منځپانگې ته ورتلل

مسوده:مجتهد

د wikishia لخوا
د ښي لوري څخه چپ لوري ته: سید ابوالقاسم خوئي، سید محسن حکیم، سید محمود شاهرودي او سید علي تبریزي؛ د پنځلسمې هجري پېړۍ له فقهاوو څخه دي.

مجتهد یا فقیه هغه څوک دی چې د فقهې په علم کې د اجتهاد کچې ته رسیدلی وي او د باوري سرچینو څخه د دیني احکامو د استنباط کولو توان لري. د شرعي دلیلونو پر بنسټ، جامع الشرائط مجتهدان شرعي حاکمان دي او ځینې دندې او واکونه لري لکه قضاوت او عامو ملکیتونو او وقفونو کې تصرف او حتی د جګړې او سولې اعلان کول. د شیعه ټولنو دیني مشري د مجتهدانو په غاړه ده.

دینداري کسان خپل دیني عملونه د مجتهدانو د فتواګانو پر بنسټ ترسره کوي او د خپل عاید یوه برخه مجتهدانو ته د شرعي فنډ په توګه ورکوي. هغه مجتهدان چې اعلم وي او مشهور وي د مرجعیت مقام ته رسي. شیخ طوسي، محقق حلي، علامه حلي، شیخ انصاري، او میرزای شیرازي له مشهورو شیعه مجتهدانو او فقهاوو څخه دي.

مجتهد څوک دی؟

مجتهد یا فقیه په اصطلاح کې هغه کس ته ویل کیږي چې د فقهې په علم کې د اجتهاد درجې ته رسیدلی وي او د باوري سرچینو څخه د شرعي فرعي احکامو د استنباط کولو وړتیا ولري.[۱] په شیعه تفکر کې، جامع الشرائط مجتهدان د معصوم امام ځای ناستي دي او د عمومي استازو او نائبانو په نوم یادیږي[۲] او د امامانو ډیری دندې او واکونه لري، لکه قضاوت کول او په شرعي فنډونو (وجوهاتو) کې د تصرف کولو اجازه لري.[۳]

مرتضی مطهري، یو شیعه مجتهد (وفات: ۱۳۵۸ هجري لمریز)، د اجتهاد د مخینې او د مجتهد د تعریف په اړه بحث کې، پداسې حال کې چې پیغمبران په مُرسَل او غیر مُرسَل ویشي، په دې باور دی چې د نن ورځې د مجتهدانو کار هماغه د پیغمبرانو د دوهمې ډلې کار دی. د هغه په نظر، هغه څه چې نن ورځ يې مجتهد د پوهې، استدلال او اجتهاد له لارې کوي، تیرو پیغمبرانو هم ترسره کاوه، خو هغوي به د اجتهاد له لارې نه بلکې د وحی له لارې کاوه. او سربیره په دې چې مجتهد حاکم شرع او د خلکو مشر دی، د خلکو په مینځ کې آمر بالمعروف او ناهی من المنکر هم دی؛ هغه د ټولنې ترمنځ اصلاح کوونکی دی او مکلف دی چې فساد اصلاح کړي.[۴]

پنځلسمې هجري پیړۍ ته نږدی پیړیو کې، کله چې د علمي حوزې فارغان په فقه کې لوړې کچې ته ورسیږي، د دوي استاد یا استادان د دوي اجتهاد په لیکلي یا شفاهي ډول تصدیقوي. دې تصدیق ته د اجتهاد اجازه ویل کیږي.[۵]

د مجتهدینو دندې او واکونه

د شیعه فقهې له مخې، هغه څوک چې د اجتهاد مقام ته رسیږي او شرایط په کې پوره وي د شرعي حاکم په نوم یادیږي.[۶]شیخ انصاري د فقیه منصبونه په دریو اصلي سرلیکونو کې بیان کړي دي: د فتوا صادرول ( افتاء)، حکومت چې د قضاوت معنی ورکوي، او د په مالونو او نفسونو کې د تصرف ولایت.[۷]

ناصر مکارم شیرازي، شیعه مرجع تقلید، د فقیه د واک په اړه بحث کې، لومړی د فتوا صادرولو او قضاوت کولو یادونه کړی، او بیا یې د ولایت فقیه په څپړنه کې د ولایت فقیه د اوو واکونو یادونه کړې ده، کوم چې دا دي:

