ګډ سوله ایز ژوند
ګډ سوله ایز ژوند، د یو بل په څنګ کې له سازګارۍ او روادارۍ سره یو ځای د مختلفو مذهبونو او انسانانو د ژوند په معنا، په اسلام کې یوه موخه او ارزښت بلل شوی، او د دیني لږکیو د حقوقو منل او له غیر مسلمو سره تعامل په اسلام کې د ګډ سوله ایز ژوند له اصولو ګڼل شوی دی.
په اسلامي فقه کې د اهل ذمه احکام، د دیني لږکیو او مسلمانانو تر مینځ د ګډ سوله ایز ژوند زمینه ګڼل شوې او له نورو قبیلو سره د پېغمبر(ص) تړونونه او پرې ژمن پاتې کېدل، د ګډ سوله ایز ژوند په لړ کې د پېغمبر(ص) د سیرت یوه بېلګه ګڼل شوې ده.
د اهل بیتو په سیرت کې ځینې موارد لکه د نورو سپېڅلتیاوو ته درناوی او د هغوي د عقیدو زغمل، له عامو خلکو سره ګوزاره او رواداري، د دینونو او مذهبونو د منونکو سپکاوی نه کول او د غیر شیعیانو په ټولنیزو چارو کې برخه اخستل، په یوې ټولنې کې ګډ سوله ایز ژوند ته د اهل بیتو(ع) د اهمیت ورکولو ښودنه کوي. سره له دې ویل شوي چې د اهل بیتو له نظره ګډ ژوند په دیني بنسټونو مقید دی.
تعریف او مقام
ګډ سوله ایز ژوند په دې معنا ګڼل شوی چې خلک په یوې ټولنې کې د مختلفو عقیدو او مذهبونو له لرلو سره سره، له یو بل سره په ارامښت او ملګرتیا کې ژوند وکړي او خپل مینځي اختلافات له سوله ایزې لارې هوار کړي.[۱] په انسانانو کې دغه ډول ګډ ژوند هغه روده ده چې د مکتبونو او مسلکونو حق والي او یا د وګړو نیکمرغۍ یا بدمرغۍ ته له پامه پرته، د انسانانو ګډ سوله ایز ژوند او د هغوي ټولنیز حقوق په رسمیت پېژني.[۲]
د جعفر سبحاني په وینا، ګډ سوله ایز ژوند د دیني پلورالیزم د طرحې یو محرک دی چې له سختو مذهبي او فرقه ای جنګونو وروسته پېدا شوه.[۳] ځینې نور، مدني ټولنه په ګډ سوله ایز ژوند ولاړه ګڼي.[۴]
د اسلام له نظره په ټولنه کې ګډ سوله ایز ژوند
د مختلفو عقیدو او مذهبونو د لرونکو انسانانو ګډ سوله ایز ژوند او صلحه، په اسلام کې یو ارزښت او هدف ګڼل شوی[۵] او ویل شوي چې یوازې په اسلام کې د ګډ ژوند په اصل یوازینۍ استثنا، محاربان او په انساني حقوقو تیري کوونکي دي.[۶] په اسلامي مفهوم کې تساهل او ګوزاره کول، د ګډ سوله ایز ژوند له مستنداتو ګڼل شوي دي.[۷]
د ځینو څېړاندو په وینا، په اسلام کې د ګډ سوله ایز ژوند مصداقونه، دا دي: د انسانانو برابري او مساوات،[۸] د پېغمبرانو په رسمیت پېژندل، د دینونو د لوړاوي غوښتنې له توهماتو سره مبارزه،[۹] له مخالفانو سره خبرې اترې، مشترکاتو ته بلنه، د مذهب او عقیدې ازادي، د انسان ذاتي درناوی، او له مخالفانو سره په سوله، عدالت او احسان تاکید.[۱۰]
د دیني لږکیو د حقوقو منل[۱۱] او له غیر مسلمو سره تعامل[۱۲] په اسلام کې د ګډ سوله ایز ژوند له اصولو ګڼل شوی دی.[۱۳]
په اسلامي فقه کې په دیني لږکیو پورې اړوند بحثونه د اهل ذمه د احکامو په نامه راغلي [۱۴] او ویل شوي چې د دې د تشریع فلسفه د دیني لږکیو او مسلمانانو تر مینځ د ګډ سوله ایز ژوند د زمینې برابرول دي.[۱۵] په فقه کې د الزام قاعده، د مذهبونو او دینونو تر مینځ د ګډ سوله ایز ژوند له مستنداتو ده.[۱۶]
له غیر مسلمو سره په چلند کې د معصومینو سیرت
