علي ولي الله

د wikishia لخوا
د "علی ولی الله" خطاطی ټوټه د آینه لیکلو په سټایل کې، د محمود ابراهیم په لاس لیک کې. په اتلسمه پېړۍ پورې اړه لري.[۱]

علی وَلیُّ الله (په پښتو: علي د خدای له خوا سرپرست دی) د امام علي(ع) په ولایت او امامت د عقیدې په اړه د شیعیانو شعار دی. شیعیان د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته د علي(ع) خلافت د خدای له خوا یو امر ګني.

شیعیان په اذان او اقامت کې د پېغمبر(ص) په رسالت له ګواهۍ او شهادتین وروسته، په «علی ولی الله» هم شهادت ورکوي.، که څه هم هغه د اذان او اقامت برخه یې نه ګڼي.

د دیارلسمې پېړۍ شیعه عالم میرزای قمي، له «لا اله الا الله، محمد رسول الله» وروسته د «علی ولی الله» ویل مستحب ګڼلي دي. همداراز د سید محمد حسین حسیني تهراني له نظره، دا څو جملې نه جدا کېدونکي دي؛ په دې استدلال چې په لومړۍ ورځ چې پېغمبر خپل خپلوان اسلام ته وبلل، د امام علي(ع) په پېروۍ یې هم امر وکړ.

د «علی ولی الله» د عبارت په ضرب په شیعه اسماعیلي او فاطمي حکومتونو کې ځینې سکې پاتې دي چې تر ټولو زړه یې د څلورمې پېړۍ په نیمایي پورې اړوند ده. دا عبارت په شیعي معماریو او فاطمي پړاو کې هم کارول شوی دی؛ منجمله په هغه محراب چې په ۴۷۸ ق (۱۰۹۴ م) کال کې په ابن طولون جومات ورزیات شو.

مقام او مفهوم پیژندنه

د علي ولي الله بېرغ د امام علي(ع) په حرم کې (۱۴۰۰لمریز)[۲]

«علی ولی الله» د امام علي(ع) په ولایت او امامت د عقیدې په باره کې د شیعه یو ښکاره شعار دی چې له ولایت آیت او ځینو حدیثونو لکه حدیث ولایت او د غدیر له خطبې اخستل شوی دی.[۳] شیعیان «علی ولی الله»د «علي د خدای له خوا سرپرست دی»[۴] په معنا ګڼي[۵] او د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته د علي خلافت د خدای له خوا یو امر ګڼي.[۶] د دې په مقابل کې بیا اهل سنت د علی(ع) خلافت له درې ګونو خلیفه ګانو وروسته ګڼي[۷] او د هغه خلافت د نورو خلیفه ګانو د خلافت په شان د خدای له لوري نه ګڼي.[۸]

د«علی ولی الله» عبارت د شیعو له څلورګونو کتابونو په الکافی[۹] او د مَن لا یَحضُرُه الفَقیه[۱۰] کې ذکر شوی دی.همداراز په هغه زیارتنامو کې چې په دې کتاب کې ذکر شوې امام علي د «ولی الله» په نامه مخاطب شوی دی.[۱۱] په شیعه روایي سرچینو کې د ځینو روایتونو له مخې، د «علی ولی الله» له عبارته وروسته د «وَصیُّ رَسُولِ الله» (د خدای د رسول ځای ناستی)[۱۲] او په ځینو کې «خلیفةُ بعدِ رسولِ الله»( د خدای له رسوله وروسته خلیفه) ذکر شوی دی.[۱۳] ځینو اهل سنتو صوفیانو هم د «علی ولی الله» عبارت په خپلو اثارو کې راوړی دی.[۱۴]

شیعیان په هغو دستورو کې چې په غدیر اختر کې یې ترسره کوي، د «علی ولی الله» په عبارت سره بېرغونه او بورډونه لګوي.[۱۵] همداراز هغه د ګوتمو په غمیو کنده کاري کوي.[۱۶] [لا ښې سرچینې ته اړتیا ده] په دې عبارت سره د ګاډو شاته لیکنې په ایران کې د ځینو شیعیانو د فرهنګ برخه ده[۱۷] [لا ښې سرچینې ته اړتیا ده]

