ناحیه مقدسه زیارت

د wikishia لخوا

ناحیه مقدسه زیارت د امام حسین(ع) له زیارتنامو څځه دی چې سپارښتنه شوې د عاشورا په ورځ ولوستل شي. شیعیان دغه زیارتنامه په نورو ورځو کې هم لولي. دغه زیارتنامه په پېغمبرانو او امامانو په سلام سره پېل کیږي او په امام حسین(ع) او د هغه په ملګرو په سلام سره دوام مومي. له هغه وروسته، د امام صفتونه او کردار بیانوي، د پاڅون زمینې، د شهادت او د هغوي د مصیبتونو شرحه او د نړۍ او مخلوقاتو د ویرجنېدو او عزادارېدو بیان لري.

ناحیه زیارت ابن مشهدي (وفات ۶۱۰ق) او د علامه مجلسي په وینا، شیخ مفید (وفات ۴۲۳ق) نقل کړی دی. په حدیثي سرچینو کې نه ده جوته شوې چې کوم امام هغه بیان کړی؛ خو ځینې وایي چې د امام مهدي (عج) له خوا صادر شوی دی.

نوم کېښودل او اهمیت

ناحیهٔ مقدسه، زیارت د امام حسین او د هغه د ملګرو په مصیبتونو مشتمله زیارتنامه ده.[۱] له همدې امله ویناوال او مداحان په هغې زیات استناد کوي.[۲] ابن مشهدي هغه د عاشورا د اعمالو برخه ګڼلې ده؛[۳] خو شیعیان هغه د کال په نورو ورځو کې هم لولي.[۴]

دې زیارتنامې ته «زیارتِ ناحیهٔ مشهور»[۵] یا «زیارتِ ناحیهٔ معروف»[۶] هم وایي، د زیارت الشهدا په مقابل کې چې ورته «زیارتِ ناحیهٔ غیرمشهور» هم ویل کیږي.[۷]

«ناحیهٔ مقدسه» هغه اصطلاح ده چې شیعیانو د امام هادي(ع) له زمانې څخه د غیبت صغری تر پایه پورې معصوم امام(ع) ته د اشارې لپاره له هغه استفاده کوله.[۸]

همداراز وګورئ: ناحیه مقدسه

ناحیه مقدسه زیارت له کوم امامه صادر شوی دی؟

په حدیثي سرچینو کې تصریح نه ده شوې چې زیارت ناحیه مقدسه له کوم معصوم امامه راغلی دی. د ابن مشهدي «وفات ۶۱۰ ق» په کتاب المزار الکبیر کې یوازې راغلي چې له «ناحیه، علیه السلام» څځه صادر شوی دی.[۹] علامه مجلسي هم هغه له ابن‌مشهدی او هم له شیخ مفید (وفات: ۴۱۳ق) راپور کړی، خو اشاره یې نه ده کړې چې کوم امام هغه بیان کړی دی.[۱۰]

سره له دې ټولو، ځینو د روایت د نقلولو په وخت د ابن مشهدي له خبرو دا نتیجه اخستې چې دغه زیارتنامه د زمانې امام له خپلو څلورو نایبانو څخه یو ته ویلې ده.[۱۱] د ابن مشهدي خبره دا ده :«وَ مِمَّا خَرَجَ مِنَ النَّاحِيَةِ عَلَيْهِ السَّلَامُ إِلَى أَحَدِ الْأَبْوَاب‏؛ او له هغو شیانو چې له ناحیه، علیه السلام، څخه خپل یو باب ته صادر شوی دی.»[۱۲]

مینځ پانګه

د دعا ځینې برخې
متن ژباړه
اَلسّلامُ عَلَی الشَّیبِ الخَضیبِ سلام دې وي په وینه

په خضاب شویو وېښتو

اَلسّلامُ عَلَی الخَدِّ التَّریبِ سلام دې وي په خاورو لړلي اننګي
اَلسّلامُ عَلَی الثَّغرِ المَقروعِ بِالقَضیبِ سلام په هغه شونډو

چې په لکړې ووهل شوې

اَلسّلامُ عَلَی الرَّأسِ المَرفوعِ سلام دې وي په نېزې

د پاسه سر باندې

اَلسّلامُ عَلَی الاَجسادِ العارِیةِ فِی الفَلَواتِ سلام دې وي پر هغو تنو چې بې کفنه

په دښته کې پرېښودل شوې

ناحیه مقدسه زیارت پر پېغمبرانو، اهل بیتو، امام حسین(ع) او په کربلا کې د هغه په ملګرو په سلام سره پېل کیږي، له دې وروسته، د کربلا له پېښې مخکې د امام حسین(ع) کردار او صفات بیانوي، همداراز د عاشورا د پاڅون زمینې، د شهادت څرنګوالی، او د هغه او ملګرو سختیانې یې، او د نړۍ د مخلوقاتو عزادار کېدل بیانوي. په پای کې، په اهل بیتو په توسل او دعا سره پای ته رسیږي.[۱۳]

د دغه زیارت په پېل کې په ۲۴ پېغمبرانو او پینځو تنو آل عبا، د هغوي په مشهورو صفتونو سره سلام ویل کیږي.[۱۴] پر امام حسین(ع) سلام کله د هغه حضرت د نوم، فضایلو او کړچار په ذکر سره او کله هم د هغوي په غړیو او جوارحو د راغلیو مصیبتونو په بیان سره ویل کیږي.[۱۵]

د امام حسین د ځانګړتیاوو بیان

په دغه زیارتنامې کې د امام حسین ځينې ځانګړنې معرفي شوې دي:

د زیارت سند

د حضرت معصومې(س) د حرم په برنډې کې لګول شوې د ناحیه زیارت یوه ټوټه

ناحیه مقدسه زیارت د ابن مشهدي (وفات ۶۱۰ق) په کتاب المَزارُ الکبیر کې نقل شوی دی.[۱۷] البته علامه مجلسي په بحار الانوار کې هغه د شیخ مفید (وفات ۴۱۲ق) د لیکلي کتاب المزار په نقل هم راوړی دی؛[۱۸] خو د دې کتاب په موجودو نسخو کې، دا زیارتنامه نیشته.[۱۹]

ابن مشهدي د خپل کتاب په سر کې لیکلي هغه څه چې په دې کتاب کې یې راوړي دي د ثقه راویانو له لارې ساداتو ته رسیږي.[۲۰] ځینو په دې په استناد سره چې له ساداته مطلب، معصوم امامان دي، د دغه کتاب روایتونه معتبر او صحیح ګڼي، که څه هم مرسل وي.[۲۱] همداراز د هغه دا جمله یې له عامو توثیقاتو ګڼلې چې د ځینو رجالیانو له نظره د کتاب د ټولو راویانو په وثاقت دلالت لري.[۲۲]

د دې په مقابل کې ایت الله خویي په معجم رجال الحدیث کتاب کې د المزار الکبیر کتاب اعتبار نه مني او ابن مشهدي مجهول الهویه ګڼي.[۲۳] تاریخ څېړاندی محمد هادي یوسفي غروي (زوکړه:۱۳۲۷ل) هم د دغه زیارت په سند کې شک څرګند کړی دی. هغه ویلي دي چې د دغه زیارت ځینې مطالب د تاریخ له مسلماتو او د مقاتلو له معتبرو خبرونو سره سمون نه خوري.[۲۴] سره له دې د حدیث څېړاندي نجم الدین طبسي (زوکړه:۱۳۳۴ل) په باور د سید بن طاووس، شهید اول، علامه مجلسي او محدث نوري په شان عالمانو اعتماد د ابن مشهدي په وثاقت د اطمینان سبب کیږي.[۲۵]

له سید مرتضی منقول زیارت

سید بن طاووس په کتاب مصباح الزّائر کې له سیدِ مرتضی (وفات: ۴۳۶ق) څخه یو زیارت «زیارةٌ ثانَویّه بِاَلفاظ شافِیَه» په عنوان د عاشورا د ورځې د اعمالو د یوې برخې په توګه نقل کړی دی.[۲۶] په «اعتبار سندی زیارت‌های ناحیه مقدسه»، مقاله کې د محمد احساني فر په وینا، د ناحیه زیارت په دریو کې دوه برخې په دغه زیارت کې راغلې دي.[۲۷] علامه مجلسي احتمال ورکړی چې د دغه تفاوت سبب د نسخو اختلاف وي یا دا چې په قوي احتمال، سید مرتضی له ځانه په زیارت ناحیه ځینې عبارتونه ورزیات کړې دي.[۲۸] احساني فر له سید مرتضی منقول زیارت معصوم امام ته نه دی منسوب کړی او ویلی یې دي چې دا زیارت له ناحیه زیارت سره اساسي فرق لري.[۲۹]

د زیارتنامې د ځینو برخو په صادرېدو کې شک

ځینو لیکوالانو د زیارتنامې د ځینې برخو په استناد، له معصومه د هغې په صادرېدو کې شک څرګند کړی دی؛ منجمله ویلي یې دي چې دا برخه چې وایي:« ښځې د خیمو له پردو شاته ووتلې، په داسې حال کې چې وېښته یې په مخونو خپاره کړې وو، مخونه یې په څپېړو وهل او نقابونه یې له مخه لرې کړې وو» د شیعه له بنیادي عقایدو سره سمون نه خوری؛ ځکه چې په روایتونو کې د ویښتو له پرشانولو او مخ ته له تاوان رسولو نهي شوې ده. دغه شان کار د الهي آزموینه په وړاندې د اهل بیتو د ښځو په تېره بیا بي بي زینب(س) د صبر له مقام سره سمون نه خوري.[۳۰] د دې اعتراض په ځواب کې ویل شوي چې دا عبارت کنایي دی او د دې خبرې کنایه ده چې ښځې پریشانه وې او روحي حال یې ډېر بد و.[۳۱]

همداراز اعتراض شوی چې دا عبارت « شمر دې په سینې کښېناسته او خپل خنجر یې ستا په مرۍ ننویسته او ستا ږیره یې ونیوله او په خپل خنجر یې ته حلال کړې» له نورو راپورونو سره چې وایي د امام حسین سر د څټ لخوا پرې شوی دی، سمون نه لري.[۳۲]

د زیارت ناحیې شرحې

په ناحیه مقدسه زیارتنامې ځینې شرحې لیکل شوي دي منجمله:

