منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د سامري خوسی

د wikishia لخوا

د سامري خوسی یا طلایي خوسی د سرو زرو یو بت و چې سامري د موسی(ع) د میقات پر مهال د هغه د نشتون په وخت کې جوړ کړ او بني اسرائیل یې د هغه عبادت ته راوبلل. هارون(ع)، چې د موسی(ع) ځایناستی و، خلک له دې کار څخه منع کړل او دا یې الهي ازموینه وبلله، خو د بنی‌اسرائیلو ډېرو خلکو د هغه عبادت ته مخه کړه.

کله چې موسی(ع) له میقات څخه راستون شو او دا پېښه یې ولیده، الواح (تختې) یې پر ځمکه وغورځول او خپل قوم یې ملامت کړ. هغه هارون(ع) وپوښت چې ولې یې د خپل قوم د ګمراهۍ مخه ونه نیوله، او سامري یې هم وپوښته. د قرآن د راپور له مخې، موسی(ع) خوسی وسوځاوه او ایره یې په اوبو کې واچوله.

قرآن کریم د بنی‌اسرائیلو له لوري د خوسي عبادت یوه الهي ازموینه معرفي کوي. په اړوندو آیتونو کې له دې پېښې وروسته د «توبه وکړئ او یو بل ووژنئ» حکم راغلی دی. ډېری مفسرینو دا عبارت د دې په معنا اخیستی چې یوه ډله ګناهکاران د بلې ډلې له خوا ووژل شول، او ځینو نورو دا د سختې توبې او د نفس د ریاضت کنایه بللې ده. د آیتونو په دوام کې د هغوی د توبې د منل کېدو یادونه شوې ده. دا پېښه په تورات کې هم، له ځینو توپیرونو سره، نقل شوې ده.

په اسلامي سرچینو کې راغلي چې دې خوسي به د غوا په څېر غږ کاوه. د دې غږ د سرچینې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شوي دي؛ له هغو څخه دا دي چې د مجسمې له منځه د باد د تېرېدو له امله غږ پیدا کېده، یا دا چې د جبرئیل(ع) د مرکب (سپرلۍ) د پښې له ځایه د اخیستل شوې خاورې اغېز و. ډېری مفسرین باور لري کله چې بنی‌اسرائیل له سمندر څخه تېرېدل سامري هغه خاوره د جبرئیل د مرکب د پښې له ځایه واخیسته او په خوسي کې یې واچوله.

د خوسي ځانګړنې

بنی‌اسرائیلو د موسی(ع) د څلوېښت ورځني میقات په موده کې د سرو زرو یو خوسی جوړ کړ او د هغې عبادت یې پېل کړ.[۱] په لرغوني مصر کې د غوا سپېڅلتیا، چې د کرنیز ژوند نښه بلل کېده، د دې ګروهنې په رامنځته کېدو کې اغېزمنه ګڼل شوې ده.[۲] قرآن د دې کار جوړوونکی[۳] او خپروونکی سامري معرفي کوي.[۴] خو تورات د خوسي جوړول هارون(ع) ته منسوبوي.[۵] دا بت د طلایي خوسي په نوم هم پېژندل کېږي.[۶]

«وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَیٰ أَرْبَعِینَ لَیلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ... وَإِذْ قَالَ مُوسَیٰ لِقَوْمِهِ یا قَوْمِ إِنَّکمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَکم بِاتِّخَاذِکمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَیٰ بَارِئِکمْ فَاقْتُلُوا أَنفُسَکمْ ذَٰلِکمْ خَیرٌ لَّکمْ عِندَ بَارِئِکمْ فَتَابَ عَلَیکمْ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیمُ»

«او هغه وخت چې موږ له موسی سره څلوېښت شپې وعده وکړه، بیا د هغه له (تللو) وروسته تاسو خوسی ونیو او تاسو ظالمان وئ... او کله چې موسی خپل قوم ته وویل: اې زما قومه! تاسو د خوسي په عبادت کولو سره پر خپلو ځانونو ظلم وکړ، نو د خپل خالق په وړاندې توبه وکړئ او خپل ځانونه ووژنئ، دا ستاسو د رب په نزد ستاسو لپاره غوره ده. نو الله ستاسو توبه ومنله، بېشکه هغه ډېر توبه قبلوونکی او مهربان دی.»[۷]

