سوره ق

د wikishia لخوا
قاف سوره

سوره «ق» د قرآن کریم پنځوسم سوره او یو له مکی سورتونو څخه دی چې په 26 سیپاره کې دی. دا سوره «قاف» نومیږي؛ ځکه چې د حروف مقطعاتو څخه په «ق» حرف سره شورو شوی دی. معاد او د مړو په قيامت کې په بیا راژوندي کیدو باندې د کافرانو حيرانتيا، نبوت، توحید او الهي قدرت ځينې هغه موضوعات دي چې په دې سورت کې پرې بحث شوی دی.

د «ق» سوره ١٦ آيت چې وايي خداى انسان ته د هغه له شاه رګه زیات نږدی دى، د دې سورت له مشهورو آيتونو څخه ده. د دې سورت د تلاوت په فضیلت کې راغلي چې څوک چې «ق» سوره تلاوت کړي، خدای به هغه ته د مرګ سختۍ او سکرات اسانوي.

پيژندنه

نوم ایښودل

په دې سوره باندې د «ق» نوم ځکه ایښې دی چې د حروف مقطعه همدې ټکي سره پیل شوې ده.[۱] د دې سورت بل نوم باسقات(د لوړو ونو په معنا) دی چې په لسم آیت کې کارول شوی دی.[۲] باسقات ټکی په قرآن کې یو ځل کارول شوی او هغه هم په «ق» سوره کې.[۳]

ځای او نازلیدو ترتیب

«ق» سور له مکی سورتونو څخه دی او د ترتیب له مخې دا څلور دېرشم سوره دی چې په پیغمبر(ص) نازل شوی دی. دا سورت د نسخو په اوسني جوړښت کې 50 سوره دی او د قرآن کریم په 26 سيپاره کې راغلی دی.[۴]

د آیتونو شمېر او نورې ځانګړتیاوې

سوره «ق» ٤٥ آيتونه، ٣٧٣ کلمې او ١٥٠٧ حروف لري، او د حجم له پلوه له مفصلات دی او د قران کريم شاوخوا نیم حزب کې راغلی دی.[۵] سوره «ق» اته ويشتم سورت دى. له هغه نهه ویشت سورتونه څخه دی چې په مقطعه حروفو پیل شوي دي. او له هغه ۲۳ سورتونو څخه شپږم سورت دی چې په قسم سره پیل کیږي.[۶]

مینځپانګه

د «ق» سوره د بحثونه چورلیز د معاد مسله ګڼل شوې ده او په دې کې نورې ذکر شوي مسلې د څنګ مسلې ګڼلي شوي دي.[۷]

په «ق» سوره کې بیان شوي موضوعات په لنډه توګه داسې بیانولی شوو:

  • د معاد (جسماني معاد) له مسلې د کافرانو حېرانتیا
  • په معاد باندې د خلقت د نظم دلیل راوړل په بیله توګه د باران په وسیله د ځمکې له مړې کیدو وروسته بیا ژوندي کیدل
  • لومړي خلقت ته په پام د معاد په مسله باندې دلیل راوړل
  • د حساب د ورځې لپاره د اعمالو او خبرو ثبتیدو ته اشاره
  • مرګ سره تړلي مسلې
  • د قیامت د ورځې ځینې پیښې او د جنت او دوزخ صفتونه
  • د جهان د ختمیدو لړزوونکی پيښو ته اشاره
  • د طغیان او بغاوت کوونکیو قومونو دردوونکی برخلیک ته اشاره
  • د خدای د ذکر کولو حکم او د قرآن عظمت
  • د ژوند په ټولو مرحلو کې انسان د څارنې لاندی دی.[۸]

