د جمهوري اسلامي ګوند
| نوم | د جمهوري اسلامي ګوند |
|---|---|
| آرمان | د سمو ديني افکارو لېږد؛
د سمو سیاسي تحلیلونو د ټولنې ژورو ته رسول؛ د انقلاب تبیین؛ د یوه اسلامي نظام د رامنځته کېدو څرنګوالي تشریح؛ او … |
| د تأسیس نېټه | ۱۳۵۷ل |
| ورځپاڼه | جمهوري اسلامي ورځپاڼه |
| مذهب | شیعه |
| هېواد | ایران |
د جمهوري اسلامي ګوند، د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په ایران کې تر ټولو مهم ګوند «د جمهوري اسلامي ګوند» و. یو شمېر ایراني علمي، مذهبي او سیاسي شخصیتونو چې د انقلاب په بریالیتوب کې یې رول لوبولی او د امام خمیني پیروان وو، هغوي په ۱۳۵۷ کال کې د اسلامي جمهوریت ګوند تاسیس کړ. د دې ګوند د روحاني بنسټ ایښودونکو د ښه شهرت له امله د ایران د انقلابي ټولنې لخوا تود هرکلی وشو، او سید محمد حسیني بهشتي د جهوري اسلامي د ګوند لومړی سکرتر جنرال شو.
د انقلاب له بریالیتوب وروسته د یو جامع او موثر سیاسي سازمان شتون ته د ضرورت له امله او د دې انقلاب د نهضت مشروطه غورځنګ په څېر برخلیک سره د نه مخکیدو له امله د جمهوري اسلامي ګوند تاسیس شو. د ګوند د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پراخ فعالیتونه ترسره کړل او مهم بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل، خو د مرکزي شورا د غړو ترمنځ د اختلافاتو او د هیواد د مهمو چارو په اداره کولو کې د ګوند د مشرانو د ښکیلتیا په څیر عواملو له امله، په ۱۳۶۶ کال کې د امام خمیني په موافقت سره وتړل شو.
د ګوند د جوړولو فلسفه
د یو سازمان د جوړولو ضرورت او د سیاسي او مذهبي وسله والو ځواکونو ترمنځ د یو ډول داخلي همغږۍ رامینځته کولو اړتیا یو له هغو مسلو څخه وه چې د ۱۳۲۰ کال د وږی له میاشته وروسته او په ځانګړې توګه د زمري په ۲۸ له کودتا وروسته د ځینو مذهبي سیاسي فعالانو ذهنونونه یې مشغول کړي وو.[۱]
د ګوند بنسټ ایښودونکو د هیواد د ځانګړو تاریخي او سیاسي شرایطو په تحلیل سره په دې پوه شول چې د انقلاب له بریا وروسته، د هیواد د اداره کولو دروند بار د انقلابیانو په اوږو راځي، او هغه هم د اسلامي انقلاب د معیارونو او نظریاتو پر بنسټ، نو د یو جامع او اغیزمن سیاسي سازمان شتون ډېر ضروري و، که نه نو اسلامي انقلاب به هم د مشروطه غورځنګ برخلیک سره مخ شوی و.
تاریخ
له ۱۳۴۱ کال راهیسې، د یو شمیر هغو عالمانو په منځ کې د ګوند د جوړولو مفکوره رامینځته شوه چې د امام خمیني په څیر نظرونه یې درلودل. دا مفکوره په ۱۳۵۶ کال کې چې په ایران کې سیاسي بدلونونه مخ په زیاتیدو وو، ځواکمنه شوه ، خو د ځينې کسانو د جلاوطنۍ لکه د سید علي خامنه اي او ورباندې د زور له سببه د یو څه وخت لپاره ودرول شوه. د اسلامي انقلاب د بریا په درشل کې او د مذهبي فعالانو د آزادۍ سره، د یو همغږي سازمان د جوړولو اړتیا احساس شوه. د ۱۳۵۷ کال په مني او ژمي کې، امام خمیني سره نږدې د عالمانو ډلې د جمهوري اسلامي ګوند» قوانین او اصول مسوده کړل. که څه هم ویل کیږي چې امام خمیني د ګوندپالنې په اړه مثبت نظر نه درلود، خو د انقلاب له بریا وروسته یې د دې ګوند د جوړولو اعلان خلکو ته وکړ.[۲]
بنسټ ایښودونکي

د اسلامي جمهوري ګوند بنسټ ایښودونکي دا وو:
- سید محمد حسیني بهشتي؛
- سید عبدالکریم موسوي اردبیلي؛
- اکبر هاشمي رفسنجاني؛
- سید علي خامنه اي؛
- محمد جواد باهنر.