قرآن کریم د خوسي یادونه د «جَسَداً لَهُ خُوار» (یو داسې بدن چې د غوا غږ لري) په تعبیر سره کړې ده.[۸] د غږ د سرچینې په اړه بېلابېل نظرونه[۹] وړاندې شوي دي: ځینو مفسرینو ویلي چې مجسمه د باد په مسیر کې اېښودل شوې وه او غږ د باد له امله پیدا کېده؛[۱۰] ځینو هغه د جبرئیل(ع) د پښې د ځای له خاورې سره تړلې ده چې د مجسمې دننه اېښودل شوې وه؛[۱۱] او په ځینو روایتونو کې دا غږ د الهي ازموینې په توګه معرفي شوی دی.[۱۲]

په ځینو روایتونو کې د دې خوسي لپاره د غوښې او پوستکي لرلو ځانګړنې هم نقل شوې دي، خو د دغو راپورونو په سموالي کې شک شوی دی.[۱۳]

د خوسي عبادت

موسی(ع) د الهي وعدې له مخې دېرش ورځې د ملاقات ځای ته ولاړ، او دا موده لس ورځې نوره هم وغځول شوه..[۱۴] کله چې د هغه غیبت اوږد شو، د بنی‌اسرائیلو ترمنځ دا اوازه خپره شوه چې موسی(ع) وفات شوی دی.[۱۵] سامري په دې فرصت کې د خلکو له سرو زرو څخه په استفادې یو خوسکی جوړ کړ[۱۶] او له خپلو پیروانو سره یوځای[۱۷] یې هغوی د هغه عبادت ته راوبلل.[۱۸] هارون(ع)، چې د موسی(ع) ځایناستی و، خلک له دې کار څخه منع کړل او دا یې الهي آزموینه وبلله؛[۱۹] خو د بنی‌اسرائیلو ډېرو خلکو د سامري بلنه ومنله او د خوسي عبادت یې پیل کړ.[۲۰]

موسی(ع) په میقات کې د خپل قوم د خوسي له عبادت څخه خبر شو.[۲۱] له راستنېدو وروسته یې، د سختې غوسې له امله الواح وغورځول او مات یې کړل[۲۲] او خپل قوم یې ملامت کړ.[۲۳] هغه له هارون(ع) سره هم سخت چلند وکړ چې ولې یې د قوم د ګمراهۍ مخه ونه نیوله.[۲۴] وروسته یې سامري وپوښت او سزا یې ورکړه.[۲۵] سامري موسی(ع) ته، کله چې ترې وپوښتل شول: «ولې دې داسې وکړل؟» وویل:«ما هغه څه ولیدل چې هغوی نه وو لیدلي. ما د رسول له نښو څخه یوه برخه واخیسته، بیا مې هغه وغورځوله.».[۲۶] ډېری مفسرین باور لري چې د رسول مطلب جبرئیل دی؛ سامري هغه وخت چې بنی‌اسرائیل له سمندر څخه تېرېدل، د هغه د مرکب د پښې لاندې خاوره واخیسته[۲۷] او په خوسي کې یې واچوله.[۲۸] ځینې نور بیا باور لري چې د سامري له «رسول» څخه مطلب د موسی(ع) پخوانی ایمان و، چې وروسته یې په هغه کې شک وکړ.[۲۹]

د خوسي سوځول

د قرآن کریم له مخې، خوسی د موسی(ع) او د هغه د پیروانو له خوا وسوځول شو او ایره یې سمندر ته واچول شوه.[۳۰] په تورات کې هم راغلي چې خوسی په اور کې وسوځول شو، بیا میده کړل شو چې پوډر شي، او پر اوبو وشیندل شو او بنی‌اسرائیلو ته ورکړل شو.[۳۱]

د سینا په دښته کې د بنی‌اسرائیلو د پېښو اړوند یوه لاسي اوبدل شوې غالۍ، چې پکې د خوسي د عبادت کیسه هم انځور شوې ده.