  • الذَّخیرةُ الباقیه د محمد جعفر شاملی شیرازی (فارسی)،
  • الشَّمسُ الضّاحیه د یو شمېر عالمانو (فارسی)،
  • تُحفةٌ قائمیه د شیخ محمد باقر فقیه ایمانی (فارسی)،
  • کشفٌ داحیه د هند د ځینو عالمانو (اردو)،
  • همره نور؛ د سید هدایت الله طالقاني څخه د ناحیه مقدسه زیارت شرحه .
  • سلام موعود؛ له محمد رضا سنګري څخه د ناحیه مقدسه زیارت توصیفي او تحلیلي بیان.[۳۳]

د ناحیه مقدسه زیارت متن او ترجمه

د ناحیه مقدسه زیارت متن
متن ژباړه
أَلسَّلامُ عَلی ادَمَ صِفْوَةِ اللهِ مِنْ خَلیقَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی شَیث وَلِی اللهِ وَ خِیرَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی إِدْریسَ الْقآئِمِ للهِ بِحُجَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی نُوح الْمُجابِ فی دَعْوَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی هُود الْمَمْدُودِ مِنَ اللهِ بِمَعُونَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی صالِح الَّذی تَوَّجَهُ اللهُ بِکَرامَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی إِبْراهیمَ الَّذی حَباهُ اللهُ بِخُلَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی إِسْمعیلَ الَّذی فَداهُ اللهُ بِذِبْح عَظیم مِنْ جَنَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی إِسْحقَ الَّذی جَعَلَ اللهُ النُّبُوَّةَ فی ذُرِّیتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی یعْقُوبَ الَّذی رَدَّ اللهُ عَلَیهِ بَصَرَهُ بِرَحْمَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی یوسُفَ الَّذی نَجّاهُ اللهُ مِنَ الْجُبِّ بِعَظَمَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی مُوسَی الَّذی فَلَقَ اللهُ الْبَحْرَ لَهُ بِقُدْرَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی هارُونَ الَّذی خَصَّهُ اللهُ بِنُبُوَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی شُعَیب الَّذی نَصَرَهُ اللهُ عَلی اُمَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی داوُدَ الَّذی تابَ اللهُ عَلَیهِ مِنْ خَطیئَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی سُلَیمانَ الَّذی ذَلَّتْ لَهُ الْجِنُّ بِعِزَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی أَیوبَ الَّذی شَفاهُ اللهُ مِنْ عِلَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی یونُسَ الَّذی أَنْجَزَ اللهُ لَهُ مَضْمُونَ عِدَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی عُزَیر الَّذی أَحْیاهُ اللهُ بَعْدَ میتَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی زَکَرِیا الصّابِرِ فی مِحْنَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی یحْیی الَّذی أَزْلَفَهُ اللهُ بِشَهادَتِهِ،

أَلسَّلامُ عَلی عیسی رُوحِ اللهِ وَ کَلِمَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی مُحَمَّد حَبیبِ اللهِ وَ صِفْوَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی أَمیرِالْمُؤْمِنینَ عَلِی بْنِ أَبی طالِب الْمَخْصُوصِ بِاُخُوَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی فاطِمَةَِ الزَّهْرآءِ ابْنَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی أَبی مُحَمَّد الْحَسَنِ وَصِی أَبیهِ وَ خَلیفَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْحُسَینِ الَّذی سَمَحَتْ نَفْسُهُ بِمُهْجَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ أَطاعَ اللهَ فی سِرِّهِ وَ عَلانِیتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ جَعَلَ اللهُ الشّفآءَ فی تُرْبَتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی مَنِ الاِْ جابَةُ تَحْتَ قُبَّتِهِ، أَلسَّلامُ عَلی مَنِ الاَْ ئِمَّةُ مِنْ ذُرِّیتِهِ، أَلسَّلامُ عَلَی ابْنِ خاتَِمِ الاَْ نْبِیآءِ، أَلسَّلامُ عَلَی ابْنِ سَیدِ الاَْوْصِیآءِ، أَلسَّلامُ عَلَی ابْنِ فاطِمَةَِ الزَّهْرآءِ، أَلسَّلامُ عَلَی ابْنِ خَدیجَةَ الْکُبْری، أَلسَّلامُ عَلَی ابْنِ سِدْرَةِ الْمُنْتَهی، أَلسَّلامُ عَلَی ابْنِ جَنَّةِ الْمَأْوی، أَلسَّلامُ عَلَی ابْنِ زَمْزَمَ وَ الصَّفا، أَلسَّلامُ عَلَی الْمُرَمَّلِ بِالدِّمآءِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمَهْتُوکِ الْخِبآءِ، أَلسَّلامُ عَلی خامِسِ أَصْحابِ الْکِسْآءِ، أَلسَّلامُ عَلی غَریبِ الْغُرَبآءِ، أَلسَّلامُ عَلی شَهیدِ الشُّهَدآءِ، أَلسَّلامُ عَلی قَتیلِ الاَْدْعِیآءِ، أَلسَّلامُ عَلی ساکِنِ کَرْبَلآءَ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ بَکَتْهُ مَلائِکَةُ السَّمآءِ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ ذُرِّیتُهُ الاَْزْکِیآءُ، أَلسَّلامُ عَلی یعْسُوبِ الدّینِ، أَلسَّلامُ عَلی مَنازِلِ الْبَراهینِ، أَلسَّلامُ عَلَی الاَْئِمَّةِ السّاداتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْجُیوبِ الْمُضَرَّجاتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الشِّفاهِ الذّابِلاتِ، أَلسَّلامُ عَلَی النُّفُوسِ الْمُصْطَلَماتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الاَْرْواحِ الْمُخْتَلَساتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الاَْجْسادِ الْعارِیاتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْجُسُومِ الشّاحِباتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الدِّمآءِ السّآئِلاتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الاَْعْضآءِ الْمُقَطَّعاتِ، أَلسَّلامُ عَلَی الرُّؤُوسِ الْمُشالاتِ، أَلسَّلامُ عَلَی النِّسْوَةِ الْبارِزاتِ، أَلسَّلامُ عَلی حُجَّةِ رَبِّ الْعالَمینَ،


أَلسَّلامُ عَلَیک َ وَ عَلی ابآئِک َ الطّاهِرینَ، أَلسَّلامُ عَلَیک َ وَ عَلی أَبْنآئِکَ الْمُسْتَشْهَدینَ، أَلسَّلامُ عَلَیک َ وَ عَلی ذُرِّیتک َ النّاصِرینَ، أَلسَّلامُ عَلَیک َ وَ عَلَی الْمَلآئِکَةِ الْمُضاجِعینَ، أَلسَّلامُ عَلَی الْقَتیلِ الْمَظْلُومِ، أَلسَّلامُ عَلی أَخیهِ الْمَسْمُومِ، أَلسَّلامُ عَلی عَلِی الْکَبیرِ، أَلسَّلامُ عَلَی الرَّضیعِ الصَّغیرِ، أَلسَّلامُ عَلَی الاَْبْدانِ السَّلیبَةِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْعِتْرَةِ الْقَریبَةِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمُجَدَّلینَ فِی الْفَلَواتِ، أَلسَّلامُ عَلَی النّازِحینَ عَنِ الاَْوْطانِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمَدْفُونینَ بِلا أَکْفان، أَلسَّلامُ عَلَی الرُّؤُوسِ الْمُفَرَّقَةِ عَنِ الاَْبْدانِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمُحْتَسِبِ الصّابِرِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمَظْلُومِ بِلاناصِر، أَلسَّلامُ عَلی ساکِنِ التُّرْبَةِ الزّاکِیةِ، أَلسَّلامُ عَلی صاحِبِ الْقُبَّةِ السّامِیةِ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ طَهَّرَهُ الْجَلیلُ، أَلسَّلامُ عَلی مَنِ افْتَخَرَ بِهِ جَبْرَئیلُ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ ناغاهُ فِی الْمَهْدِ میکآئیلُ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ نُکِثَتْ ذِمَّتُهُ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ هُتِکَتْ حُرْمَتُهُ، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ اُریقَ بِالظُّلْمِ دَمُهُ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمُغَسَّلِ بِدَمِ الْجِراحِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمُجَرَّعِ بِکَأْساتِ الرِّماحِ أَلسَّلامُ عَلَی الْمُضامِ الْمُسْتَباحِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمَنْحُورِ فِی الْوَری، أَلسَّلامُ عَلی مَنْ دَفَنَهُ أَهْلُ الْقُری، أَلسَّلامُ عَلَی الْمَقْطُوعِ الْوَتینِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْمُحامی بِلا مُعین، أَلسَّلامُ عَلَی الشَّیبِ الْخَضیبِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْخَدِّ التَّریبِ، أَلسَّلامُ عَلَی الْبَدَنِ السَّلیبِ، أَلسَّلامُ عَلَی الثَّغْرِ الْمَقْرُوعِ بِالْقَضیبِ، أَلسَّلامُ عَلَی الرَّأْسِ الْمَرْفُوعِ، أَلسَّلامُ عَلَی الاَْجْسامِ الْعارِیةِ فِی الْفَلَواتِ، تَنْهَِشُهَا الذِّئابُ الْعادِیاتُ، وَ تَخْتَلِفُ إِلَیهَا السِّباعُ الضّارِیاتُ، أَلسَّلامُ عَلَیک َ یا مَوْلای وَ عَلَی الْمَلآ ئِکَةِ الْمُرَفْرِفینَ حَوْلَ قُبَّتِک َ، الْحافّینَ بِتُرْبَتِک َ،