دوی د ګوند د تاسیس په وخت کې د انقلابي شورا غړي هم وو، او د ګوند ډیر اصلي مشران، لکه بهشتي، خامنه اي، هاشمي رفسنجاني، او ناطق نوري، د تهران د مبارزو عالمانو د ټولنې غړي هم وو.[۳]
د ګوند د تاسیس اعلامیه د سید علي خامنه اي لخوا لیکل شوې وه، او د مرکزي شورا لومړۍ غونډه د ۱۳۵۷ کال د سلواغه په ۱۹مه د تهران په توحید مرکز کې ترسره شوه. شورا دیرش غړي درلودل، چې بنسټ ایښودونکي او ۲۵ نور شخصیتونه پکې شامل وو چې ډیر یې په انقلاب کې فعال وو، په شمول د عالمانو، بازاریان او اکاډمیک کسانو.[۴] سید محمد بهشتي د ګوند د لومړي منشي په توګه هم وټاکل شو.
قوانین او جوړښت
د ګوند قوانین، چې ۴۴ مادې او پنځه تبصرې پکې شاملې وې، د ګوند په لومړۍ کنګره کې تصویب شول. د ګوند په ارګانونو کې غړي، ولسوالۍ، د چمتووالي واحدونه، د ولسوالۍ او ولسوالۍ شوراګانې، او ولایتونه، اجرایوي بورډونه، مرکزي شوراګانې، د منځګړیتوب شوراګانې، د ایډیالوژۍ شوراګانې، د فتوا شوراګانې، او کانګرسونه (د ګوند تر ټولو لوړ واک) شامل وو. مرکزي شورا د ګوند د پلان جوړونې مسؤلیت درلود. د ایډیالوژۍ او افتا شورا د ګوند د پالیسیو څارنه او د مرکزي شورا د پریکړو بیاکتنه او پریکړې کولو مسؤلیت درلود. کانګرس د قوانینو تصویب او هر ډول بدلون راوستلو، د مرکزي شورا او د منځګړیتوب شورا د غړو د ټاکلو، او د ګوند د فعالیت بیاکتنې مسؤلیت درلود.[۵]
د ګوند دریځونه
د ګوند د بنسټ ایښودونکو او مهمو غړو لخوا په بیانونو او مرکو کې د عقایدو، د ټولنې او کلتوري او هنري پروګرامونو، د هیواد چلولو، اقتصادي پالیسۍ او بهرني سیاست په اړه د ګوند د دریځونو اصلي محورونه په تفصیل سره تشریح شوي وو.
د ګوند د بهرني سیاست باورونه په لاندې ډول وو:
- د «نه ختیځ او نه لویدیځ» په اصل باور؛
- د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د ورورګلوۍ اړیکې رامینځته کول؛
- د هر هغه اقتصادي اړیکو پرې کول چې د لویو قدرتونو لخوا په هیواد باندې تسلط ته لاره هواروي؛
- د لویو قدرتونو د دسیسو افشا کول چې د تسلط په لټه کې دي، په ځانګړي توګه د امریکا حکومت؛
- د آزادۍ غورځنګونو سره مرسته کول د اسلامي دولت له دندو څخه ګڼل کیږي.[۶]
د تاسیس اهداف
د جمهوري اسلامي ګوند بنسټ ایښودونکو په مکرر ډول اعلان کړی چې د ګوند د تاسیس هدف د واک د جګړې ډګر ته ننوتل او د سیاسي سیالانو له صحنې څخه ایستل نه وو، بلکې:
- د سمو مذهبي افکارو منتقل کول؛
- د ټولنې ته سم سیاسي تحلیلونه وړاندې کول؛
- د انقلاب تشریح کول او د یو اسلامي نظام د رامینځته کولو څرنګوالی تشریح کول؛
- د خلکو ترمنځ د مبارزې لپاره د لیوالتیا دوام او د دوي د یووالي ساتل؛
- ځوانانو ته د دې مفاهیمو تدریس کول؛
- د ګوند نظم ته د ځوانانو هڅول او د هیواد د مدیریت په مختلفو برخو کې د ګډون لپاره د هغوي چمتو کول.[۷]
د دوه ملیونه خلکو له ګوند سره یوځای کیدل
د ګوند د تاسیس له اعلان سره، په ټول هیواد کې د غړیتوب غوښتنه پیل شوه، تر هغه چې په ټول هیواد کې د غوښتونکو شمیر ډیر ژر له دوه ملیونو څخه ډیر شو او په تهران کې له څلورو لاکو څخه ډیر شو. په ورته وخت کې، په ښارونو کې د ګوند د دفترونو د پرانستلو غوښتنه هم زیاته شوه.
