د بني فضال کورنۍ

د wikishia لخوا

بَني فَضّال، فَضّال تَیملي ته منسوبه ​​کورنۍ ده چې د څلورو شیعه امامانو له اصحابو څخه ګڼل کیږي. شیخ طوسي او محمد بن عمر کشي د بَني فَضّال راویان ثقه او د امام کاظم(ع)، امام رضا(ع)، امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) له اصحابو څخه ګڼلي دي. خو ابن ادريس حلي دوي دوي فطحي مذهبه او ګمراهان بللي دي.

له بني فضال څخه ډېر حدیثونه او کتابونه روایت شوي دي. د امام حسن عسکري(ع) د يو روايت له مخې په شيعو لازمه شوې ده چې د هغوي په روايتونو باندې عمل وکړي خو د بني فضال عقيده او نظریه پريږدي. سيد ابوالقاسم خويي د ياد شوي حديث په مفهوم کې اعتراض کړی دی او په دې اند ده چې د شيخ انصاري له نظر سره په مخالفت دغه حديث د بني فضال د روايتونو د صحت لپاره دلیل نه ګڼي. حسن بن علي بن فضال او د هغه اولادونه احمد، علي او محمد د رجال په کتابونو کې د بني فضال د کورنۍ د مشهورو شخصیتونو په توګه یاد شوي دي.

د کورنۍ معرفي

د بني فضال کورنۍ، یو شمیر شیعه راویان چې فضال بن عمر بن ایمن[۱] یا فضال تَیملي بن ربیعة بن بکر ته منسوب دي، د تیم الله بن ثعلبه آزاد شوي غلام دی.[۲] د ځینو په وینا، تیملي د بني فضال لقب دی.[۳]

شیخ طوسي او کشي د دې کورنۍ ستاینه کړی او تایید کړی یې دی او باور لري چې بني فضال، امام موسی کاظم(ع)، امام رضا(ع)، امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) زمانه لیدلی ده او د هغوي له اصحابو څخه دي. [۴] خو ابن ادریس حلي د بني فضال کورنۍ «ملعون کافران» او ګمراهان بولي.[۵] مامقاني د شیخ طوسي، کشي، سید ابن طاووس او احمد بن علي نجاشي له خوا د بني فضال د کورنۍ ستاینه او تایید ته په پام د هغوي ګمراه او کافر ګڼل غلط ګڼلي دي.[۶]

د ځينو په اند بني فضال فطحي مذهبه وو، خو بيا يې د امام رضا(ع)، امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) په امامت باندې یې ايمان راوړ او د هغوي له خاصو اصحابو څخه شول.[۷]

مشهور شخصیتونه

د شيعه علماوو په رجالي اثارو کې حسن او د هغه اولادونه احمد، علي او محمد د بني فضال د کورنۍ غړي ګڼل شوي دي.[۸] د فضال تیملي، د هغه د زوي علي او نورې کورنۍ په هکله یې کوم راپور نیشته.

حسن بن علي بن فضال

اصلي مقاله: حسن بن علي بن فضال

حسن بن علي بن فضال (وفات ٢٢٤ هـ ق) د امام رضا(ع) له خاصو اصحابو څخه و،[۹] او د ځينو شيعه عالمانو په وينا د سيد ابوالقاسم خويي او کشي په شمول د اجماع له اصحابو څخه و.[۱۰] د کشي د راپور له مخې حسن بن علي بن فضال فتحي مذهب و، خو د مرګ په وخت کې یې د امام رضا علیه السلام د امامت شاهدي ورکړه.[۱۱]

احمد بن حسن بن علي بن فضال

احمد بن حسن بن علي بن فضال د امام هادي(ع) او د امام حسن عسکري(ع) د اصحابو لړلیک څخه وو چې په ۲۶۰ هجري کې وفات شو.[۱۲]

علي بن حسن بن علي بن فضال

علي بن حسن بن علي بن فضال د کوفې يو فقيه او د امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) له اصحابو څخه و.[۱۳] د هغه د پيدايښت او مړينې نېټه معلومه نه ده خو د مامقاني په وينا کله چې یې پلار وفات کیده نو هغه ۱۸ کلن و.[۱۴]

ایت الله خوی د کشي په حوالې سره ویلي دي چې علي عراق او خراسان ته هجرت کړی او هلته له هغه نه زیات فقیه او صالح بل څوک نه و؛ هغه به د امامانو ټول احادیث له ځان سره ساتل او زیاتره یې حفظ وو.[۱۵]

محمد بن حسن بن علي بن فضال

محمد بن حسن بن علي بن فضال د امام هادي(ع) او د امام حسن عسکري(ع) له صحابه څخه دی.[۱۶] د هغه د پیدایښت، وفات او آثارو په اړه هیڅ معلومات نشته،[۱۷] سید ابوالقاسم خویي د هغه په موثق ګڼلو،[۱۸] او د شیخ صدوق له استادانو کیدو سره مخالفت کړی دی.[۱۹]