الطّآئِفینَ بِعَرْصَتِک َ، الْوارِدینَ لِزِیارَتِک َ، أَلسَّلامُ عَلَیک َ فَإِنّی قَصَدْتُ إِلَیک َ، وَ رَجَوْتُ الْفَوْزَ لَدَیک َ، أَلسَّلامُ عَلَیک َ سَلامَ الْعارِفِ بِحُرْمَتِک َ، الْمُخْلِصِ فی وَِلایتِک َ، الْمُتَقَرِّبِ إِلَی اللهِ بِمَحَبَّتِک َ، الْبَریءِ مِنْ أَعْدآئِک َ، سَلامَ مَنْ قَلْبُهُ بِمُصابِک َ مَقْرُوحٌ، وَ دَمْعُهُ عِنْدَ ذِکْرِک َ مَسْفُوحٌ، سَلامَ الْمَفْجُوعِ الْحَزینِ، الْوالِهِ الْمُسْتَکینِ، سَلامَ مَنْ لَوْ کانَ مَعَکَ بِالطُّفُوفِ، لَوَقاک َ بِنَفْسِهِ حَدَّ السُّیوفِ، وَ بَذَلَ حُشاشَتَهُ دُونَکَ لِلْحُتُوفِ، وَ جاهَدَ بَینَ یدَیک َ، وَ نَصَرَک َ عَلی مَنْ بَغی عَلَیک َ، وَ فَداک َ بِرُوحِهِ وَ جَسَدِهِ وَ مالِهِ وَ وَلَدِهِ، وَ رُوحُهُ لِرُوحِک َ فِدآءٌ، وَ أَهْلُهُ لاَِهْلِک َ وِقآءٌ، فَلَئِنْ أَخَّرَتْنِی الدُّهُورُ، وَ عاقَنی عَنْ نَصْرِک َ الْمَقْدُورُ، وَ لَمْ أَکُنْ لِمَنْ حارَبَک َ مُحارِباً، وَ لِمَنْ نَصَبَ لَک َ الْعَداوَةَ مُناصِباً، فَلاََ نْدُبَنَّک َ صَباحاً وَ مَسآءً، وَ لاََبْکِینَّ لَک َ بَدَلَ الدُّمُوعِ دَماً، حَسْرَةً عَلَیک َ، وَ تَأَسُّفاً عَلی ما دَهاک َ وَ تَلَهُّفاً، حَتّی أَمُوتَ بِلَوْعَةِ الْمُصابِ، وَ غُصَّةِ الاِکْتِیابِ، أَشْهَدُ أَ نَّک َ قَدْ أَقَمْتَ الصَّلوةَ، وَ اتَیتَ الزَّکوةَ، وَ أَمَرْتَ بِالْمَعْرُوفِ، وَ نَهَیتَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَ الْعُدْوانِ، وَ أَطَعْتَ اللهَ وَ ما عَصَیتَهُ، وَ تَمَسَّکْتَ بِهِ وَ بِحَبْلِهِ فَأَرْضَیتَهُ، وَ خَشیتَهُ وَ راقَبْتَهُ وَ اسْتَجَبْتَهُ، وَ سَنَنْتَ السُّنَنَ، وَ أَطْفَأْتَ الْفِتَنَ، وَ دَعَوْتَ إِلَی الرَّشادِ، وَ أَوْضَحْتَ سُبُلَ السَّدادِ، وَ جاهَدْتَ فِی اللهِ حَقَّ الْجِهادِ، وَ کُنْتَ للهِِ طآئِعاً، وَ لِجَدِّک َ مُحَمَّد صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَ الِهِ تابِعاً، وَ لِقَوْلِ أَبیک َ سامِعاً، وَ إِلی وَصِیةِ أَخیک َ مُسارِعاً، وَ لِعِمادِ الدّینِ رافِعاً، وَ لِلطُّغْیانِ قامِعاً، وَ لِلطُّغاةِ مُقارِعاً، وَ لِلاُْ مَّةِ ناصِحاً، وَ فی غَمَراتِ الْمَوْتِ سابِحاً، وَ لِلْفُسّاقِ مُکافِحاً، وَ بِحُجَجِ اللهِ قآئِماً، وَ لِلاِْسْلامِ وَ الْمُسْلِمینَ راحِماً،


وَ لِلْحَقِّ ناصِراً، وَ عِنْدَ الْبَلآءِ صابِراً، وَ لِلدّینِ کالِئاً، وَ عَنْ حَوْزَتِهِ مُرامِیاً، تَحُوطُ الْهُدی وَ تَنْصُرُهُ، وَ تَبْسُطُ الْعَدْلَ وَ تَنْشُرُهُ، وَ تَنْصُرُ الدّینَ وَ تُظْهِرُهُ، وَ تَکُفُّ الْعابِثَ وَ تَزْجُرُهُ، وَ تَأْخُذُ لِلدَّنِی مِنَ الشَّریفِ، وَ تُساوی فِی الْحُکْمِ بَینَ الْقَوِی وَ الضَّعیفِ، کُنْتَ رَبیعَ الاَْیتامِ، وَ عِصْمَةَ الاَْ نامِ، وَ عِزَّ الاِْسْلامِ، وَ مَعْدِنَ الاَْحْکامِ، وَ حَلیفَ الاِْنْعامِ، سالِکاً طَرآئِقَ جَدِّک َ وَ أَبیک َ، مُشْبِهاً فِی الْوَصِیةِ لاَِخیک َ، وَفِی الذِّمَمِ، رَضِی الشِّیمِ، ظاهِرَ الْکَرَمِ، مُتَهَجِّداً فِی الظُّلَمِ، قَویمَ الطَّرآئِقِ، کَریمَ الْخَلائِقِ، عَظیمَ السَّوابِقِ، شَریفَ النَّسَبِ، مُنیفَ الْحَسَبِ، رَفیعَ الرُّتَبِ، کَثیرَ الْمَناقِبِ، مَحْمُودَ الضَّرآئِبِ، جَزیلَ الْمَواهِبِ، حَلیمٌ رَشیدٌ مُنیبٌ، جَوادٌ عَلیمٌ شَدیدٌ، إِمامٌ شَهیدٌ، أَوّاهٌ مُنیبٌ، حَبیبٌ مَهیبٌ، کُنْتَ لِلرَّسُولِ صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَ الِهِ وَلَداً، وَ لِلْقُرْءانِ سَنَداً [مُنْقِذاً:خل] وَ لِلاُْ مَّةِ عَضُداً، وَ فِی الطّاعَةِ مُجْتَهِداً، حافِظاً لِلْعَهْدِ وَالْمیثاقِ، ناکِباً عَنْ سُبُلِ الْفُسّاقِ [وَ:خل[باذِلاً لِلْمَجْهُودِ، طَویلَ الرُّکُوعِ وَ السُّجُودِ، زاهِداً فِی الدُّنْیا زُهْدَ الرّاحِلِ عَنْها، ناظِراً إِلَیها بِعَینِ الْمُسْتَوْحِشینَ مِنْها، امالُک َ عَنْها مَکْفُوفَةٌ، وَ هِمَّتُک َ عَنْ زینَتِها مَصْرُوفَةٌ، وَ أَلْحاظُک َ عَنْ بَهْجَتِها مَطْرُوفَةٌ، وَ رَغْبَتُک َ فِی الاْخِرَةِ مَعْرُوفَةٌ، حَتّی إِذَا الْجَوْرُ مَدَّ باعَهُ، وَ أَسْفَرَ الظُّلْمُ قِناعَهُ، وَ دَعَا الْغَی أَتْباعَهُ، وَ أَنْتَ فی حَرَمِ جَدِّک َ قاطِنٌ، وَ لِلظّالِمینَ مُباینٌ، جَلیسُ الْبَیتِ وَ الْمِحْرابِ، مُعْتَزِلٌ عَنِ اللَّذّاتِ وَ الشَّهَواتِ، تُنْکِرُ الْمُنْکَرَ بِقَلْبِک َ وَ لِسانِک َ، عَلی حَسَبِ طاقَتِک َ وَ إِمْکانِک َ، ثُمَّ اقْتَضاک َ الْعِلْمُ لِلاِْنْکارِ، وَ لَزِمَک َ [أَلْزَمَک َ:ظ]أَنْ تُجاهِدَ الْفُجّارَ، فَسِرْتَ فی أَوْلادِکَ وَ أَهالیک َ،


وَ شیعَتِک َ وَ مَوالیک َ وَ صَدَعْتَ بِالْحَقِّ وَ الْبَینَةِ، وَ دَعَوْتَ إِلَی اللهِ بِالْحِکْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ، وَ أَمَرْتَ بِإِقامَةِ الْحُدُودِ، وَ الطّاعَةِ لِلْمَعْبُودِ، وَ نَهَیتَ عَنِ الْخَبآئِثِ وَ الطُّغْیانِ، وَ واجَهُوک َ بِالظُّلْمِ وَ الْعُدْوانِ، فَجاهَدْتَهُمْ بَعْدَ الاْیعازِ لَهُمْ [الاْیعادِ إِلَیهِمْ: خل]، وَ تَأْکیدِ الْحُجَّةِ عَلَیهِمْ، فَنَکَثُوا ذِمامَک َ وَ بَیعَتَک َ، وَ أَسْخَطُوا رَبَّک َ وَ جَدَّ ک َ، وَ بَدَؤُوک َ بِالْحَرْبِ، فَثَبَتَّ لِلطَّعْنِ وَالضَّرْبِ، وَ طَحَنْتَ جُنُودَ الْفُجّارِ، وَاقْتَحَمْتَ قَسْطَلَ الْغُبارِ، مُجالِداً بِذِی الْفَقارِ، کَأَنَّک َ عَلِی الْمُخْتارُ، فَلَمّا رَأَوْک َ ثابِتَ الْجاشِ، غَیرَ خآئِف وَ لاخاش، نَصَبُوا لَک َ غَوآئِلَ مَکْرِهِمْ، وَ قاتَلُوکَ بِکَیدِهِمْ وَ شَرِّهِمْ، وَ أَمَرَ اللَّعینُ جُنُودَهُ، فَمَنَعُوک َ الْمآءَ وَ وُرُودَهُ، وَ ناجَزُوک َ الْقِتالَ، وَ عاجَلُوک َ النِّزالَ، وَ رَشَقُوک َ بِالسِّهامِ وَ النِّبالِ، وَ بَسَطُوا إِلَیک َ أَکُفَّ الاِصْطِلامِ، وَ لَمْ یرْعَوْا لَک َ ذِماماً، وَ لاراقَبُوا فیک َ أَثاماً، فی قَتْلِهِمْ أَوْلِیآءَک َ، وَ نَهْبِهِمْ رِحالَک َ، وَ أَنْتَ مُقَدَّمٌ فِی الْهَبَواتِ، وَ مُحْتَمِلٌ لِلاَْذِیاتِ، قَدْ عَجِبَتْ مِنْ صَبْرِک َ مَلآئِکَةُ السَّماواتِ، فَأَحْدَقُوا بِک َ مِنْ کُلّ ِالْجِهاتِ، وَ أَثْخَنُوک َ بِالْجِراحِ، وَ حالُوا بَینَک َ وَ بَینَ الرَّواحِ، وَ لَمْ یبْقَ لَک َ ناصِرٌ، وَ أَنْتَ مُحْتَسِبٌ صابِرٌ، تَذُبُّ عَنْ نِسْوَتِک َ وَ أَوْلادِک َ، حَتّی نَکَسُوکَ عَنْ جَوادِک َ، فَهَوَیتَ إِلَی الاَْرْضِ جَریحاً، تَطَؤُک َ الْخُیولُ بِحَوافِرِها، وَ تَعْلُوکَ الطُّغاةُ بِبَواتِرِها، قَدْ رَشَحَ لِلْمَوْتِ جَبینُک َ، وَ اخْتَلَفَتْ بِالاِنْقِباضِ وَ الاِنْبِساطِ شِمالُک َ وَ یمینُک َ، تُدیرُ طَرْفاً خَفِیاً إِلی رَحْلِک َ وَ بَیتِک َ، وَ قَدْ شُغِلْتَ بِنَفْسِک َ عَنْ وُلْدِک َ وَ أَهالیک َ، وَ أَسْرَعَ فَرَسُک َ شارِداً، إِلی خِیامِک َ قاصِداً، مُحَمْحِماً باکِیاً، فَلَمّا رَأَینَ النِّسآءُ جَوادَک َ مَخْزِیاً،


