د مسلمان او غیرمسلمان ترمنځ واده
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د مسلمان او غیرمسلم ترمنځ واده یوه فقهي موضوع ده چې په شیعه او سني فقه کې اوږد تاریخ لري او په بېلابېلو فرعي موضوعاتو وېشل کیږي. د ټولو شیعه او سني فقهاءو د فتوا له مخې، د مسلمانې ښځې واده له غیرمسلمان سړي سره، حتی که اهل کتاب وي یا ذمي کافر، جایز نه دی، که واده دایمي وي او که لنډمهاله. همدارنګه، د مسلمان سړي واده له هغې کافرې ښځې سره چې په خداي باور نه لري حرام دی.
شیعه فقهاء د مسلمان سړي او اهل کتاب ښځې ترمنځ په واده کې اختلاف لري. د دوی د مشهور نظر له مخې، د مسلمان سړي دایمي واده له اهل کتاب ښځې سره جایز نه دی، خو موقت واده ورسره جایز دی. سني فقهاء د مسلمان سړي دایمي واده له اهل کتاب ښځې سره جایز ګڼي.
اهمیت
د مسلمان او غیرمسلم ترمنځ واده یوه فقهي موضوع ده چې په شیعه او سني فقه کې پرې بحث شوی دی.[۱] دا موضوع په څو برخو وېشل کیږي، لکه: ۱. د مسلمانې ښځې واده له غیرمسلمان سړي سره، ۲. د مسلمان سړي دایمي واده له غیرمسلمانې ښځې سره، ۳. د مسلمان سړي موقت واده له غیرمسلمانې ښځې سره. د ایران په مدني قانون کې هم دې موضوع ته پاملرنه شوې ده.[۲]
له غیرمسلمان سړي سره د مسلمانې ښځې واده
په شیعه او سني فقه کې اتفاق دی چې د مسلمانې ښځې واده له غیرمسلمان سړي سره، حتی که اهل کتاب وي، جایز نه دی.[۳] په دې حکم کې د ذمي کافر، حربي یا مرتد او د واده د موقت یا دایمي کیدو ترمنځ توپیر نشته.[۴] دا حکم د ایران د مدني قانون په ۱۰۵۹ ماده کې هم راغلی دی.[۵]
له اهل کتاب ښځې سره د مسلمان سړي واده
ټول اهل سنت مذهبونه د مسلمان سړي واده له اهل کتاب ښځو سره جایز ګڼي؛[۶] خو شیعه فقهاء د مسلمان سړي د موقت او دایمي واده ترمنځ توپیر کوي او موقت واده جایز او دایمي واده حرام ګڼي.[۷] محقق حلي او فیض کاشاني دا حکم د امامیه د مشهور نظر په توګه یاد کړی دی.[۸] ابن سعید حلي ویلي چې دا نظر د شیعه فقهاءو ترمنځ اجماع لري.[۹]
خو راپورونه وايي چې د قدما (له محقق حلي مخکې فقهاءو) ترمنځ مشهور نظر دا و چې له اهل کتاب سره واده په بشپړه توګه حرام دی.[۱۰] شیخ مفید،[۱۱] شیخ طوسي،[۱۲] سید مرتضی[۱۳] او طبرسي[۱۴] هغه کسان دي چې دا نظر یې غوره کړی دی.[۱۵] همدارنګه، ویل شوي چې په مقابل کې فقهاءو لکه شیخ صدوق،[۱۶] شهید ثاني،[۱۷] فیض کاشاني[۱۸] او صاحب جواهر[۱۹] له اهل کتاب ښځې سره د مسلمان سړي دایمي واده جایز ګڼلی دی.[۲۰] د جواهر لیکوال د شیخ طوسي له قوله لیکلي دي چې هغه په خپل کتاب "مبسوط" کې د یو مسلمان سړي او د اهل کتابو ښځې ترمنځ د موقت واده جواز د ټولو اصحابو او امامیه فقهاوو ترمنځ د اجماع موضوع ګڼله.[۲۱]
لبناني شیعه عالم، محمد جواد مغنیه، لیکلي چې په اوسني عصر (۱۴ قمری پېړۍ) کې، د امامي مذهب ډېری فقهاء د اهل کتاب ښځو سره دایمي واده جایز ګڼي او د لبنان جعفري مذهب محکمې دا ډول عقد ترسره کوي.[۲۲]
له زرتشتي ښځې سره د مسلمان سړي واده
له زرتشتي ښځو سره د واده په اړه اختلاف دی.[۲۳] ویل شوي چې ځینو فقهاءو ورسره موقت واده جایز ګڼلی دی.[۲۴] شیخ صدوق ورسره واده حرام ګڼي.[۲۵] خو محقق حلي زرتشتیان د اهل کتاب په څېر ګڼلي او ورسره موقت واده یې جایز بللی دی.[۲۶]

له غیر اهل کتاب ښځې سره د مسلمان سړي واده
په شیعه فقه کې د مسلمان سړي واده له هغې کافرې ښځې سره چې په خداي او معاد باور نه لري جایز نه دی.[۲۷] په دې حکم کې د واده د دایمي یا موقت کیدو توپیر نشته.[۲۸] فقهاءو په دې موضوع اجماع کړې ده.[۲۹] فقهاء همدارنګه د مسلمان واده له بهایي سره هم جایز نه ګڼي.[۳۰]
مونو ګراف
- کتاب «ازدواج با غیرمسلمانان»، د محمدرضا جباران لخوا، په ۱۳۸۳ل کال کې د بوستان کتاب له خوا خپور شوی دی.
