امر بالمعروف او نهی عن المنکر
امر بالمعروف او نهی عن المنکر (د نیکۍ امر کول او له بدۍ منع کول) خلک د نیک کار کولو ته اړ ایستل او له بدۍ او ګناه څخه منع کولو ته ویل کیږي. دا یو له خورا مهمو دیني واجباتو څخه ګڼل کیږي او ویل کیږي چې په قرآن او احادیثو کې پرې ټینګار شوی دی. د شیعه فقهاوو له نظره، امر بالمعروف او نهی عن المنکر کفايي واجب دی؛ یعنې که چیرې د خلکو یوه ډله یې د دې کولو لپاره اقدام وکړي، نو دا واجب له نورو ختمیږي. د نیکۍ امر کول او له بدۍ منع کول د امامي شیعه یانو له نظره له فروع دین څخه ګڼل کیږي؛ خو د ځینو اسلامي فرقو لکه معتزلیانو او زیدیانو له نظره، دا د دوي د عقیدې پنځم اصل ګڼل کیږي.
فقهاوو څلور شرطونه بیان کړي دي چې یوازې د دغو شرطونو په شتون سره امر بالمعروف او نهی عن المنکر واجب کیږي: هغه څوک چې د نیکۍ امر کوي او له بدۍ منع کوي باید د له شرعي نظره په نیکۍ او بدۍ خبر وي؛ دا احتمال ورکوي چې د هغه امر او نهي به په هغه کس باندې اغیزه لري؛ هغه باید پوه شي چې هغه کس چې ګناه کړې ده د هغه ګناه د تکرار نیت لري؛ امر کول او نهي کول باید د هغه یا نورو مومنانو لپاره د ژوند، ملکیت یا عزت له لاسه ورکولو لامل نشي.
فقهاوو امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره درې مرحلې هم بیان کړې دي: له زړه څخه یې انکار کول او د غیر لفظي چلند له لارې د نارضایتۍ څرګندول د نیکۍ امر کولو او د بدۍ منع کولو لومړۍ مرحله ده؛ که دا طریقه کار ونکړي، نو باید امر کول او منع کول په لفظي ډول ترسره شي؛ که دا هم کار ونکړي، نو د عملي اقداماتو وخت دی؛ البته، په لوړو مرحلو کې چې عملي اقداماتو ته اړتیا لري، ویل شوي چې دا کار باید د امام یا هغه د نایب په اجازه ترسره شي.
اهمیت
د نیکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول یو له خورا مهم او لویو شرعي واجباتو څخه ګڼل کیږي[۱] او د معصومو امامانو په روایتونو کې یې اهمیت باندې ټینګار شوی دی.[۲] په فقهي کتابونو کې، د نیکۍ امر کولو او له بدۍ څخه منع کولو لپاره یوه جلا برخه خاص شوې ده.[۳] په «اللمعة الدمشقیه» کتاب کې، دا د جهاد د کتاب د موضوعاتو لاندې د یوې جلا برخې په توګه شامل دی.[۴] د کافی په څیر د حدیثو په کتابونو کې، د نیکۍ د امر کولو او له بدۍ څخه د منع کولو روایتونه هم په یوه جلا برخه کې ذکر شوي دي.[۵] حر عاملي، یو شیعه عالم او فقیه، د خپل حدیث او فقهي کتاب وسائل الشیعه یوه برخه دې موضوع ته خاص کړې او د هغې د احکامو، معیارونو او شرایطو په اړه یې په ۴۱ سرلیکونو کې مختلف روایتونه راټول کړي دي.[۶] په فقهي کتابونو کې، د نیکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول د لطف له مصداقونو ګڼل کیږي[۷] او ایا دا عمل عقلي واجب دی یا شرعي واجب، په دې اړه یې بحثونه کړي دي.[۸]