«خلک د ځمکې په مخ تر هغه وخته چې له یو بل سره په دوستۍ سره چلند وکړي او امانتونه د هغه خاوندانو ته ستانه کړي او په حق عمل وکړی، د خدای په رحمت کې به شامل وي.[۱۷]»
د انسانانو تر مینځ ګډ سوله ایز ژوند او صلحه، د پېغمبرانو په تېره بیا د پېغمبر(ص) له لویو موخو ګڼل شوې ده.[۱۸] د مخالفانو په وړاندې سوله ایز کړچار او ګوزاره کول،[۱۹] د وحدت لپاره د توحیدي دینونو له پیروانو څخه د پېغمبر(ص) بلنه،[۲۰] د حکومتونو مشرانو او د قبایلو مشرانو ته د پېغمبر(ص) لیکونه[۲۱] له نورو قبایلو سره د پېغمبر(ص) تړون لیکونه، او د پېغمبر په سیرت کې پر هغو ژمن پاتې کېدل،[۲۲] د ګډ سوله ایز ژوند د دینی حیثیت د اثبات لپاره د استناد وړ ګرځېدلې دي.[۲۳]
د اهل کتابو په اړه د پېغمبر(ص) سنت، یو سوله ایز سلوک بیان شوی دی؛ منجمله د بهرني تیري او کورني ظلم په وړاندې له هغوي ملاتړ، د اهل کتابو له پاکلمنو ښځو سره د مسلمان سړي د واده اجازت، د استوګنې او کسب و کار حق، د ګواهۍ منل یې او پرې باور کول، د هغوي درناوی کول، د هغوي د ناروغانو پوښتنې ته ورتلل، له غیر مسلمه ګاونډي سره نیکي او ورته صدقه ورکول او له اهل ذمه سره عادلانه چلند او د اهل کتابو دیني ازادي.[۲۴]
د اهل بیتو په سیرت کې هم ځینې موردونه لکه د نورو د سپېڅلتیاوو درناوی او د هغوي د عقیدو زغمل،[۲۵] له عامو خلکو سره ګوزاره کول، د نورو دینونو او مذهبونو د لارویانو سپکاوی نه کول، په ټولنیزو او مذهبي چارو کې ملګرتیا،[۲۶] له مخالفانو سره ښه معاشرت، د نورو له عیبونو سترګې پټول، نصیحت کول او د مسلمانانو چارو ته اهمیت ورکول، پر سولې تاکید، د خپلو مخالفانو د ناروغانو پوښتنې ته ورتلل او د قومي تعصباتو مخنیوی،[۲۷] د مسلمانانو تر مینځ د وحدت او له هغوي سره د ګډ ژوند لپاره د اهل بیتو د هڅو نښه ګڼل شوې ده.[۲۸]
ویل شوي چې ګډ ژوند د اهل بیتو په نظر کې په ځینو دیني اصولو ولاړ و چې په عین حال کې چې ګډ ژوند ولري، د انسان د صحیح عقیدو ساتلو ته هم تاوان ونه رسیږي.[۲۹] له نورو سره په ګډ سوله ایز ژوند کې د امامانو(ع) د سیرت یوه نښه، له ملحدانو او مشرکانو سره په مخامخېدو کې د امام صادق(ع) په حلم او صبر سره چلند دی چې د خبرو اترو او مناظرې په اساس و.[۳۰]
په بهرنیو اړیکو کې ګډ سوله ایز ژوند او پرې د اسلام ټینګار
شیعه فقیه عباسعلي عمید زنجاني، د ولسونو تر مینځ ګډ سوله ایز ژوند په بهرنیو اړیکو کې د اسلام له ډېرو مهمو اصولو ګڼل شوی دی.[۳۱] په بهرني سیاست کې ګډ سوله ایز ژوند او صلحه یو ډېر پرمختللی بهرنی سیاست ګڼل کیږي چې اسلام خپل کړی،[۳۲] او هغه له پردیو سره د دوستۍ او مینې سبب ګڼي.[۳۳]
د معصومانو عملي سیرت ته په پام سره، د اسلام په بهرني سیاست کې اصل، ګډ سوله ایز ژوند او صلحه ګڼل شوې ده.[۳۴] ویل شوي چې د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټ ګر حضرت امام خمیني له نظره، د هیوادونو ترمینځ سوله ایزه رابطه او صلحه یوه اصل دی.[۳۵]
مونو ګراف
د ګډ سوله ایز ژوند او له اسلام سره یې د اړیکو په اړه څو کتابونه لیکل شوي چې ځینې یې دا دي:
- اسلام و همزیستی مسالمتآمیز، عباسعلي عمید زنجاني، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۴۴ل.