د خوسي د عبادت کوونکو سزا

د بنی‌اسرائیلو له خوا د خوسي عبادت، وروسته له هغه چې هغوی ګڼې معجزې لیدلې وې، یوه مهمه موضوع بلل شوې ده.[۳۲] د قرآن کریم له مخې، هغو کسانو چې د خوسي عبادت یې کړی و، د الله تعالی له غضب او په دنیا کې له ذلت سره مخ شول.[۳۳] د بقرې سورې په ۵۴ آیت کې د هغوی سزا ته هم اشاره شوې ده، چې د یو بل وژل پکې شامل وو.[۳۴] دا سزا د هغوی نږدې خپلوانو او کورنۍ ته هم شامله وه.[۳۵] ځینې سرچینې وایي چې هغو کسانو چې د خوسي عبادت یې نه و کړی، د خوسي‌عبادت کوونکي ووژل.[۳۶]

د څو زرو کسانو له وژل کېدو وروسته[۳۷] یا د ټولو ګناهکارانو[۳۸] له منځه وړلو وروسته، د هغوی توبه ومنل شوه او قاتل او مقتول دواړه وبښل شول.[۳۹] دا سزا په تورات کې هم راغلې ده، چې شاوخوا درې زره کسان پکې وژل شوي دي.[۴۰]

ځینې مفسرین، لکه ناصر مکارم شیرازي، باور لري چې د دې سزا ورته بېلګه د پېغمبرانو په تاریخ کې نه لیدل کېږي، او هدف یې دا و چې بنی‌اسرائیل بېرته بت‌پرستۍ ته ور و نه ګرځي.[۴۱] سید مرتضی او ابن عربي دا فرمان د حقیقي وژنې په معنا نه ګڼي، بلکې هغه یې د نفس د ریاضت او سختې توبې کنایه بللې ده.[۴۲]

د خوسي د عبادت لامل

موسی(ع) د مصر د اوسېدو پر مهال او له هغه ځایه تر وتلو وروسته بنی‌اسرائیلو ته ګڼې معجزې راوړې وې،[۴۳] سره له دې، بنی‌اسرائیلو له مصر څخه تر وتلو وروسته، کله چې یې بت‌پرست قومونه ولیدل، له موسی(ع) څخه وغوښتل چې د دوی لپاره هم یو خدای وټاکي، لکه څنګه چې نور خلک خدایان لري؛[۴۴] له همدې امله قرآن کریم هغوی ناپوهه او جاهل خلک بللي دي.[۴۵] د موسی(ع) د نشتون پر مهال، د بنی‌اسرائیلو ډېرو کسانو د خوسي عبادت ته مخه کړه.[۴۶] الله تعالی دا کار د هغوی لپاره یوه ازموینه وبلله[۴۷] او د ګڼو معجزو له لیدلو وروسته د خوسي د عبادت له امله یې هغوی ظالمان وبلل.[۴۸]