د ۳۸ آیت شان نزول

د «ق» سوره د 38 آیت د نزول په اړه «وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ؛ مونږ آسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دوی په مینځ کې دي په شپږو ورځو کې پیدا کړل، او د ستړیا احساس مو ونه کړ» راغلي دي: یهودیان پیغمبر(ص) ته راغلل او د ځمکې او اسمانونو د پیدایښت په اړه یې ترې وپوښتل. پيغمبر(ص) وفرمایل: خدای ځمکه د یکشنبې او دوشنبې په ورځ، غرونه د سه شنبې په ورځ، اسمان د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ او ستوري، مهر او سپوږمۍ د جمعې په ورځ پیدا کړې. بیا یهودیانو وپوښتل: خدای له دې پیدایښت وروسته په څه لګیا شو؟ پيغمبر(ص) د «ثُمَّ اسْتَوى عَلَى الْعَرْشِ» آیت تلاوت کړ؛ يعنې بيا يې د تخت واک په لاس کې واخست، چې دا د الله تعالی د بې حده قوت او قدرت نښه ده. خو یهودو وویل: په دې حالت کې د خدای کار په دې مرحله کې پای ته ورسېد او د شنبې په ورځ یې استراحت وکړ او د ستړیا د لرې کولو لپاره یې پر خپل تخت تکیه ووهله. پېغمبر اکرم(ص) د يهودانو په دې وينا په غوسه شو او خداى دا آيت د يهودانو د خبرو د ردولو لپاره نازل کړ او د خداى له ذاته ستړیا او دمه کول لری وګڼل.[۱۰]

مشهور آیتونه

د سوره ق 16 آیت د معلا خط سره

آیه ۱۶

﴿وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ ١٦﴾ [ق:16] ﴿او مونږ هغه ته [د هغه] له شاهرګه زیات نږدی یوو﴾

د ورید کلمه په مختلفو معناوو سره تفسیر شوې ده لکه د غاړې رګ، د زړه او ځیګر سره تړلی رګ،[۱۱] د ژبې لاندې رګ[۱۲] او هغه رګ چې په ټول بدن کې خپور شوی دی او د وینې د جریان ځای دی[۱۳] علامه طباطبايي په تفسیر المیزان کې دا آیت انسان باندې د خدای د بشپړې محاصرې او هغه ته د نږدې کیدو لپاره یو مثال ګڼلی دی.[۱۴] دې آیت د فارسۍ په ادبیاتو کې انعکاس لری دی:[۱۵]






دوست نزدیکتر از من به من است وین عجب تر که من از وی دورم
چه کنم با که توان گفت که او در کنار من و من مهجورم
ژباړه:
ملګرې مې راته نږدې له خپله ځانه دی او عجیبه دا ده چې زه ترې لری یم
څه وکړم چې د ویلو ده هغه زما په خوا کې دی او زه ترې لری یم


آیه ۱۸

اصلي مقاله: رقیب او عتید

﴿مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ١٨﴾ [ق:18] ﴿[انسان] هیڅ یوه خبره په الفاظو کې نه کوي مګر دا چې یو څارنوال ورسره چمتو ولاړ وي [او هغه لیکي] ١٨﴾

په دې آيت كې د رقيب او عتيد په نوم د دوو پرښتو نامې اخلي شوې، چې د انسان د اعمالو لیکونکي دي. په ځينو رواياتو کې راغلي چې د انسان په ښۍ اوږې باندې رقیب ده چې د نيکو اعمالو ليکونکې ده او په کیڼ اوږې باندې عتيد ده چې د ګناهونو ليکونکې ده..[۱۶] دا دوه پرښتې د مرګ په وخت کې انسان ته راڅرګندېږي او په قيامت کې د هغه د عملونه ګواهي ورکوي..[۱۷] قرآن کريم دغه پرښتې «رُسُل»، «کِرامَاً کاتِبینَ» او «حافظین» «سفره، کرام برره» په ټکو سره يادې کړې دي.[۱۸] په دعای کمیل کې کرام الکاتبین د اعضاؤ او جوارحو سره د انسانانو لپاره د شاهدانو په توګه معرفي شوي دي.[یادونه 1][۱۹] د کرام الکاتبین کلمه په خلکو ادب کې کارول شوې او یو متل ګرځیدلی دی. دا ملائکې په فارسي ادب کې هم راغلي دي، چې د حافظ شعر يې يوه بېلګه ده:




تو پنداری که بدگو رفت و جان بردحسابش با کرام الکاتبین است
ژباړه:
ته دا ګمان کوې چې بده وینا کوونکی لاړخو حساب یې د کرام الکاتبین په لاس دی.


