منځپانگې ته ورتلل

شهادت ثالثه

د wikishia لخوا
د شهادت ثالثه خطاطۍ ټوټه، د محمد المشرفاوی لخوا (۱۴۳۹ق).[۱]

شهادت ثالثه د حضرت علي(ع) د ولایت ګواهي ورکول دي چې له شهادتین (توحید او نبوت) وروسته، د «أشهَدُ أَنّ عَلیاً ولیُّ الله» یا «أشهَدُ أَنّ عَلیاً حُجَّةُ الله» په جملو سره په اذان او اقامه کې ویل کیږي. د امامیه فقهاءو د مشهور نظر له مخې، شهادت ثالثه د اذان او اقامه له اجزاوو څخه نه ده؛ له همدې امله، ځینو شیعه عالمانو په اذان او اقامه کې د دې ویل بدعت بللي او په دې عقیده لرل یې چې دا د اذان او اقامه شرعي جزء دی، حرام ګڼلي دي. شیخ صدوق په دې اړه راغلي روایتونه جعلي او شیخ طوسي نادر بللي دي.

د اوسني وخت د ډېری امامیه فقهاءو نظر دا دی چې دا جمله د اذان او اقامه جزء نه دی؛ خو په اذان او اقامه کې د دې ویل، پرته له دې چې د جزئیت نیت یې وشي، مستحب دي.

د شیعه مرجع سید محسن حکیم، له نظره، له دې امله چې شهادت ثالثه د ایمان نښه او د تشیع سمبول دی، په اذان او اقامه کې د دې ویل شرعي رجحان لري او حتی ځینې وخت، که د جزئیت نیت نه وي، د دې ویل واجب کیږي.

مفهوم او اهمیت

شهادت ثالثه د امام علي(ع) د ولایت ګواهي ورکول دي چې له شهادتین (توحید او نبوت) وروسته راځي[۲] او د جملو لکه «أشهَدُ أَنّ عَلیاً ولیَُ الله»، «أشهَدُ أَنّ عَلیاً حُجَّةُ الله» او «أشهَدُ أَنّ عَلیاً اَمیرالمؤمنین حقاً» په ویلو سره بیانیږي.[۳]

سید محسن حکیم او سید تقي طباطبایي قمي دا د تشیع شعار او سمبول بللي دي.[۴] په ځینو روایتونو کې چې په شیعه روایي سرچینو کې دي، د دې محتوا تائید شوې او د امام علي(ع) په ولایت په اقرار ټینګار شوی دی.[۵] د بېلګې په توګه، طبرسي په «الاحتجاج» کتاب کې د امام صادق(ع) له قوله یو روایت نقل کړی چې له مخې یې، کله چې څوک «لا إله إلَّا الله» او «محمّد رسول الله» ووایي، سمدستي باید ووایي: «علیٌ اَمیرُالمؤمنین».[۶]

آیا شهادت ثالثه د اذان او اقامت برخه ده؟

د امامیه فقهاءو مشهور نظر دا دی چې شهادت ثالثه د اذان او اقامه له اجزاوو څخه نه ده.[۷] د ځینو فقهاءو لکه صاحب مدارک (۹۴۶-۱۰۰۹ق) او سید محسن حکیم (۱۳۰۶-۱۳۹۰ق) په راپور، په دې اړه چې کومو عالمانو بحث کړی د هغوي ترمنځ اختلاف نشته چې شهادت ثالثه د اذان او اقامه جزء نه دی.[۸] صاحب‌جواهر هم ویلي چې شیعه فقهاء په دې اتفاق لري چې دا د اذان او اقامت جزء نه دی.[۹]

ځینو عالمانو لکه شیخ صدوق (۳۰۵-۳۸۱ق) او شهید ثاني (۹۱۱-۹۵۵ یا ۹۶۵ق) په اذان او اقامه کې د دې زیاتول بدعت بللي او په دې اړه راغلي روایتونه یې «موضوع» یعنې جعلي بللي دي.[۱۰] شهید ثاني زیاته کړې چې په اذان او اقامه کې د دې زیاتول، په دې نیت سره چې شرعي جزء دي، که څه هم لمونځ نه باطلوي، خو معصیت دی.[۱۱]