د قرآن په ځینې آیتونه کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه خبرې شوي دي.[۹] په ځینو آیتونو کې، دا د پیغمبر(ص) د امت د یوې ځانګړې دندې په توګه یاد شوی او د هغو عقیدو لکه په خدای او معاد ایمان په خوا کې، یا د لمانځه او زکات په څیر اعمالو سره یوځای ذکر شوی دی.[۱۰] له امام علي(ع) څخه روایت شوی چې ټول نیک کارونه، حتی د خدای په لاره کې جهاد، هم د دې امر او نهي په مقابله کې داسې دي لکه د لوی سمندر په مقابله کې د خولې لاړې.[۱۱] په یوه روایت کې، له امام صادق(ع) څخه د نیکۍ امر او له بدۍ څخه د منع کولو د اهمیت په اړه داسې نقل شوي د دي، چې نور ټول واجبات هم د دې په سبب رامینځته کیږي، د دې په رڼا کې لارې خوندي کیږي، د خلکو سوداګرۍ حلال کیږي، د افرادو حقونه خوندي کیږي، ځمکې آباديږي، او له دښمنانو څخه غچ اخیستل کیږي.[۱۲]
د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون اتم اصل امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته ځانګړی شوی دی. د دې اصل له مخې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ټولو دنده ده.[۱۳] همدارنګه، په ایران کې د اسلامي جمهوریت له راتلو وروسته، د دې دیني چارې د ترویج لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم یو سازمان تاسیس شوی دی.[۱۴]
فقهي تعریف
د «امر بالمعروف» معنا دا ده چې خلک د هغه څه کولو ته اړ ایستل چې مطلوب او مشروع وي، او د «نهی عن المنکر» معنا دا ده چې له بدۍ او ګناه څخه خلک منع کړی شي.[۱۵] امر کول یا اړ باسل، او نهي کول یا منع کول، ټولو طریقو ته شامل دي که هغه زباني وي او که غیر زباني او د یو څه په کولو سره ترسره شي.[۱۶]
سید علي سیستاني، چې د تقلید له مراجعو څخه دی، د «معروف» د معنې په اړه ویلي چې دا د هغه ښه عمل معنی لري چې عقل یې په ښه والي پوهیږي یا شارع مونږ ته ویلي وي چې دا کار نیک دی. «منکر» هم د هغه بد او ناغوښتل شوي عمل معنی لري چې عقل یې بد ګڼي یا شارع انسان د هغې له ناخوښۍ څخه خبر کړی وي.[۱۷]
ځینې فقهاو لکه محقق حلي او علامه حلي پدې تعریف کې یو بل قید هم اضافه کړی دی. د دوی په اند، «معروف» هر هغه ښه عمل دی چې د ښه والي سربیره، ترسره کوونکی یې هم ښه ګڼي، او «منکر» هر هغه بد عمل دی چې د بدوالي سربیره، ترسره کوونکی یې هم بد ګڼي.[۱۸]
فقهي حکم
«د نیکۍ امر کولو او له بدۍ څخه د منع کولو د اثر له مخې ترټولو لویه، لوړه او قوي مرتبه، په ځانګړي توګه د دیني مشرانو په منځ کې دا ده چې په خپله ښه کارونه وکړي که هغه واجب وي او که مستحب او له بدو ځان وساتي که هغه مکروه وي که حرام. او ځانونه په ښو اخلاقو سره بشپړ کړي او له بدو اخلاقو څخه ځان پاک کړي. دا ډول عمل خلک د ښو کارونو کولو او حرامو پریښودو ته هڅوي؛ په ځانګړي توګه که دوی دا په ښه، هڅونکې او ویروونکی خبرو سره بشپړ کړي؛ ځکه چې هر مقام یو ځانګړی وینا لري او هره ناروغي یو ځانګړی درمل لري، او د روحونو او ذهنونو درملنه د بدنونو له درملنې څخه ډیره لوړه ده.»
