قبر

قبر هغه ځای دی چې مړی پکې ښخېږي. په فقه کې، د قبر لپاره قوانین او آداب بیان شوي دي. د قبر له آدابو څخه دا ده چې دا باید څلور ګوټه، نیغ او له ځمکې څخه څلور ګوتې پورته وي؛ او همدارنګ باید مزبوط جوړ شي ترڅو ژر خراب نشي.
مسلمان عالمان د قرآن او حدیثونو له مخې د قبرونو زیارت کول مستحب ګڼي او سپارښتنه یې کوي. همدارنګ وايي چې د مسلمان قبر په داسې ډول بیا کنستل حرام دي چې د هغه بدن څرګند شي. د هغوي د فتوا له مخې، د قبر پرانیستل یوازې هغه وخت جایز دي کله چې شرعي ضرورت وي.
مفهوم او اهمیت
«قبر» هغه ځای ته ویل کیږي چیرې چې د انسان مړی ښخیږي.[۱] په روایتي ټولګې کې، قبر پورې اړوند احادیث په جلا فصل کې راټول شوي دي. د مثال په توګه، علامه مجلسي په خپل کتاب بحار الانوار کې د قبر په اړه ۱۲۸ حدیثونه راټول کړي دي.[۲] د فقهاوو په فتواګانو کې د قبر په اړه ځینې خاص آداب بیان شوي دي.[۳]
د قبر احکام او ځانګړتیاوې
په فقهي کتابونو کې، د قبر په اړه آداب او سپارښتنې بیان شوي دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي: قبر باید څلور ګوټه جوړ شي[۴]، نیغ او مسطح وي[۵]، او باید د ځمکې څخه څلور ګوتې اوچت وي.[۶] د قبر دننه لوړوالی باید د یو اوسط کس د قد یا اوږې د لوړوالی په اندازه وي.[۷] قبر باید مزبوط جوړ شي ترڅو ژر خراب نشي.[۸] د مړ شوي کس نوم باید په قبر یا په تخته یا ډبره ولیکل شي او د مړ شوي کس د سر اړخ ته ولګول شي ترڅو قبر یې غلط نه شي.[۹] ځینو فقهاوو ویلي دي چې د یو مومن لپاره مناسبه ده چې د خپل مرګ څخه دمخه د ځان لپاره قبر چمتو کړي، هغه ته ننوځي او قرآن ولولي. همدارنګه، د مومن د ښخولو لپاره د ځمکې بخښل له مستحباتو ګڼل شوي دي.[۱۰]
هدیره
د مسلمانانو په کلتور کې، هدیره یو محترم ځای ګڼل کیږي[۱۱] او هدیرو ته تلل عام دي.[۱۲] اسلامي متنونه د هدیرو لپاره ځانګړي احکام او دودونه بیان شوي دي، چې ځینې یې دا دي: مړو ته سلام کول، [۱۳] د هدیرو درناوی کول او پاکې ساتل[۱۴] او د مسلمانانو په هدیرو کې د کافرانو نه ښخول.[۱۵]
د قبرونو زیارت
د مسلمانو عالمانو په وینا، د قرآن کریم آیتونه او احادیث د قبرونو د زیارت کولو سپارښتنه کوي، په ځانګړې توګه د پیغمبرانو او صالحانو د قبرونو، او د هغوی فضیلتونه یې بیان کړي دي.[۱۶] له بلې خوا د وهابیانو په وینا، د قبرونو زیارت کول حرام دي.[۱۷] د ښځو لپاره د قبرونو د زیارت کولو د حکم په اړه اختلاف شتون لري: ډیر شیعه عالمان وايي چې د ښځو لپاره هم د قبرونو زیارت کول مستحب دي؛[۱۸] خو د سني عالمانو ترمنځ یوه مشهوره فتوا دا ده چې د ښځو لپاره د قبرونو زیارت کول مکروه دي.[۱۹]
د قبر کنستل
د قبر کنستل د قبر د خلاصولو په معنې دي دا رنګ چې د مړي جسد څرګند شي.[۲۰] د شیعه[۲۱] او سني فقهاوو د فتوا له مخې،[۲۲] د یو مسلمان قبر کنستل وړاندې له دې چې جسد یې له منځه لاړ شي، حرام دي. او یوازې هغه وخت جایز دي کله چې شرعي ضرورت ولري؛ د مثال په توګه، په هغو قضیو کې چې حق الناس په خطر کې وي، یا لکه کله چې د مړي جسد په هغه ځای کې ښخ شوی وي چې هغه ځای غصبي وي.[۲۳]
فوټ نوټ
- ↑ عمید، فرهنگ فارسی عمید، ۱۳۷۵ش، ذیل واژه «قبر»؛ انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ۱۳۸۱ش، ذیل واژه «قبر».
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۳۶۲ش، ټوک۶، مخ۰–۲۸۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹۵؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ټوک۱، مخ۳۳۲.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹۵؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ټوک۱، مخ۳۳۲.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹۵؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ټوک۱، مخ۳۳۲.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹۵؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ټوک۱، مخ۳۳۲.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹۴؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ټوک۱، مخ۳۳۲.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹۶؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ټوک۱، مخ۳۳۲.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۱، مخ۹۶؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ج۱، ص۳۳۲.
- ↑ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ټوک۱، مخ۳۳۷.
- ↑ لطیفی، «احترام به قبور بزرگان دین سیره ائمه چهارگانه اهل سنت است»، خبرگزاری شبستان.