شیخ طوسي (۳۸۵-۴۶۰ق) هم د شهادت ثالثه په اړه روایتونه نادر بللي او لیکلي یې دي چې څوک په اذان کې شهادت ثالثه ووایي، تېروتی دی؛[۱۲] او دا د اذان لپاره فضیلت نه لري او د دې په ویلو سره د اذان اجزا او فصول نه بشپړیږي.[۱۳] فیض کاشاني (۱۰۰۷-۱۰۹۱ق)، بل شیعه فقیه دی چې په اذان او اقامت کې د شهادت ثالثه ویل یې مکروه بللي او د دې باور کول چې دا د اذان او اقامت شرعي جزء دی، حرام ګڼلي دي.[۱۴]

په هر حال، علامه مجلسي (۱۰۳۷-۱۱۱۰ق) په دې باور دی چې د دې په اړه د راغلو روایتونو له امله، بعیده نه ده چې شهادت ثالثه د اذان او اقامه مستحب جزء وي.[۱۵] ځینو فقهاءو لکه آقا رضا همداني (۱۲۵۰ق-۱۳۲۲ق) په اذان او اقامت کې د دې ویل، که د جزئیت نیت نه وي، جایز بللي دي.[۱۶] ځینې نور لکه سید عبدالاعلي سبزواري او سید تقي طباطبایي قمي په دې باور دي که د جزئیت له نیت پرته وي، په اذان او اقامه کې د دې ویل یوازې رجحان لري.[۱۷]

وروسته فقهاءو لکه سید عبدالهادي شیرازي (۱۳۰۵-۱۳۸۲ق)،[۱۸] سید ابوالقاسم خويي (۱۲۷۸ش-۱۳۷۱ش)،[۱۹] سید علي حسیني سیستاني (زوکړه ۱۳۰۹ش/۱۳۴۹ق)،[۲۰] او حسین وحید خراساني (زوکړه ۱۳۰۰ل)[۲۱] په دې نظر دي چې شهادت ثالثه د اذان او اقامه جزء نه دی، خو په اذان او اقامت کې د دې ویل مستحب دي.

د سید محسن حکیم په وینا، شهادت ثالثه، په ځانګړې توګه په اوسني وخت (۱۴ او ۱۵ هجري پېړیو) کې، د ایمان نښه او د تشیع سمبول دی، له دې امله شرعي رجحان لري او حتی ځینې وخت، که د جزئیت په نیت نه وي، په اذان او اقامه کې د دې ویل واجب کیږي.[۲۲] نور عالمان لکه سید حسین طباطبایي قمي (۱۲۸۲-۱۳۶۶ق) د تبرک په نیت د دې ویل جایز بللي دي.[۲۳]

د پنځمې هجري پېړۍ له امامیه فقهاءو څخه سَلّار دیلمي، په لمانځه کې د تشهد پر مهال د شهادت ثالثه ویل هم جایز بللي دي.[۲۴]

د اذان او اقامت په اجزاوو کې د شهادت ثالثه د شاملیدو تاریخچه

شیخ صدوق د اذان او اقامه په اجزاوو کې د شهادت ثالثه زیاتول غالیانو ته منسوب کړي او ویلي یې دي چې دوی په دې اړه روایتونه جعل کړي دي.[۲۵] د ځینو مورخینو په راپور، په اذان او اقامه کې د دې ویل پنځه پېړۍ متروک پاتې وو؛ تر دې چې د شپږمې هجري پېړۍ شیعه عالم، عبدالجلیل قزویني رازي، په خپل کتاب «النقض» کې لیکلي که څوک د اذان په اجزاوو کې، له شهادتین وروسته، شهادت ثالثه ووایي، لمونځ یې باطل دی او د بدعت او معصیت مرتکب شوی دی.[۲۶] ویل کیږي چې له څو پېړیو وروسته، په ۹۰۷ق کال کې، د شاه اسماعیل صفوي په امر، دا بیا اذان ته اضافه شوه او په خلکو کې رواج شوه؛ تر دې چې که چا په اذان کې دا نه ویله، پر سني‌والي تورنېده.[۲۷] حتی نقل شوي چې ځینو فقهاءو، په دې دوره کې، دا د اذان او اقامت جزء نه ګڼله، خو د سني‌والي د تور له وېرې یې تقیه کوله او خپل نظر یې پټاوه.[۲۸]