د ګوند فعالیتونه
د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په لومړیو دوو یا دریو کلونو کې، د ګوند چارواکو او مدیرانو یو ستونزمن کار درلود. دوي به له یوې خوا، د ګوند بنسټونه پیاوړي کول، د هغې نظرونه تدوین کول، او سیاسي، کلتوري او اقتصادي پروګرامونه جوړول او په کمیتي ډول ګوند ته وده ورکول. له بلې خوا، دوي مکلف وو چې د امام خمیني لخوا تصور شوي اصولو پر بنسټ او د انقلاب څخه راپورته شوي حکومت سره د همکارۍ لپاره د خلکو د لارښوونه وکړي او تنظیم یې کړي. په دې کلونو کې، ګوند د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پراخ فعالیتونه ترسره کړل او د پام وړ بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل. پدې کې شامل وو:
- د ۱۳۵۸ کال د وري په لسمه نیټه د اسلامي جمهوریت د ټولپوښتنې په ترسره کولو کې مرسته کول؛
- د اساسي قانون د بیاکتنې او تصویب لپاره د خبرګانو د جرګه په ټاکنو کې خلکو ته وړ نوماندان معرفي کول، د هغې د یو سل او لسمې مادې (د ولایت فقیه، او د ولی فقیه واکونه او مسؤلیتونه) باندې ټینګار سره؛
- د اساسي قانون د ټولپوښتنې په ترسره کولو کې مرسته کول؛
- د ولسمشرۍ او د اسلامي شورا جرګه په ټاکنو کې فعاله برخه اخیستل؛
- د انقلاب ضد مبارزې سره مبارزه کول او د تحمیل شوي جګړې په جبهو کې برخه اخیستل.[۸]
ګوند د هیواد د ځانګړي تاریخي وضعیت په رڼا کې پراختیایي خدمات هم وړاندې کړل، په شمول د:
- د کتابتون جوړول؛
- د فابریکې جوړول؛
- د کورونو جوړول؛
- په کلیو او محرومو سیمو کې د اوبو نلونه لګول.[۹]
رسمي خپرونې
د جمهوري اسلامي ګوند له جوړیدو وروسته، په دې پسې وو چې د خپل رسمي ویاند په توګه یوه ورځپاڼه خپره کړي. د ورځپاڼې جواز د سید علي خامنه اي په نوم ثبت شو، او لومړۍ ګڼه یې د ۱۳۵۸ کال د غبرګولي په ۲۹ مه د جمهوري اسلامي ورځپاڼې په نوم خپره شوه. دې ورځپاڼې خپل فعالیتونه د پیښو په سمه توګه پوهیدلو، د دوي ترمنځ منطقي اړیکو موندلو او د عقیدې په چوکاټ کې د حقایقو خپرولو په هدف سره پیل کړل. د هغې د بحثونو اصلي تمرکز د اسلامي نړۍ په مسلو، د مظلومانو ملاتړ او اړمنو ته پاملرنه وه. ورځپاڼې به په انقلابي حرکتونه د «انقلاب سره ګام په ګام» په څیر د فوټ نوټونو لړۍ په داخلولو سره او د عمل سرعت، صداقت او په خبرونو کې د سم دریځ په نیولو باندې ټینګار کاوه. د ګوند له منحل کیدو وروسته، ورځپاڼې د مسیح مهاجري په ادارت کې خپل خپلواک فعالیتونو ته دوام ورکړ. ګوند به لا هم د زده کونکو خپرونه «عروة الوثقی» خپروله.
د ګوند ستونزې
د خپل پراختیا او بریالیتوبونو سره سره، د جمهوري اسلامي ګوند له ګڼو ننګونو سره مخ شو. د ګوند د تاسیس اصل، د انقلابي فعالینو یوې ډلې ته د نورو په پرتله د لومړیتوب ورکولو له امله، د نارضایتۍ او مخالفت لامل شو. همدارنګه، د انقلاب مخالفینو خپلې نیوکې او فشارونه په ګوند او د هغې په مشرانو زیات کړل، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په ښکاره یې د امام خمیني د مخالفت کولو جرئت نه درلود.
