نظامي ګنجوي

د wikishia لخوا
د نظامي ګنجوي قبر په ګنجه (د آذربایجان یو ښار دی چې په هغه زمانه کې د ایران و) کې

نظامي ګنجوي چې بشپړ نوم یې الیاس بن یوسف زکی بن مُؤَیَّد دی (وفات 576-606 هجری قمری) دی، د ایران یو فارسي ژبی کیسې ویونکی شاعر او د فارسۍ د شعرونو له ستنو څخه دی، چې د امام علي(ع) په اړه یې هم شعرونه لیکلي دي.

ګنجوي د خپل وخت په علومو لکه فلسفه، نجوم، حدیث، تفسیر او فقه کې ماهر و او شعرونه یې فلسفي، عرفاني او کله کله سیاسي موضوعات لري. په خپلو شعرونو کې يې پېغمبراکرم(ص) معصوم ګڼلى، هغه سره یې توسل کړی او له هغه څخه يې د شفاعت غوښتنه کړې ده.

نظامی په خپلو شعرونو کې د درېو خليفه ګانو ستاينه هم کړې ده، خو د امام علي(ع) مقام يې له هغوي څخه لوړ ګڼلی دی. ځینې ​​ژوند لیکونکي هغه شیعه ګڼي چې تقیه یې کوله. له بلې خوا قاضي نورالله شوشتري چې يو شيعه متکلم و، هغه له اشاعره څخه ګڼلی چې تصوف ته یې ګروهنه لرله.

د هغه کتاب پنج ګنج یا خمسه نظامي کې پینځه مثنوي شاملي دي: مَخزنُ الْاَسرار، خسرو و شیرین، لیلی و مجنون، هفت‌پیکر و اسکندرنامه. د هغه لپاره یو دیوان هم ذکر شوی دی.

موقعیت

نظامي ګنجوي د فارسی ژبی کیسې ویونکی شاعر دی[۱] او د فارسی شعر له ستنو څخه دی،[۲] چې په فکری علومو لکه فلسفه، منطق، ریاضی، فلکیات او نقلي علومو لکه حدیث، قرآن او فقه یې هم زده وو.[۳]

د نظامی اثار صوفیانه او فلسفی موضوعات لري.[۴] نورالدین عبدالرحمن جامي چې د نهمې پېړۍ یو شاعر او صوفي دی، د نظامي شعرونه د حقایقو او معارفو کشف ګڼی.[۵]

نظامی د امام علي(ع) په اړه شعرونه لیکلي دي.[۶] ځينې شیعه عالمان لکه ملا صدرا،[۷] فیض کاشاني[۸] او ملا هادي سبزواري[۹] د هغه اخلاقي، فلسفي او عرفاني شعرونه په خپلو کتابونو کې راوړي دي او حسن حسن زاده آملي، فیلسوف او شیعه عارف، هغه «عارف» ګڼلی دی.[۱۰]

د کب په۲۱مه د ایران په رسمي کلیزه کې د نظامي د یاد ورځ نومول شوې ده.[۱۱] د هغه ځینې شعرونه چې په هغو کې دا شعر «ای نام تو بهترین سرآغاز»،[۱۲] د ایران د زده کړې او روزنې په کتابونو کې هم راغلی دی.[۱۳]

ژوند لیک

الیاس بن یوسف بن زَکِیّ بن مُؤَیَّد[۱۴] مُطَرَّزی،[۱۵] چې لقب یې نظام الدین، او تخلص یې نظامي دی[۱۶] او په نظامي ګنجوي مشهور دی.[۱۷] د هغه د زوکړی د تارخ په هکله مختلف قولونه دي چې په کې ۵۲۰ یا ۵۵۱ق ذکر شوي دي.[۱۸]

دولتشاه سمرقندي چې د نهمې قمري پیړۍ یو ژوند لیکونکی دی، هغه په ​​ګنج (د اذربایجان کې یو ښار چې په هغه وخت کې د ایران یوه برخه وه)[۱۹] کې زیږیدلی ګڼي.[۲۰] خو د اقا بزرګ تهراني په وینا، یو شیعه ژوند لیکونکی دی، د هغه اصلي ټاټوبی د اراک سره نږدې د تفرش سیمې ده خو په ګنجه کې لوی شوی و.[۲۱] د انسائیکلوپیډیا بریتانیکا(Encyclopedia Britannica) په څو لیکنو کې د «ایرانی شاعر» په توګه پیژندل شوی دی.[۲۲]