وَ نَظَرْنَ سَرْجَک َ عَلَیهِ مَلْوِیاً، بَرَزْنَ مِنَ الْخُدُورِ، ناشِراتِ الشُّعُورِ عَلَی الْخُدُودِ، لاطِماتِ الْوُجُوهِ سافِرات، وَ بِالْعَویلِ داعِیات، وَ بَعْدَالْعِزِّ مُذَلَّلات، وَ إِلی مَصْرَعِک َ مُبادِرات، وَ الشِّمْرُ جالِسٌ عَلی صَدْرِکَ، وَ مُولِغٌ سَیفَهُ عَلی نَحْرِک َ، قابِضٌ عَلی شَیبَتِک َ بِیدِهِ، ذابِحٌ لَک َ بِمُهَنَّدِهِ، قَدْ سَکَنَتْ حَوآسُّک َ، وَ خَفِیتْ أَنْفاسُک َ، وَ رُفِعَ عَلَی الْقَناةِ رَأْسُک َ، وَ سُبِی أَهْلُک َ کَالْعَبیدِ، وَ صُفِّدُوا فِی الْحَدیدِ، فَوْقَ أَقْتابِ الْمَطِیاتِ، تَلْفَحُ وُجُوهَهُمْ حَرُّ الْهاجِراتِ، یساقُونَ فِی الْبَراری وَالْفَلَواتِ، أَیدیهِمْ مَغلُولَةٌ إِلَی الاَْعْناقِ، یطافُ بِهِمْ فِی الاَْسْواقِ، فَالْوَیلُ لِلْعُصاةِ الْفُسّاقِ، لَقَدْ قَتَلُوا بِقَتْلِک َ الاِْسْلامَ، وَ عَطَّلُوا الصَّلوةَ وَ الصِّیامَ، وَ نَقَضُوا السُّنَنَ وَ الاَْحْکامَ، وَ هَدَمُوا قَواعِدَ الاْیمانِ، وَ حَرَّفُوا ایاتِ الْقُرْءانِ، وَ هَمْلَجُوا فِی الْبَغْی وَالْعُدْوانِ، لَقَدْ أَصْبَحَ رَسُولُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیهِوَ الِهِ مَوْتُوراً، وَ عادَ کِتابُ اللهِ عَزَّوَجَلَّ مَهْجُوراً، وَ غُودِرَ الْحَقُّ إِذْ قُهِرْتَ مَقْهُوراً، وَ فُقِدَ بِفَقْدِکَ التَّکْبیرُ وَالتَّهْلیلُ، وَالتَّحْریمُ وَالتَّحْلیلُ، وَالتَّنْزیلُ وَالتَّأْویلُ، وَ ظَهَرَ بَعْدَکَ التَّغْییرُ وَالتَّبْدیلُ، وَ الاِْلْحادُ وَالتَّعْطیلُ، وَ الاَْهْوآءُ وَ الاَْضالیلُ، وَ الْفِتَنُ وَ الاَْباطیلُ، فَقامَ ناعیک َ عِنْدَ قَبْرِ جَدِّک َ الرَّسُولِ صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَ الِهِ، فَنَعاک َ إِلَیهِ بِالدَّمْعِ الْهَطُولِ، قآئِلایا رَسُولَ اللهِ قُتِلَ سِبْطُک َ وَ فَتاک َ، وَ اسْتُبیحَ أَهْلُک َ وَ حِماک َ، وَ سُبِیتْ بَعْدَک َ ذَراریک َ، وَ وَقَعَ الْمَحْذُورُ بِعِتْرَتِک َ وَ ذَویک َ، فَانْزَعَجَ الرَّسُولُ، وَ بَکی قَلْبُهُ الْمَهُولُ، وَ عَزّاهُ بِک َ الْمَلآئِکَةُ وَ الاَْنْبِیآءُ، وَ فُجِعَتْ بِک َ اُمُّک َ الزَّهْرآءُ، وَ اخْتَلَفَتْ جُنُودُ الْمَلآئِکَةِ الْمُقَرَّبینَ، تُعَزّی أَباک َ أَمیرَالْمُؤْمِنینَ، وَ اُقیمَتْ لَک َ الْمَاتِمُ فی أَعْلا عِلِّیینَ،


وَ لَطَمَتْ عَلَیک َ الْحُورُ الْعینُ، وَ بَکَتِ السَّمآءُ وَ سُکّانُها، وَ الْجِنانُ وَ خُزّانُها، وَ الْهِضابُ وَ أَقْطارُها، وَ الْبِحارُ وَ حیتانُها، [وَ مَکَّةُ وَ بُنْیانُها،:خل [وَ الْجِنانُ وَ وِلْدانُها، وَ الْبَیتُ وَ الْمَقامُ، وَ الْمَشْعَرُ الْحَرامُ، وَ الْحِلُّ وَ الاِْحْرامُ، أَللّهُمَّ فَبِحُرْمَةِ هذَا الْمَکانِ الْمُنیفِ، صَلِّ عَلی مُحَمَّد وَ الِ مُحَمَّد، وَاحْشُرْنی فی زُمْرَتِهِمْ، وَ أَدْخِلْنِی الْجَنَّةَ بِشَفاعَتِهِمْ، أَللّهُمَّ إِنّی أَتَوَسَّلُ إِلَیک َ یا أَسْرَعَ الْحاسِبینَ، وَ یاأَکْرَمَ الاَْکْرَمینَ، وَ یاأَحْکَمَ الْحاکِمینَ، بِمُحَمَّدخاتَِمِ النَّبِیینَ، رَسُولِک َ إِلَی الْعالَمینَ أَجْمَعینَ، وَ بِأَخیهِ وَابْنِ عَمِّهِ الاَْنْزَعِ الْبَطینِ، الْعالِمِ الْمَکینِ، عَلِی أَمیرِالْمُؤْمِنینَ، وَ بِفاطِمَةَ سَیدَةِ نِسآءِ الْعالَمینَ، وَ بِالْحَسَنِ الزَّکِی عِصْمَةِ الْمُتَّقینَ، وَ بِأَبی عَبْدِاللهِ الْحُسَینِ أَکْرَمِ الْمُسْتَشْهَدینَ، وَ بِأَوْلادِهِ الْمَقْتُولینَ، وَ بِعِتْرَتِهِ الْمَظْلُومینَ، وَ بِعَلِی بْنِ الْحُسَینِ زَینِ الْعابِدینَ، وَ بِمُحَمَّدِ بْنِ عَلِی قِبْلَةِ الاَْوّابینَ، وَ جَعْفَرِ بْنِ مُحَمَّد أَصْدَقِ الصّادِقینَ، وَ مُوسَی بْنِ جَعْفَر مُظْهِرِ الْبَراهینِ، وَ عَلِی بْنِ مُوسی ناصِرِالدّینِ، وَ مُحَمَّدِبْنِ عَلِی قُدْوَةِ الْمُهْتَدینَ، وَ عَلِی بْنِ مُحَمَّد أَزْهَدِ الزّاهِدینَ، وَ الْحَسَنِ بْنِ عَلِی وارِثِ الْمُسْتَخْلَفینَ، وَالْحُجَّةِ عَلَی الْخَلْقِ أَجْمَعینَ، أَنْ تُصَلِّی عَلی مُحَمَّدوَالِ مُحَمَّدالصّادِقینَ الاَْبَرّینَ، الِ طه وَ یس، وَ أَنْ تَجْعَلَنی فِی الْقِیامَةِ مِنَ الاْمِنینَ الْمُطْمَئِنّینَ، الْفآئِزینَ الْفَرِحینَ الْمُسْتَبْشِرینَ، أَللّهُمَّ اکْتُبْنی فِی الْمُسْلِمینَ، وَ أَلْحِقْنی بِالصّالِحینَ، وَاجْعَلْ لی لِسانَ صِدْق فِی الاْخِرینَ، وَانْصُرْنی عَلَی الْباغینَ،وَاکْفِنی کَیدَ الْحاسِدینَ، وَاصْرِفْ عَنّی مَکْرَ الْماکِرینَ، وَاقْبِضْ عَنّی أَیدِی الظّالِمینَ، وَاجْمَعْ بَینی وَ بَینَ السّادَةِ الْمَیامینِ فی أَعْلا عِلِّیینَ،