- همزیستی مسالمتآمیز در اسلام و حقوق بینالملل، محمد مهدي کریمي نیا، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره) ښوونیزه او څیړنیزه موسسه، ۱۳۸۷ش.
- اسلام و همزیستی مسالمتآمیز، علي اکبر علیخاني، بهآفرین، ۱۳۹۲ل.
فوټ نوټ
- ↑ مسترحمی و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمتآمیز ادیان»، ص۷؛ سیرت شیخزاده، «کارکرد دانش حقوق در سبک همزیستی مسالمتآمیز»، ص۴۵.
- ↑ موحدی ساوجی، «همزیستی مسالمتآمیز انسانها از دیدگاه قرآن و نظام بینالمللی حقوق بشر»، ص۱۳۱.
- ↑ سبحانی، مسائل جدید کلامی، ۱۴۳۲ق، ص۸۲.
- ↑ افضلی و صدرآرا، «جامعه مدنی»، ج۹، ص۳۷۹.
- ↑ کریمینیا، «ادیان الهی و همزیستی مسالمتآمیز»، ص۹۳؛ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمتآمیز ادیان»، ص۸.
- ↑ عبدالمحمدی، تساهل و تسامح از دیدگاه قرآن و اهلبیت، ۱۳۹۱ش، ص۲۱۴؛ موحدی ساوجی، «همزیستی مسالمتآمیز انسانها از دیدگاه قرآن و نظام بینالمللی حقوق بشر»، ص۱۳۱ و ۱۵۴.
- ↑ کعبی، همزیستی مسالمتآمیز میان ادیان آسمانی، ۱۳۹۶ش، ص۳۴ و ۳۵.
- ↑ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمت آمیز ادیان»، ص۱۴.
- ↑ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمتآمیز ادیان»، ص۲۰ و ۲۳.
- ↑ موحدی ساوجی، «همزیستی مسالمتآمیز انسانها از دیدگاه قرآن و نظام بینالمللی حقوق بشر»، ص۱۳۳ تا ۱۴۳؛ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمتآمیز ادیان»، ص۷.
- ↑ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمت آمیز ادیان»، ص۱۸.
- ↑ کعبی، همزیستی مسالمتآمیز میان ادیان آسمانی، ۱۳۹۶ش، ص۶۱.
- ↑ مکارم شیرازی، اعتقاد ما، ۱۳۷۶ش، ص۳۱؛ منتظری، اسلام دین فطرت، ۱۳۸۵ش، ص۶۶۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۱، ص۴۱۰.
- ↑ سلیمی، «اقلیتها و حقوق آنها در اسلام»، ص۳۶ و ۳۸.
- ↑ رحمانی، «قاعده الزام و همزیستی مذاهب»، ص۱۹۷.
- ↑ محدث نوری، مستدرک وسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۷؛ رستمیان، «ائمه(ع) منادی همزیستی مسالمتآمیز»، ص۱۰۷.
- ↑ جعفری و پاینده، «نقش صلح و همزیستی مسالمتآمیز...»، ص۱۵۱.
- ↑ امینی، «اصل همزیستی مسالمتآمیز با غیرمسلمانان در اسلام»، ص۴۹؛ کریمینیا، «ادیان الهی و همزیستی مسالمتآمیز»، ص۹۶.
- ↑ منتظری، اسلام دین فطرت، ۱۳۸۵ش، ص۶۶۷.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۳۵۶.
- ↑ جعفری، و پاینده، «نقش صلح و همزیستی مسالمتآمیز در بازآفرینی حرکت احیاگرانهٔ اسلامی با تکیه بر نظرات امام خمینی»، ص۱۵۱.
- ↑ کریمینیا، «ادیان الهی و همزیستی مسالمتآمیز»، ص۹۷.
- ↑ کعبی، همزیستی مسالمتآمیز میان ادیان آسمانی، ۱۳۹۶ش، ص۶۵-۸۴.
- ↑ فلاحیان، «سیره اهل بیت در ایجاد وحدت میان مسلمانان»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ رستمیان، «ائمه (ع) منادی همزیستی مسالمتآمیز»، ص۱۱۷ تا ص۱۲۴.
- ↑ آقانوری، امامان شیعه و وحدت اسلامی، ۱۳۸۷ش، ص۲۰۲.
- ↑ رستمیان، «ائمه(ع) منادی همزیستی مسالمتآمیز»، ص۱۰۵.
- ↑ دارابی، و دیگران، «پارادایم رضوی در همزیستی مسالمت آمیز میان باورمندان به ادیان الهی»، سایت جستجو در مقالات و کتابهای استادان.
- ↑ کریمینیا، «ادیان الهی و همزیستی مسالمتآمیز»، ص۱۰۰.