هغه د یو زاهد او ځانته ناست شاعر په توګه یاد شوی دی چې د خپل وخت له پاچاهانو سره یې نږدې اړیکې نه لرلې،[۲۳] خو د هغوي له خوا یې درناوی کېده.[۲۴] د فارسي ادبیاتو څیړونکی، سعید نفیسي، د ځینې لیکوالانو دا عقیده نقد کړې ده چې هغه سید ګڼي.[۲۵]

د ګنجوی د مړینې کال هم اختلافی دی او له ۵۷۶ څخه تر ۶۰۶ هجری قمری پورې ذکر شوی دی.[۲۶] نظامي په ګنجه کې وفات شو[۲۷] او هم هلته دفن شو.[۲۸]

مذهب

د نظامي اثار او په ځانګړې توګه د هغوي مخکتنه مونږ ته په توحید او د اسلام په دین باندې د هغه عقیده او رسول الله(ص) د مینې څرګندونه کوي. د قرآن محتوا ته د نظامی پام د انکار وړ نه دی.[۲۹] د ګنجوی د نظامی مذهب په اړه د ژوند لیکوالانو تر مینځ اختلاف دی.[۳۰] د شلمې قمری پیړۍ یو شیعه عالم محمد شفیع حسینی عاملي قزویني هغه شیعه ګڼلی دی.[۳۱] او قرآن څیړونکي عبدالرحیم عقیقي بخشایشي، هغه له شیعه مفسرینو څخه ګڼلی دی.[۳۲] همدارنګه، له ادیب او تاریخ لیکوال جلال الدین همايي، نقل شوي دي چې هغه به نظامي شیعه ګڼه.[۳۳]

کومو کسانو چې نظامي شیعه ګڼلی دی هغوي د نظامي هغه شعرونه سره دلیل راوړی دی چې چې د عمر بن خطاب په اړه لیکلی دي چې په هغه کې هم د ستاینې او هم د غندنې امکان شته، د دې شعرونو په دلیل سره یې نظامي داسې شیعه ګڼلی چې تقیه به کوله.[۳۴] [یاداشت ۱] همدارنګه د نظامي د شیعه ثابتولو لپاره د امام علي(ع)[۳۵] په هکله شعرونو سره هم دلیل راوړی شوی دی.[۳۶]

له بلې خوا قاضي نورالله ششتري په خپل کتاب احقاق الحق کې، نظامي ګنجوي اشاعره ګڼي چې دا د اهل سنتو له کلامي مکتبونو څخه یو مکتب دی.[۳۷] نظامي د امام علي(ع) د پلار ابوطالب په غندنه کې هم شعرونه لیکلي دي،[یاداشت 2] چې ځینو په هغو شعرونو باندې دلیل سره د هغه شیعه شونه او تقیه کول رد کړي دي.[۳۸] د ادبیاتو څیړونکی خالقي مطلق د نظامي د مذهب په اړه ویلي دي چې نظامي یقینا د شیعه مذهب له پیروانو نه و؛ که څه هم هغه د درېو خليفه ګانو د ستاينې تر څنګ د امام علي(ع) ستاينه هم کړې ده.[۳۹]

ګنجوی په خپل یوه شعر کې د رسول الله(ص) د «څلورو یارانو» په صداقت ګواهي ورکړې ده،[یاداشت 3] چې ځینې څیړونکي دا خبره د درې خلفاوو د خلافت د منلو په معنا ګڼلې ده.[۴۰] په ایران کې په نظامي پوهیدنې کې ړواندې کس، وحید دستګیري هم د نظامي شیعه شونه ثابته شوی نه ده ګڼلی؛ البته هغه د نظامي د شعرونو پر اساس، [یادداشت 4] په دې باور دی چې هغه د امام علی(ع) د علم او فضل مقام له دریو خلیفه ګانو څخه لوړ ګڼه.[۴۱]

نظامي تصوف ته ګروهونکی ګڼل ګڼل شوی.[۴۲] او ژوندلیکوال دولت شاه سمرقندی، هغه د اخی فرج زنجاني صوفي مرید ګڼلی دی[یاداشت 5] چې د تصوف له سترو شیخانو څخه دی (وفات ۴۵۷ هـ ق).[۴۳]