سید محمدتقي مدرسي په خپل تفسیر من هدی القرآن کې د موسی(ع) د قوم له خوا د خوسي عبادت داسې تفسیر کړی چې که څه هم هغوی د فرعون پر وړاندې په مبارزه کې د موسی(ع) پیروي کوله، خو د بت‌پرستۍ ځانګړنې لا هم د دوی په فرهنګ کې پاتې وې.[۴۹] ځینې څېړونکي هم باور لري چې د معجزو اغېز د بنی‌اسرائیلو ترمنځ یوازې د توحید په ظاهري اظهار پورې محدود پاتې شوی و.[۵۰]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۷۱.
  2. مدرسی، من هدی القرآن، ټوک۳، مخ۴۵۰.
  3. قرشی، قاموس قرآن، ټوک۶، مخ۳۱۵.
  4. مغنیه، التفسیر المبین، ټوک۱۶، مخ۲۶۰.
  5. کتاب مقدس، کتاب خروج، باب ۳۲، آیتونه۱-۶.
  6. طیب، أطیب البیان، ټوک۹، مخ۸۲.
  7. بقره سوره، آیتونه ۵۱ -۵۴.
  8. شیخ طوسی، التبیان، ټوک۴، مخ۵۴۴.
  9. سوره طه، ایت ۸۸.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۷۲.
  11. زمخشری، الکشاف، ټوک۲، مخ۱۶۰.
  12. قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، ټوک۲، مخ۶۲.
  13. وګورئ: طباطبائی، المیزان، ټوک۱۴، مخونه۲۰۱- ۲۰۳.
  14. اعراف سوره، آیت۱۴۲.
  15. مدرسی، من هدی القرآن، ټوک۳، مخ۴۵۰.
  16. قرشی، قاموس قرآن، ټوک۶، مخ۳۱۵.
  17. طباطبائی، المیزان، ټوک۱۴، مخ۱۹۲.
  18. مغنیه، التفسیر المبین، ټوک۱۶، مخ۲۶۰.
  19. طه سوره، آیت۹۰.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۷۱.
  21. طه سوره، آیت ۸۵.
  22. اعراف سوره، آیت۱۵۰.
  23. طه سوره، آیت۸۶.
  24. طه سوره، آیتونه ۹۲-۹۴.
  25. طه سوره، آیت ۹۷.
  26. طه سوره، آیت۹۶.
  27. د مثال په توګه وګورئ: فخر رازی، مفاتیح الغیب، ټوک۲۲، مخ۹۵.
  28. زمخشری، الکشاف، ټوک۲، مخ۱۶۰.
  29. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱۳، مخونه۲۸۵-۲۸۶.
  30. طه سوره، آیت۹۷.
  31. تورات، خروج، باب ۳۲، آیت ۲۰.
  32. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۲۵۵.
  33. اعراف سوره، آیت۱۵۲.
  34. حسینی شیرازی، تبیین القرآن، مخ۱۸.
  35. جوادی آملی، تسنیم، ټوک۴، مخ۴۵۵.
  36. فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ټوک۱، مخ۱۳۲.
  37. قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۴۷.
  38. طباطبائی، المیزان، ټوک۱، مخ۱۸۹.
  39. حسینی شیرازی، تبیین القرآن، مخ۱۸.
  40. تورات، خروج، باب ۳۲، آیتونه۲۷- ۲۸.
  41. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخونه۲۵۵-۲۵۶.
  42. سید مرتضی، أمالی، ټوک۲، مخ۳۷۲؛ ابن‌عربی، تفسیر ابن‌عربی، ټوک۱، مخ۵۴.
  43. شیخ طوسی، التبیان، ټوک۱، مخ۳۵۲.
  44. اعراف سوره، آیت۱۳۸.
  45. اعراف سوره، آیت۱۳۸.
  46. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۶، مخ۳۷۱.
  47. طه سوره، آیت۸۵.
  48. بقره سوره، آیت۹۲.
  49. مدرسی، من هدی القرآن، ټوک۳، مخ۴۵۰.
  50. ابراهیمی، «گوساله سامری»، مخ۱۰۴۳.

سرچينې

  • ابراهیمي، محسن، «گوساله سامری» (د سامري خوسی)، دانشنامه معاصر قرآن کریم (د قرانکریم معاصر پوهنغونډ)، قم، سلمان آزاده، ۱۳۹۷ل.
  • ابن‌عربي، محي‌الدین، تفسیر ابن‌عربی، سمون: الشیخ عبد الوارث محمد علي، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۲ق، ۲۰۰۱م.
  • جوادي آملي، عبدالله، تسنیم، قم، د اسراء خپرندویه مرکز، ۱۳۸۷ل.
  • حسیني شیرازي، سید محمد، تبیین القرآن، بیروت، دار العلوم، دویم چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • زمخشري، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتاب العربي، درېیم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، امالي، څېړونکی او سموونکی: ابراهیم، محمد ابوالفضل، قاهره، دار الفکر العربي، لومړی چاپ، ۱۹۹۸م.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، څېړنه: احمد قصیرعاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې نېټې.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، د اسلام خپرونې (انتشارات اسلام)، دویم چاپ، ۱۳۷۸ل.
  • فخررازي، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشاني، ملامحسن، تفسیر الصافي، څېړنه: اعلمي، حسین، تهران، انتشارات الصدر، دویم چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • قرشي، سید علي‌اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الإسلامیة، شپږم چاپ، ۱۳۷۱ل.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړونکی او سموونکی: موسوي جزایري، سید طیب، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • مقدس کتاب، د نوې زریزې ژباړه (ترجمه هزاره نو)، لندن، د ایلام خپرونې، ۲۰۱۴م.
  • مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر المبین، قم، د بعثت بنسټ، بې نېټې.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.