آیه ۲۰

اصلي مقاله: نفخ صور

﴿وَنُفِخَ فِي الصُّورِ ذَلِكَ يَوْمُ الْوَعِيدِ ٢٠﴾ [ق:20] ﴿او په صور کې به وپوکل شي دا ده [زما] د ګواښ ورځ٢٠﴾

د صور وهل یو لوی آسماني غږ دی چې د قیامت په وخت کې ټول اسمانونه او ځمکه ډکوي او د نړۍ مخلوقات مړه کوي.[۲۰] د هغه څه له مخې چې په ځینو روایتونو کې راغلي، دا صور وهل به څلور ځله واقع کیږي؛[۲۱] خو په قرآن کې یې دوه ځله یادونه شوی، چې یو یې د نړۍ په پای کې ده کله چې ټول مخلوقات مړه شي. دا د مرګ نفخه ده. او دوهم ځل وهل یې د قیامت په شورو کې دي کله چې ټول مړه شوي بیا راژوندي کیږي. دا د ژوند نفخه ده.[۲۲] په دې آيت كې د صور د وهلو معنا یا دوهمه وهل ده یا د دې دواړو مجموعه ده، کله چې له دې وروسته فرمایي: دا د وعید او ګواښ ورځ ده، دا هماغه ورځ ده چې تاسو ته په دې نړۍ کې خبرداری درکولی شو، او نن هغه ورځ راغلې ده.[۲۳]

آیه ۲۲

﴿لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ ٢٢﴾ [ق:22] ﴿[هغه ته ویل کیږي] په ریښتیا چې له دې [حاله] سخت په غفلت کې [خو] مونږ ستا پرده [ستا له سترګو] اوچته کړه او نن دې نظر تیز شو ٢٢﴾

علامه طباطبايي دغه آيت له غُرر آيتونو څخه ګڼي.[۲۴] غُرر د غرّه جمع ده د پړقیدو او روښانه کیدو په معنا ده او د غوا په تندي کې د چې کوم سپینوالی وي د هغې د لری نه د ښکاریدو په سببه ورته غُرّه ويل کېږي. په بل عبارت، که څه هم د قرآن هر آيت خپل عظمت او وقار لري، او په همدې شان او عظمت سره له نورو آيتونو سره توپير لري. خو ځينې آيتونه ځانګړی پړق، روښنايي او اساسي رول لري، چې په غُرر الآیات سره مشهور دي. د قرانکریم د آیتونو اساسي شونه، د متن لوړوالی، معجزه لرونکی لنډوالی، په دلیل کې پوخوالی، په قرآنی بیان کې د شواهدو مجموعه او همدارنګه د نورو آیتونو لپاره د هغوي لارخلاصونه، او د اساس او میزان شونه او د احادیثو د پيچلتیا لپاره روشنګر شونه د غُرر آیتونو له معیارونو څخه دي.[۲۵]

علامه طباطبايي چې د څوارلسمې هجري پېړۍ شیعه مفسر دی، په المیزان کې په دې باور دی چې دا آیت په ځانګړې توګه په دې قرینې سره چې ویلي یې دي: «الیوم» چې د آخرت عذاب هم په دې دنیا کې موجود او چمتو دی. خو کوم څه چې دي هغه دا دي چې تر څو چې انسان په دې دنیا کې وي نو هغې غافل وي. په آیت کې د غفلت کلمه د دې معنی لپاره بله قریینه ده (کُنْتَ فِی غَفْلَةٍ). ځکه چې که هغه عذاب په دې نړۍ کې چمتو او موجود نه وای، نو غفلت به ترې هیڅ معنا نه درلوده، لکه د پردې لری کیدل (فَکَشَفْنَا عَنْکَ غِطَاءَکَ) یوه بله قرینه ده ترې پوهیږو چې یو څه د پردې شاته وو او یوازې پردې یې د لیدلو څخه مخه نیولې وه.[۲۶]

فضیلت

اصلي مقاله: د سورتونو فضیلتونه

د دې سورت په فضیلت کې له رسول الله(ص) څخه روایت دی چې څوک د «ق» سورت تلاوت کړي، الله تعالی به یې د مرګ سختي او سکرات له منځه یوسي.[۲۷] له امام باقر(ع) څخه هم روایت شوی دی چې څوک هم په واجبو لمونځونو یا په مستحبو لمونځونو کې د «ق» سورت تلاوت کړي نو الله تعالی به د هغه روزۍ کې پراختیا راولي او د قيامت په ورځ به ورته عمل نامه په ښي لاس کې ورکوي او په اسانۍ سره به يې حساب کوي.[۲۸] په تفسیر البرهان کې د دې سورت د تلاوت لپاره ځینې خاصیتونه ذکر شوي لکه د صرع د ناروغۍ ښه کیدل،[۲۹] د روزۍ زياتوالی[۳۰] او د وېرې او اضطراب لرې کیدل.[۳۱]

د ق سوره متن او ژباړه

د ق سوره متن او ژباړه
متن ژباړه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

