علي شمخاني
د ایران د اردو د بحري ځواکونو یوازینی دريابان (د سمندر ساتونکی) | |
| لقب | دریاسالار شمخاني |
|---|---|
| د زیږیدو نیټه | د ۱۳۳۴ل کال د تلې ۶مه |
| د زیږیدو ښار | اهواز |
| د زیږیدو هیواد | ایران |
| د شهادت نیټه | د کب ۹ مه |
| قبر | د تجریش امامزاده صالح |
| دین | اسلام |
| مذهب | شیعه |
| مسلک | پوځي قومندان |
| پوستونه | د سپاه د عمومي قومندان مرستیال، د سپاه د ځمکنيو ځواکونو قومندان، د پوځ او سپاه د بحري ځواکونو قومندان، او د ملي امنیت په عالي شورا کې د رهبر استازیتوب |
| تالیفات | دکترین استراتژی دریایی جمهوری اسلامی ایران(د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ستراتېژۍ دوکترین) |
علي شمخاني (۱۳۳۴-۱۴۰۴ل)، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواک دریاسالار (ستر درستیز) او د عراق ـ ایران جګړې له ایراني قوماندانانو څخه و. شمخاني د خوزستان د سپاه قوماندانۍ، د سپاه او پوځ د سمندري ځواکونو قوماندانۍ، د دفاع وزارت (۱۳۷۶ل تر ۱۳۸۴ل)، د ملي امنیت د عالي شورا د منشيتوب (۱۳۹۲ل تر ۱۴۰۲ل)، د نظام د مصلحت معلومولو د غونډې غړیتوب او د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر د سلاکارۍ په څېر مسئولیتونه پر غاړه لرلي دي.
شمخاني د ۱۴۰۴ل د کب پر ۹مه، پر ایران د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ترور نښه وګرځېد او شهید شو.
ژوندلیک او ځایګی
علي شمخاني، چې په ۱۳۳۴ل کال کې په اهواز کې زېږېدلی و،[۱] د عراق ـ ایران جګړې له ایراني قوماندانانو څخه و[۲] او د ایران د سمندري ځواک یوازینی دریابان (ډګرجنرال) و.[۳] شمخاني د ۱۴۰۴ل د غبرګولي پر ۲۳مه، د ایران او اسرائیلو د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال د ترور نښه وګرځېد او ټپي شو.[۴]
شمخاني د قوماندانۍ او درستیزوالۍ لوړې زدهکړې (دافوس) او د پوځي ستراتیژیکو مطالعاتو دورې بشپړې کړې وې، او د اهواز د شهید چمران پوهنتون د انجینرۍ او د مدیریت د ماسټرۍ سندونه یې لرل.[۵] ویل کېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ستراتیژۍ لومړنی دکترین او همداراز د امریکا او شوروي اتحاد د ستراتیژیو د پرتله کولو دکترین ده ترتیب کړی و.[۶]
په ۱۳۶۸ل کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر، سید علي خامنهاي، په حکم له سپاه پاسداران څخه د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ (اردو) ته ولېږدول شو[۷] او له ۱۳۶۹ل کال راهیسې یې په هممهاله توګه د پوځ او سپاه د سمندري ځواکونو قومانده پر غاړه واخیسته.[۸]
هغه ته د فتح یو لومړی درجې نښان او دوه دوهمې درجې نښانونه ورکړل شول[۹] او په ۱۳۷۸ل کال کې د دریاباني (ستر درستیز) رتبې ته لوړ شو.[۱۰] همداراز په ۱۳۷۹ل کال کې د سعودي عربستان تر ټولو لوړ دولتي نښان (د عبدالعزیز مډال) د هغه مهال د سعودي پاچا ملک فهد له خوا ورکړل شو.[۱۱]
هغه د ایران تر اسلامي انقلاب وړاندې، له محمد جهانآرا، غلامعلي رشید او محسن رضایي سره په ګڼو سیاسي فعالیتونو، لکه د «منصورون» ډلې غړیتوب، کې برخه لرله.[۱۲]
ترور او شهادت
شمخاني د ۱۴۰۴ل د کب پر ۹مه، پر ایران د امریکا او اسرائیلو په ګډ برید کې، د دفاع شورا په غونډه کې له سید عبدالرحیم موسوي (د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز)، محمد پاکپور (د سپاه پاسداران لوی قوماندان) او عزیز نصیرزاده (د ایران د دفاع وزیر) سره یوځای شهید شو.[۱۳] د هغه جنازه د کب پر ۲۳مه په تهران کې تشییع او د تجریش په امامزاده صالح (زیارت) کې خاورو ته وسپارل شوه.[۱۴]
مسئولیتونه
د علي شمخاني پوځي او سیاسي مسئولیتونه په لاندې ډول دي:
پوځي مسئولیتونه
- د عراق ـ ایران جګړې پر مهال د خوزستان د سپاه قومانده.[۱۵]
- د سپاه د لوی قوماندان مرستیال (۱۳۶۰-۱۳۶۸ل).[۱۶]
- د سپاه د ځمکني ځواک قومانده (۱۳۶۵ل).[۱۷]
- د سپاه د سمندري ځواک قومانده (۱۳۶۵-۱۳۶۸ل).