تفکرات

د کلامي له نظره ځینو د نظامی ګنجوی شعرونه اشاعره ته نږدې ګڼلي او ځینو بیا معتزله او شیعه ته نږدی ګڼلي دي.[۴۴] د ځینو په وینا نظامي په افعالي توحید باندې باوري و او د خدای صفتونه یې د هغه د ذات په شان قدیم ګڼلو.[۴۵] هغه د خدای عدل د بنده له اعمالو سره د خدای د عدل په شان ګڼلی دی. او د عدلیه په شان یې حسن او قبح ذاتي منلی.[۴۶] نظامی په خپلو ځینو شعرونو کې د خدای لیدل ممکن او په ځینو نورو کې یې ناممکن ګڼلي دي.[۴۷]

نظامي ګنجوي په خپلو شعرونو کې پيغمبر(ص) معصوم ګڼلی دی،[۴۸] هغه سره یې توسل کړی دی او له هغه ې د شفاعت غوښته کړې ده.[۴۹] [یاداشت6]

ځينو څېړونکو د ګنجوي د پېغمبراکرم(ص) ستاینه په نظري عرفان کې د کامل انسان اصطلاح سره یوشان ګڼلی دی.[۵۰] پېغمبر(ص) یې له لمر او نور موجودات يې له نور سره تشبیه کړي دي.[۵۱] او هغه يې د پيدایښت علت ګڼلی دی.[۵۲]

د امام علي(ع) په هکله شعرونه

نظامي ګنجوي د امام علي(ع) په اړه شعرونه لیکلي دي.[۵۳] او په یوه کې یې د خدای او پیغمبر(ص) د مقام له پيژندلو وروسته د امام علي(ع) او د هغه د اولادونو مقام پيژندلی دی.









ز بَعدِ معرفتِ كردگارِ لَمْ يَزَلى نبى‌‌شناسم و آنگه على و آل على
د لم یزل پروردګار له پيژندګلو وروسته، پيغمبر پيژنم او بیا علي او د علي آل
خداست آنكه تعقّل نمودنِ كُنهشبُرون نهاده قدم از حدود مُحتملى
خدای هغه دی چې عقل یې قدیم پیژني، او د احتمال له حدودو یې قدم بهر ایښی دی.
نبی است آنكه بُوَد در مدارس تحقيقبرى كتاب كمالش ز نكتۀ جدلى
نبی هغه دی چې د تحقیق په مدارسو کې دی، د هغه د کمال کتاب د جدال له نکتې بري دی.
علی است آنكه گدازد ز برق لمعۀ تيغحسود را، كه كند نقد بوتۀ دغلى[۵۴]
علي هغه دی چې د تورې  تیز تیغ د هغه حسود په پړق سره ګرموي، چې د دغلۍ بوټې نقد کوي.


کتابونه

خمسه نظامی یا پنج ګنج د نظامی تر ټولو مشهور کتاب دی چې په کې پنځه خپلواکه مثنوي دي چې په کې هر یو نظامي د خپل وخت د یوه پاچا او واکمن په غوښتنه لیکی دی.[۵۵] د پنج ګنج پینځه مثنوي په دا ډول دي:

د رسول الله(ص) د معراج په اړه یو کتاب چې د خمسه نظامي په کتاب کې راغلی چې په اتمې/ نهمې قمري پیړۍ پورې اړه لري.[۵۶]
  • امَخزنُ الْاَسرار، فلسفي او عرفاني مضمونونو سره.[۵۷]
  • ‌خسرو و شیرین، یوه عاشقانه کیسۍ سیاسي، فوځي او اخلاقي مضمونونو سره.[۵۸]
  • لیلی او مجنون، یوه عاشقانه او تمثیلي کیسې چې عرفاني مینځپانګه لري.[۵۹]
  • هفت پیکر (بهرام نامه یا هفت‌گنبد)، به دې کې اووه کیسۍ دي چې موضوع یې «انسان او ټولنه» ده.[۶۰]
  • اسکندرنامه، چې په کې دوه برخې شرفنامه او اقبالنامه دي او سیاسي، فلسفي او عرفاني مینځپانګه لري.[۶۱]

د هغه لپاره د شعرونو یو دیوان هم یاد شوی، چې ډیر شعرونه یې ورک شوي دي. د فارسی ادبیاتو څیړونکی سعید نفیسي (په ۱۳۴۵ هـ ش کال مړ شو) د هغه یو شمیر شعرونه د ژوند لیکونکیو له کتابونو را ټول کړي او د «دیوان قصاید و غزلیات نظامی گنجوی» تر نامې لاندی یې چاپ کړي دي.[۶۲]