شهادت ثالثه

اصلي مقاله : شهادت ثالثه

شیعیان په اذان او اقامت کې د پېغمبر(ص) په رسالت له شهادته وروسته د «علی ولی الله» شهادت ورکوی.[۱۸] شیعه فقیهان هغه د اذان او اقامت برخه نه ګڼي؛[۱۹] خو په هغوي کې ډېرو هغه ثواب ته د رسېدلو په نیت جایز ګڼلی دی.[۲۰] همداراز شیعیان د اسلام د شهادت او کلمې لپاره په توحید او د پېغمبر په رسالت له شهادته وروسته د «علی ولی الله» شهادت ورکوي؛[۲۱] که څه هم شیعه فقیهانو هغه د اسلام راوړلو لپاره ضروي نه دی ګڼلی.[۲۲]

په ځینو روایتونو کې چې په شیعه حدیثي سرچینو کې راغلي د «لا اِلٰهَ اِلّا الله، محمدٌ رسولُ الله»، له عبارته وروسته د «علی ولی الله» جمله ذکر شوې ده[۲۳] او له هغه وروسته د علی ولی الله ویل، د ګناهانو د بخښل کېدو سبب ګڼل شوې دي.[۲۴]

د دیارلسمې قمري پېړۍ شیعه فقیه میرزای قمی د روایتونو په اساس له محمد رسول الله وروسته د علی ولی الله ویل مستحب ګڼلي دي.[۲۵] شیعه عالم سید محمد حسین حسیني تهراني (وفات ۱۳۷۴ق) د «لا اله الا الله، محمد رسول الله، علی ولی الله» عبارت له یو بله نه جدا کېدونکی ګڼلی. هغه په یوم الدار حدیث استدلال کړی چې پر اساس یې په هغه لومړۍ ورځ چې پېغمبر خپل خپلوان اسلام او د شهادتینو ویلو ته وبلل، د امام علی(ع) په پېروۍ یې هم حکم ورکړ.[۲۶]

د ځینو روایتونو له مخې د قیامت په ورځ به د پېغمبر(ص) [۲۷] او امام علي(ع)[۲۸] په سر تاجونو باندې د «لا اله الا الله، محمد رسول الله، علی ولی الله» عبارت لیکلی وي. [یادداشت۱] دغه شان توصیفات د شیعه سرچینو په ځینو نورو روایتونو کې هم راغلي دي.[۲۹]

«بسم الله الرحمن الرحیم، لا اله الا الله محمد رسول الله علی ولی الله»، یو له هغوعبارتونو وو چې د فاطمي حکومت پړاو په ځینو ټوکرونو لیکل کېده.[۳۰]

د علي ولی الله په عبارت د سکې ضرب

د علی ولی الله عبارت په مستنصریه مشهور دینار باندې چې په ۴۵۰ق کې د ارسلان بساسیري په لاس ضرب شو.[۳۱]

ځینې واکمنانو په شیعه حکومتونو ،[۳۲] اسماعیلي[۳۳] او فاطمي[۳۴] کې د علي ولي الله په عبارت سکې ضرب کړې دي. ځینې یې په دې ډول دي:

په سکې د «علی ولی الله» درجول د غیر شیعه واکمنانو له لورې لکه ارغون، څلورم ایلخاني واکمن (حکومت ۶۸۳-۶۹۰ق)،[۴۲] او آق‌قویونلویان(حکومت ۸۷۲-۹۰۸ق)[۴۳] هم راپور شوی دی. ځینو څیړاندو د دې سبب شیعه مذهب ته د واکمنانو ګروهنه[۴۴] یا د شیعیانو د حمایت جلبول[۴۵] ګڼلي دي.