- د پوځ د سمندري ځواک قومانده (۱۳۶۸-۱۳۷۶ل).[۱۸]
- د پوځ او سپاه د سمندري ځواکونو او د خاتمالانبیا سمندري قرارګاه ګډه قومانده (۱۳۶۹ل).[۱۹]
سیاسي مسئولیتونه
- د سپاه وزیر (۱۳۶۷-۱۳۶۸ل).[۲۰]
- د سید محمد خاتمي د دولت د دفاع وزیر (۱۳۷۶-۱۳۸۴ل).
- د وسلهوالو ځواکونو د دفاعي ستراتیژیکو څېړنو د مرکز مشر (۱۳۸۴ل).[۲۱]
- د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا غړی (۱۳۸۵ل).[۲۲]
- د ملي امنیت په عالي شورا کې د رهبر استازی (۱۳۹۲ل).[۲۳]
- د ملي امنیت د عالي شورا منشي (۱۳۹۲-۱۴۰۲ل).[۲۴]
- د نظام د مصلحت معلوموونکې غونډې غړی او د ایران د اسلامي جمهوریت د دوهم رهبر آیتالله خامنهاي، سیاسي سلاکار (۱۴۰۲ل).[۲۵]
شمخاني په ۱۳۸۰ل کال کې د ایران د ولسمشرۍ په اتمه دوره ټاکنو کې برخه واخیسته او له سید محمد خاتمي او احمد توکلي وروسته یې درېیم مقام خپل کړ.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
- ↑ «۱۷ سرلشکر جمهوری اسلامی ایران را بشناسید + عکس»، د میزان خبري آژانس وېبپاڼه.
- ↑ «بدون تعارف با شمخانی؛ از لحظه حمله رژیم صهیونیستی تا لحظه نجات از زیر آوار+ فیلم»، د مشرقنیوز وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه علی شمخانی»، د جماران وېبپاڼه.
- ↑ «حکم انتصاب فرمانده نیروى دریایى ارتش جمهورى اسلامى ایران»، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «حکم انتصاب فرمانده نیروى دریایى سپاه پاسداران انقلاب اسلامى»، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «سه نشان فتح بر سینه دریابان شمخانی»، د دفاع مقدس خبري اژانس وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه علی شمخانی»، د جماران وېبپاڼه.
- ↑ «عالیترین نشان دولتی عربستان به وزیر دفاع ایران اعطا شد»، د ایرنا وېبپاڼه.
- ↑ عزیزی و دیگران، «منصورون، از تشکیل تا ائتلاف»، مخ۶۹.
- ↑ «علی شمخانی به شهادت رسید»، د ایلنا خبري آژانس.
- ↑ «تشییع و تدفین دریاسالار شهید علی شمخانی در امامزاده صالح(ع)»، د دفاع مقدس خبري اژانس وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه علی شمخانی»، د جماران وېبپاڼه.
- ↑ «نامه شمخانی فرمانده نیروی زمینی سپاه به رزمندگان، قبل از عملیات کربلای ۱»، د دفاع مقدس خبري اژانس وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه علی شمخانی»، د جماران وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه علی شمخانی»، د جماران وېبپاڼه.
- ↑ «انتصاب ریاست مرکز تحقیقات راهبردی دفاعی و معاون بازرسی ستاد کل نیروهای مسلح»، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «آنچه درباره شورای راهبردی روابط خارجی ایران باید بدانید | 7 هدف راهبردی برای شورا»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
- ↑ «انتصاب آقای علی شمخانی به نمایندگی رهبری در شورای عالی امنیت ملی»، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
- ↑ «انتصاب آقای علی شمخانی به عضویت در مجمع تشخیص مصلحت نظام و مشاورت سیاسی رهبری»، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»، د همشهری آنلاین وېبپاڼه.