ځانګړی لیکلنی

«نظامی گنجوی» کتاب چې سعید نفیسي (وفات کال ۱۳۴۵لمریز) لیکلی او «نظامی شاعر داستان سرا» کتاب چې علي‌اکبر شهابي لیکلی دی، د نظامي په هکله ځانګړی لیکلنی دي.[۶۳] همدارنګ ادبي منتقد څیړونکی عبدالحسین زرین‌کوب، یو کتاب لیکی چې نامه يې «پیر گنجه در جستجوی ناکجاآباد: د نظامي د افکارو او آثارو په هکله» دی.[۶۴]

«On the Modern Politicization of the Persian Poet Nezami Ganjavi » کتاب؛ په نوي دوران کې د ایراني شاعر نظامي ګنجوي سیاسي جوړونه»، سیاوش لرنژاد او علی دوست‌زاده لیکلی دی. چې په دې کې د آذربایجان او روسیانو هغه خبرې نقد کړي چې هغوي د نظامي د اذربایجاني شونې په هکله کړي دي.[۶۵]

فوټ نوټ

  1. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۱۲۰۷.
  2. بېلګې په توګه وګورئ: رضایی، «حکیم نظامی گنجوی و عرفان»، ص۱۶؛ نیکوبخت، «بررسی شیوه سعید نفیسی در نقد دیوان نظامی گنجوی»، ص۸۶.
  3. شهابی، شاعر داستانسرا، چاپ کیهان، ص۳۱.
  4. نفیسی، «حکیم نظامی گنجوی، شرح‌حال و آثار او»، ص۷۶.
  5. جامی، نفحات الانس، ۱۳۳۷ش، ص۶۰۹.
  6. مثال په توګه وګورئ: نظامی، دیوان قصاید و غزلیات نظامی گنجوی، ۱۳۸۰ش، ص۳۴۹؛ نظامی، شرفنامه، ۱۳۳۵ش، ص۳۵.
  7. صدرالدین شیرازی، رسالة الاصول الثلاثة، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۶ و ۲۳۶.
  8. فیض کاشانی، الکلمات المکنونة، ۱۳۸۷ش، ص۲۸۵.
  9. سبزواری، رسائل حکیم سبزواری، ۱۳۷۶ش، ص۵۱۰.
  10. سبزواری، شرح‌المنظومة، ۱۳۶۹ش، پاورقی، ج۲، ص۸۲.
  11. «هدف از ثبت روز بزرگداشت نظامی ایجاد نهضتی در نظامی‌شناسی بود»، خبرگزاری کتاب ایران.
  12. سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی، فارسی پایه هفتم دوره اول متوسطه، ۱۴۰۰ش، ص۹.
  13. بېلګې په توګه وګورئ: سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی، فارسی ششم دبستان، ۱۳۹۹ش، ص۳۰؛ سازمان پژوهش و برنامه‌ریزی آموزشی، فارسی پایه هفتم دوره اول متوسطه، ۱۴۰۰ش، ص۹.
  14. نفیسی، «حکیم نظامی گنجوی، شرح‌حال و آثار او»، ص۶۷.
  15. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۱۲۰۷.
  16. برقعی، راهنمای دانشورا در ضبط نام‌ها، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۹۵.
  17. هدایت، مجمع الفصحاء، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۲۲۰۶.
  18. زنجانی، «تاریخ ولادت و وفات نظامی گنجوی»، ص۸۷۵-۸۷۸.
  19. محسنی، «برخورد آرا و اندیشه‌ها»، ص۱۰۲.
  20. سمرقندی، تذکرة الشعراء، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۸.
  21. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۱۲۰۷.
  22. مثال په توګه وګورئ: "Gäncä", Britannica; "Taceddin Ahmedi", Britannica; "Amīr Khosrow", Britannica.
  23. برقعی، راهنمای دانشوران در ضبط نام‌ها، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۹۵.
  24. نفیسی، «حکیم نظامی گنجوی، شرح‌حال و آثار او»، ص۷۵.
  25. نفیسی، «حکیم نظامی گنجوی، شرح‌حال و آثار او»، ص۶۸.
  26. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، پاورقی، ج۹، ص۱۲۰۷.
  27. مصاحب، دائرة المعارف فارسی، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۰۳۶.