  • د محجورانو په مالونو باندې ولایت، لکه غیر حاضران او کوچنيان چې سرپرست نلري، او ځینې لیوني او سفیه کسان.
  • د خمس، زکات او عامه وقفونو په څیر د شرعي فنډونو ترلاسه کولو او مصرف کولو باندې ولایت.
  • د قضاوت له منصبه بهر د شرعي حدودو پلي کولو باندې ولایت.
  • د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په هغو قضیو کې چې د یو چا وهل، ټپي کول یا وژل په کې اړین دي، ولایت لرل.
  • د سیاسي چارو او حکومت ساتنه، د سرحدونو ساتل، د دښمنانو په وړاندې دفاع، او د عامه ګټو پورې اړوند ټولو مسلو باندې ولایت.
  • د خلکو په ژوند او مالونو باندې ولایت.
  • په قانون جوړونې او د قانون جوړولو حق (تشریع) باندې ولایت.[۸]

محمد حسین نائیني په خپل کتاب تنبیه الامه کې د حسبیه چارو کې د فقهاوو سرپرستي او ولایت د شیعه مذهب د قطعیاتو (یقیني منلی شوي) په توګه معرفي کړې ده.[۹] د امام خمیني په وینا، ټول هغه واکونه چې پیغمبرانو او امامانو د ټولنې د ادارې لپاره درلودل، د جامع الشرائط فقیه لپاره هم ثابت دي، او دا ولایت د احکامو د پلي کولو د دندې ترسره کولو وسیله ده.[۱۰] دا هم ویل شوي چې د جمعې د لمانځه امامت هم د فقیه له ځانګړو منصبونو څخه دی.[۱۱]

« د مطهری له کتاب آشنايي با قرآن څخه: هغه څه چې نن ورځ يې یو مجتهد د پوهې، استدلال او اجتهاد په ځواک سره کوي، تیرو پیغمبرانو به هم کاوه، خو د اجتهاد په ځواک سره نه، بلکې د وحي او نبوت په ځواک سره ... هغه څه چې اوس مجتهدان کوي د هماغه کارونه دي چې د خاتمیت په دورې کې او د پیغمبر(ص) څخه مخکې پیغمبرانو کول. البته، د مجتهد کار پدې پورې محدود نه دی. د اجتهاد سربیره، هغه د خلکو یو شرعي حاکم او مشر هم دی، د خلکو په منځ کې د نیکی امر کوونکی او د بدو څخه منع کوونکی دی؛ هغه د امت په منځ کې یو اصلاح کوونکی دی او د فساد په سمولو باندې مکلف دی.[۱۲] »

د مجتهدانو درجې او تقسیم بندي

محمد حسن نجفي، چې د صاحب جواهر په نوم پیژندل کیږي، د دیارلسمې هجري پیړۍ یو فقیه

د فقهي کتابونو کې د عامې تقسیم بندۍ له مخې، یو مُتَجَزّي مجتهد او مطلق ته ویشل شوی دی، بیا مطلق مجتهد هم جامع الشرائط او اعلم مجتهد ته ویشل شوی دی.

سید ابو القاسم خویي په خپل کتاب التنقیح فی شرح العروة الوثقي کې د اجتهاد د اصطلاح دوه ډوله تقسیم بندي وړاندې کړې ده، چې له مخې یې مجتهد یا مُتَجَزّي دی یا مطلق، او هر یو یې یا د اجتهاد خپل ځواک عملي کړی دی یا یې د احکامو د استنباط لپاره نه دی کارولی.[۱۳] د دې تقسیم بندۍ له مخې، مُتَجَزّي مجتهد هغه څوک دی چې د فقهې په ځینو برخو کې د شرعي احکامو استنباط کولو وړتیا لري[۱۴] او ممکنه ده چې دا وړتیا د احکامو د استنباط کولو لپاره وکاروي یا ممکنه ده چې دا د خپل وړتیا تر حده وساتي. ځینې فقها د متجزي فقیه تقلید کول جایز نه ګڼي؛ ځینې هم په دې باور دي چې د هغه تقلید یوازې په هغو احکامو کې جایز دی چې هغه یې استنباط کړي دي.[۱۵] شیعه فقیه خويي د تجزي اجتهاد په مقابله کې مطلق اجتهاد راوړی دی.[۱۶] د دې نظر له مخې، یو مطلق مجتهد کولی شي د فقهې په ټولو څانګو کې د شرعي استدلال له لارې د شرعي حکمونه استنباط کړي.[۱۷]

که چیرې یو مطلق مجتهد د تقلید لپاره اړین شرطونه پوره کړي، نو هغه ته جامع الشرائط مجتهد ویل کیږي. دا شرایط عبارت دي له: نارینه وي، عاقل وي، حلال زاده وي، امامي شیعه وي، ژوندی وي، عادل وي، او تر ټولو زیات علم ولري (اعلم وي).[۱۸]

