امت وسط
اُمَّت وَسَط، غوره شوې کسان چې د خلکو او د پېغمبر(ص) تر مینځ واسطه او په دنیا کې د ټولو خلکو د عملونو شاهدان او په اخرت کې پر هغوي ګواهان دي. دغه ټکی د بقرې سورې په ۱۴۳ ایت کې د مسلمانانو په اړه کارول شوی دی.
په شیعه او اهل سنت تفاسیرو کې د دې د مصداق په اړه مخلتف قولونه راغلې دي. شیعه مفسرانو معصوم امامان او اهل سنت مفسرانو ټولو مسلمانان، صحابه او اهل سنت د دې مصداقونه ګڼلې او ځینې ځانګړنې لکه عصمت، عدالت، او عقلانیت یې د دغه شان امت لپاره ذکر کړې دي.
مفهوم پېژندانه
امت وسط هغه ټکی دی چې د بقرې سورې په ۱۴۳ ایت کې د مسلمانانو لپآره کارول شوی او هغه په نورو امتونو د دې امت د لوړاوي او غوره والي دلیل ګڼل شوی چې مسلمانان په نورو خلکو ګواه او شاهد وي.[یادداشت۱]
امت وسط په دې معنا دی چې خدای تعالی تاسو داسې امت ټاکلې یئ چې له افراط او تفریطه خوندي یئ.[۱] په تفسیرونو کې، له غلو او په عقیده کې له نیمګړتیا خوندي والی، په مادي ګرایۍ او رهبانیت نه اخته کېدل، په خپل علم کې جمود نه لرل او د نورو له علومو استفاده، له نورو امتونو سره د متقابلو ټولنیزو اړیکو جوړول او په بل عبارت د مسلمان انسان د مختلفو اړخونو لرونکی ګڼل شوی دی.[۲]
مفسرانو له امت وسط څخه مطلب عادل امت،[۳] تر ټولو غوره امت[۴] د ټولو خلکو مشر، چورلیز او سردار،[۵] بېلګه او نمونه امت او د عقلانیت لرونکی امت[۶] اخستی دی او په نهایت کې امت وسط یوه ممتازه، غوره شوې، د خلکو او پېغمبر(ص) تر مینځ واسطه، په دنیا کې د ټولو خلکو په عملونو شاهده او په آخرت کې په هغوي ګواه ډله بلل شوې دي.[۷]
مصداقونه
مفسران د امت وسط د مصداق د ټاکلو په اړه مختلف نظرونه لري. ټول مسلمانان د پېغمبرصحابيان، اهل سنت او شیعه امامان یې د دغه ټکي له مصداقونو ذکر کړې دي:
- ټول مسلمانان: ځینو اهل سنتو مفسرانو هغه ټول کسان چې د اسلام د پېغمبر بلنه یې منلې د امت وسط مصداق ګڼلي. دوي د رسول الله(ص) د امت د وسط او مینځ والي په وضاحت کې ویلي چې مسلمانان له یوې خوا د اهل کتابو په پرتله او له بلې خوا د مشرکانو او بت پر ستانو په پرتله حد وسط او د مینځ حد دي؛ ځکه چې ځینې اهل کتابو د روح پیاوړتیا ته مخه کړې او جسمي کمالات یې پرېښې دي، د دې په اپوټه مشرکانو بیا د روح فضایل پریښي او یوازې جسمي خوندونو ته یې مخه کړې ده، خو د اسلام امت د روحي او جسمي ضروریاتو په مینځ کې انډول راوستی دی.[۸] په څلورمه پېړۍ کې د اهل سنتو مفسر محمد بن جریر طبري په وینا، له امت وسط څخه مطلب مسلمانان دي چې په دیندارۍ کې نه د مسیحیانو په شان رهبانیت او د حضرت عیسی په اړه غلو کوي او نه یې د یهودیانو په شان د خدای کتاب تحریف کړی او په دیندارۍ کې کوتاهي کوي.[۹]
- صحابه، تابعین او اهل سنت؛ ځینو اهل سنتو عالمانو به لومړۍ درجه کې د پېغمبر (ص) اصحاب او بیا تابعین او تابع تابعین او هغه کسان چې د صحابه و لاره یې جاري وساتله د دغه ایت مصداق ګڼلي. د هغوي په نظر له خلفای راشدین وروسته اسلامي امت په تفرقې اخته شو او ځینې کسان لکه خوارج یا بدعت جوړوونکي او شیعیان په غلو او فتنه جوړولو سره له مینځ لارې ووتل او یوازې اهل سنت د صحابه و له لارې په پېروۍ سره د حق په لاره کې باقي پاتې شول او د امت وسط مصداق دي.[۱۰]
- شیعه امامان: زیاتره شیعه مفسران باوري دي چې که څه هم ځینو له دغه ایته د امت د اجماع حجیت او د هغوي عدالت استباط کړی؛ خو په دې معنا نه دی چې د دغه امت یو یو کس دې له خطا خوندي وي بلکې په هغوي کې داسې کسان شته چې د عصمت په وجه د شاهد او ګواه والي وړتیا لري او د اسلامي امت وسط والی په مسلمانانو کې د دغه ډلې د شتون په اعتبار سره دی.[۱۱] د روایتونو[۱۲] او د قرآن د نورو ایتونو له مخې، دغه شان مقام یوازې امامانو(ع) سره مخصوص دی چې په دنیا کې د خلکو د عملونو د حقایقو د لیدلو زغم لري او د قیامت په ورځ په هغوي ګواهي ورکوی.[۱۳]
ځانګړنې
د امت وسط لپاره ځینې ځانګړنې ذکر شوې دي چې عدالت، عصمت، علم[۱۴] او عقلانیت،[۱۵] پکې شامل دي.