- ↑ «یاد از دست رفتگان؛ رسم ارزشمند ایرانیان/ برخی اعتقادات پنجشنبه آخر سال»، سایت خبرگزاری مهر.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۱۲۸؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۹۹، مخ۳۰۱.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۱۲۸.
- ↑ آقابابائی بنی، «تأملی بر تفکیک قبور مسلمانان از غیر مسلمانان»، مخ۱.
- ↑ سبحانی، آیین وهابیت، ۱۳۸۶ش، مخ۱۰۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ټوک۲، مخ۴۴۰؛ ابنباز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، مخ ۲۴۳.
- ↑ بحرانی، حدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ټوک۴، مخ۱۶۹.
- ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، مخ۱۸۶؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقیهة الکویتیة، وزارة الاوقاف و الشئون الاسلامیة، ټوک۲۴، مخ۸۸.
- ↑ خمینی، ترجمه تحریر الوسیله، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۱۰۵.
- ↑ سیستانی، احکام دفن، مسئله ۶۳۰ و ۶۳۱؛ نوری همدانی، احکام نبش قبر، مسئله ۶۴۲ و ۶۴۳؛ شبیری زنجانی، احکام نبش قبر، مسئله ۷۳۳ و ۷۳۴.
- ↑ «حکم نبش قبر از دیدگاه مذاهب اربعه اهل سنت»، خبرگزاری رسا.
- ↑ منتظری، احکام نبش قبر، مسئله ۶۷۶؛ «بررسی حرمت نبش قبر در نگاه فقهای بزرگ مذاهب اسلامی»، پایگاه تخصصی وهابیتپژوهی.
سرچينې
- ابنباز، عبدالعزیز، فتاوی نور علی الدرب، بیجا، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، بې نیټې.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة، عربستان، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.
- آقابابائی بنی، اسماعیل «تأملی بر تفکیک قبور مسلمانان از غیر مسلمانان»، در مطالعات تطبیقی مذاهب فقهی، لومړی کال، لومړی ګنه، ۱۱۴۰۰ش.
- انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، انتشارات سخن، ۱۳۸۱ش.
- بحرانی، یوسف، حدائق الناضرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بې نیټې.
- «بررسی حرمت نبش قبر در نگاه فقهای بزرگ مذاهب اسلامی»، پایگاه تخصصی وهابیتپژوهی. د خپریدو نیټه: ا وږي ۱۳۹۳ش، د لیدنې نیټه: ۲۰ غویی ۱۴۰۲ش.
- جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقیهة الکویتیة، کویت، وزارة الاوقاف و الشئون الاسلامیة،بې نیټې.
- «حکم نبش قبر از دیدگاه مذاهب اربعه اهل سنت»، خبرگزاری رسا. د خپریدو نیټه: ۱۵ وږي ۱۳۹۶ش، د لیدنې نیټه: ۱۷ غویی ۱۴۰۲ش.
- خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیلة، تهران، مؤسسة تنظیم و نشر آثار الامام الخمینی، ۱۳۹۲ش.
- خمینی، سید روحالله، ترجمه تحریر الوسیله، با ترجمه موسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى(ره)، لومړی چاپ، ۱۳۸۵ش.
- سبحانی، جعفر، آیین وهابیت، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۶ش.
- سبکی، تقیالدین علی بن عبدالکافی، شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام، تحقیق سید محمدرضا جلالی، قم، نشر مشعر، چاپ چهارم، ۱۴۱۹ق.
- سلیمان، هادی، «قبر»، دایرة المعارف تشیع، تهران، انتشارات حکمت، ۱۳۹۰ش.
- سیستانی، سیدعلی، احکام نبش قبر، سایت دفتر آیتالله سیستانی، د لیدنې نیټه: ۲۰ غویی ۱۴۰۲ش.
- سیستانی، سیدعلی، توضیح المسائل جامع، مشهد، نشر دفتر آیتالله سیستانی، ۱۳۹۶ش.
- شبیری زنجانی، سید موسی، رساله توضیحالمسائل آیتالله شبیری زنجانی، سایت دفتر آیتالله شبیری زنجانی، د لیدنې نیټه: ۱۹ غویی ۱۴۰۲ش.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسه نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- عمید، حسن، فرهنگ فارسی عمید، تهران، انتشارات امیرکبیر، ۱۳۷۵ش.
- لطیفی، رحیم، «احترام به قبور بزرگان دین سیره ائمه چهارگانه اهل سنت است»، وبگاه خبرگزاری شبستان، د خپریدو نیټه: ۱۱ مرغومی ۱۳۹۲، د لیدنې نیټه: ۲ غویی ۱۴۰۴.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، دار احیاء التراث العربی، بیروت، ۱۴۰۳ق.
- منتظری، حسینعلی، رساله توضیحالمسائل، تهران، انتشارات سرایی، ۱۳۸۱ش.
- نوری همدانی، حسین، احکام نبش قبر، سایت دفتر آیتالله نوری همدانی، د خپریدو نیټه: ۳۰ زمری ۱۳۹۸ش، د لیدنې نیټه: ۱۹ غویی ۱۴۰۲ش.
- «یاد از دست رفتگان؛ رسم ارزشمند ایرانیان/ برخی اعتقادات پنجشنبه آخر سال»، سایت خبرگزاری مهر، د خپریدو نیټه: ۲۵ کب ۱۳۹۰ش، د لیدنې نیټه: ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ش.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||