مَعَ الَّذینَ أَنْعَمْتَ عَلَیهِمْ مِنَ النَّبِیینَ وَالصِّدّیقینَ وَالشُّهَدآءِ وَالصّالِحینَ، بِرَحْمَتِک َ یا أَرْحَمَ الرّاحِمینَ، أَللّهُمَّ إِنّی اُقْسِمُ عَلَیک َ بِنَبِیک َ الْمَعْصُومِ، وَ بِحُکْمِک َ الْمَحْتُومِ، وَنَهْیک َ الْمَکْتُومِ، وَ بِهذَا الْقَبْرِ الْمَلْمُومِ، الْمُوَسَّدِ فی کَنَفِهِ الاِْمامُ الْمَعْصُومُ، الْمَقْتُولُ الْمَظْلُومُ، أَنْ تَکْشِفَ ما بی‌مِنَ الْغُمُومِ، وَ تَصْرِفَ عَنّی شَرَّ الْقَدَرِ الْمَحْتُومِ، وَ تُجیرَنی مِنَ النّارِ ذاتِ السَّمُومِ، أَللّهُمَّ جَلِّلْنی بِنِعْمَتِک َ، وَ رَضِّنی بِقَسْمِک َ، وَ تَغَمَّدْنی بِجُودِک َ وَ کَرَمِک َ، وَ باعِدْنی مِنْ مَکْرِک َ وَ نِقْمَتِک َ، أَللّهُمَّ اعْصِمْنی مِنَ الزَّلَلِ، وَ سدِّدْنی فِی الْقَوْلِ وَالْعَمَلِ، وَافْسَحْ لی فی مُدَّةِ الاَْجَلِ، وَ أَعْفِنی مِنَ الاَْوْجاعِ وَالْعِلَلِ، وَ بَلِّغْنی بِمَوالِی وَ بِفَضْلِک َ أَفْضَلَ الاَْمَلِ، أَللّهُمَّ صَلِّ عَلی مُحَمَّد وَ الِ مُحَمَّد وَاقْبَلْ تَوْبَتی، وَارْحَمْ عَبْرَتی، وَ أَقِلْنی عَثْرَتی، وَ نَفِّسْ کُرْبَتی، وَاغْفِرْلی خَطیئَتی، وَ أَصْلِحْ لی فی ذُرِّیتی، أَللّهُمَّ لاتَدَعْ لی فی هذَاالْمَشْهَدِ الْمُعَظَّمِ، وَالْمَحَلِّ الْمُکَرَّمِ ذَنْباً إِلاّ غَفَرْتَهُ، وَ لاعَیباً إِلاّ سَتَرْتَهُ، وَ لاغَمّاً إِلاّ کَشَفْتَهُ، وَ لارِزْقاً إِلاّ بَسَطْتَهُ، وَ لاجاهاً إلاّ عَمَرْتَهُ، وَ لافَساداً إِلاّ أَصْلَحْتَهُ، وَ لاأَمَلا إِلاّ بَلَّغْتَهُ، وَ لادُعآءً إِلاّ أَجَبْتَهُ، وَ لامَضیقاً إِلاّ فَرَّجْتَهُ، وَ لاشَمْلا إِلاّ جَمَعْتَهُ، وَ لاأَمْراً إِلاّ أَتْمَمْتَهُ، وَ لامالا إِلاّ کَثَّرْتَهُ، وَ لاخُلْقاً إِلاّ حَسَّنْتَهُ، وَ لاإِنْفاقاً إِلاّ أَخْلَفْتَهُ، وَ لاحالا إِلاّ عَمَرْتَهُ، وَ لاحَسُوداً إِلاّ قَمَعْتَهُ، وَ لاعَدُوّاً إِلاّ أَرْدَیتَهُ، وَ لاشَرّاً إِلاّ کَفَیتَهُ، وَ لامَرَضاً إِلاّ شَفَیتَهُ، وَ لابَعیداً إِلاّ أَدْنَیتَهُ، وَ لاشَعَثاً إِلاّ لَمَمْتَهُ، وَ لاسُؤالا [سُؤْلا:ظ [إِلاّ أَعْطَیتَهُ، أَللّهُمَّ إِنّی أَسْئَلُک َ خَیرَ الْعاجِلَةِ، وَ ثَوابَ الاْجِلَةِ، أَللّهُمَّ أَغْنِنی بِحَلالِک َ عَنِ الْحَرامِ، وَ بِفَضْلِک َ عَنْ جَمیعِ الاَْنامِ، أَللّهُمَّ إِنّی أَسْئَلُک َ عِلْماً نافِعاً،


وَ قَلْباً خاشِعاً، وَ یقیناً شافِیاً، وَ عَمَلا زاکِیاً، وَ صَبْراً جَمیلا، وَ أَجْراً جَزیلا، أَللّهُمَّ ارْزُقْنی شُکْرَ نِعْمَتِک َ عَلَی، وَ زِدْ فی إِحْسانِک َ وَ کَرَمِک َ إِلَی، وَاجْعَلْ قَوْلی فِی النّاسِ مَسْمُوعاً، وَ عَمَلی عِنْدَک َ مَرْفُوعاً، وَ أَثَری فِی الْخَیراتِ مَتْبُوعاً، وَ عَدُوّی مَقْمُوعاً، أَللّهُمَّ صَلِّ عَلی مُحَمَّد وَ الِ مُحَمَّدالاَْخْیارِ، فی اناءِ اللَّیلِ وَ أَطْرافِ النَّهارِ، وَاکْفِنی شَرَّ الاَْشْرارِ، وَ طَهِّرْنی مِنَ الذُّنُوبِ وَ الاَْوْزارِ، وَ أَجِرْنی مِنَ النّارِ، وَ أَحِلَّنی دارَالْقَرارِ، وَ اغْفِرْلی وَ لِجَمیعِ إِخْوانی فیک َ وَ أَخَواتِی الْمُؤْمِنینَ وَ الْمُؤْمِناتِ، بِرَحْمَتِک َ یا أَرْحَمَ الرّاحِمینَ.[۳۴]

سلام دې وي د خدای په مخلوقاتو کې د هغه په مخلص دوست آدم ، سلام دې وي د خدای په ولي او ډېر غوره بنده شیث، سلام دې وي پر ادریس چې د خدای لپاره یې د هغه حجت قایم کړ، سلام دې وي پر نوح چې دعا یې قبلېدله. سلام دې وي پر هود چې چې د خدای مرسته او ملتیا د هغه مدد و. سلام دې وي پر صالح چې یې د کرامت تاج په سر کېښود، سلام دې وي پر ابراهیم چې خدای ورته د خلت (دوستۍ) او رفاقت مقام ورکړ، درود دې وي پر اسماعیل چې خدای له جنته عظیمه حلاله په هغه قربان کړه، سلام دې وي پر اسحاق چې خدای پېغمبري د هغه په نسل کې وګرځوله، درود دې وي پر یعقوب چې خدای تعالی په خپل رحمت د هغه نظر ورستون کړ، سلام دې وي پر یوسف چې خدای تعالی په خپل عظمت سره د کوهي له ژورو وژغوره، درود دې وي پر موسی چې خدای تعالی ورته په خپل قدرت دریاب څیری کړ، سلام دې وي پر هارون چې خدای خپله پېغمبري له هغه سره ځانګړې کړه، درود دې وي پر شعیب چې خدای په خپل امت بریالی کړ، سلام دې وي پر داوود چې خدای یې له تېروتنې تېر شو، درود دې وي پر سلیمان چې د خپل برم په وجه پېریان د هغه په فرمان کې راغلل، سلام دې وي پر ایوب چې خدای تعالی له ناروغۍ وژغوره، درود دې وي پر یونس چې خدای ورته خپله وعده پوره کړه، سلام دې وي پر عُزیر چې خدای له مرګه وروسته بیا ژوندی کړ، درود دې وي پر زکریا چې په کړاوونو او مصیبتونو کې صابر و، سلام دې وي پر یحیی چې خدای تعالی د شهادت په سبب د هغه درجه او مقام لوړ کړ.

درود دې وي پر عیسی د خدای په روح او کلمې، سلام دې وي پر محمد د خدای په محبوب او مخلص دوست، درود دې وي د مومنانو په امیر علی بن ابیطالب، چې د خدای د رسول وروري له هغه سره ځانګړې شوه، سلام دې وي پر فاطمه زهرا، د رسول الله په لور ، درود دې وي پر حسن بن علي چې د خپل پلار ځای ناستی او وصي و، سلام دې وي پر حسین چې خپل سر یې وړاندې کړ، سلام دې وي پر هغه کس چې په پټه او ښکاره یې د خدای عبادت وکړ، سلام پر هغه چا چې خدای تعالی شفا د هغه د قبر په خاوره کې وګرځوله، سلام په هغه کس چې د دعا د قبلېدو (ځای) د هغه تر بارګاه لاندې دی، سلام دې وي پر هغه چا چې امامان د هغه له نسله دي، سلام دې وي د پېغمبرانو د خاتم په بچي، سلام دې وي د ځای ناستو د سردار په زوي، سلام دې وي د فاطمه زهرا پر فرزند، سلام دې وي د خدیجه کبری په بچي، سلام دې وي د سدرة المنتهي په فرزند، سلام دې وي د جنة الماوی په بچي، سلام دې وي د زمزم او صفا په بچي، سلام دې وي په هغه وینو لړلي، سلام دې وي پر هغه چې د خیمو (حرمت) یې مات کړی شو، سلام دې وي د اصحاب کساء په پینځم کس، سلام دې وي د غریبانو په غریب، سلام دې وي د شهیدانو په شهید، سلام دې وي د مېرڅمنانو په مقتول، سلام دې وي د کربلا په استوګن، سلام دې وي پر هغه چا چې د اسمان فرښتو پرې وژړل، سلام دې وي په هغه چا چې کورنۍ یې پاکه او سوتره ده، سلام دې وي د دین پر امام، سلام دې وي د الهي برهانونو او حجتونو پر منزلونو ، سلام دې وي پر هغو سردارو امامانو، سلام دې وي پر هغو شلېدلو ګرېوانونو، سلام دې وي پر هغو وچو شونډو، سلام دې وي پر هغو خوارو او ناچارو ځانونو، سلام دې پر هغو له (کالبوته) وتلو ارواوو، سلام دې وي پر هغو لوڅو او لغړو تنو، سلام دې وي پر هغو کمزور او ډنګرو بدنونو، سلام دې وي پر هغو بهېدونکو وینو، سلام دې وي پر هغوی ټوټه ټوټه شوو غړو، سلام دې وي پر هغو (پر نیزو) پورته شویو سرونو، سلام دې وي پر هغو ( له خیمو وتلیو) مېرمنو، سلام دې وي د نړیوالو د پالونکي پر حجت،


