ابراهیم بن مهزیار
ابراهیم بن مَهْزیار اهوازي، د دریمې قمري پېړۍ شیعه راوي، د امام جواد(ع) له اصحابو او له امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) د روایتونو نقلوونکی.
په شیعه روایي سرچینو کې له ابراهیم بن مهزیاره ځینې حدیثونه نقل شوي دي. د ایت الله خویي په وینا د هغه نوم تر پینځوسو زیاتو روایتونو په سند کې راغلی دی. شیعه رجالیان د ابراهیم بن مهزیار د روایتونو د معتبروالي په اړه د نظر اختلاف لري. د هغه د وثاقت د ثابتولو لپاره، د کامل الزیارات کتاب د ځینو روایتونو په سند کې په راتللو استدلال شوی دی.
ژوند لیک
ابراهیم، د خوزستان د دَوْرَق اوسیدونکی و.[۱] د نجاشي په وینا، پلار یې مسیحي و او اسلام ته اوړېدلی دی.[۲] د ابراهیم بن مهزیار د زوکړې او وفات له نیټې کره معلومات نه شته، سره له دې ځینو څېړاندو د ځینو دلیلونو په استناد، هغه د ژوند وخت ۱۹۵-۲۶۵ق اټکل کړی دی.[۳] دغه دلایل دا دي چې هغه د امام جواد(ع) (شهادت ۲۲۰ق) له اصحابو و[۴] او د امام حسن عسکري(ع) (شهادت ۲۶۰ق) له شهادته وروسته ژوندی و[۵] او دا چې په یو روایت کې د امام مهدي(ع) له اصحابو ګڼل شوی دی.[۶]
علي او محمد، د ابراهیم بن مهزیار زامن وو؛ محمد د یوولسم امام له اصحابو و[۷] او د یو نقل له مخې د زمانې له امام(ع) سره یې ملاقات کړی دی.[۸] د علي اکبر غفاري په وینا، د علي نوم په رجالي کتابونو کې نه دی راغلی.[۹]
د شیعه په ځینو روایي او رجالي سرچینو کې د هغه کنیت ابواسحاق ذکر شوی دی.[۱۰]
د امامانو صحابي
شیخ طوسي، ابراهیم بن مهزیار د امام جواد(ع)،[۱۱] او امام هادي(ع)[۱۲] له اصحابو ګڼلی دی. د یو روایت له مخې چې په الکافي کتاب کې له محمد بن ابراهیم بن مهزیار نقل شوی، پلار یې ابراهیم بن مهزیار، د شیعیانو د یوولسم امام وکیل و.[۱۳] ایت الله خویي دغه روایت ضعیف ګڼلی دی.[۱۴]
د زمانې له امام(عج) سره ملاقات
د یو روایت له مخې چې شیخ صدوق نقل کړی، ابراهیم بن مهزیار، په مکې کې له امام زمان(ع) سره ملاقات کړی دی.[۱۵] ایت الله خویي د دغه روایت په اعتبار کې شک کړی دی.[۱۶] همداراز په یو روایت کې د امام مهدي له وکیلانو سره د هغه اړیکو ته اشاره شوې ده[۱۷] او فضل بن حسن طبرسي هغه د حضرت مهدي له سفیرانو ګڼلی دی.[۱۸] علامه حلي دغه روایت ضعیف ګڼلی دی.[۱۹]
رجالي مقام
د ایت الله خویي په وینا، شیعه رجالیان د ابراهیم بن مهزیار په اړه د نظر اختلاف لري؛ علامه مجلسي هغه ثقه[۲۰] او ابن داوود حلي، هغه ممدوح[۲۱] ګڼلی[۲۲] او عبدالنبي جزایري په حاوي الاقوال کې، هغه د ضعیفو رجالو په برخه کې راوړی دی.[۲۳]
مامقاني او ځینو نورو، د ابراهیم بن مهزیار د وثاقت او مدحې لپاره په ځینو دلیلونو تکیه کړې ده؛ منجمله د خپل ورور علي بن مهزیار له خوا وصي والی او د امام مهدي لپاره د هغه سفیر والی.[۲۴] د معجم رجال الحدیث د ۲۳ ټوکیزې ټولګې لیکوال سید ابوالقاسم خویي د هغه په مدحې او توثیق د دغه مواردو دلالت کمزوری ګڼلی او په خپله یې د ابراهیم بن مهزیار د وثاقت لپاره د کامل الزیارات کتاب[۲۵] د روایتونو په سند کې د هغه د نوم په راتللو استدلال کړی دی.[۲۶] ځینو اوسمهاله څېړاندو، په کامل الزیارات کتاب کې له راوي نقل له عامو توثیقاتو ګڼلی دی؛[۲۷] ځکه چې ابن قولویه د کامل الزیارات په سریزه کې ویلي چې په دې کتاب کې یې یوازې له ثقه راویانو نقل کړی دی.[۲۸]
روایتونه
په ځینو شیعه سرچینو منجمله کتب اربعه کې د ابراهیم بن مهزیار په نقل ځینې حدیثونه راغلې دي.[۲۹] د ایت الله خویي په وینا دهغه نوم تر ۵۰ په زیاتو روایتونو کې راغلی دی.[۳۰]
ابراهیم بن مهزیار، د شیعیانو له لسم او یوولسم امامه[۳۱] نېغه په نېغه حدیثونه نقل کړې دي.[۳۲] هغه د ځینو راویانو لکه خپل ورور علی،[۳۳] صالح بن سندي، ابن ابي عمیر، حسین بن علیي بن بلال، خلیلان بن هشام او ورور یې داود بن مهزیار، په واسطه روایتونه نقل کړې دي.[۳۴] همداراز عبد الله بن جعفر حمیري،[۳۵] سعد بن عبد الله اشعري،[۳۶] محمد بن احمد بن یحیی و محمد بن علي بن محبوب، له هغو راویانو دي چې له هغه یې حدیثونه نقل کړې دي.[۳۷]
ابراهیم په ځینو زمینو لکه د امامانو د شهادت او عمر،[۳۸] په مسجد النبي[۳۹] او د کوفي جومات[۴۰] کې د لمونځ کولو د فضیلت، د امام حسین د زیارت د ثواب[۴۱] او ځینې روایتونه د لمانځه[۴۲] او حج[۴۳] د احکامو په باره کې نقل کړې دي. ځینو شیعه فقیهانو لکه صاحب جواهر د لمانځه د احکامو په باب کې د هغه په یو روایت استناد کړی دی.[۴۴]
نجاشي، ابراهیم بن مهزیار ته د یو کتاب البشارات په نامه نسبت ورکړی دی.[۴۵] ځینو څېړاندو احتمال ورکړی چې البشارت د هغه د ورور علي بن مهزیار کتاب دی[۴۶] چې ابراهیم بن مهزیار روایت کړی دی[۴۷] او نجاشي د هغه بللی دی.[۴۸]
فوټ نوټ
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۲۵۳.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۲۵۳.