په تاریخي ودانیو کې

علي ولی الله عبارت په قاهره کې د ابن طولون د یو جومات په محرابونو چې د اسماعیلیه د اتلسم امام معاذ مستنصر فاطمی (حکومت ۴۲۷-۴۸۷ق)، په دور کې جوړ شو.[۴۶]

«علی ولی الله» جمله په شیعه معماریو کې[۴۷] او په فاطمي پړاو کې کارول کېده.[۴۸] د بېلګې په توګه د هغه محراب لپاسه چې په ۴۷۸ ق کال (۱۰۹۴عیسوي) کې په قاهره کې په ابن طولون جومات ورزیات کړ د «لا اله الا الله، محمد رسول الله، علی ولی الله» عبارت لیکل شوی دی.[۴۹] دغه محراب د اسماعیله د اتلسم امام معاذ مستنصر فاطمی (حکومت ۴۲۷-۴۸۷ق)، په دوره کې جوړ شو[۵۰][لا ښې سرچینې ته اړتیا ده]

زنجان ته نزدې په سلطانیه ښار کې واقع په سلطانیه ګنبد د «علی ولی الله» کتیبه نقش شوې چې په ۷۱۰ ق کال پورې اړوند ده. سلطانیه ګنبد د اتم ایلخاني پاچا اولجایتو له شیعه کېدو وروسته او د هغه په امر جوړ شو.[۵۱] همداراز د «علی ولی الله» عبارت د تبریز د کبود جومات په دیوالونو نقش شوی دی چې د قراقویونلو پاچاهانو له لړۍ د جهان شاه پاچا په زمانه کې په ۸۷۰ق کال کې جوړ شوی دی.[۵۲] په کاشان کې د امامزاده حبیب بن موسی محراب چې په ۷۷۰ق پورې اړوند دی هم د«لا اله الا الله، محمد رسول الله، علی ولی الله» عبارت لري.[۵۳]

د «علی ولی الله» جمله د ځینو امامانو او امامزادګانو په حرم کې هم کارول شوې ده منجمله د امام علي(ع) د حرم په ضریح[۵۴] او د امام رضا(ع) په ضریح[۵۵] او د حضرت عباس(ع) د حرم په منارې[۵۶]

په ادبیاتو کې

د «علی ولی الله» عبارت په فارسي ادبیاتو کې هم منعکس شوی. دی د اتمې قمري پېړۍ صوفي شاعر سید علی عماد الدین نسیمي داسې ویلي دي:

عمادالدین نسیمی:

هر وصف که در شأن کلام الله است خاصیت او تمام بسم‌الله است آن نقطه که آن در بِیِ بسم‌الله است آن خال رخ علی ولی الله است.[۵۷]

د نهمې قمري پېړۍ صوفي شاعر اسیری لاهیجي نوربخشي، صوفی قرن نهم قمري، د «علی ولی الله» په ردیف یوغزل ویلی چې لومړي دوه بیتونه یې داسې دي:

اسیری لاهیجی

امام و هادی جانی علی ولی الله طبیب درد نهانی علی ولی الله نمی‌رسد به کمال تو شرح ناطقه‌ام فزون ز حد بیانی علی ولی الله.[۵۸]

د لسمې قمري پېړۍ شاعر عرفی شیرازي یادداشت ۲][۵۹] د یوولسمي قمري پېړۍ شاعر محمدقلي سلیم تهراني ،[یادداشت ۳][۶۰] او د قاجار د پړاو شاعر محمدکاظم آشفته شیرازي هم [یادداشت ۴][۶۱] د«علی ولی الله» عبارت په خپلو شعرونو کې کارولی دی.

«علی ولی الله» په عربي شعر کې هم راغلی دی د بني هاشمو شاعر فضل بن عباس لَهَبي د هغه شعر په ځواب کې چې د عثمان مورني ورور ولید بن عقبه بن ابی معیط د هغه د قتلېدو په غم کې د بني هاشمو په خلاف ویلی وو، یو شعر ووایه چې پکې د «علی ولی الله» عبارت کارول شوی دی. .[یادداشت ۵][۶۲]

همداراز د شپږمې قمري پېړۍ شیعه عالم ابن‌شهرآشوب [یادداشت ۶][۶۳] او شاعر او د مالک اشتر له لمسیانو جمال‌الدین محمد نجفي مالکي (وفات پس له ۱۰۸۶ق)، [یادداشت ۷][۶۴] هم «علی ولی الله» په عربي شعر کې کارولی دی.