د مجاهدین خلق سازمان، ابوالحسن بني صدر، او د خلق مسلمان ګوند، دا ګوند په انحصار ګروهنې او واک غوښتنې تورن کړ. دا مخالفت د ګوند د مشرانو په وړاندې د اوازو خپرولو څخه نیولې تر شخصیت وژنې او بیا فزیکي وژنې پورې و. په دې اړه، په هاشمي رفسنجاني باندې د ۱۳۵۸ کال په پسرلي کې د وژلو ناکام برید وشو، او سید علي خامنه ای د ۱۳۶۰ کال د چنګاښ په ۶مه، کله چې د هغه د وینا په ځای کې چاودنه وشوه، په لاس سخت ټپي شو.
د جمهوري اسلامي ګوند په دفتر کې چاودنه
په ۱۳۶۰ کال کې د چنګاښ په ۷ نیټه د بمي چاودنې له امله، سید محمد حسیني بهشتي او د مرکزي شورا یو شمېر غړي او د ګوند لوړ پوړي مدیران او ملاتړي (شاوخوا ۸۰ کسان) د ګوند په مرکزي ودانۍ کې شهیدان شول. لږ وروسته، د همدې کال د وږي په ۸ مه، محمد جواد باهنر (د ګوند دوهم عمومي منشي او لومړی وزیر) سره د محمد علي رجایي (د هغه وخت ولسمشر) په دفتر کې په یوه بمي چاودنه کې شهیدان شول. د دواړو چاودنو عاملین د ایران د مجاهدین خلق سازمان وو. د مرکزي شورا دوه غړو هم په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ګوند د طاقت او توفیقاتو تر څنګ د ګوند په چارو کې ځینې کمزورې هم وې او ګوند له بهرنیو او دنننیو ستونزو سره مخ شو. لکه:
- په ټول هیواد کې د ګوند چټک کمیتي وده او په تعلیمي او مدیریتي وړتیاوو باندې د دې ودې غلبه؛
- یوه بله کمزوري د هیواد د مهمو چارو د ادارې سره د ګوند د مشرانو بوختیا وه، چې په ګوند کې د شتون او تنظیم کولو لپاره یې کافي وخت نه درلود؛
- د ګوند د اصلي عناصرو او لوړ پوړو چارواکو شهادت هم د دې نوي رامینځته شوي ګوند لپاره یو دروند ګوزار و؛ [۱۰]
- د اساسي قانون پر بنسټ د حکومت له جوړیدو وروسته، د هیواد د چارو په اداره کې د مختلفو نظرونو تضاد، په ځانګړې توګه د اقتصادي مسلو او بحثونو په اړه، په جدي توګه څرګند شو. دا متضاد اقتصادي نظرونه د ګوند په مرکزي شورا کې هم راڅرګند شول؛ په شمول د دولتي ملکیت د پراختیا یا نه پراختیا او په دولتي اقتصاد کې د مرکزي کولو په څیر مسلو بحثونه. د ګوند څخه بهر ځینې اشخاص او سیاسي حرکتونه هم د ویش او اختلافاتو رامینځته کولو څخه خوندي نه وو.[۱۱]
د تړلو لاملونه
د جمهوري اسلامي ګوند په مرکزي شورا کې د زیاتیدونکو اختلافاتو او په ځینو ښارونو کې د ګوند د چارواکو او اجرایوي چارواکو ترمنځ د ستونزو د راپورته کیدو سره، چې اطلاع یې امام خمیني ته ورسیده، سید علي خامنه اي او هاشمي رفسنجاني د ۱۳۶۶ کال د غبرګوري په یولسمه نیټه امام خمیني ته په یوه لیک کې د نظام په ثبات او د دښمنانو سره په مقابله کې د ګوند په رول ټینګار وکړ، او اعلان یې وکړ چې د ګوند دوامداره فعالیت په انقلابي ځواکونو کې درزونه رامینځته کړي دي. دوی امام ته د مرکزي شورا د موافقې په اړه خبر ورکړ چې ګوند به وتړي او فعالیتونه به یې په بشپړه توګه ودروي، او امام خمیني له دې پریکړې سره موافقه وکړه.[۱۲]
فوټ نوټ
- ↑ بهشتی، راست قامتان جاودانه تاریخ اسلام، دفتر۱، مخ ۴۵۰-۴۵۱.