د شیعه فقهاوو له نظره، امر بالمعروف او نهی عن المنکر واجب دی.[۱۹] ځینو یې وجوب د دین له ضروریاتو ګڼلی دی او ویلي یې دي چې که څوک په قصدي ډول د هغه له وجوب څخه انکار وکړي، نو کافر کیږي.[۲۰] همدارنګ فقها دا نظر هم لري چې معروف که له مستحبو امورو څخه وي او منکر که له مکروهو امورو څخه وي، نو امر بالمعروف او نهی عن المنکر مستحب دی.[۲۱]
کفایي واجب یا عیني واجب
د فقهاوو ترمنځ د نظر اختلاف شتون لري چې ایا امر بالمعروف او نهی عن المنکر کفايي واجب دی که عیني واجب.[۲۲] ډیر فقها دا کفایي واجب ګڼي، په دې حالت کې که ځینې خلک د دې د ترسره کولو مسؤلیت په غاړه واخلي، نو له نورو مسؤلیت لری کیږي.[۲۳] د شهید ثاني په وینا، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اصلي غرض دا دی چې معروف ترسره شي او له منکر څخه منعه وشي. له همدې امله، دا مکلفیت په یو ځانګړي فرد نه راځي؛ بلکې دا د ټولو هغو کسانو ذمه جوړیږي چې مکلف دي، او که د خلکو یوه ډله د دې د کولو ته وړاندی شي، نو له نورو څخه دا مکلفیت ختمیږي.[۲۴]
ځینې شیعه فقها، لکه شیخ طوسي په کتاب النهایة کې،[۲۵] ابن حمزه په الوسیلة کې[۲۶] او محقق کرکي[۲۷]، دا عیني واجب ګڼلی دی.
عقلي واجب که شرعي واجب؟
د شیعه عالمانو ترمنځ د نظر اختلاف دی چې ایا امر بالمعروف او نهی عن المنکر عقلي واجب دی که شرعي واجب دي.[۲۸] ډیر شیعه فقها او متکلمان دا شرعي واجب ګڼي او د دې د ثابتولو لپاره یې شرعي دلیلونه لکه د قرآن آیتونه، د معصوم امامانو(ع) متواتر روایتونه، او اجماع نقل کړي دي.[۲۹]
ځینې یې دا واجب عقلي ګڼلي دي او په لاندې ډول یې استدلال کړی دی:
- د لطف د قاعدې له مخې: د نیکۍ امر کول او د بدۍ منع کول لطف دی ځکه چې دا بنده اطاعت ته نږدې کوي. لطف هم په عقلي ډول په خدای واجب دی. له همدې امله، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره د وجوب حکم کول د خدای له خوا واجب دی.[۳۰]
- د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پریښودلو کې د دنیوي او اخروي زیان امکان شته، او د احتمالي زیان دفع کول له عقلي مخې واجب دي. له همدې امله، دا هم واجب ده چې د هغه زیان څخه مخنیوی وشي چې امربالمعروف او نهی عن المنکر په پریښودو سره یې د رامینځته کولو احتمال شته.[۳۱]
د امربالمعروف او نهی عن المنکر شرطونه
د فقهاوو د فتوا له مخې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځینې شرطونه لري چې د دې شرایطو په شتون سره واجب کیږي:[۳۲]
- هغه څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي باید د شریعت له نظره معروف او منکر پیژني؛
- هغه دا احتمال ورکوي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر اغیز کوي.