﴿ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ ١. بَلْ عَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ ٢. أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ذَلِكَ رَجْعٌ بَعِيدٌ ٣. قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِنْدَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ ٤. بَلْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ فَهُمْ فِي أَمْرٍ مَرِيجٍ ٥. أَفَلَمْ يَنْظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ ٦. وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ٧. تَبْصِرَةً وَذِكْرَى لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ ٨. وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ ٩. وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ ١٠. رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ ١١ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَأَصْحَابُ الرَّسِّ وَثَمُودُ ١٢. وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَانُ لُوطٍ ١٣. وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ ١٤. أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ ١٥. وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ ١٦. إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ ١٧. مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ١٨ وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ ١٩. وَنُفِخَ فِي الصُّورِ ذَلِكَ يَوْمُ الْوَعِيدِ ٢٠. وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ٢١. لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ ٢٢. وَقَالَ قَرِينُهُ هَذَا مَا لَدَيَّ عَتِيدٌ ٢٣ أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ ٢٤. مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُرِيبٍ ٢٥ الَّذِي جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِي الْعَذَابِ الشَّدِيدِ ٢٦ قَالَ قَرِينُهُ رَبَّنَا مَا أَطْغَيْتُهُ وَلَكِنْ كَانَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ٢٧ قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُمْ بِالْوَعِيدِ ٢٨ مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ٢٩ يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِيدٍ ٣٠ وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ ٣١ هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ ٣٢ مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُنِيبٍ ٣٣ ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُلُودِ ٣٤ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ ٣٥ وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِنْ مَحِيصٍ ٣٦ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ ٣٧ وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِنْ لُغُوبٍ ٣٨ فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ ٣٩ وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَارَ السُّجُودِ ٤٠ وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ ٤١ يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ ٤٢ إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا الْمَصِيرُ ٤٣ يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ذَلِكَ حَشْرٌ عَلَيْنَا يَسِيرٌ ٤٤ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ يَخَافُ وَعِيدِ ٤٥﴾


د بخښونکي ډير مهربان خدای په نامه (شوروکوم)