ځانګړنې؛ د روایت نقل

بني فضال، په مختلفو موضوعاتو کې ډېر احادیث او کتابونه روایت کړي دي.[۲۰] د حسن بن علي بن فضال نوم له ۲۹۷ څخه په زیاتو روایتونو کې په سند کې ذکر شوی دی.[۲۱] له احمد بن حسن بن علي بن فضال څخه هم روایتونه د غسل، د مسجد فضیلت، بیع، نکاح، خمس، د لمونځ کوونکي د جامو شرطونه، ذبحه او د مړي د لمانځه په اړه روایتونه نقل شوي دي.[۲۲]

البشارات، رد علی الغالیه، الزیارات، النوادر، و الناسخ و المنسوخ کتابونه حسن بن علی ته منسوب دي.[۲۳] کتاب الوضوء، کتاب الصلاة، کتاب الزکاة، کتاب التنزیل من القرآن و التحریف، کتاب فرائض، کتاب المواعظ، کتاب التفسیر، کتاب اثبات امامة عبدالله او کتاب وفات حضرت محمد(ص)، د علی بن حسن له آثارو څخه دي.[۲۴]

له هغه څخه یو کتاب د اصفیاء أمیرالمؤمنین په نومه نقل شوی دی. ځینې دا کتاب د امام علی(ع) په خلاف ګڼي.[۲۵]

امام حسن عسکري(ع) په یوه روایت کې چې شیخ طوسي نقل کړی دی، د شیعو د یوې ډلې په ځواب کې یې ویلي دي چې تاسو د بني فضال په روایتونو عمل وکړئ، خو د هغوي نظرونه او عقیدې پریږدئ.[۲۶] ځینو څیړونکو په دې اړه فکر کړی دی چې د روایتونو په اسنادو کې چې له بني فضال څخه روایت شوي وي د راویانو د عام تصدیق په توګه دی.[۲۷] خو سید ابوالقاسم خويي د شیخ انصاري په خلاف له امام حسن عسکري(ع) نه د روایت شوي روایت له مخې د بني فضال د روايتونو په صحیح شونې دلالت نه ګڼي.[۲۸]

فوټ نوټ

  1. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۸۱ش، ج۲۰، ص۲۱۶.
  2. ابن ندیم، الفهرست، ۱۳۶۶ش، ص۴۰۸؛ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۴۲۸؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۲۴۴.
  3. کلباسی، الرسائل الرجالیة، ۱۳۸۰ش، ج۳، ص۹۵.
  4. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۴۳۷؛ شیخ طوسی، الفهرست، نشر المکتبة الرضویه، ص۴۷؛ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۸۳۶.
  5. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۸۱ش، ج۳، ص۱۳۶.
  6. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۸۱ش، ج۳، ص۱۳۶.
  7. شیخ طوسی، الفهرست، نشر المکتبة الرضویه، ص۴۷.
  8. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۴۲۸؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۲۴۴.
  9. ابن ندیم، الفهرست، ۱۳۶۶ش، ص۴۰۸؛ شیخ طوسی، الفهرست، نشر المکتبة الرضویه، ص۴۷.
  10. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۵۳؛ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۱۷.
  11. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۸۳۷.
  12. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۲۴۵.
  13. خویی، معجم رجال، ۱۳۷۲ش، ج۱۲، ص۳۵۹.
  14. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۸۱ش، ج۶، ص۲۹۰.
  15. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۲، ص۳۶۱.
  16. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۲۴۴.
  17. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۲۴۴.
  18. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۲۴۴.
  19. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۶، ص۲۴۴.
  20. ابن ندیم، الفهرست، ۱۳۶۶ش، ص۴۰۸؛ نجاشی، رجال، ۱۴۲۴ق،‌ ص۳۶؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۲، ص۳۵۹.
  21. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۵۴.
  22. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۴۲۹.
  23. نجاشی، رجال، ۱۴۲۴ق،‌ ص۳۶.
  24. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۲، ص۳۵۹.
  25. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱۲، ص۳۵۹.
  26. «خذوا ما رووا و ذروا ما رأوا» (شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق،‌ ص۳۹۰).
  27. ایروانی، دروس تمهیدیه فی القواعد الرجالیه، ۱۴۳۱ق، ص۳۶-۳۷.
  28. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۶۸.

سرچينې

  • ابن ندیم، محمد بن اسحاق، الفهرست، محمدرضا تجدد، تهران، انتشارات امیرکبیر، ۱۳۶۶ش.
  • ایروانی، محمدباقر، دروس تمهیدیة فی القواعد الرجالیة، قم، انتشارات مدین، ۱۴۳۱ق.
  • خویی، ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، مرکز نشر الثقافة الاسلامیة فی العالم، ۱۳۷۲ش.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الفهرست، تصحیح محمدصادق بحرالعلوم، نجف، مکتبة الرضویة، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، تحقیق عبادالله طهرانی و علی احمد ناصح، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • کشی، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال، تحقیق مهدی رجایی، تصحیح محمدباقر میرداماد، قم، موسسه آل البیت الاحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
  • کلباسی، محمد بن محمدابراهیم، الرسائل الرجالیة، تصحیح محمدحسین درایتی، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۰ش.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، تحقیق محی الدین و محمدرضا مامقانی، قم، موسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۳۸۱ش.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۲۴ق.