- کتاب «ازدواج با بیگانگان در فقه اسلام و سایر شرایع الهی»، د محمد ابراهیمي لخوا، په ۱۳۸۲ل کال کې د بوستان کتاب له خوا خپور شوی دی.
د اهل کتابو سره د مسلمانانو د ودونو په اړه مقالې هم لیکل شوي دي، د مثال په توګه: د اسلامي فقهې او ایراني مدني قانون کې د اهل کتاب سره دایمي واده، د عبدالرضا محمد حسین زاده لخوا،[۳۱] د قرآن کریم له نظره د اهل کتابو سره د مسلمانانو د ودونو یوه څېړنه، د مریم اسماعیلي لخوا،[۳۲] د اهل کتاب د ښځو سره واده کول، د یعقوب علي برجی لخوا.[۳۳] [۳۴]
فوټ نوټ
- ↑ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۰۲ق، ص۳۱۴؛ ابنسعید حلی، الجامع للشرایع، ۱۴۰۵ق، ص۴۳۲؛ سید مرتضی، المسائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۳۲۷.
- ↑ عظیمزاده اردبیلی، «علل و مستندات حرمت ازدواج با غیر مسلمان»، ص۴۲.
- ↑ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۰۲ق، ص۳۱۴؛ ابنسعید حلی، الجامع للشرایع، ۱۴۰۵ق، ص۴۳۲؛ سید مرتضی، المسائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۳۲۷.
- ↑ عظیمزاده اردبیلی، «علل و مستندات حرمت ازدواج با غیر مسلمان»، ص۳۴.
- ↑ عظیمزاده اردبیلی، «علل و مستندات حرمت ازدواج با غیر مسلمان»، ص۴۲.
- ↑ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۰۲ق، ص۳۱۴؛ برجی، «ازدواج با زنان اهل کتاب»، ص۱۲۲.
- ↑ حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ص۲۹۹؛ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، دارالفکر، ص۱۶۶؛ شیخ طوسی، النهایة، بیروت، ۱۴۰۰ق، ص۴۵۷.
- ↑ محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۲۰؛ فیض کاشانی، مفاتیح الشرائع، قم، مجمع الذخائر الاسلامیة، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۲۴۹.
- ↑ ابنسعید حلی، الجامع للشرایع، ۱۴۰۵ق، ص۴۳۲.
- ↑ برجی، «ازدواج با زنان اهل کتاب»، ص۱۲۰.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۰.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، تهران، ۱۳۸۷ش، ج۴، ص۲۰۹.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، قم، ص۲۷۹.
- ↑ طبرسی، المؤتلف من المختلف بین أئمة السلف، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۴۴.
- ↑ بابایی، «پژوهشی دربارهٔ ازدواج با زنان اهل کتاب»، ص۱۴.
- ↑ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۳۰۸.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الأفهام، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ج۷، ص۳۶۰.
- ↑ فیض کاشانی، مفاتیح الشرائع، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۲۴۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۰، ص۳۱.
- ↑ بابایی، «پژوهشی دربارهٔ ازدواج با زنان اهل کتاب»، ص۱۵.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۰، ص۳۹.
- ↑ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۰۲ق، ص۳۱۵.
- ↑ برجی، «ازدواج با زنان اهل کتاب»، ص۱۴۵.
