نَقْدَین په شیعه فقهه کې مسکوکو (سکه وهلو) سرو زرو او سپینو زرو ته ویل کېږي[۱] او تر ډېره د ربا[۲] او زکات[۳] اړوندو بحثونو کې مطرح کېږي. ربا په دوو برخو، معاملي ربا او قرضي ربا[۴] وېشل کېږي؛ قرضي ربا هغه مهال رامنځته کېږي چې د پور ورکولو پر مهال د بېرته ادا کولو په وخت کې د زیاتوالي شرط کېښودل شي، په داسې حال کې چې معاملي ربا د دوو همجنسو مالونو (لکه د سرو زرو په بدل کې سره زر) تبادلې ته ویل کېږي، چې په دواړو لورو کې یو لوری یې زیاته اندازه ورکړي.[۵] فقیهان په دې باور دي چې که نقدین (نغدې پیسې یا د هغو معادل) له بل نقدین سره تبادله شي او مقدارونه یې برابر نه وي، یا د ځنډ له امله کومه اضافه ترلاسه شي، نو دغه اضافه «ربا» ګڼل کېږي.[۶]
د سرو زرو او سپینو زرو زکات یوازې هغه وخت واجب کېږي چې په معاملاتو کې د رایجو مسکوکو سکو په بڼه وي؛[۷] له همدې امله، پر غیرمسکوکو سرو زرو او سپینو زرو، په هره بڼه او د هر ډول استعمال لپاره چې وي، زکات واجب نه دی.[۸]
- سره زر، دوه نصابونه لري: د سرو زرو لومړی نصاب: ۲۰ شرعي مثقاله دي چې د مسکوکو سرو زرو له ۱۵ معمولي مثقالو سره برابر دي او زکات یې یوه څلوېښتمه، یعنې ۲٫۵ سلنه دی. د شیعه فقیهانو د مشهور نظر له مخې، هرشرعي مثقال تقریباً له ۳ ګرامه او ۴۵۶ سوته سره برابر دی.د سرو زرو دویم نصاب: ۴ شرعي مثقاله، یعنې ۳ معمولي مثقاله دی؛په دې معنا چې که د لومړي نصاب پر اندازه ۳ معمولي مثقاله زیاته شي، نو زکات پر ټولټال ۱۸ معمولي مثقالو واجب کېږي او له دې وروسته د هر ۳ معمولي مثقالو په زیاتېدو سره هم زکات پر ټول موجود مقدار واجب کېږي. خو که زیاته شوې اندازه له ۳ معمولي مثقالو څخه کمه وي، نو پر هغې اندازې زکات نه واجبېږي.[۹]
- سپین زر هم دوه نصابونه لري: لومړی نصاب یې ۱۰۵ معمولي مثقاله دی چې زکات یې یوه څلوېښتمه، یعنې ۲٫۵ سلنه دی، او دویم نصاب یې ۲۱ معمولي مثقاله دی؛ یعنې که ۲۱ مثقاله د لومړي نصاب پر اندازه زیاته شي، زکات به پر ټولټال۱۲ مثقالو واجب وي او په راتلونکو زیاتونو کې هم هر ځل د ۲۱ مثقالو په زیاتېدو سره زکات پر ټول موجود مقدار واجب کېږي، خو که زیاتوالی له دې اندازې څخه کم وي، پر هغه زیاته شوې برخه زکات نه واجبېږي.[۱۰]
| ډله |
د نصاب حد |
د زکات اندازه |
شرط یا وضاحت
|
| سره زر |
۲۰ شرعي مثقاله (۱۵ معمولي مثقاله) |
یوه څلوېښتمه (۲.۵٪) |
لومړی نصاب
|
| هر ۴ شرعي مثقاله (۳ معمولي مثقاله) پر لومړي نصاب ورزیات |
یوه څلوېښتمه (۲.۵٪) د ټول مال |
له لومړي نصاب څخه وروسته
|
| سپین زر |
۱۰۵ معمولي مثقاله |
یوه څلوېښتمه (۲.۵٪) |
لومړی نصاب
|
| هر ۲۱ معمولي مثقاله پر لومړي نصاب ورزیات |
یوه څلوېښتمه (۲٫۵٪) د ټول مال |
له لومړي نصابه وروسته
|
فوټ نوټ
سرچينې