سلام دې وي پر تا (ای حسینه) او ستا په پاکو او طاهرو پلرونو، سلام دې وي پر تا او ستا په شهیدو بچیانو، سلام دې وي پر تا او (د خدای په دین کې) ستا په مرستندویه کورنۍ، سلام دې وي پر تا او ستا د قبر په ملازمو فرښتو، سلام دې وي پر هغه مظلوم وژلي، سلام دې وي د هغه پر مسموم ورور، سلام دې وي پر علي اکبر، سلام دې وي پر هغه وړوکي تي رووي (ماشوم) سلام دې وي پر هغو لوڅو شویو بدنونو، سلام دې وي پر هغه کورنۍ چې (له خپل سالار سره ملګرې او) یو ځای وه، سلام دې وي پر هغو په دښتو کې په خاورو پرتو، سلام دې وي له خپله وطنه په لرې پرتو، سلام دې وي پر هغو بې کفنه ښخو شویو تنو، سلام دې وي پر هغو له تنو جدا شویو سرونو، سلام دې وي پر هغه (د خدای لپاره د خپلو عملونو) په حساب کوونکي او زغمونکي، سلام دې وي پر هغه بې یاره مظلوم، سلام دې وي پر هغه چې په پاکه خاوره کې یې اروا واخستل شوه، سلام دې وي د هغه لوړ رتبه دربار په څښتن، سلام دې وي پر هغه چې جلیل رب پاک او مطهر وګرځاوه، سلام دې وي پر هغه چې جبراییل پرې ویاړېده، سلام دې وي پر هغه چې میکاییل ورسره په زانګو کې خبرې وکړې، سلام دې وي پر هغه چې عهد و پېمان یې مات کړی شو، سلام دې وي پر هغه چې د حرمت او عزت پرده یې وشلول شوه، سلام پر هغه کس چې وینه یې په ظلم توی کړی شوه، سلام دې وي پر هغه چې په وینو سره یې زخمونه ووینځل شول، سلام پر هغه چې د نیزو له جامونو یې ګوټونه وکړل، سلام پر هغه مظلوم چې وینه یې مباح کړی شوه، سلام پر هغه چې د خلکو په وړاندې یې سر غوڅ کړی شو، سلام پر هغه چې د کلیو خلکو ښخ کړ، سلام پر هغه چې شاهرګ یې ورپرې کړی شو، سلام دې وي پر هغه بې مددګاره مدافع، سلام دې وي په هغو په وینو خضاب شویو ویښتانو، سلام دې وي پر هغه په خاورو لړلې اننګي، سلام پر هغه لوڅ بدن، سلام پر هغه په لښته وهل شویو غاښونو، سلام پر هغه په نیزې ختلي سر، سلام پر هغه لوڅو او لغړو بدنونو چې په صحراګانو کې پرې تیري ګرو لیوانو غاښونه سره کول او خونړۍ درندۍ یې پر شاوخوا ګرځېدې، سلام دې وي پر تا ای زما مولا ، او پر هغو پرښتو چې ستا د بارګاه په شاوخوا الوزي، او ستا د تربت چاپېره راغونډې شوې دي.


او ستا د استانې طواف کوي، او ستا د زیارت لپاره درځي، سلام دې وي پرتا، ما تاته مخ اړولی او ستا په در کې په کامیابۍ پورې مې زړه تړلی دی، سلام دې وي پر تا د هغه کس سلام چې ستا له حرمت او عزته خبر دی، او ستا په دوستۍ او ولایت کې مخلص او بې ریا دی، او ستا د مینې او عقیدت په سبب له خدای سره قربت غواړي او له دښمنانو دې بېزاره دی ، سلام دې وي پر تا د هغه کس سلام چې زړه یې ستا په مصیبت داغلی، او اوښکې یې ستا د یادولو په وخت بهېدلې دي، سلام دهغه کس چې دردمن، غمجن، مئین او فروتن دی، سلام د هغه کس چې که له تا سره په کربلا کې وای، په خپل ځان سره به یې د تورو د تېره والي په وړاندې ستا حفاظت کړی وی، او دا نیم زالی ځان به یې ستا په خاطر مرګ ته سپارلی وی، او ستا په څنګ کې به جنګېدلی وی، او د ظالمانو پر وړاندې به یې ستا مرسته کړې وی، سر ، تن، مال او بچیان به یې له تا زار کړې وی، او ځان به یې پر تا قربان کړی وی، او کورنۍ به یې د اهل بیتو د بلاګانو په وړاندې ډال وی، که څه هم زمانې زه وځنډولم، او الهي برخلیک ستا له مرستې وغړولم، او نه وم چې له هغو کسانو سره چې له تا سره جنګېدل وجنګېږم، او له هغو سره چې له تاسره تربګني څرګندوي، مېرڅمني وکړم، (د دې په بدل کې) سهار ماښام پر تا ژاړم او د اوښکو په ځای مې له سترګو وینې څاڅي، د افسوس، ارمان او حسرت له مخې پر هغو مصیبتونو چې پر تاسو راغلل، تر دې چې له ډېر خپګان او مصیبت او د ډېر غم او غصې له مخې مې ساه ووځي، ګواهي ورکوم چې تا لمونځ قایم کړ، او زکات دې ورکړ، او ښو ته دې بلنه او له بدو او عداوته دې منعه وکړه، او د خدای اطاعت دې وکړ او د هغه نافرماني دې ونه کړه، او خدای او د هغه پړی دې راټینګ کړ چې هغه دې راضي کړ، او له هغه په وېره او خشیت کې د هغه کتونکی وې، او د هغه خبره دې ومنله، او نېک سنتونه او دودونه دې پېدا کړل، او د فتنو اور دې مړ کړ، او هدایت او استقامت ته دې بلنه وکړه، او د حق او راستۍ لارې دې روښانه او څرګندې کړې، او د خدای په لاره کې دې په حقه جهاد وکړ، او د خدای فرمان منونکی، او د خپل نېکه محمد بن عبدالله په لاره تلونکی وې، او د خپل پلار علي د خبرې اورېدونکې وې، او د خپل ورور امام حسن په سپارښتنو په عمل کولو کې مخکې کېدونکی وې، او د د دین د شرافت د ستنو اوچتوونکی، د طغیان او سرکښۍ خواروونکی او ځپونکی، او د امت خیرغواړی او نصیحت کوونکی وې، په هغه وخت چې د مرګ په سختیو کې دې لاس پښې وهل، او له فاسقانو سره مبارزه کوونکی وې، او په الهي حجتونو او برهانونو قیام کوونکی او په اسلام او مسلمانانو رحم کوونکی وې.


د حق مرستندویی وې، د بلاګانو په وخت صابر او زغمناک، د دین ساتندویی او څارندوی، او د دین د حریم دفاع کوونکی وې، د هدایت (لاره) دې ساتله او مرسته دې یې کوله، د عدل و انصاف پراخوونکی او خپروونکی، د خدای د دین او قانون مرسته کوونکی او څرګندوونکی وې، چټيات ویونکي دې د لارې له دوامه ایسته کړل او مخه دې یې نیوله، له پیاوړو د کمزورو د حق اخستونکی وې، د کمزورو او زورورو په مینځ کې په فیصله کې دې په برابرۍ حکم کاوه، ته د یتیمانو شین پسرلی وې، د خلکو ساتندویی او څارندویی وې، د اسلام د عزت او سرلوړۍ سبب، د الهي احکامو زېرمه، د نیکۍ او احسان هم تړونی وې، د خپل پلار او نیکه په لاره تلونکی او په سپارښتنو او وصیتونو کې دې د ورور په شان وې، په تړونونو وفاداره، د غوره صفاتو لرونکی، او په ښندنه او کرم کې اوڅاره وې، د تیارو شپو په زړه کې د شپو روڼوونکی، په رودو کې معتدل او مینځ لاره تلونکی، د کریمانه اخلاقو او ځانګړنو لرونکی، د ارښتناکو او عظیمو مخینو لرونکی، د شریف نسب او لوړ حسب لرونکی، د لوړو درجو او اوچتو رتبو خاوند، د ډېرو مناقبو او فضایلو څښتن، د ستاینوړو طبیعتونو او سرشتونو او د لویو ډالیو او عطاګانو لرونکی وې، حلیم او صبور، هدایت شوی، د خدای لور ته ستون شوی، سخي او جواد، توانمن او قاطع، شهید امام، د خدای په در کې ډېر نالانه او ګریانه، محبوب او رعب لرونکی وې، ته د پېغمبر لپاره چې د خدای درود دې وي پر هغه او پر آل یې، بچی او د قرآن لپاره ملاتړی [ژغورونکی] او د اسلامي امت لپاره ځواکمن مټ، او د حق په اطاعت کې زیارمن وې، ته د الهي عهد و پېمان ساتونکی، د فاسقانو له لارې ډډه کوونکی، [او] تا هغه څه چې په توان کې لرل،( د حق د سرلوړۍ لپاره) ولګول، د اوږدو رکوعګانو او سجدو څښتن وې، ته د هغه چا په شان چې له دنیا روان وي، له دنیا دې مخ اړولی و، او د هغه کسانو په شان چې له دنیا په وېره او ترهه کې اوسیږي، هغې ته کتل، ارمانونه دي له دنیا سره (له تعلقه) منعه شوې، او همت او هڅه دې د دنیا له ګاڼو مخ اړولې وه، سترګې دې د دنیا په خوښیو او خوشالیو پټې کړې او اخرت ته دې ګروهنه او شوق مشهور دی، تر دې چې ظلم و ستم د تیري لاس در اوږد کړ، او ظلم و سرکښۍ له څېرې نقاب پورته کړ. او ضلالت او ګمراهۍ خپل پلویان راوبلل، سره له دې چې ته دې د نیکه په حرم کې مېشته وې، او له ظالمانو دې واټڼ اخستی و، او د کور او محراب تر مینځ دې تګ راتګ و، او د دنیا له خوندونو او شهوتونو لرې شوې وې، او د خپل وس او طاقت مطابق دې په زړه او ژبې سره د مُنکَر انکار کاوه، له دې وروسته دې علم او پوهې د ښکاره انکار تقاضا وکړه، او پر تا لازمه شوه (لازمه وښکارېده) چې له بدچارو سره مخامخ جهاد وکړې، پر دې اساس د خپلې کورنۍ او بچیانو