1. ق (قاف) په قرآن قسم چې لوی شان لري (چې دا پيغمبر ريښتونے او قيامت حق دے). 2. بلکې له دې يې تعجب وکړ چې دوي ته له همدوي ويروونکے (پيغمبر) راغے نو کافرانو وويل: دا عجيبه څيز دے. 3. آيا کله چې مونږ مړه شو او خاورې شو (بيا به بيرته ژوندې کيږو؟) دا بيرته راتلل (له عقله) لرې دي. 4.  په تحقيق سره مونږ پوهيږو چې ځمکه له دوي څه کموي او مونږ سره (د حساب) ساتونکے کتاب (لوح محفوظ) دے. 5. بلکي کله چې ورته حق راغے نو دروغ يې وګڼه نو هغوي په ګډو وډو سر دي. 6. آيا هغوي خپل لپاسه آسمان ته نه دي کتلي چې هغه مو څه رنګ جوړ کړے دے او (په ستورو) مو سينګار کړے دے او په کښې څه چاود نشته. 7. او ځمکه مو وغواړوله او په کښې مو درانه (اوچت) غرونه کيښودل او هر ډول ښکلې بوټې مو په کښې راوټوکول. 8. چې ليد او پند وي د هر هغه بنده لپاره چې (په زړه سره خدای ته) ګرځيدونکے دے. 9. او له آسمانه مو برکتناکې اوبه نازلې کړې چې په دي سره مو باغونه او ريبل کيدونکې دانې راوټوکولې. 10. او د کجورو لوړې ونې چې وږي (لاندې باندې ميوې) لري. 11. چې د بندګانو لپاره روزي وي او په هغه (باران) مو مړه ځمکه ژوندۍ کړه همدارنګ (د مړو له قبرونو) راوتل دي. 12. له دوي (مکې خلکو) مخښکې د نوح قوم او د رس او ثمود (صالح قوم) دروغ وګڼل. 13. او د عاد (قوم) او فرعون او د لوط قوم (هم پيغمبران دروغ وګڼل) 14. او د ايکه (ځنګل) خلکو (د شعيب قوم) او د تبع  قوم (چې په يمن کښې اوسيدل) ټولو پيغمبران دروغ وګڼل نو زما د عذاب وعده پرې حق شوه. 15. نو آيا مونږ په لومړي ځل پيدايښت ستړي شوي وو (چې له بيا پيدا کولو يې ستړي شو) (نه) بلکي دوي د نوي پيدايښت په هکله په شک کښې دي. 16. او په تحقيق سره چې مونږ انسان پيدا کړے دے او پوهيږو چې نفس ورته څه وسوسې ورکوي او مونږ درته د ورميږ له رګه زيات نزدې يو. 17. او کله چې دوه اخستونکي (پرښتې) له ښي او ګڅ (کيڼ، چپ) اړخه ناستې وي (د هغه عمل) په زده کړې سره اخلې. 18. (انسان) هيڅ خبره نه کوي مګر دا چې ورسره تيار څارونکے (پرښتې) وي. 19. او د مرګ بيهوشي په رښتيا راځي، (ويل کيږي) دا هغه څه وو چې ته ترې تښتيدلې. 20. او په صور (شپيلۍ) کښې به پو کړے شي دا د عذاب د وعدې ورځ ده. 21. او هر يو کس به په داسې حال کښې راځي چې ورسره به (يوه پرښته) شړونکي او (يوه) ګواهي ورکوونکي وي. 22. او په تحقيق سره له دې غافل وې نو له تامې پرده اوچته کړه نو نن دې سترګې ډير تيزې دي. 23. او د هغه ملګري (پرښته) وايي: دا هغه (عمل نامه) ده چې له ماسره حاضره ده. 24. (غږ به وشي) هر يو کينه کښ کافر په دوزخ کښې وغورځوئ. 25. د خير منعې کوونکے له حده تيريدونکے شکمن (وغورځوئ). 26. هغه کس چې له خدای سره يې بل معبود نيولے و نو په سخت عذاب کښې يې وروغورځوئ. 27.   د هغه (شيطان) ملګرے به وايې: ما هغه (په زور) نه دے نافرمانه کړے خو هغه په خپله په لرې ګمراهۍ کښې و. 28. خدای وايي: زما په وړاندې شخړه مه کوئ او په تحقيق چې ما تاسو ته له دې وړاندې د عذاب وعده درکړې وه. 29. زما په نزد خبره نه بدليږي او زه په خپلو بندګانو هيڅ ظلم نه کوم. 30. هغه ورځ چې مونږ به دوزخ ته واويو: ته ډک شوې؟ نو هغه وايې: آيا نور هم شته؟ (راوله). 31. (په هغه ورځ) به جنت پرهيزګارانو ته نزدې کړې شي چې (له هغوي) لرې نه وي. 32. دا هغه څه دي چې تاسو سره به يې وعده کيده د هر يو راستنيدونکي او (د خدای د پولو) خيال ساتونکي لپاره. 33. هغه کس چې په پټه له رحمان (خدايه) ويريږي او په ستنيدونکي زړه سره (خدای ته) راشي. 34. په سلامتۍ سره ورته (جنت ته) ننوځئ دا تلپاتينۍ ورځ ده. 35. د دوي لپاره هر هغه څه دي چې وغواړي. او له مونږ سره نور هم شته. 36. او له دوي وړاندې مو څومره (ډير) خلک هلاک کړل چې هغوي له دوي په زور کښې زيات وو نو ښارونه يې ولټول نو آيا (له مرګه) د تيښتې څه لاره شته؟ 37. بيشکه چې په دې (خبرو) کښې پند او يادونه ده د هغه چا لپاره چې زړه (عقل) لري يا (نصيحت ته) غوږ کيږدي په داسې حال کښې چې حاضر وي. 38. او په تحقيق سره چې مونږ آسمانونه او ځمکه او څه چې د دواړو تر منځ دي په شپږو ورځو (پړاوونو) کښې پيدا کړل او مونږ پرې ستړي شوي نه يوو (نو د مړو ژوندي کول خو ډېر اسان دي). 39. نو صبر وکړه په هغه څه چې دوي يې وايې، او له نمر ختلو مخکښې (د سهار لمونځ) او له نمر پريوتو مخکښې (د ماسپښين او ماځيګر لمنځونه ادا کړه او) خپل رب په پاکۍ سره وستايه. 40. او د شپې په يوه برخه کښې (د ماښام و ماسخوتن) او له سجدو وروسته يې په پاکۍ سره ياد کړه. 41.او هغه (د قيامت) ورځي ته غوږ کيږده (انتظار کوه) چې غږکوونکے (اسرافيل) له نزدې ځايه غږ وکړي. 42.هغه ورځ چې هغه (دويم) غږ په حق سره واوري دا (له قبرونو) د راوتلو ورځ ده. 43.بيشکه چې همدا مونږ ژوندي کوو او مړه کوو او بيا راستنيدل زمونږ لورې ته دي. 44.هغه ورځ چې ځمکه به ترې په بيړې وچوي (له قبرونو به راوځي) دا راپاڅول او راغونډول مونږ ته آسان دي. 45.  مونږ په هغه څه ښه پوهيږو چې دوي يې وايې او ته په هغوي زور کوونکے نه يې (چې په زور يې مسلمان کړي) نو په دې قرآن سره پند ورکړه هغه چا ته چې زما د عذاب له وعدې ويريږي.