ویل کیږي یوه پېړۍ وروسته، د دولسمې هجري پېړۍ په نیمایي کې، شیعیانو بیا په اذان کې د دې له ویلو څخه ډډه وکړه.[۲۹] میرزا محمد اخباري، په یوه رساله کې چې «شهادت بر ولایت» نومېږي، راپور ورکړی چې شیخ جعفر کاشف‌الغطاء په یوه رساله کې له فتحعلي شاه قاجار غوښتي وو چې امر وکړي په هیواد کې په اذان کې د شهادت ثالثه ویل منع شي.[۳۰] خو رضا استادي په یوه مقاله کې ویلي چې میرزا محمد اخباري د کاشف‌الغطاء له وینا سم راپور نه دی ورکړی او کاشف‌الغطاء په اذان کې له شهادت ثالثه سره مخالف نه و، بلکې یوازې د اذان او اقامت په جزئیت کې یې دا رد کړې وه.[۳۱] د استادي په وینا، د کاشف‌الغطاء په رساله کې راغلي چې ویونکی دې د «أشهد أن علیاً ولی الله» پر ځای جمله «أشهد أن علیاً أمیرالمؤمنین» ووایي، هغه هم د تبرک په نیت.[۳۲]

مونوګراف

ځینې کتابونه چې د شهادت ثالثه په اړه لیکل شوي دي دا دي:

  • کتاب «موسوعة الاذان بین الاصالة و التحریف»، د سیدعلي شهرستاني لخوا په درې ټوکو او عربي ژبه: لیکوال په درېیم ټوک کې یوه برخه د «أشهد أن علیاً ولی الله، بین الشرعیة و الابتداع» تر سرلیک لاندې په اذان او اقامت کې د شهادت ثالثه په اړه په درېو فصلونو کې بحث کړی دی.[۳۳] دا برخه د یوه جدا کتاب په توګه هم خپره شوې او د سیدهادي حسیني لخوا په «جایگاه أشهد أن علیاً ولی الله در اذان» تر سرلیک لاندې فارسۍ ته ژباړل شوې ده.
  • کتاب «الشاهدة بالولایة فی الاذان»، د سیدعلي حسیني میلاني لخوا: په دې کتاب کې، په اذان کې د شهادت ثالثه د ویلو د جواز دلایل بیان او څیړل شوي دي.[۳۴]
  • کتاب «الشهادة الثالثة»، د محمد سند لخوا: لیکوال په دې کتاب کې، د اقامه، اذان، تشهد او د لمانځه د سلام په اړه د شهادت ثالثه احکام، د تقيې پر مهال، د روایتونو او د امامیه فقهاءو د نظرونو په څیړنې سره څیړلي دي.[۳۵]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. «اشهد ان علیا ولی الله»، صفحه الخطاط محمد المشرفاوی در پینترس.
  2. حسینی میلانی، الشهادة بالولایة فی الاذان، ۱۴۲۱ق، ص۱۲.
  3. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۰.
  4. حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۳۸۹ق، ج۵، ص۵۴۵؛ مؤسسه سبطین، العروة الوثقی و التعلیقات علیها، ۱۴۳۰ق، ج۶، ص۴۶۸، پانویس۴.
  5. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۵۸؛ بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۷، ص۴۰۴.
  6. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۵۸.
  7. حب‌الله، التعلیقة علی منهاج الصالحین (الاذان و الاقامة)، الموقع الرسمی لحیدر حب الله.
  8. موسوی عاملی، مدارک الاحکام، مؤسسه آل البیت(ع)، ج۳، ص۲۷۹؛ حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۳۸۹ق، ج۵، ص۵۴۴.
  9. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۳ش، ج۹، ص۸۷.
  10. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۰؛ شهید ثانی، روض الجنان، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۸۶.
  11. شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۴۰.
  12. شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ص۶۹.
  13. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۹۹.
  14. فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۱۱۸.
  15. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۱، ص۱۱۱.
  16. همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۴ق، ج۱۱، ص۳۱۳-۳۱۴.
  17. سبزواری، مهذب الاحکام، دار التفسیر، ج۶، ص۲۱-۲۲؛ طباطبایی قمی، مبانی منهاج الصالحین، منشورات قلم الشرق، ج۴، ص۳۵۳.
  18. مؤسسه سبطین، العروة الوثقی و التعلیقات علیها، ۱۴۳۰ق، ج۶، ص۴۶۸، پانویس۵.
  19. خویی، منهاج الصالحین، مؤسسة الخوئی الاسلامیة، ج۱، ص۱۵۰.
  20. سیستانی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۹۱.
  21. وحید خراسانی، منهاج الصالحین، مدرسه امام باقر(ع)، ج۲، ص۱۶۸.
  22. حکیم، مستمیک العروة، ۱۳۸۹ق، ج۵، ص۵۴۵.
  23. مؤسسه سبطین، العروة الوثقی و التعلیقات علیها، ۱۴۳۰ق، ج۶، ص۴۶۸، پانویس۵.
  24. سلار دیلمی، المراسم، ۱۴۱۴ق، ص۷۲-۷۳.
  25. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۰.
  26. قزوینی، النقض، ۱۳۸۵ش، ص۹۷.
  27. مجلسی، لوامع صاحب‌قرانی، ج۳، ص۵۶۶.
  28. مجلسی، لوامع صاحب‌قرانی، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۵۶۶.
  29. مدرسی طباطبایی، مکتب در فرآیند تکامل، ۱۳۹۸ش، ص۹۹.
  30. مدرسی طباطبایی، مکتب در فرآیند تکامل، ۱۳۹۸ش، ص۹۹.
  31. استادی، «کاشف الغطاء و شهادت بر ولایت در اذان و اقامه»، ص۱۷۸.
  32. استادی، «کاشف الغطاء و شهادت بر ولایت در اذان و اقامه»، ص۱۷۸.
  33. شهرستانی، موسوعة الاذان بین الاصالة و التحریف، ج۳، ص۱.
  34. حسینی میلانی، الشهادة بالولایة فی الاذان، ص۴۹، فهرست کتاب.
  35. سند، الشهادة الثالثة، ۱۳۸۵ش، ص۴۴۶، فهرست کتاب.