- عصمت: شیعه مفسران باوري دي هغه کسان چې په خلکو ګواه دي باید له هر ډول خطا او تېروتنې خوندي وي ځکه چې د امت وسط تحقق د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل له غوښتنو و چې حضرت ابراهیم د کعبې د جوړولو په وخت له خدایه وغوښتل چې په اولاد کې یې داسې رسول راپاڅوي چې د خدای ایتونه خلکو ته ولولي. مفسران باوري دي چې د حج سورې په ۷۸ ایت کې د ابراهیم دعا استجابت ته د اشارې په ترڅ کې یوې غوره شوې ډلې ته اشاره ده چې له الهي اوامرو سرغړونه نه کوي او له ګناه پاک دی. د دوي بل دلیل یو ډول خاص شهادت ته اشاره ده چې یوازې معصومان یې ورکولی شي.[۱۶]
- عدالت: زیات شمېر مفسران د اسلام له پېغمبر(ص) څخه په ځینو روایتونو په تکیې سره، عدالت د امت وسط له ځانګړنو ګڼي چې هغوي له افراط او تفریطه بچ کوي او مینځ لاره وهي.[۱۷]
فوټ نوټ
- ↑ راغب اصفهانی، مفردات، ذیل واژه وسط.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۳۲۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۴۸۸-۴۸۹.
- ↑ سیوطی، الدرالمنثور، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۴۴؛ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۸۴.
- ↑ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۸۴-۸۵.
- ↑ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۸۴-۸۵.
- ↑ طالقانی، پرتوی از قرآن،۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۲۴.
- ↑ طباطبائی، المیزان، الناشر منشورات اسماعيليان، ج۱، صص۳۲۱-۳۲۲؛ ربانی، «امت وسط» ص۲۸۷.
- ↑ سید قطب، فی ظلال القرآن، ۱۴۱۲، ج۱، ص۱۳۰-۱۳۱.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۵.
- ↑ صلابی، الوسطیة فی القرآن، ۱۴۲۶ق، ص۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۳۲۱.
- ↑ صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۸۲؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۹۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۴۱۵؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۳۲۰-۳۲۱؛ طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸، ج۲، ص۲۲۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۲۲۱؛
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۲۱.
- ↑ طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۲.
- ↑ ربانی، «امت وسط» ص۲۸۸-۲۸۹.
- ↑ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۴۴؛ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۸۴.
سرچينې
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات الفاظ قرآن، لبنان - سوریه، دار العلم- الدار الشامیة، ۱۴۱۲ق.
- ربانی، سید جعفر، «امت وسط»، در دائرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
- سید قطب، سید ابراهیم حسین، فی ظلال القرآن، بیروت - قاهره، دار الشروق، ۱۴۱۲ق.
- سیوطی، جلالالدین، الدر المنثور فی تفسیر الماثور، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلّی الله علیهم، محسن بن عباسعلی کوچهباغی، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
- صلابی، محمد، الوسطیة فی القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۲۶ق.
- طالقانی، سید محمود، پرتوی از قرآن، تهران، شرکت سهامی انتشار، ۱۳۶۲ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق.
- طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، اسلام، ۱۳۶۹ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز درسهایی از قرآن، ۱۳۸۳ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب العلمیه، ۱۳۷۱ش.