- هغه په دې پوه شي چې هغه کس چې غلط کار یې کړی دی د هغه غلطۍ د تکرار نیت هم لري، او که هغه پوه شي چې هغه کس د غلطۍ په کولو پښیمانه شوی او په هغې د ټینګار اراده نلري، نو د امر بالعمروف او نهی عن المنکر واجب ندي؛
- امر بالمعروف او نهی عن المنکر د هغه یا نورو مومنانو لپاره د ژوند، ملکیت یا عزت د زیان لامل نه کیږي، او که چیرې دا احتمال ورکړي چې زیان به ورسوي، نو وجوب یې ساقطیږي.[۳۳]
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مرتبې
فقهاوو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره مرتبې او مرحلې ذکر کړې دي، او په دې نظر دي چې په امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې دا مرحلې باید په ترتیب او تدریجي ډول وکارول شي:[۳۴]
په زړه کې انکار کول
په زړه کې انکار کول د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړۍ مرحله ده.[۳۵] دا پدې مانا ده چې امر بالمعروف کوونکی او نهی عن المنکر کوونکی باید د غلط عمل په وړاندې خپله نارضایتي او کرکه د داسې کړنو له لارې ښکاره کړي لکه تندې تریوهل، مخ اړول، خپه کیدل، وتل، یا اړیکې پریښودل.[۳۶]
د ژبې امر او نهي
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دوهمه مرحله زباني امر او نهي کول دي.[۳۷] دا پدې مانا ده چې که د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړۍ مرحله بې اغیزې وي، نو په لفظي ډول امر او نهي کول واجب دي؛[۳۸] په دې توګه، چې لومړی په وعظ او په نرمۍ سره امر او نهي وکړي، او که وګوري چې په همدې طریقې سره کار کیږي نو دا واجب کیږي او له دې حد څخه تیریدل جایز نه دي.[۳۹]
عملي اقدامات او د زور کارول
عملي اقدامات او د مخنیوي لپاره له ځواکه کار اخستل د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له مرحلو څخه دریمه مرحله ده.[۴۰] که چیرې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړۍ او دوهمه مرحله بې اغیزې وي، نو دا مرحله د تدریج په خیال ساتلو سره، له ضعیفې مرتبې څخه تر سختې مرحلې پورې واجبیږي.[۴۱]
له عملي اقدامات څخه مراد په کوتک وهل، په سخته کې اچول، زنداني کول او داسې نورو کارونه دي. خو دا باید داسې مرحلې ته ونه رسیږي چې د لاس پښې ماتېدو یا د بدن ټپي کیدو حد ته ورسي، او داسې نور. په بل عبارت، عملي کړنې باید داسې نه وي چې د قصاص یا دیې اخیستلو لامل شي.[۴۲]
د امام یا د هغه د نایب له اجازې پرته ټپي کول یا وژل جایز ندي.
د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې، په امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې ټپي کول یا وژل جایز نه دي مګر دا چې د امام یا د هغه د نایب له اجازې سره وي.[۴۳] ځینې فقها وایي چې د غیبت په دوره کې د امام نایب هغه فقیه دی چې جامع الشرایط وي.[۴۴]
د دیارلسمې پیړۍ یو فقیه صاحب جواهر وايي چې که چیرې د امام یا د هغه د نایب له اجازې پرته د ټولو هغو کسانو لپاره چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې ټپي کول یا وژل جایز وي، نو دا به د لوی فساد، ګډوډۍ او بې نظمۍ لامل شي، کوم چې په اسلام کې منع دي.[۴۵]
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د جاهل لارښوونی سره توپیر
هم وګورئ: د جاهل لارښوونه
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د جاهل لارښوونی سره توپیر په لاندې ډول بیان شوی دی: لارښوونه هغه وخت معنی لري چیرې چې یو څوک د حکم یا موضوع یا دواړو څخه جاهل وي؛ خو امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوونکی هم له حکمه خبر دی او هم له عمله. د مثال په توګه، چیرې چې یو څوک نه پوهیږي چې شراب څښل حرام دي یا هغه پوهیږي چې دا حرام دي خو نه پوهیږي چې دا مایع شراب دي که نه، د داسې کس پوهول او منع کول د جاهل د لارښوونې مسله ده؛ خو که هغه پوهیږي چې شراب څښل حرام دي او هغه مایع چې هغه غواړي وڅښي هغه شراب دي، نو د هغه منع کول نهي عن المنکر ګڼل کیږي.[۴۶]
په نورو اسلامي فرقو کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر
د معتزلي فرقې له پنځو اصولو څخه یو امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی.[۴۷] دوي په دې باور دي چې د کافر او فاسق امر بالمعروف او نهی عن المنکر کول په هر مسلمان واجب دي.[۴۸] ویل کیږي چې زیدیه فرقه هم لکه معتزلیان، امر بالمعروف او نهی عن المنکر د خپلې عقیدې پنځم اصل ګڼي؛[۴۹] دا رنګ چې د دې فرقې لومړی مشر زید بن علي، په دې باندې د خپل پاڅون بنسټ کیښود.[۵۰] دا په داسې حال کې ده چې امامیه امر بالمعروف او نهی عن المنکر له فروع دین څخه ګڼي.[۵۱]
کتاب پيژندنه
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه یو شمیر خپلواک اثار لیکل شوي دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
- د حسین نوري همداني لخوا لیکل شوی «امر به معروف و نهی از منکر»، کتاب: لیکوال د قم مدرسې د دیني علومو زده کونکو لپاره دا کتاب تدریس کړی دی. بیا یې هغه تالیف او تدوین کړ او د کتاب په بڼه یې خپور کړی دی. اصلي کتاب په عربي ژبه دی او د محمد محمدي اشتهاردي لخوا فارسي ته ژباړل شوی دی.[۵۲]
- د «امر به معروف و نهی از منکر در اندیشه اسلامی» کتاب، چې د انګلستان یو تاریخ پوه او اسلام پوه مایکل الن کوک لخوا لیکل شوی: په دې کتاب د امر به معروف و نهی از منکر په اړه د مختلفو اسلامي فرقو نظرونه څیړل شوي دي. دا کتاب د احمد نمائي لخوا له انګلیسي څخه فارسۍ ته ژباړل شوی او په دوه ټوکونو کې خپور شوی دی.[۵۳]
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ نوری همدانی، امر به معروف و نهی از منکر، ۱۳۷۷ش، ص۲۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۶ق، ج۱۶، ص۱۱۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۶ق، ج۱۶، ص۱۱۹.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۰۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۵۵-۶۰.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۶ق، ج۱۶، ص۱۱۵-۲۸۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: به فاضل مقداد، إرشاد الطالبین إلى نهج المسترشدین، ۱۴۰۵ق، ص۳۸۰.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: به علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۵۷۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: سوره آل عمران، آیات ۱۰۴ و ۱۱۰؛ سوره حج، آیه ۴۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: سوره آل عمران، آیات ۱۰۴ و ۱۱۰؛ سوره حج، آیه ۴۱.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، حکمت ۳۷۴، ص۵۴۲.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۶ق، ج۱۶، ص۱۱۹.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۶ق، ج۱۶، ص۱۱۹.
- ↑ «درباره ما»، وبگاه ستاد امر به معروف و نهی از منکر.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۵۷۸؛ سجادی، فرهنگ معارف اسلامی، ج۱، ص۲۹۷-۲۹۸.
- ↑ فاضل مقداد، إرشاد الطالبین إلى نهج المسترشدین، ص۳۸۰.
- ↑ حسینی سیستانی، «معنای معروف و منکر»، سایت رسمی دفتر مرجع عالیقدر آقای سیدعلی حسینی سیستانی.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ج۱، ص۳۱۰؛ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۳۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۱۳؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۶۳؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۳۹.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۳۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۶۳-۳۶۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۴۰.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۱۰؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۰۱؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۱۳؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۳۹.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۰۱.
- ↑ شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ص۲۹۹.
- ↑ ابنحمزه، الوسیلة، ص۲۰۷.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۸۵.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۵۷۸؛ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۱.
- ↑ شیخ طوسی، الاقتصاد، ص۱۴۶؛ حلی، کتاب السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۱-۲۲.