او لارویانو او دوستانو په مینځ کې دې روان شوې، او حق او برهان دې ښکاره کړ، او په ښه حکمت، وعظ او نصیحت سره دې (خلک) د خدای لور ته وبلل، او د الهي حدودو د قایمولو او د معبود د طاعت په کولو دې امر وکړ، او له پلیتیو او سرکښیو دې نهي وکړه، خو هغوي په ظلم او دښمنۍ سره ستا مخې ته ودرېدل، نو ته هم له هغوي سره جهاد ته پاڅېدې، وروسته له دې چې (حق دې) هغوي ته واوروه [هغوي دې په الهي عذاب وګواښل]، او د خدای د حجت تاکید دې پرې وکړ، خو ستا عهد و پیمان او بیعت یې مات کړ، او ستا رب او نیکه یې په قهر کړل او له تا سره یې مېرڅمني پېل کړه، نو ته د جنګ او اخ و ډب په وسیله پیاوړی شوې، او فاجر لښکریان دې مات او دَل کړل، او د جنګ په خاورو دوړو کې پټ شوې، او داسې په ذوالفقار وجنګېدې، چې ګواکې علي مرتضی یې، نو کله یې چې ته په ډاډمن زړه او بې وېرې او ترهې ولېدې، د خپل مکر او چلولونو شر یې په تا وچلاوه او د نیرنګ او فساد له لارې له تا سره و جنګېدل، او هغه ملعون خپلو لښکروالو ته امر وکړ چې ته یې له اوبو او د اوبو له کارولو منع کړې او له تا سره یې قتال وکړ، او له تا سره جنګ او مبارزې ته وزغاستل، او ستا په لور یې غشي او نیزې وویشتې، او ستا د ناچارولو او کمزورولو لپاره یې لاسونه دراوږده کړل، او ستا د حرمت خیال یې ونه ساته، او ستا په اړه یې له هیڅ ګناه ډډه ونه کړه، که هغه ستا د دوستانو په وژلو کې وه او که ستا د خیمو د سامانونو په چورولو کې، خو ته د جنګ په ګرد و غبارونو کې مخکې شوې، او ډېرې ځورونې او سختۍ دې وزغملې، دومره چې د اسمان پرښتې ستا په صبر او زغم ګوته په غاښ پاتې شوې، نو دښمنانو دې له هر لوري یرغل وکړ، او ته یې د ټپونو او زخمونو په وجه بې سېکه کړې، او په تا یې د خلاصي او تګ لاره بنده کړه، تر دې چې هیڅ مرستندویی درته پاتې نه شو، خو ته (د خدای لپاره د خپل عمل) محتسب او صابر وې، له خپلو ښځو او او بچیانو دې دفاع او ملاتړ کاوه، تر دې چې ته یې له خپل اسه راوغورځولې، نو په ژوبل بدن په ځمکه راپرېوتې، په داسې حال کې چې اسونو په خپلو سمونو وځپلې، او سرکښان درباندې په خپلو تېرو تورو سره رامات شول، تندی دې د مرګ په خولې لوند شو، او ښی او کیڼ لاس دې په بندیدو او خلاصېدو کې په حرکت و، نو په ترڅ دې د خپلو خیمو او حرم لورې ته وکتل، په داسې حال کې چې له خپلو ښځو او بچیانو دې(مخ اړولی) په ځان بوخت وې، اس دې د کرکې په حال کې وزغاسته، په شڼهار او ژړا یې د خیمو لور ته مخه کړه، نو کله چې د حرم مېرمنو ستا ګړندی اس نتلی او ځپلی ولیده،


او ستا زین یې په هغه نسکور ولیده، د خیمې له پردو ووتلې، په داسې حال کې چې ویښتان یې په اننګو خپاره کړې وو، مخونه یې په څپېړو وهل او نقابونه یې له مخ غورځولې وو، او په لوړو چغو یې فریاد کاوه، او د عزت له څوکې د ذلت کندې ته لوېدلې وې، او ستا د وژنتون په لور زغلېدلې، په همدې حال کې ملعون شمر ستا په مبارکې سینې ناست، او خپله توره یې ستا په مرۍ خړوبوله، په یو لاس یې ستا د ږېرې وېښته راکاږل (او په بل لاس یې) په راوتلي خنجر ستا سر له تنې جدا کاوه، ټول غړي او حواس دې له حرکته ودرېدل، مبارکې ساګانې دې په سینه کې ونښتې، او مبارک سر دې په نېزې پورته شو، اهل او ټبر دې د مریانو او وینځو په شان په اسیرۍ لاړل او په اوسپنیزو زولنو او زنځیرونو کې د اوښانو په کجاوو په بند شول، د غرمې د (لمر) سوزوونکې تودوښې یې مخونه سوزول، په صحراګانو او بیابانونو کې راکښل کېدل، لاسونه یې په څټونو پورې تړلې، په بازارونو کې ګرځول کېدل، های افسوس په دغو سرکښو ګناهکارو! چې ستا په وژلو سره یې اسلام وواژه، او لمونځ او روژه یې بې یاوره پرېښوده، او سنتونه او (د دین) احکام یې له مینځه یوړل او مات یې کړل، او د ایمان ستنې یې ړنګې کړې، او د قرآن ایتونه یې تحریف او د جنایت او عداوت په وادۍ کې وزغاستل، په رښتیا د خدای رسول «چې د خدای درود دې وي پر هغه او پر ال یې» (ستا په شهادت سره) یوازې پاتې شو! (یا مظلوم پاتې شو) او د عزو جل خدای کتاب پرېښودل شو، او کله چې ته مغلوب او مقهور شوې، له حق او حقیقت سره خیانت وشو، او ستا په نیشتوالي سره د خدای تکبیر او کلمه توحید، د دین حرام او حلال، او د قران تاویل او تنزیل ټول له مینځه لاړل، او له تا وروسته (د احکامو) بدلون او تغییر، کفر و الحاد او د دین بې سرپرستي، هوا او هوسونه او ګمراهۍ، فتنې او باطلونه ټول ( د زمانې په ډګر) راښکاره شول، نو د مرګ استازی ستا د نیکه د خدای د رسول (چې د خدای بې پایه رحمت دې وي پر هغه) په در ودرېده، او په بهیدونکو اوښکو یې ستا د مرګ خبر هغه ته ورکړ، او داسې یې وویل:ای د خدای رسوله! ستا ځوانمرده لمسی شهید شو، کورنۍ او حریم دې مباح وګرځول شو، له تا وروسته دې بچیان په اسیرۍ لاړل، او په عترت او کورنۍ دې ترخې پېښې وشوې،( د دغه خبر له اورېدو) وروسته د خدای رسول مضطرب او پرېشان شو، او بوږنېدلي زړه یې وژړل، او فرښتو او نبیانو (ستا د مصیبت په خاطر) هغه ته تسلیت او خواخوږي وویله، او مور دې زهرا ( ستا د مصیبت له غمه) غمجنه شوه، او د مقربو پرښتو ډلې په تګ راتګ وې، ستا پلار امیرالمومنین ته یې تعزیت وایه، ستا لپاره د غم او ماتم دستورې په اعلا علیین کې جوړې شوې،


او حورالعینو ستا په خاطر سرونه مخونه ووهل (ستا په غم کې) اسمان او استوګنو یې، جنتونو او ساتندویو یې، غرونو او ستنو یې، دریابونو او کبانو یې،[د مکې ښار او بنیادونو یې] فردوسونو او ځوانانو یې، خانه کعبې او مقام ابراهیم، مشعر الحرام او حل و حرم ټولو وژړل، ای خدایه! د دغه لوړ مقام په حرمت، پر محمد او آل یې رحمت ولېږه، او ما د هغوي په ډله کې محشور کړه او د هغوي په شفاعت او سفارش مې جنت ته داخل کړه، ای خدایه! زه له تا سره توسل کوم، ای تر ټولو چټک حساب کوونکیه، او ای تر ټولو کریمو زیات بخښونکیه، او ای د واکمنانو واکمنه، په (حق د) محمد چې اخري پېغمبر دی، او د ټولو جهانونو په لور ستا استازی دی، او په (حق د) هغه د تره زوي، هغه په مینځ کې ویېښته لرونکی د لوی تندي خاوند، هغه لوړ رتبه عالم، یعنې علي د مومنانو امیر، او په (حق د) فاطمې چې د جهانیانو د ښځو سرداره ده، او په ( حق د) حسن مجتبی چې پاک او سپېڅلی او د متقیانو پناه ځای دی، او په ( حق د) ابی عبدالله الحسین چې تر ټولو شهیدانو زیات عزتمن دی، او په (حق د) هغې د وژل شویو بچیانو، او مظلومې کورنۍ یې، او په (حق د) علي بن الحسین چې د عابدانو زیور دی، د توبه کوونکو په قبله ګاه محمد بن علي، او تر ټولو رښتینو په رښتیني حضرت جعفر بن محمد، او د دلایلو او برهانونو په ښکاره کوونکي موسی بن جعفر او د دین د یاور علی بن موسی او د هدایت شوو د بېلګې او اسوې محمد بن علي، او د پرهیزګارو په پرهیزګار علي بن محمد، او د ځای ناستو په وارث حسن بن علي، او پر ټولو مخلوقاتو د خدای د حجت په حق، درود ولېږه پر محمد او آل یې، په هغو نیکچارو صادقانو، هماغه آل طه او یسین، او دا چې ما په قیامت کې له هغو کسانو وګرځوې چې (ستا له عذابه) خوندي او په ډاډه او کرار زړه او ژغورلي او خوشاله او زیري موندونکي دي، ای خدایه! زما (نوم) د مسلمانانو په ټولګه کې ولیکه، او ما له صالحینو سره یو ځای کړه، او زما نوم د راتلونکو امتونو په خله په نېکه جاري کړه، او د ظالمانو په خلاف مې مرسته وکړه، او د حاسدانو له مکره مې خوندي کړه، او (همداراز) حیله ګر رانه وتمبوه، او د ظالمانو لاس رانه لنډ کړه، او په اعلا علیین کې ما او هغه مبارک سرداران یو ځای کړه،


