ګاونډ پالنه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ګاونډ پالنه یا همسایه داري له ګاونډیانو سره د نیک سلوک په معنا ده. د نساء سورې په ۳۶ ایت کې له ګاونډیانو سره د احسان سپارښتنه شوې ده. په روایتونو کې هم له ګاونډیانو سره په نیکۍ او ورته په ازار نه رسولو ټینګار شوی او د ګاوڼدي عزت د مور د عزت او ورته ازار رسول د خدای د رسول(ص) د ځورولو په شان ګڼل شوې دي.

په روایتونو کې د ګاونډي لپاره که څه هم کافر ولې نه وي، حقوق بیان شوې دي؛ لکه پور ورکول، د ناروغۍ په وخت پوښتنه کول، په جنازې کې یې ګډون کول، د کور د ځینو میوو او خوړو ډالۍ کول، تجسس نه کول او د ګاونډي د ځورولو زغمل.

د روایتونو له مخې، له ګاونډي سره احسان د خدای د مینې او جنت ته د داخلېدو او د روزۍ او عمر د زیاتېدو سبب کیږي او هغه ته ازار رسول له الهي رحمته د لرې کېدو او له جنته د بې برخې کېدو سبب کیږي.

مفهوم پېژندنه او مقام

ګاونډ پالنه له ګاونډیانو سره د ښه سلوک په معنا او په روایتونو کې د «حُسْنُ الجِوار» د عبارت برابره ده.[۱] دوو کسانو یا دوو کورنیو ته چې د یو بل په څنګ کې کور لري یا د یو کور په دوو برخو کې ژوند کوي، ګاونډی ویل کیږي.[۲] د اسلام پېغمبر(ص) او امام صادق(ع) د ګاونډي حد له مخامخ، شا، ښي لاس او کیڼ لاسه څلویښت کورونه بیان کړی دی.[۳] په قرآن کې له توحید، له والدینو، خپلوانو او فقیرانو سره له احسان وروسته له ګاونډي سره د احسان سپارښتنه شوې ده.[۴] د اهل بیتو(ع) ډېر روایتونه له ګاونډیانو سره د ښه سلوک او د هغوي د نه ځورولو په اړه نقل شوې دي.[۵]

له پېغمبر(ص) نقل شوې چې د ګاونډي درناوی د مور د احترام په شان دی.[۶] امام علي(ع) هم له پېغمبر(ص) نقلوي چې جبراییل به همېشه د ګاونډیانو د خیال ساتلو سپارښتنه کوله تر دې چې ګمان مې وکړ هغه ته په میراث کې هم یوه برخه وټاکي.[۷] د نجاشي (حبشه پاچا) په لور د خدای د رسول(ص) استازي جعفر بن ابی طالب د اسلام دین په معرفۍ کې له ګاونډیانو سره نیکي د اسلام دین یوه مهمه سپارښتنه وګڼله.[۸] امام علي(ع) د خپل عمر په وروستیو کې په خپل وصیت کې، د ګاونډیانو په اړه سپارښتنه کړې ده.[۹] د شیعه حدیث لیکونکي محدث نوري په نقل، د اسلام پېغمبر(ص) د ګاونډي ځورول د خپل ځان د ځورولو په شان ګڼلې دي.[۱۰]

د ګاونډي حقوق

«د ګاونډي حق دا دی چې د هغه په نیشتون کې دهغه حفاظت وکړې او په شتون کې یې درنښت وکړې او که پرې ظلم کیږي ورسره مرسته وکړې او عیبونه یې ونه لټوې. که ترې دې بدي ولیدله پټه یې کړې او که پوه شې چې نصیحت منونکی دی، ورته له نورو څخه جدا نصیحت وکړې. په سختیو کې یې یوازې پرې نه دې، له تېروتنو یې تېر شې او ګناه یې وبخښې او کریمانه ورسره ناسته پاسته وکړې، چې هیڅ طاقت نیشته مګر د خدای په اذن.»

* سرچينه: شیخ صدوق، من لا یحضر، ۱۴۱۳ق، ټوک۲، مخ۶۲۳.

د خدای له رسوله(ص) د یو روایت له مخې،د انسان ګاونډیان درې ډلې دي: لومړۍ ډله مسلمان او خپلوان دي او دوهم ډله مسلمان او دریمه ډله غیر مسلمه ګاونډی. درې واړه ډلې پر انسان ځینې حقوق لري او باید درناوی یې وشي؛ که څه هم دوهمه ډله د دریمې ډلې په پرتله او لومړۍ ډله د دوهمې ډلې په پرتله دوه ګوني حقوق لري.[۱۱] همداراز امام علي(ع) ته د خدای د رسول(ص) په سپارښتنه کې راغلي چې د ګاونډي عزت وکړه که هغه کافر ولې نه وي.[۱۲]

له ګاونډي سره د احسان مصداقونه

په ډېرو روایتونو کې له ګاونډیانو سره د احسان سپارښتنه شوې ده.[۱۳] په ځینو روایتونو کې له ګاونډیو سره د احسان مصادیق داسې بیان شوې دي:

د خدای له رسول(ص) څخه نقل شوي پر تا ستا د ګاونډي حق دا دی چې که مرسته وغواړي مرسته یې وکړې، که قرض وغواړي، قرض ورکړې، د تنګلاسۍ په وخت یې مالي مرسته وکړې، په مصیبتونو کې تسلي ورکړې، که یو خیر ورته پېښ شي مبارکي ورکړې، د ناروغۍ په وخت یې پوښتنه وکړې او له مرګه وروسته یې په جنازه کې شرکت وکاندې. نه ده پکار چې د هغه له اجازې پرته خپله ودانۍ د هغه تر ودانۍ لوړه کړې چې د هغه کور ته د هوا مخه ونیسي. که یوه میوه دې واخیسته، یا یې په پټه کور ته راوړه یا ورته یو څه ډالۍ کړه او که د کور د خوړو بوی خپور شو، هغه خواړه هغه ته هم ورکړه.[۱۴]