- ↑ کلانتری، «فقه و ازدواج با کافران»، فقه، شماره ۷ و ۸، بهار و تابستان ۱۳۷۵ش،ص۲۴۷.
- ↑ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۳۰۸.
- ↑ محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۲۰.
- ↑ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۰۲ق، ص۳۱۴؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۷، ص۲۲۱.
- ↑ محمدحسینزاده، «ازدواج دائم با اهل کتاب در فقه اسلامی و حقوق مدنی ایران»، ص۱۵۰.
- ↑ حرعاملی، نهایه المرام، قم، ج۱، ص۱۸۹؛ فیض کاشانی، مفاتیح الشرائع، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۲۴۸؛ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، دارالفکر، ص۱۶۶؛ محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۲۰.
- ↑ گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۹۵؛ خمینی، استفتائات، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۲۸.
- ↑ مجله مقالات و بررسی ها، تابستان ۱۳۸۵ش - شماره ۹۰ ، علمی-پژوهشی ص ۱۴۹ تا ۱۶۰.
- ↑ مجله:بانوان شیعه»پاییز ۱۳۸۳ - شماره ۱۲۰ صفحه ۳۷ تا ۵۶.
- ↑ مجله: پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی»پاییز و زمستان ۱۳۸۱ش - شماره ۳ و ۴، ص از ۱۱۸ تا ۱۶۲.
- ↑ https://www.noormags.ir/view/fa/keyword/%D8%A7%D8%B2%D8%AF%D9%88%D8%A7%D8%AC_%D8%A8%D8%A7_%D8%A7%D9%87%D9%84_%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8?ob=date-desc&magazineid=0&pn=1
سرچينې
- ابنسعید حلی، یحیی بن احمد، الجامع للشرایع، قم، موسسه سیدالشهداء(ع)، ۱۴۰۵ق.
- بابایی، علی، «پژوهشی دربارهٔ ازدواج با زنان اهل کتاب»، فصلنامه دانشکده الهیات و معارف مشهد، شماره ۶۹، ۱۳۸۴ش.
- برجی، یعقوبعلی، «ازدواج با زنان اهل کتاب»، پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی، شماره ۳ و ۴، پاییز و زمستان ۱۳۸۱ش.
- جباران، محمدرضا، ازدواج با غیرمسلمانان، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۳ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، نهایه المرام، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بیتا.
- حلبی، ابوالصلاح، الکافی فی الفقه، اصفهان، مکتبة الإمام أمیر المؤمنین علیه السلام، ۱۴۰۳ق.
- خمینی، سید روحالله، استفتائات، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۷۲ش.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الانتصار فی انفرادات الإمامیة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بیتا.
- سید مرتضی، علی بن حسین، المسائل الناصریات، تهران، رابطة الثقافة و العلاقات الاسلامیة، ۱۴۱۷ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة، بیجا، دارالفکر، بیتا.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، بیجا، مؤسسة المعارف الاسلامیة، بیتا.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، المقنع، بیجا، مؤسسة الإمام الهادی علیه السلام، ۱۴۱۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حس، النهایة، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، المؤتلف من المختلف بین أئمة السلف، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، ۱۴۱۰ق.
- عظیمزاده اردبیلی، فائزه، «علل و مستندات حرمت ازدواج با غیر مسلمان»، فقه و حقوق خانواده (ندای صادق)، شماره ۵۲، سال پانزدهم، بهار و تابستان ۱۳۸۹ش.
- عندلیبی، علی، و عندلیبی، رضا، «حکم ازدواج با زنان اهل کتاب در قرآن کریم»، قرآن، فقه و حقوق اسلامی، شماره ۱، سال اول، پاییز و زمستان ۱۳۹۳ش.
- فیض کاشانی، ملامحسن، مفاتیح الشرائع، قم، مجمع الذخائر الاسلامیة، ۱۴۰۱ق.
- کلانتری، علیاکبر، «فقه و ازدواج با کافران»، فقه، شماره ۷ و ۸، بهار و تابستان ۱۳۷۵ش.
- گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۰۹ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام، تهران، استقلال، ۱۴۰۹ق.
- محمدحسینزاده، عبدالرضا، «ازدواج دائم با اهل کتاب در فقه اسلامی و حقوق مدنی ایران»، مقالات و بررسیها، شماره ۸۰، ۱۳۸۵ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۹۰ش.
- مغنیه، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسة، بیجا، بینا، ۱۴۰۲ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.