منځپانگې ته ورتلل

مسوده:حدیبیه

د wikishia لخوا
د حدیبیې د سیمې نقشه

حُدَیبیه د مکې مکرمې ښار ته نږدې سیمه ده، چې شاوخوا ۲۰ کیلومتره[۱] واټن ورڅخه لري. د دې سیمې یوه برخه د حرم په حدودو کې او بله برخه یې له حرم څخه بهر پرته ده. د دې سیمې نوم یې د حُدَیبیې څاه یا د «حَدباء» په نوم یوې ونې ته منسوب کړی دی، چې د کږې ونې معنا لري.[۲]

په دې سیمه کې له مهمو پېښو څخه یوه د حُدَیبیې سوله ده، چې د هجرت په شپږم کال د پېغمبر اکرم(ص) او د مکې د مشرکانو ترمنځ لاسلیک شوه. د رضوان بیعت هم په همدې سیمه کې ترسره شوی دی.[۳]

په فقهي اصطلاح کې، حُدَیبیه د «اَدنی‌الحِلّ» له مواضعو(ځایونو) څخه شمېرل کېږي. هغه کسان چې په مکه کې وي او غواړي مفرده عمره ترسره کړي، باید د احرام تړلو لپاره د حرم له حدودو څخه بهر ووځي. هغوی کولای شي د «اَدنی‌الحِلّ» په یوه ځای کې، لکه حُدَیبیه، جِعرانه او تَنعیم کې احرام وتړي.[۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ سَباعي، تاریخ مکه، مخ۹۷.
  2. ↑ یاقوت حموي، معجم البلدان، ټوک۲، مخ۲۲۹.
  3. ↑ واقدي، کتاب المغازي، ټوک۲، ۶۱۱-۶۱۲ مخونه؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، ټوک۲، مخ۷۸۴.
  4. ↑ امام خمیني، تحریرالوسیلة، ټوک۱، مخ۳۸۷

سرچينې

  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، څیړونکی: سهیل زکار، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۲ هـ ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، تحریرالوسیلة، تهران، د امام خمیني د آثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه، ۱۳۷۹ هـ ل.
  • سباعي، احمد، تاریخ مکه (از آغاز تا پایان دولت شرفای مکه)، ژباړونکی: جعفریان، رسول، تهران، مشعر، لومړی چاپ، ۱۳۸۵ هـ ل.
  • واقدي، محمد بن عمر، کتاب المغازي، څیړونکی: مارسدن جونز، بیروت، د الاعلمي خپرندویو مؤسسه، ۱۴۰۹ هـ ق.
  • یاقوت حموي، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۳۹۹ هـ ق.