- ↑ گذشته، «ابراهیم بن مهزیار»، ج۲، ص۴۵۸.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۷۴.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۱۸.
- ↑ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ص۴۴۵-۴۵۳.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۴۰۲.
- ↑ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۴۲.
- ↑ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۶۶، پانویس.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۶؛ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۵، ص۱۷.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۷۴.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۸۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۱۸.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۵.
- ↑ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ص۴۴۵-۴۵۳.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۷.
- ↑ کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۵۳۱-۵۳۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۴۱۶.
- ↑ علامه حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۷ق، ص۵۱.
- ↑ علامه مجلسی، الوجیزة فی الرجال، ص۱۶؛ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۵، ص۳۱.
- ↑ ابن داود حلی، کتاب الرجال، ۱۳۴۲ش، ص۱۹.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۴.
- ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۲۴۹.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۵، ص۱۸-۳۱؛ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۴، خاتمه، ص۲۶-۲۹.
- ↑ وګورئ: ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۲۱، ۲۵، ۳۱، ۴۹، ۸۵، ۱۵۵، ۱۹۱.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۷.
- ↑ ایروانی، دروس تمهیدیه فی القواعد الرجالیه، ۱۴۳۱ق، ص۳۵.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۵۷، ۴۶۱، ۴۶۳؛ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۶۳، ج۲، ص۴۴۴.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۶۳.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۵۷، ۴۶۱، ۴۶۳.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۵۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۵۷.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ۴۵۷، ۴۶۱، ۴۶۳، ۴۷۲، ۴۷۵، ۴۸۶، ۴۹۱، ۴۹۷، ۵۱۸.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۲۱.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۳۱-۳۲.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۵۵.
- ↑ صدوق، من لایحضر الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۶۳.
- ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۴۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ج۸، ص۶۳؛ عاملی، مفتاح الکرامه، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۴۵۸.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۶.
- ↑ طوسی، فهرست کتب الشیعه، ۱۴۲۰ق، ص۲۶۵.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۲۵۴.
- ↑ گذشته، «ابراهیم بن مهزیار»، ج۲، ص۴۵۸.
سرچينې
- ابن داود حلّی، حسن بن علی، کتاب الرجال، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۴۲ش.
- ابن قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح: عبدالحسین امینی، نجف، دار المرتضویه، ۱۳۵۶ش.
- ایروانی، محمدباقر، دروس تمهیدیة فی القواعد الرجالیة، قم، انتشارات مدین، ۱۴۳۱ق.
- جزائری، عبدالنبی، حاوی الاقوال فی معرفة الرجال، قم، مؤسسه الهدایه لاحیاء التراث، ۱۴۱۸ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، مرکز نشر آثار شیعه، ۱۴۱۰ق/۱۳۶۹ش.
- صدوق، محمد بن علی، کمالالدین و تمام النعمه، تصحیح: علیاکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
- صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح: علی اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، تهران، بینا، ۱۳۹۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، تحقیق: جواد قیومی اصفهانی، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۷۳ش.
- طوسی، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعه و اصولهم و اسماء المصنفین و اصحاب الاصول، تحقیق: عبدالعزیز طباطبایی، قم، مکتبة المحقق الطباطبایی، ۱۴۲۰ق.
- عاملی، سید جواد، مفتاح الکرامه فی شرح قواعد العلامه، تصحیح: محمدباقر خالصی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، تحقیق: جواد قیومی، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
- کشی، محمد بن عمر، رجال الکشی -اختیار معرفة الرجال، تلخیص: محمد بن حسن طوسی، تصحیح: حسن مصطفوی، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- گذشته، ناصر، مدخل ابراهیم بن مهزیار در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، ۱۳۶۸ش.
- مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی احوال الرجال، تحقیق: محیالدین و محمدرضا مامقانی قم، مؤسسة آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۳۱ق.
- مجلسی، محمدباقر، الوجیزة فی الرجال، تحقیق: محمدکاظم رحمان ستایش، تهران،وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی.
- نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، تحقیق: موسی شبیری زنجانی، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۵ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح: عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
- نوری، میرزاحسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۰۸ق.