په سیاق کې نه دی راغلی؛ نو پر دې اساس، یوازې د جنګ د میدان له مجاهدانو سره مخصوص نه دی. له همدې امله هر انسان چې مثلا د هیواد د چلولو یا د اسلامي جمهوریت د نظام د پرمختګ په لاره کې هڅه وکړي او مړ شي، د دغه ایت د اطلاق په وجه ورته شهید ویلی شو. هغه دا خبره په هوایي پيښه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اتم ولسمشر سید ابراهیم رییسي د وژل کېدو په مناسبت وکړه.[۴۳]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‌۱، ص۵۲۰.
  2. حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج‌۲، ص۳۸-۳۹.
  3. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج‌۴، ص۱۲۷.
  4. حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج‌۲، ص۳۹-۴۰.
  5. سوره بقره، آیه ۱۵۴، ترجمه مکارم شیرازی.
  6. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج‌۴، ص۱۲۷؛ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج‌۱، ص۲۴۲.
  7. صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۳۶۵ش، ج‌۲، ص۲۲۶.
  8. حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج‌۲، ص۴۰.
  9. ابن‌عربی، احکام القرآن، بیروت، ج‌۱، ص۴۶.
  10. د مثال په توګه وګورئ: سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج‌۱، ص۱۵۵.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‌۱، ص۵۲۰.
  12. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج‌۴، ص۱۲۷.
  13. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج‌۱، ص۴۰۲.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‌۱، ص۵۲۲.
  15. حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج‌۲، ص۳۸-۳۹.
  16. قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۷ش، ج‌۱، ص۲۸۱.
  17. حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج‌۲، ص۳۸-۳۹.
  18. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‌۱، ص۵۲۲.
  19. بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج‌۱، ص۱۱۴؛ قمی مشهدی، کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش، ج‌۲، ص۱۹۶؛ ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج‌۲، ص۲۲.
  20. بغوی، معالم التنزیل، ۱۴۲۰ق، ج‌۱، ص۱۸۵.
  21. ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۲۵۸، ج‌۴، ص۱۳۶؛ ابن‌حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۴۹۸، ج‌۵، ص۳۷۱.
  22. ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۲۵۸، ج‌۴، ص۱۳۶؛ ابن‌حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۴۹۸، ج‌۵، ص۳۷۱.
  23. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج‌۴، ص۱۲۷.
  24. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۴۱۸.
  25. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج‌۲، ص۲۵۲؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج‌۱، ص۲۳۷.
  26. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج‌۲، ص۲۳۷؛ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۴۱۸.
  27. برای اطلاعات بیشتر رجوع کنید به: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج‌۱، ص۴۳۳–۴۳۵.
  28. د لا زیاته معلومات لپاره وګور‎ئ: طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج‌۱، ص۳۴۵–۳۵۰.
  29. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج‌۴، ص۱۲۶.
  30. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۴۱۸.
  31. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج‌۲، ص۲۵۲؛ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج‌۱، ص۱۱۴.
  32. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج‌۲، ص۲۵۲.
  33. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‌۱، ص۵۲۱–۵۲۲.
  34. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‌۱، ص۵۲۱–۵۲۲.
  35. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج‌۲، ص۲۳۷؛ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۴۱۸.
  36. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج‌۲، ص۳۵.
  37. حویزی، نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۱۴۲.
  38. بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج‌۱، ص۱۱۴؛ بغوی، معالم التنزیل، ۱۴۲۰ق، ج‌۱، ص۱۸۵.
  39. بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج‌۱، ص۱۱۴.
  40. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج‌۱، ص۲۴۱–۲۴۲.
  41. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج‌۱، ص۴۱۸.
  42. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‌۱، ص۵۲۲.
  43. خامنه‌ای، بیانات در مراسم سی‌وپنجمین سالگرد امام خمینی، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، أسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌عربی، محمد بن عبدالله، احکام القرآن، بیروت، دارالجیل، بی‌تا.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • بغوی، حسین بن مسعود، معالم التنزیل فی تفسیر القرآن، تحقیق عبدالرزاق المهدی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف و البیان المعروف تفسیر الثعلبی، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، موسسه انتشارات هجرت، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • حسینی همدانی، سید محمد، انوار درخشان، تحقیق محمد باقر بهبودی، تهران، لطفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، قم، اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • خامنه‌ای، سید علی، «بیانات در مراسم سی و پنجمین سالگرد امام خمینی»، مندرج در سایت خامنه‌ای دات آی ار، تاریخ درج ۱۴ خرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید ۳۰ تیرماه ۱۴۰۴ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی(ره)، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن بالقرآن، قم، انتشارات فرهنگ اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۶۵ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، چاپ اول، ۱۳۸۸ش.
  • قرشی، سید علی اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، ۱۳۷۷ش.
  • قمی مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، تحقیق حسین درگاهی، تهران، سازمان چاپ وانتشارات وزارت ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۶۸ش.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.