سرچينې

  • استادی، رضا، «کاشف الغطاء و شهادت بر ولایت در اذان و اقامه»، کتاب شیعه، شماره ۱۳ و ۱۴، زمستان و بهار ۱۳۹۵ش.
  • «اشهد ان علیا ولی الله»، صفحه الخطاط محمد المشرفاوی در پینترس، تاریخ بازدید: ۱۴ خرداد ۱۴۰۱ش.
  • بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • حب‌الله، حیدر، التعلیقة علی منهاج الصالحین (الاذان و الاقامة)، الموقع الرسمي لحيدر حب الله، تاریخ بازدید: ۲۵ آبان ۱۴۰۳ش.
  • حسینی میلانی، سیدعلی، الشهادة بالولایة فی الاذان، قم، مركز الأبحاث العقائدیة، ۱۴۲۱ق.
  • حکیم، سید محسن طباطبایی، مستمسک العروة الوثقی، قم، مؤسسة دارالتفسیر، ۱۴۱۶ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، مؤسسة الخوئی الاسلامیة، بی‌تا.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • سلار دیلمی، حمزه بن عبدالعزیز، المراسم العلویة فی النبویة، قم، المعاونیة الثقافیة للمجمع العالمی لأهل البیت علیهم السلام، ۱۴۱۴ق.
  • سند، محمد، الشهادة الثالثة، تهران، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • سیستانی، سیدعلی، منهاج الصالحین، قم، انتشارات مهر، ۱۴۱۴ق.
  • شهرستانی، سیدعلی، موسوعة الاذان بین الاصالة و الابتداع، قم، نشر الاجتهاد، ۱۴۳۰ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تعلیقه سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، روض الجنان، قم، مركز النشر التابع لمکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، به تصحیح سید محمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه و الفتاویٰ، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
  • طباطبایی قمی، سیدتقی، مبانی منهاج الصالحین، قم، منشورات قلم الشرق، بی‌تا.
  • طبرسی، ابومنصور، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تصحیح و تعلیقه محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، مفاتیح الشرایع، قم، مجمع الذخائر الاسلامیة، ۱۴۰۱ق.
  • قزوینی رازی، عبدالجلیل، النقض، تهران، انجمن آثار ملی، ۱۳۸۵ش.
  • مؤسسه سبطین، العروة الوثقی و التعلیقات علیها، قم، مؤسسة السبطین علیهما السلام العالمیة، ۱۴۳۰ق.
  • مجلسی، محمدتقی، لوامع صاحب‌قرانی، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۱۴ق.
  • مدرسی طباطبایی، سیدحسن، مکتب در فرآیند تکامل، ترجمه هاشم ایزدپناه، تهران، انتشارات کویر، ۱۳۹۸ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، به تحقیق و تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چ۷، ۱۴۰۴ق.
  • وحید خراسانی، حسین، منهاج الصالحین، قم، مدرسه امام باقر(ع)، بی‌تا.
  • همدانی، آقارضا، مصباح الفقیه، قم، المؤسسة الجعفریة لاحیاء التراث، ۱۴۳۰ق.