فوټ نوټ

  1. خرمشاهی، «سوره ق»، ص۱۲۵۲.
  2. السیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۱۳۹۴ق، ج ۱، ص۱۹۴؛خرمشاهی، «سوره ق»، ص۱۲۵۲.
  3. خرمشاهی، «سوره ق»، ص۱۲۵۲.
  4. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۶۶.
  5. خرمشاهی، «سوره ق»، ص۱۲۵۲.
  6. صفوی، «سوره ق»، ص۷۸۲.
  7. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۲۲۲.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۷، ص۳۳۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۲۲۲.
  9. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، تهیه مؤسسه فرهنگی قرآن و عترت نورالثقلین، قم، نشر نشرا، چ۱، ۱۳۹۲ش.
  10. حویزی، نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۱۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۲۲۵؛ واحدی اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۴۱۳-۴‍۱۴.
  11. مکارم، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‏۲۲، ص۲۴۶
  12. ابن منظور، لسان العرب، ذیل واژه ورید.
  13. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۴۷.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج‏۱۸، ص۳۴۷.
  15. سعدی، گلستان، باب دوم در اخلاق درویشان، حکایت۱۱.
  16. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۷، ص۱۳۲؛ طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۴، ص۱۶۶؛ کاشانی، تفسیر منهج الصادقین فی الزام المخالفین، ۱۳۳۶ش، ج۹، ص۱۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۲۴۹و۲۵۰.
  17. بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۲، ص ۳۷۴و ۳۷۶.
  18. طباطبایی، المیزان، الناشر منشورات اسماعیلیان، ج۱۷، ص۱۲.
  19. مفاتیح الجنان، دعای کمیل.
  20. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۶۳.
  21. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۳۱۸.
  22. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۲۵۷.
  23. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۴۹.
  24. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۸، ص۳۳۷.
  25. جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، ج۱۷، ص۲۴.
  26. ترجمه تفسیر المیزان، علامه طباطبایی، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۵۴۰.
  27. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۲۳۳.
  28. صدوق، ثواب الاعمال، ۱۳۸۲ش، ص۱۱۵
  29. بحرانی، تفسیرالبرهان، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۱۲۵.
  30. بحرانی، تفسیرالبرهان، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۱۲۵.
  31. بحرانی، تفسیرالبرهان، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۱۲۵.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ش.
  • ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، مقدمه احمد فارس، بیروت، ۱۳۸۹ق.
  • بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۶ق.
  • حویزی، عبدالعلی بن جمعه، تصحیح: هاشم رسولی، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
  • خرمشاهی، قوام‌الدین، «سوره ق»، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • سیوطی، جلال الدین، الاتقان فی علوم القرآن، المحقق: محمد أبو الفضل إبراهيم الناشر: الهيئة المصرية العامة للكتاب، ۱۳۹۴ق، ۱۹۷۴م.
  • صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، تحقیق: صادق حسن زاده، تهران، ارمغان طوبی، ۱۳۸۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، انتشارات دانشگاه تهران و مدیریت حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۱ش.
  • کاشانی، ملا فتح الله، تفسیر منهج الصادقین فی الزام المخالفین، کتابفروشی محمد حسن علمی، تهران، ۱۳۳۶ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۳‌ق.
  • مصلح الدین سعدی شیرازی، تصحیح: محمدعلی فروغی، تهران، نشر ققنوس، ۱۳۹۴ش.
  • مغنیه، محمد جواد، تفسیر الکاشف،‌دار الکتب الإسلامیة، تهران، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامية، ۱۳۷۴ش.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآن، [بی‌جا]، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، چ۱، ۱۳۷۱ش.
  • واحدی، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن‏، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق.

بهرنۍ لینک