له هغو کسانو سره چې پر هغوي دې انعام کړی، یعنې پېغمبران، او په وینا او عمل کې رښتوني، او شهیدان او نیکان، ستا په رحمت ای تر ټولو مهربانانو مهربانه، ای خدایه! تاته قسم درکوم ستا د معصوم پېغمبر په روی، او ستا د حتمي او ارو مرو حکم په حق، او ستا د پټې نهي په حق، دا چې غم او غصه رانه لرې کړه، او د حتمي قضا او قدر شرونه رانه ستانه کړه، او ما ته (د عذاب) له اوره چې سوزوونکي بادونه لري، پناه راکړه، ای خدایه! ما په خپل نعمت وپوښه،(یا مې لوی کړه) او په خپلو عطاګانو مې راضي او خوشاله کړه، او په خپل جود او کرم مې پټ کړه، او له خپل مکر او غچه مې لرې کړه، ای خدایه! پر محمد او آل یې رحمت ولېږه او زما توبه قبوله کړه، او د سترګو په اوښکو مې ورحمېږه، له ښوېېدنو مې سترګې پټې کړه، او غم و خپګان مې وتوږه، او ګناهانې راوبخښه، او زما کورنۍ او نسل رااصلاح کانده، ای خدایه! په دې لوړ مقامه ځای کې، او په دې عزتمن محل کې، مه راپرېږده کومه ګناه مګر دا چې وې بخښې، او نه کوم عیب مګر دا چې وې پوښې، او نه کوم غم او غصه مګر دا چې وې توږې، او نه کوم رزق مګر دا چې وې فراخې، او نه کوم قدر او منزلت مګر دا چې پاتې یې کړې، او نه فساد مګر دا چې اصلاح یې کړې، او نه کوم ارمان مګر دا چې پوره یې کړې، او نه کومه دعا مګر دا چې قبوله یې کړې او نه کومه غوټه مګر دا چې پرایې نېزې، او نه کومه تیتیا مګر دا چې راټوله یې کړې، او نه کومه چاره مګر دا چې بشپړه یې کړې، او نه کوم مال مګر دا چې پرېمانه یې کړې، او نه کوم خوی او صفت مګر دا چې ښه یې کړې، او نه کوم انفاق مګر دا چې ځای یې ډک کړې، او نه کوم حال مګر دا چې اباد یې کړې، او نه کوم زیلی (حاسد) مګر دا چې ذلیل یې کړې، او نه کوم مېرڅمن مګر دا چې تباه یې کړې، او نه کوم شر مګر دا چې لرې یې کړې، او نه کومه ناروغي مګر دا چې درمل یې کړې، او نه کوم لرې والی مګر دا چې نزدې یې کړې، او نه کوم تفرق او ګډوډي مګر دا چې سمه او روغه یې کړې، او نه کوم سوال مګر دا چې عطا یې کړې، ای خدایه! زه له تا غواړم د دنیا خېر او د اخرت ثواب، ای خدایه! ما د خپل حلال په سبب له حرامه بډایه کړه، او په خپل فضل او احسان مې له ټولو خلکو بې نیازه کړه. ای خدایه! له تا غواړم ګټه ور علم،


خاشع زړه، سلامتیا ورکوونکی یقین، پاک عمل، ښایسته صبر، او عظیم اجر، ای خدایه! ستا په نعمت مې شکر روزي کړه، او خپل کرم او احسان دې پر ما زیات کړه، او زما خبره په خلکو کې اورېدونکې کړه، او عمل مې په خپل نزد لوړ کانده، او له ما پاتې اثار د خېر په چارو کې د پېروۍ وړ وګرځوه، او دښمن مې خوار او ذلیل کانده، ای خدایه! پر محمد او آل یې چې نیکان دي، د شواروز په ټولو شېبو کې رحمت ولېږه، او ما د بدانو له شره خوندي وساته، او د ګناهانو (له ککړتیا) او د مال و زر له دروندتیا پاک او سپېڅلی وګرځوه، او د (خپل عذاب) له اوره پناه راکړه، او په تل پاتې سرای مې ورننباسه، او (ګناهانې) مې او ټول مومن وروڼه خویندې مې وبخښه، ستا په رحمت ای تر ټولو مهربانانو زیات مهربانه.

ځانګرې لیکنه

کاوشی در اعتبار و متن زیارت ناحیه، د مرتضی خوش‌نصیب اثر: په دې کتاب کې د ناحیه زیارت سند او متن جاجول شوی دی. دا کتاب په ۱۳۹۳ لمریز کال کې په قم کې د باقر العلوم خپرنځي لخوا خپور شوی دی.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ۱۳۸۸ش، ج۱۲، ص۲۷۱.
  2. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ۱۳۸۸ش، ج۱۲، ص۲۷۱.
  3. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۳۷۸ش، ص۴۹۶.
  4. فؤادیان، «سیری در زیارت ناحیه مقدسه».
  5. وګورئ: «زیارت ناحیه مقدسه»، وبگاه الکوثر.
  6. وګورئ: طبسی، «زیارت ناحیه مقدسه»، ص۱۹۴.
  7. وګورئ: «زیارت ناحیه مقدسه»، وبگاه الکوثر.
  8. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ج۱۲، ص۲۷۱، پانویس ۱.
  9. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۳۷۸ش، ص۴۹۶.
  10. مجلسی، بحار الانوار،۱۴۰۳ق ج۱۰۱، ص۳۱۷، ۳۲۸.
  11. احسانی‌فر، «اعتبار سندی زیارت‌های ناحیه مقدسه»، ص۵۶-۵۷.
  12. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۳۷۸ش، ص۴۹۶.
  13. وګورئ: شیرازی، «در محضر زیارت ناحیه».
  14. وګورئ: شیرازی، «در محضر زیارت ناحیه».
  15. فؤادیان، «سیری در زیارت ناحیه مقدسه».
  16. شیرازی، «در محضر زیارت ناحیه».
  17. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۳۷۸ش، ص۴۹۶-۵۱۹.
  18. مجلسی، بحار الانوار،۱۴۰۳ق ج۱۰۱، ص۳۱۷.
  19. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳، ج۷، ص۵۹.
  20. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۳۷۸ش، ص۲۷.
  21. احسانی‌فر، «اعتبار سندی زیارت‌های ناحیه مقدسه»، ص۵۳.
  22. موسوی غریفی، قواعد الحدیث، بی‌تا، ص۱۸۸.
  23. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۵۱.
  24. بررسی تحلیلی سیر مقتل‌نگاری عاشورا، پژوهش‌های تاریخی، فرهنگی و تمدنی.
  25. طبسی، «زیارت ناحیه مقدسه»، ص۲۰۹.
  26. سید ابن طاووس، مصباح الزائر، ۱۴۱۷ق، ص۲۲۱.
  27. احسانی‌فر، «اعتبار سندی زیارت‌های ناحیه مقدسه»، ص۶۶.
  28. مجلسی، بحار الانوار،۱۴۰۳ق ج۱۰۱، ص۳۲۸.
  29. احسانی‌فر، «اعتبار سندی زیارت‌های ناحیه مقدسه»، ص۶۵-۶۶.
  30. رنجبر، «پژوهشی در بارة دو زیارت ناحیه و زیارت رجبیّه»، ص۶۵-۶۶.
  31. احسانی‌فر، «اعتبار سندی زیارت‌های ناحیه مقدسه»، ص۵۴.
  32. رنجبر، «پژوهشی در بارة دو زیارت ناحیه و زیارت رجبیّه»، ص۶۷.
  33. فؤادیان، «سیری در زیارت ناحیه مقدسه».
  34. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۳۷۸ش، ص۴۹۶-۵۱۹.
  35. «کتاب کاوشی بر اعتبار و متن زیارت ناحیه به زیور چاپ آراسته شد»، خبرگزاری رسا.

سرچينې

  • ابن‌مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، مؤسسة النشر الاسلامی، قم، ۱۳۷۸ش
  • احسانی‌فر لنگرودی، محمد، «اعتبار سندی زیارت‌های ناحیه مقدسه»، علوم حدیث، شماره۳۰، ۱۳۸۲ش.
  • بررسی تحلیلی سیر مقتل‌نگاری عاشورا، پژوهش‌های تاریخی، فرهنگی و تمدنی، درج مطلب ۳۰ آذر ۱۳۹۲ش، مشاهده ۲۳ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، قم، ۱۳۷۲ش/۱۴۱۳ق.
  • رنجبر، محسن، «پژوهشی دربارة دو زیارت ناحیه و زیارت رجبیّه»، مطالعات تاریخ اسلام، شماره۲۶، پاییز ۱۳۹۴ش.
  • «زیارت ناحیه مقدسه»، وبگاه الکوثر، تاریخ درج مطلب: ۵ آذر ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۲ مهر ۱۴۰۲ش.
  • سید بن‌ طاووس، علی بن موسی، مصباح الزائر، قم، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • شیرازی، ع. ه، «در محضر زیارت ناحیه»، موعود، شماره ۲، ۱۳۷۶ش.
  • طبسی، نجم‌الدین، «زیارت ناحیه مقدسه»، انتظار، شماره ۲۰، اردیبهشت ۱۳۸۶ش.
  • فؤادیان، محمدرضا، «سیری در زیارت ناحیه مقدسه»، سایت پژوهه، درج مطلب ۱۶ تیر ۱۳۹۷ش، مشاهده ۲۳ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • «کتاب کاوشی بر اعتبار و متن زیارت ناحیه به زیور چاپ آراسته شد»، خبرگزاری رسا، درج مطلب ۲۴ خرداد ۱۳۹۳ش، مشاهده ۲۳ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام حسین(ع) بر پایه قرآن حدیث و تاریخ، قم، انتشارات‌ دار الحدیث، ۱۳۸۸ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، با همکاری محمدکاظم طباطبایی، دانشنامه امام مهدی(ع) بر پایه قرآن حدیث و تاریخ، ترجمه عبدالهادی مسعودی، قم، انتشارات‌ دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • موسوی غریفی، محی‌الدین، قواعد الحديث، بی‌تا.

بهرنۍ لینکونه