- ↑ خامنهای، مصاحبه درباره حزب جمهوری اسلامی، په دایرةالمعارف اسلامي بنسټ کتابتون کې موجوده نسخه.
- ↑ خبرگزاری فارس، ۹/۱۲/۱۳۹۲، مصاحبه با حجت الاسلام ابراهیمی درباره حزب جمهوری اسلامی
- ↑ خامنهای، مصاحبه درباره حزب جمهوری اسلامی، په دایرةالمعارف اسلامي بنسټ کتابتون کې موجوده نسخه
- ↑ جاسبی، تشکل فراگیر: مروری بر یک دهه فعالیت حزب جمهوری اسلامی، ټوک۱، ضمائم، مخ۲۹۰-۳۹۴.
- ↑ جمهوری اسلامی، سال ۲،ش ۵۰۰ ۵۰۷، ۴۱۲ اسفند ۱۳۵۹؛ حزب جمهوری اسلامی، ۹، ۲۳۵۵، ۸۰ مخونه.
- ↑ خامنهای، مصاحبه درباره حزب جمهوری اسلامی، په دایرةالمعارف اسلامي بنسټ کتابتون کې موجوده نسخه؛ دایرةالمعارف جهان اسلام آکسفورد <، ذیل «Islamic Republican Party» که رویکرد حزب را بیشتر قبضه کردن قدرت تلقی کرده است.
- ↑ بهشتی، راست قامتان جاودانه تاریخ اسلام، دفتر۳، مخ ۹۹۵؛ خامنهاي، مصاحبه درباره حزب جمهوری اسلامی، په دایرةالمعارف اسلامي بنسټ کتابتون کې موجوده نسخه.
- ↑ بهشتی، عملکرد یکساله حزب جمهوری اسلامی، ۴۸-۴۹ مخونه.
- ↑ بهشتی، عملکرد یکساله حزب جمهوری اسلامی، مخ ۱۴۱۷؛ خامنهای، مصاحبه درباره حزب جمهوری اسلامی، په دایرةالمعارف اسلامي بنسټ کتابتون کې موجوده نسخه.
- ↑ خامنهای، مصاحبه درباره حزب جمهوری اسلامی، په دایرةالمعارف اسلامي بنسټ کتابتون کې موجوده نسخه؛ جمهوری اسلامی، سال ۵،ش ۱۳۷۰، ۲۹ سلواغه ۱۳۶۲، مخ۱۰
- ↑ امام خمینی، صحیفه نور، ټوک۲۰، مخ ۹۳.
سرچينې
- امام خمیني، سید روحالله، صحیفه نور، تهران، د امام خمیني د آثارو د تنظیم او خپرونې مؤسسه، ۱۳۶۹ ل.
- بهشتي، محمد، راست قامتان جاودانه تاریخ اسلام، تهران، د اسلامي انقلاب د شهید بنسټ، ۱۳۶۱ ل.
- بهشتي، محمد، عملکرد یکساله حزب جمهوری اسلامی، تهران، بېخپرونکی، ۱۳۵۹ ل.
- جاسبي، عبدالله، تشکل فراگیر: مروری بر یک دهه فعالیت حزب جمهوری اسلامی، تهران، بېخپرونکی، ۱۳۷۷ ل.
- حزب جمهوری اسلامی، مواضع ما، بېځای، بېنېټه.
- خامنهیي، سید علي، پیام دبیر کل حزب جمهوری اسلامی در ششمین سالگرد تأسیس حزب، اسلامي جمهوریت، شپږم کال، ګڼې ۱۶۶۲، ۲۹ دلو ۱۳۶۳ ل.
- خامنهاي، سید علي، چهار سال با مردم، تهران، د اسلامي جمهوریت ګوند د خپرونې مرکز، ۱۳۶۴ ل.
- هاشمي رفسنجاني، اکبر، به سوی سرنوشت: کارنامه و خاطرات، د ۱۳۶۳ ل. کال، څېړنه: محسن هاشمي، تهران، بېخپرونکی، ۱۳۸۵ ل.
- The Oxford encyclopedia of the modern Islamic world, ed. John L. Esposito, New York 1995, s.v. "Islamic Republican Party' by Eliz Sanasarian.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||