اعلم مجتهد هغه جامع الشرائط فقیه دی چې د نورو فقیهانو په پرتله د دیني احکامو په استنباط کې ډیره وړتیا لري.[۱۹] په هغه صورت کې چې یو څوک تر ټولو پوه مجتهد ته لاسرسي لري، نو د ځینو فقیهانو په وینا د هغه تقلید واجب دی، او د ځینو نورو فقیهانو په وینا، د واجب احتیاط له مخې، باید د داسې مجتهد تقلید وشي.[۲۰]

د مجتهد او مرجع تقلید توپیر

په مجتهدانو کې هر یو مجتهد که چیرې د فتوا ورکولو وړتیا ولري نو د مرجعیت مقام ترلاسه کولی شي. د تقلید مرجع په حقیقت کې هغه جامع الشرائط مجتهد دی چې د شیعه خلکو ورته مخ کړی دی او تقلید یې کوي. یعني خپل شرعي عملونه د هغه د فتواګانو یا فقهي نظرونو پراساس ترسره کوي، او خپل شرعي وجوهات (فنډونه) هغه یا د هغه استازو ته وړاندې کوي.[۲۱]

میرزای شیرازي، د ۱۳ او ۱۴ پیړۍ یو مجتهد

تر ټولو مشهور شیعه مجتهد

شیعه فقیهان کله ناکله د دوي د ژوند د وخت او کله ناکله د دوي د اجتهاد مکتبونو پراساس ویشل شوي دي.[۲۲]

لومړني او وروستني فقیهان

په شیعه فقهي لیکنو کې، د شیخ طوسي څخه مخکې فقیهان اکثرا «قُدَماء» بلل کیږي،[۲۳] له شیخ طوسي څخه تر علامه حلي پورې «مُتَقدِّمان» بلل کیږي،[۲۴] او له علامه حلي څخه تر د معاصر فقیهانو لومړۍ نسل (15 هجري پیړۍ) پورې «متأخر» بلل کیږي.[۲۵] ځینې معاصر فقهاوو ته «مُتَأخِّرو المتأخِّرین» هم ویل کیږي (یعنی له متأخرینو وروسته فقها).[۲۶]

د دې تقسیم بندۍ دلیل په هره دوره کې د دوي مختلف فقهي میتودونه دي.[۲۷] البته، دا اصطلاحات نسبي دي او د دوي په اړه نور نظرونه هم شتون لري. د مثال په توګه، ځینې، له محقق حلي څخه مخکې ټول فقهاوو ته قُدما وايي.[۲۸]

مشهور شیعه فقها

د شیعه فقه په تاریخ کې ډیر فقها شتون لري. د دوی د وفات په ترتیب سره ترټولو مشهور دا دي:

فوټ نوټ

  1. ↑ مرکز اطلاعات و مدارک اسلامي، فرهنګنامه اصول فقه، مخ۶۹۶.
  2. ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ټوک۴، مخ۳۷۰.
  3. ↑ شیخ انصاري، کتاب المکاسب، ټوک۳، ۵۴۵-۵۴۶ مخونه.
  4. ↑ مطهري، آشنایي با قرآن، ټوک۲، مخ۱۷۱؛ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۶، مخ۲۰۲.
  5. ↑ ګرجي، «اجتهاد»، مخ۶۱۰.
  6. ↑ مؤسسه دايرةالمعارف فقه اسلامي، فرهنګ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت، ټوک۳، مخ۱۹۹.
  7. ↑ شیخ انصاري، کتاب المکاسب، ټوک۳، ۵۴۵-۵۴۶ مخونه.
  8. ↑ مکارم شیرازي، بحوث فقهیة هامّه، ۴۰۰-۴۰۱ مخونه.
  9. ↑ نائیني، تنبیه الامة و تنزیه الملة، ۷۵-۷۶ مخونه.
  10. ↑ امام خمیني، ولایت فقیه، ۵۰-۵۱ مخونه.
  11. ↑ بروجردي، تبیان الصلاة، ټوک۱، مخ۵۸.
  12. ↑ مطهري، آشنایي با قرآن، ټوک۲، مخ۱۷۰؛ مطهري، مجموعه آثار، ټوک۲۶، مخ۲۰۲.
  13. ↑ خویي، التنقیح، مخ۲۸.
  14. ↑ خویي، التنقیح، ټوک۱، مخ۲۸؛ مشکیني، اصطلاحات الأصول، مخ۱۹.
  15. ↑ یزدي، العروة الوثقی، ټوک۱، مخ۱۷.
  16. ↑ خویي، التنقیح، مخ۲۸.
  17. ↑ مشکیني، اصطلاحات الأصول، مخ۱۹.
  18. ↑ امام خمیني، توضیح المسائل، ټوک۱، مخ۱۳.
  19. ↑ شیخ انصاري، مطارح الأنظار، ټوک۲، مخ۶۷۹.
  20. ↑ یزدي، العروة الوثقی، ټوک۱، مخ۱۹؛ امام خمیني، توضیح المسائل، ټوک۱، مخ۱۳.
  21. ↑ یزدي، العروة الوثقی، ټوک۱، مخ۴؛ رحمان‌ستایش، تقلید، مخ۷۸۹.
  22. ↑ ګرجي، تاریخ فقه و فقها، مخ۱۵.
  23. ↑ بدري، معجم مفردات أصول الفقه المقارن، مخ۲۲۶.
  24. ↑ بدري، معجم مفردات أصول الفقه المقارن، مخ۲۵۳.
  25. ↑ بدري، معجم مفردات أصول الفقه المقارن، ۲۵۲، ۲۵۳ مخ.
  26. ↑ بدري، معجم مفردات أصول الفقه المقارن، مخ۲۵۲.
  27. ↑ بدري، معجم مفردات أصول الفقه المقارن، ۲۲۶، ۲۵۲، ۲۵۳ مخونه.
  28. ↑ ملکي اصفهاني، فرهنګ اصطلاحات اصول، ټوک۲، مخ۶۰.
  29. ↑ مکارم شیرازي، دائرةالمعارف فقه مقارن، ټوک۱، ۲۵۹-۲۶۶ مخونه.

