wikishia:Featured articles/2024
د اختر لمونځ، یا د دوو اخترونو لمونځ، هغه لمونځونه دي چې د وړوکي او لوی اختر په ورځو یې مسلمانان کوي. د اختر په لمانځه په تېره بیا د فطر یا وړوکي اختر په لمانځه کې د مسلمانانو ګډون ډېر پراخ وي. د شیعه فقیهانو په فتوا، دغه لمونځ د معصوم امام د شتون په زمانه کې واجب دی او باید په جماعت سره وکړی شي. همداراز د غیبت په دوران کې د دغه لمونځ کول مستحب دي، که څه هم په دې اړه چې په جماعت سره وکړی شي که ځانله، مختلف نظرونه موجود دي.
نورې ټاکل شوې مقالې: ثقل اکبر – آمنه بنت شرید – ابراهیم (پیغمبر)