  28. سمرقندی، تذکرة الشعراء، ۱۳۸۲ش، ص۱۳۱.
  29. خالقی مطلق، «نظامی گنجوی»، ص۳۰۷ تا ۳۰۹.
  30. شهابی، شاعر داستانسرا، چاپ کیهان، ص۴۹.
  31. حسینی عاملی قزوینی، محافل المؤمنین فی ذیل مجالس المؤمنین، ۱۳۸۳ش، ص۳۱۱.
  32. عقیقی بخشایشی، طبقات مفسران شیعه، ۱۳۸۲ش، ص۴۹۹.
  33. «دکتر ولایتی: مولوی، حافظ و سعدی شیعه بودند»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  34. وګورئ: شهابی، شاعر داستانسرا، چاپ کیهان، ص۴۹.
  35. بېلګې په توګه وګورئ: نظامی، دیوان قصاید و غزلیات نظامی گنجوی، ۱۳۸۰ش، ص۳۴۹؛ نظامی، شرفنامه، ۱۳۳۵ش، ص۳۵.
  36. وګورئ: وحید دستگردی، «حکیم نظامی گنجوی»، ص۱۴۵.
  37. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۷۵.
  38. شهابی، شاعر داستانسرا، چاپ کیهان، ص۵۱.
  39. خالقی مطلق، «نظامی گنجوی»، ص۳۰۹.
  40. خاتمی، «دیدگاه‌های کلامی نظامی گنجوی»، ص۱۰.
  41. وحید دستگردی، «حکیم نظامی گنجوی»، ص۱۴۵.
  42. شهابی، شاعر داستانسرا، کیهان، ص۴۷.
  43. سمرقندی، تذکرة الشعراء، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۸.
  44. خاتمی، «دیدگاه‌های کلامی نظامی گنجوی»، ص۷.
  45. خاتمی، «دیدگاه‌های کلامی نظامی گنجوی»، ص۶.
  46. خاتمی، «دیدگاه‌های کلامی نظامی گنجوی»، ص۸.
  47. خاتمی، «دیدگاه‌های کلامی نظامی گنجوی»، ص۷.
  48. خاتمی، «دیدگاه‌های کلامی نظامی گنجوی»، ص۱۰.
  49. ابراهیمی و موسوی، «تحلیل ساختار و مضمون توسل در اشعار نظامی گنجوی با تکیه بر قرآن و حدیث»، ص۱۸۲-۱۸۴.
  50. قاسمی پرشکوه و وفایی، «سیمای پیامبر اکرم(ص) به عنوان انسان کامل و کمال انسانی در خمسه نظامی گنجوی»، ص۱؛ فولادی، «سیمای انسان کامل در اشعار نظامی گنجوی»، ص۱۰۱.
  51. قاسمی پرشکوه و وفایی، «سیمای پیامبر اکرم(ص) به عنوان انسان کامل و کمال انسانی در خمسه نظامی گنجوی»، ص۱۴.
  52. فولادی، «سیمای انسان کامل در اشعار نظامی گنجوی»، ص۱۰۳.
  53. بېلګې په توګه وګورئ: نظامی، دیوان قصاید و غزلیات نظامی گنجوی، ۱۳۸۰ش، ص۳۴۹؛ نظامی، شرفنامه، ۱۳۳۵ش، ص۳۵.
  54. نظامی، دیوان قصاید و غزلیات نظامی گنجوی، ۱۳۸۰ش، ص۳۴۹.
  55. هدایت، تذکره ریاض العارفین، ۱۳۴۴ش، ص۲۴۱.
  56. "The Khamsah of Nizami: A Timurid Masterpiece", British Library؛ «تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی»، باحساب.
  57. نظامی، گزیده مخزن الاسرار با مقدمه و شرح ابیات، ۱۳۷۳ش، مقدمه، ص۳۳.
  58. نظامی، گزیده مخزن الاسرار با مقدمه و شرح ابیات، ۱۳۷۳ش، مقدمه، ص۳۳.
  59. نظامی، گزیده مخزن الاسرار با مقدمه و شرح ابیات، ۱۳۷۳ش، مقدمه، ص۳۴.
  60. نظامی، گزیده مخزن الاسرار با مقدمه و شرح ابیات، ۱۳۷۳ش، مقدمه، ص۳۶.
  61. نظامی، گزیده مخزن الاسرار با مقدمه و شرح ابیات، ۱۳۷۳ش، مقدمه، ص۳۷.
  62. نظامی، دیوان قصاید و غزلیات نظامی گنجوی، ۱۳۸۰ش، ص۲۱۱-۲۱۷.
  63. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۱۹۵.
  64. زرین‌کوب، پیر گنجه در جستجوی ناکجا‌آباد، ۱۳۷۲ش، شناسنامه کتاب.
  65. Lornejad, Siavash and Ali Doostzadeh, On the Modern Politicization of the Persian Poet Nezami Ganjavi, 2012, Book Introduction.

سرچينې