سرچينې

  • امام خمیني، سید روح‌الله، توضیح المسائل (مُحَشَّی)، قم، د اسلامي خپرونو مرکز، اتم چاپ، ۱۴۲۴ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، ولایت فقیه: حکومت اسلامي، تهران، د عروج د چاپ او خپرونو مؤسسه، ۱۳۷۹ل.
  • بدري، تحسین، معجم مفردات أصول الفقه المقارن، تهران، المشرق للثقافة والنشر، لومړی چاپ، ۱۴۲۸ق.
  • شیخ انصاري، مرتضي، کتاب المکاسب، قم، د شیخ اعظم انصاري د لمانځنې د کنګرې چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ انصاري، مرتضی، مطارح الأنظار، قم، مجمع الفکر الإسلامي، دویم چاپ، ۱۳۸۳ل.
  • خوئي، سید ابوالقاسم، التنقیح في شرح العروة الوثقی، څېړنه: رضا خلخالي، قم، التوحيد للنشر، ۱۴۱۸ق.
  • رحمان ستایش، محمدکاظم، «تقلید ۱»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، د اسلامي دایرةالمعارف بنیاد، لومړی چاپ، ۱۳۸۲ل.
  • طباطبایي بروجردي، سید حسین، تبیان الصلاة، تقریر: علي صافي ګلپایګاني، قم، د ګنج عرفان خپرونو، ۱۴۲۶ق.
  • کاشف الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن وجه شریعة الغراء، قم، د قم د حوزې علمې د اسلامي تبلیغاتو دفتر خپرونو، ۱۴۲۲ق.
  • ګرجي، ابوالقاسم، «اجتهاد»، دائرة المعارف بزرګ اسلامي، تهران، د لوی اسلامي دایرةالمعارف مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۷۳ل.
  • ګرجي، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، تهران، د سمت خپرونو، ۱۳۹۲ل.
  • د فقهې دایرةالمعارف مؤسسه، فرهنګ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، د سید محمود هاشمي شاهرودي تر نظر لاندې، قم، د اسلامي فقهې دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۳۸۷ل.
  • د اسلامي معلوماتو او اسنادو مرکز، فرهنګ نامه اصول فقه، قم، د اسلامي علومو او فرهنګڅېړنیز بنسټ، لومړی چاپ، ۱۳۸۹ل.
  • مشکيني، میرزاعلي، اصطلاحات الأصول و معظم أبحاثها، قم، الهادي، شپږم چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • مطهري، مرتضي، آشنایي با قرآن، ۲ ټوک، تهران، صدرا، ۱۴۰۲ل.
  • مطهري، مرتضي، مجموعه آثار، بې‌ځایه، د صدرا خپرونې، ۱۳۹۰ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، بحوث فقهیة هامة، قم، د امام علي بن ابیطالب مدرسه، ۱۴۲۲ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، دائرة المعارف فقه مقارن، قم، د امام علي بن ابي طالب(ع) مدرسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۷ق.
  • ملکي اصفهاني، مجتبي، فرهنګ اصطلاحات اصول، قم، عالمه، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ل.
  • ناییني، محمدحسین، تنبیه الامة و تنزیه الملة، سمون او څېړنه: سید جواد ورعي، قم، د قم د کتاب بوستان: د قم د حوزې علمې د اسلامي تبلیغاتو دفتر خپرونو، ۱۳۸۲ل.
  • يزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی مع التعلیقات، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۸ق.