- ↑ فاضل مقداد، إرشاد الطالبین إلی نهج المسترشدین، ۱۴۰۵ق، ص۳۸۰.
- ↑ شیخ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۰ق، ص۱۴۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۲-۴۴۳.
- ↑ حلی، السرائر، ج۲، ص۲۳؛ تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۳؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۱۴-۴۱۵؛ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۸۶؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۴۲-۴۴۸.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۵۳؛ نوری همدانی، امر به معروف و نهی از منکر، ۱۳۷۷ش، ص۲۸۱.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۳؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۱۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۷۴.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۵۳.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۱۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۷۴؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۵۴.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۴.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۴؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۵۴.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۴؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۵۴.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۴۳؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۱۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۷۴؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۵۶.
- ↑ حسینی سیستانی، «مراتب امر به معروف و نهی از منکر»، سایت رسمی دفتر مرجع عالقدر آقای سیدعلی حسینی سیستانی.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۰۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۸۳.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۰۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۴۵۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۸۳.
- ↑ خوئی، موسوعة الامام الخوئی، مؤسسة الامام الخوئی، ج۴، ص۳۴۳.
- ↑ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ص۴۱۷-۴۱۸.
- ↑ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ص۴۱۷-۴۱۸.
- ↑ آقاجانی قناد، «درآمدی بر بررسی تطبیقی امر به معروف و نهی از منکر از دیدگاه معتزله و دیگر فرق اسلامی (۱)»، ص۳۸.
- ↑ آقاجانی قناد، «درآمدی بر بررسی تطبیقی امر به معروف و نهی از منکر از دیدگاه معتزله و دیگر فرق اسلامی (۱)»، ص۴۲.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۶، ص۲۵۷.
- ↑ نوری همدانی، امر به معروف و نهی از منکر، ۱۳۷۷ش، ص۲۴.
- ↑ کوک، امر به معروف و نهی از منکر در اندیشه اسلامی، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۱۰-۱۳.
سرچينې
- ابنحمزه طوسی، محمد بن علی، الوسیلة إلی نیل الفضیلة، محقق و مصحح، محمد حسون، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۸ق.
- امام خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، بیتا.
- حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، تصحیح سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
- حسینی سیستانی، سیدعلی، «مراتب امر به معروف و نهی از منکر»، سایت رسمی دفتر مرجع عالقدر آقای سیدعلی حسینی سیستانی، تاریخ بازدید: ۲۰ فروردین ۱۴۰۴ش.
- حسینی سیستانی، سیدعلی، «معنای معروف و منکر»، سایت رسمی دفتر مرجع عالیقدر آقای سیدعلی حسینی سیستانی، تاریخ بازدید: ۲۰ فروردین ۱۴۰۴ش.
- حلی، ابن ادریس، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
- خوئی، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام الخوئی، قم، مؤسسة الامام الخوئی، بیتا.
- «درباره ما»، وبگاه ستاد امر به معروف و نهی از منکر، تاریخ بازدید: ۶ اردیبهشت ۱۴۰۴ش.
- سجادی، سیدجعفر، فرهنگ معارف اسلامی، تهران، نشر کومش، ۱۳۷۳ش.
- شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تعلیقه و تصحیح سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الافهام، قم، بنیاد معارف اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد الهادی الی طریق الرشاد، تهران، انتشارات نجاح، ۱۴۰۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۱۴ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۳۷ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، إرشاد الطالبین إلى نهج المسترشدین، قم، کتابخانه عمومی حضرت آيت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- کوک، مایکل آلن، امر به معروف و نهی از منکر در اندیشه اسلامی، ترجمه احمد نمایی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۴ش.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، انتشارات اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء تراث العربی، ۱۴۰۴ق.
- نوری همدانی، حسین، امر به معروف و نهی از منکر، ترجمه محمد محمدی اشتهاردی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۳۷۷ش.
- نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
| ||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||