نندارتون

فوټ نوټ

  1. «Mirror image of 'Ali wali Allah»، Library of Congress.
  2. «گنبد حرم علوی تمیز شد/ نصب پرچم علی ولی‌الله»، پایگاه خبری تحلیلی ۳۶۱ درجه ایران.
  3. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۶ش، ص۴۲۲ و ۴۲۳.
  4. مثال په توګه وګورئ: حسینی میلانی، جواهر الکلام فی معرفة الامامة و الامام، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۲۹۴.
  5. طباطبایی و شاهی، بررسی‌های اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۵۰.
  6. مثال په توګه وګورئ: طبری صغیر، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۸.
  7. مثال په توګه وګورئ: عبدالله بن احمد بن حنبل، السنة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۷۳؛ قیروانی، عقیدة السلف، دار العاصمة، ص۶۱.
  8. ایجی، المواقف فی علم الکلام، عالم الکتب، ص۳۹۵.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۸، ص۹۹.
  10. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۰۴.
  11. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۹، ص۲۹۵ و ۲۹۶؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۸۶، ۵۸۹، ۵۹۰، ۵۹۲؛ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۶، ۲۷، ۲۸.
  12. وګورئ: راوندی، الدعوات، ۱۴۰۷ق، ص۲۱۱.
  13. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۰۸.
  14. مثال په توګه وګورئ: کشفی ترمذی، مناقب مرتضوی، ۱۳۸۰ش، ص۱۴۰ و ۳۱۹؛ مظهری، التفسیر المظهری، ۱۴۱۲ق، ج۷، ص۲۵۶؛ قندورزی،ینابیع المودة، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۵۰، ۲۸۸ و ۲۴۹.
  15. مثال په توګه وګورئ: «حضور میلیونی مردم تهران در مهمانی ۱۰ کیلومتری غدیر»، خبرگزاری تابناک.
  16. وګورئ: «انگشتر عقیق خطی علی ولی الله»، جواهرات پرچمی.
  17. وګورئ: «شابلون پشت‌نویسی ماشین طرح علی ولی الله»، خدمتگزاران.
  18. سراوی، القطوف الدانیة فی المسائل الثمانیة، ۱۹۹۷م، ج۱، ص۵۵.
  19. سبحانی، شیعه شناخت، ۱۳۹۷ش، ص۳۵۲؛ یزدی، محمدکاظم، العروة الوثقی، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۵۳۲.
  20. غزی، الشهادة الثالثة المقدسة، ۱۴۲۳ق، ص۳۶۱-۳۸۴.
  21. وګورئ: ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۵۲؛ ابن‌شاذان، الروضة فی فضائل امیرالمؤمنین(ع)، ۱۴۲۳ق، ص۱۹۶.
  22. مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۳۰؛ شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الافهام الی تنقیح شرائع الاسلام، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ج۱۵، ۳۶.
  23. مثال په توګه وګورئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۲۵؛ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۶۷۰.
  24. ابن شاذان قمی، الروضة فی فضائل امیرالمؤمنین، ۱۴۲۳ق، ص۲۳.
  25. میرزای قمی، غنائم الایام، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۴۲۳.
  26. حسینی طهرانی، امام‌شناسی،۱۴۰۲ق، ج۱، ص۹۵.
  27. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۲۵.
  28. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۶۷۰.
  29. مثال په توګه وګورئ: به کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۸، ص۹۹؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۲۴؛ طبری آملی صغیر، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۴۱۳؛ ابن شاذان، مائة منقبة من مناقب امیرالمؤمنین و الائمة، 1407ق‏، ص۴۹.