- ↑ عمید زنجانی، فقه سیاسی، ۱۳۷۷ش، ج۹، ص۱۷۰؛ مؤمن و بهرامی، نظام سیاسی اجتماعی اسلام، ۱۳۸۰ش، ص۱۲۵.
- ↑ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمتآمیز ادیان»، ص۲۳.
- ↑ کریمینیا، «ادیان الهی و همزیستی مسالمتآمیز»، ص۹۵.
- ↑ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمتآمیز ادیان»، ص۲۸.
- ↑ مسترحمی، و تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمت آمیز ادیان»، ص۱۲.
سرچينې
- آقانوری، علی، امامان شیعه و وحدت اسلامی، قم، دانشگاه ادیان و مذاهب، ۱۳۸۷ش.
- افضلی، رسول، و روزبه صدرآرا، «جامعه مدنی»، دانشنامه جهان اسلام، ج۹، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۴ش.
- امینی، محمدامین، «اصل همزیستی مسالمتآمیز با غیرمسلمانان در اسلام»، در مجله معرفت، شماره ۱۶۵، شهریور ۱۳۹۰ش.
- جعفری، علیاکبر و عظیمه پاینده، «نقش صلح و همزیستی مسالمتآمیز در بازآفرینی حرکت احیاگرانهٔ اسلامی با تکیه بر نظرات امام خمینی»، در مجله ژرفاپژوه، شماره ۸ و ۹، تابستان و پاییز ۱۳۹۵ش.
- دارابی، کوکب و دیگران، «پارادایم رضوی در همزیستی مسالمت آمیز میان باورمندان به ادیان الهی»، سایت جستجو در مقالات و کتابهای استادان، چکیده مقالات همایش بینالمللی عدالت و اخلاق، تاریخ بازدید: ۲۲ مرداد ۱۴۰۳ش.
- رحمانی، محمد، «قاعده الزام و همزیستی مذاهب»، در مجله پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی، شماره ۳ و ۴، پاییز و زمستان ۱۳۸۱ش.
- رستمیان، محمدعلی، «ائمه(ع) منادی همزیستی مسالمتآمیز»، در مجله هفت آسمان، شماره ۴۷، پاییز ۱۳۸۹ش.
- سبحانی، جعفر، مسائل جدید کلامی، قم، مؤسسه امام صادق (علیه السلام)، ۱۴۳۲ق.
- سیرت شیخزاده، مریم، «کارکرد دانش حقوق در سبک همزیستی مسالمتآمیز»، در مجله مطالعات حقوق اسلامی، شماره ۱۶، بهار و تابستان ۱۴۰۱ش.
- سلیمی، عبدالحکیم، «اقلیتها و حقوق آنها در اسلام»، در مجله معرفت، شماره ۹۳، شهریور ۱۳۸۴ش.
- عبدالمحمدی، حسین، تساهل و تسامح از دیدگاه قرآن و اهلبیت، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۹۱ش.
- عمید زنجانی، عباسعلی، فقه سیاسی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۷ش.
- فلاحیان، سیدحسن، «سیره اهل بیت در ایجاد وحدت میان مسلمانان»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، تاریخ انتشار: ۵ مهر ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۲۲ مرداد ۱۴۰۳ش.
- کریمینیا، محمدمهدی، «ادیان الهی و همزیستی مسالمتآمیز»، در مجله رواق اندیشه، شماره ۲۶، بهمن ۱۳۸۲ش.
- کعبی، علیعطیة، همزیستی مسالمتآمیز میان ادیان آسمانی، ترجمه حمیدرضا شیخی، مشهد، آستان قدس رضوی. بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۹۶ش.
- محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک وسائل، بیروت، مؤسسة آل البیت، ۱۴۰۸ق.
- مسترحمی، سید عیسی و محمدیوسف تقدسی، «راهکارهای قرآنی همزیستی مسالمت آمیز ادیان»، در مجله، مطالعات قرآن و علوم، شماره ۱، بهار و تابستان ۱۳۹۶ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، اعتقاد ما، قم، نسل جوان، ۱۳۷۶ش.
- منتظری، حسینعلی، اسلام دین فطرت، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۵ش.
- موحدی ساوجی، محمدحسن، «همزیستی مسالمتآمیز انسانها از دیدگاه قرآن و نظام بینالمللی حقوق بشر»، در مجله حقوق بشر، شماره ۱ و ۲ (پیاپی ۱۷ و ۱۸)، بهار تا زمستان ۱۳۹۳ش.
- مؤمن، محمدرضا و قدرتالله بهرامی، نظام سیاسی اجتماعی اسلام، قم، نمایندگی ولی فقیه در سپاه، ۱۳۸۰ش.