سرچينې
- «سه نشان فتح بر سینه دریابان شمخانی»(دریابان شمخاني ته د درې فتح نښانونو ورکول)، د دفاع مقدس خبري اژانس وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۷ل، د لیدنې نېټه: ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «انتصاب ریاست مرکز تحقیقات راهبردی دفاعی و معاون بازرسی ستاد کل نیروهای مسلح»(د دفاعي ستراتېژیکو څېړنو مرکز د ریاست او د وسلهوالو ځواکونو د سترهبري د تفتیش مرستیال ټاکنه)، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۴ تله ۱۳۸۴ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «انتصاب آقای علی شمخانی به نمایندگی رهبری در شورای عالی امنیت ملی»(علي شمخاني د ملي امنیت عالي شورا د مشر په استازیتوب ټاکل)، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲۱ وږی ۱۳۹۲ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «حکم انتصاب فرمانده نیروى دریایى ارتش جمهورى اسلامى ایران»(د ایران د اسلامي جمهوریت د بحري ځواکونو د قوماندان د ګمارنې حکم)، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۸ لړم ۱۳۶۸ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «حکم انتصاب فرمانده نیروى دریایى سپاه پاسداران انقلاب اسلامى»(د د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه بحري ځواکونو د قوماندان د ګمارنې حکم)، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲ مرغومی ۱۳۶۹ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «انتصاب آقای علی شمخانی به عضویت در مجمع تشخیص مصلحت نظام و مشاورت سیاسی رهبری»(علي شمخاني د مصلحت پېژندنې مجمع غړیتوب او د رهبر سیاسي سلاکار په توګه ټاکل)، د حضرت آیتالله خامنهاي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱ غبرګولی ۱۴۰۲ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «زندگینامه: علی شمخانی (۱۳۳۴ -)»(ژوندلیک: علي شمخاني (۱۳۳۴–)، د همشهري آنلاین وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۵ تله ۱۳۹۲ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «آنچه درباره شورای راهبردی روابط خارجی ایران باید بدانید | ۷ هدف راهبردی برای شورا»(هغه څه چې باید د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتېژیکې شورا په اړه وپېژنئ | د شورا ۷ ستراتېژیک هدفونه)، همشهري آنلاین، د لیکنې نېټه: ۱۶ وږی ۱۴۰۳ل، د لیدنې نېټه: ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «عالی ترین نشان دولتی عربستان به وزیر دفاع ایران اعطا شد»(د سعودي عربستان تر ټولو لوړه دولتي نښان د ایران دفاع وزیر ته ورکړل شو)، د ایرنا وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۲ غویی ۱۳۷۹ل، د لیدنې نېټه: ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «همه چیز درباره عالیترین نشان نظامی ایران/غیر نظامی مشهوری که نشان فتح دارد»(د ایران تر ټولو لوړ پوځي نښان؛ یو ملکي چارواکی چې د فتح نښان لري)، د ایسنا خبري اژانس وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲۶ تله ۱۴۰۳ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «زندگینامه علی شمخانی»(مؤلف-84-علی-شمخانی «د علي شمخاني ژوندلیک)، د جماران وېبپاڼه، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «بدون تعارف با شمخانی؛ از لحظه حمله رژیم صهیونیستی تا لحظه نجات از زیر آوار+ فیلم»(بېپرده له شمخاني سره؛ د برید له شیبې تر د خاورو لاندې ژغورل کېدو پورې + ویډیو)، مشرق نیوز، د لیکنې نېټه: ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «۸ سرلشکر ارتش و ۸ سرلشکر سپاه جمهوری اسلامی ایران + تصاویر»(د ایران د پوځ ۸ ستر جنرالان او د سپاه ۸ ستر جنرالان + انځورونه)، د میزان خبري اژانس وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۳۱ زمری ۱۳۹۶ل، د لیدنې نېټه: ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- «نامه شمخانی فرمانده نیروی زمینی سپاه به رزمندگان، قبل از عملیات کربلای ۱»، د دفاع مقدس د اسنادو، څېړنو او خپرونو مرکز وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۹ کب ۱۴۰۳ل، د لیدنې نېټه: ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ل.
- عزیزی، امین او نورالله کرمیان کریمي، «منصورون، از تشکیل تا ائتلاف»(منصورون؛ له جوړېدو تر ائتلافه)، د تاریخي مطالعو مجله، ګڼه ۴۷ او ۴۸، د ۱۳۹۳ل ژمی او د ۱۳۹۴ل پسرلی.
- «علی شمخانی به شهادت رسید»(علي شمخاني شهید شو)، د ایلنا خبري اژانس، د لیکنې نېټه: ۱۰ کب ۱۴۰۴ل، د لیدنې نېټه: ۳۱ وري ۱۴۰۵ل.
- «تشییع و تدفین دریاسالار شهید علی شمخانی در امامزاده صالح(ع)»( د شهید دریاسالار (ستر جنرال) علي شمخاني تشییع او تدفین د امامزاده صالح(ع) په انګړ کې)، د دفاع مقدس خبري اژانس، د لیکنې نېټه: ۲۳ کب ۱۴۰۴ل، د لیدنې نېټه: ۳۱ وري ۱۴۰۵ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||