اسرائیل (لقب)
ونگبڼه
- اسرائیل رژیم سره ګډوډ نه شي.
اسرائیل د حضرت یعقوب پيغمبر لقب دی. د مجمع البیان تفسیر په وینا، اسرائیل په عبري ژبه د خدای خوښ شوی یا د خدای بنده ته ویل کیږي.[۱] شیخ طوسي دا ټکی له اِسرا (بنده) او ئیل (خدای) څخه مرکب ګڼي او خدای د بنده په معنا یې ګڼلی دی.[۲] شیعه مفسران په آل عمران سوره ۹۳ آیت او مریم سوره ۵۸ آیت کې د اسرائيل معنا یعقوب علیه السلام ګڼي.[۳] له همدې سببه د حضرت یعقوب(ع) اولاد ته په قرآن کې بني اسرائیل ویل شوي دي.[۴]
په تورات کې هم راغلي دي چې الله تعالی یعقوب سره له کشتۍ وروسته، له دې سببه چې هغه زورور و او په خدای او بندګانو باندې غالب شو، ورته یې اسرائیل نوم ورکړ.[۵]
فوټ نوټ
سرچينې
- روحی، ابوالفضل، «سیمای بنیاسرائیل در قرآن و عهدین» (د بنیاسرائیل څېره په قرآن او عهدینو کې)، په معرفت مجله، ۹۵ ګڼه، آبان ۱۳۸۴هـ ش.
- سبحاني، جعفر، منشور جاوید، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۳۹۰هـ ش.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بېنېټې.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۱۵هـ ق.
- عهد عتیق (ټوک ۱: د شریعت یا تورات کتابونه)، ژباړه: پیروز سیار، تهران، نشر هرمس، ۱۳۹۳هـ ش.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||