  30. زکی محمد حسن، «المنسوجات الاسلامیةالمصریة و معرض جوبلان بباریس»، ص۲۹.
  31. «FATIMID, AL-MUSTANSIR»، NumisBids.
  32. وګورئ: ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، ۱۴۱۲ق، ج۱۶، ص۳۷؛ فسایی، فارسنامه ناصری، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۲۸۸.
  33. سرافرازی، «شعائر شیعی بر سکه‌های اسلامی تا شگل‌گیری حکومت صفویان»، ص۱۳.
  34. عودی، «کاوشی نوین در تاریخ فاطمیات مصر»، ص۳۵.
  35. مودت، «تحلیلی بر روند ضرب عبارت علی ولی الله بر سکه‌های باوندیان کیوسیه»، ص۲۱۹.
  36. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۶۱.
  37. ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، ۱۴۱۲ق، ج۱۶، ص۳۷.
  38. فسایی، فارسنامه ناصری، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۲۸۸.
  39. جان ماسون، خروج و عروج سربداران، ۱۳۶۱ش، ص۸۳.
  40. سرافرازی، «شعائر شیعی بر سکه‌های اسلامی تا شگل‌گیری حکومت صفویان»، ص۱۳.
  41. اندامی و سلیمانی، «برگی از سکه‌شناسی (روند تشیع در ایران)»، ص۸۳ و ۸۴.
  42. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۶۹۱.
  43. سرافرازی، «شعائر شیعی بر سکه‌های اسلامی تا شگل‌گیری حکومت صفویان»، ص۲۳.
  44. جان ماسون، خروج و عروج سربداران، ۱۳۶۱ش، ص۸۳؛ جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۳۶۱.
  45. سرافرازی، «شعائر شیعی بر سکه‌های اسلامی تا شگل‌گیری حکومت صفویان»، ص۱۵.
  46. «Molana Imam Mustansirbillah»، The Bohras.
  47. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۶ش، ص۴۲۳.
  48. مثال په توګه وګورئ: «Molana Imam Mustansirbillah»، The Bohras.
  49. فؤاد سید، «القاهرة»، ص۸۰۴۴.
  50. «Molana Imam Mustansirbillah»، The Bohras.
  51. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۷۳۷.
  52. سرافرازی، «شعائر شیعی بر سکه‌های اسلامی تا شکل‌گیری حکومت صفویان»، ص۲۲.
  53. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۸۵۰.
  54. «الضریح المقدس»، شبکة الامام علی(ع) میدیا.
  55. «عکس با کیفیت: ضریح مطهر امام رضا(ع)»، پایگاه عکس رضوی.
  56. «گنبد حرم حضرت عباس(ع)»، پایگاه کرب‌وبلا (پایگاه تخصصی امام حسین(ع)).
  57. نسیمی، زندگی و اشعار عمادالدین نسیمی، ۱۳۷۲ش، ص۳۵۵.
  58. اسیری لاهیجی، دیوان اشعار و رسائل، ۱۳۵۷ش، ص۳۷۱.
  59. تقی‌الدین کاشی، خلاصة الاشعار و زبدة الافکار، ۱۳۹۲ش، ص۲۰۰.
  60. رحیم، «محمدقلی سلیم تهرانی»، ص۲۲۵.
  61. آشفته شیرازی، «غزلیات، شماره ۱۰۰۹»، سایت گنجور.
  62. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۴۷ و ۳۴۸.
  63. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۳۲۳.
  64. عبدالرحمن بن درهم، الطهر نزهة الابصار بطرائف الاخبار الاشعار، دار العباد، ص۲۲۵.
  65. «الضریح المقدس»، شبکة الامام علی(ع) میدیا.
  66. «معالم عمرانیة»، شبکة الامام علی(ع) میدیا.
  67. «عکس با کیفیت: ضریح مطهر امام رضا(ع)»، پایگاه عکس رضوی.
  68. «گنبد حرم حضرت عباس(ع)»، پایگاه کرب‌وبلا (پایگاه تخصصی امام حسین(ع)).
  69. «علی ولی‌الله»، صفحه محمد المشرفاوی در پینترس.
  70. «Safavid Shah Ismail I 907-930AH AV»، NumisBids.
  71. «سکه سلطان محمد خدابنده(الجایتو) ایلخانی»، کتابخانه و موزه ملی ملک.
  72. «سکه باوندیان، رستم بن شروین»، سایت البیان.

سرچينې

کينډۍ:شروع چپ‌چین