امام سجاد (ع) هم په یو اوږد روایت کې چې د حقوقو په رسالې مشهور دی، د ظلم په وخت له ګاونډي سره مرسته کول، د هغه له تېروتنو او ګناهونو تېرېدل، کریمانه ناسته پاسته او په خصوصي او بیله توګه ورته نصیحت کول، د ګاونډي له حقوقو بیان کړې دي.[۱۵]

همداراز پېغمبر(ص) ویلي څوک چې موړ وي او ګاونډي یې وږی وي، په ما یې ایمان نه دی راوړی.[۱۶] امام باقر (ع) او امام صادق (ع) د مصیبت ځپلو ګاونډیانو په اړه سپارښتنه کړې چې درې ورځې دې د هغه او د هغه د مېلمنو ډوډۍ ګاونډیان برابره کړي.[۱۷]

په روایتونو کې نور موارد هم د ګاونډي د حق په توګه یا له ګاونډي سره د احسان د مصداقونو په توګه ذکر شوې چې داسې دي:

تجسس نه کول

په روایتونو کې د ګاونډیانو د پوښتنې کولو او حال احوال معلومولو سپارښتنه شوې ده؛[۱۸] خو د ګاونډیانو په کور کې د سر ورښکاره کولو او تجسس کولو نه منع شوې ده.[۱۹]

ازار نه رسول

د خدای رسول (ص) وفرمایل: څوک چې په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لري، ګاونډی نه ځوروي.[۲۰]

د هغه د اذیت زغمل

له امام کاظم (ع) په یو روایت کې راغلي چې له ګاونډي سره ښه سلوک یوازې هغه ته د ازار نه رسول نه دي بلکې د ګاونډي د ازار او اذیت په وړاندې صبر او زغم هم د ګاونډتوب یوه برخه ده.[۲۱]

د ګاونډیانو سره د مهربانۍ او ناوړه چلند اغیزې

د روایتونو مطابق، له ګاونډیانو سره احسان کول د خدای او د هغه د رسول د مینې د جذبېدو[۲۲] د رزق و روزۍ د زیاتېدو[۲۳] د ښارونو د ابادۍ او د عمر د اوږدېدو،[۲۴] په ځلانده څېرې له خدای سره د ملاقات [۲۵] جنت ته د داخلېدو[۲۶] او لوړو درجو ته د رسیدو سبب [۲۷] او د انسان د ایمان [۲۸] کرامت [۲۹] او ځوانمردۍ [۳۰]نښه ده. د خدای له رسوله نقل شوي چې هر څوک چې مړ شي او درې ګاونډیانو ولري چې ټول ترې راضي وي، ګناهانې یې بخښل کیږي.[۳۱]

همداراز د روایتونو له مخې د ګاونډي ځورول او ازارول، د خدای له رحمته د لرې والي او د هغه د لعنت [۳۲] او د جنت له بویه د محرومېدو [۳۳] سبب کیږي او د یو انسان د بې ایمانۍ [۳۴] او سپکوالي نښه ده.[۳۵]

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة الله‏، شرح نهج البلاغة، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول عن آل الرسول‏(ص)، قم، جماعة المدرسین، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن‏، قم، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۷۱ق.
  • پاینده، ابوالقاسم‏، نهج الفصاحة (الکلمات القصار للنبی(ص))، تهران، دنیای دانش‏، چاپ چهارم، ۱۴۲۴ق.
  • تمیمی آمدی، عبدالواحد بن محمد، تصنیف غرر الحکم ودرر الکلم‏، قم، مکتب الإعلام الإسلامی‏، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • جعفری، بهراد، ترجمه تحف العقول، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • حلوانی، حسین بن محمد، نزهة الناظر وتنبیه الخاطر، قم، مدرسة الإمام المهدی (عج)، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغت‌نامه، تهران، دانشگاه تهران، چاپ دوم، ۱۳۷۷ش.
  • راوندی، قطب‌الدین، الدعوات، قم، منشورات مدرسة الإمام المهدی(عج)، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغة، تحقیق صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق. ‏
  • شعیری، محمد بن محمد، جامع الأخبار، نجف، المطبعة الحیدریة، چاپ اول، بی‌تا. ‏
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی‏، مُسکّن الفؤاد عند فقد الأحبّة والأولاد، قم، بصیرتی‏، چاپ اول، بی‌تا.
  • شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان‏، چاپ اول، ۱۴۲۰ق. ‏
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۴۰۳ق. ‏
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن‏، تهذیب الأحکام فی شرح المقنعة، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الأخلاق‏، قم، شریف رضی‏، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، علی بن حسن، مشکاة الأنوار فی غرر الأخبار، نجف، المکتبة الحیدریة، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • فتال نیشابوری، محمد بن أحمد، روضة الواعظین وبصیرة المتعظین‏، قم، منشورات رضی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • کراجکی، محمد بن علی‏، کنز الفوائد، قم، دار الذخائر، چاپ اول، ۱۴۱۰ق‏.
  • کلینی، محمد بن یعقوب‏، الکافی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • کوفی اهوازی، حسین بن سعید، الزهد، قم، المطبعة العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۰۲ق.
  • لیثی واسطی، علی بن محمد، عیون الحکم والمواعظ، قم، دار الحدیث‏، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.‏
  • محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل ومستنبط المسائل‏، قم، مؤسسة آل البیت (ع)، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.