منځپانگې ته ورتلل

د آیت‌ الله خامنه ‌اي ترور

د wikishia لخوا
د آیت‌ الله خامنه ‌اي
وختد ۱۴۰۴لمریز کال د کب ۹مه
ځایتهران
عاملانصهیونیستي رژیم او آمریکا
لاسته راوړنېد سید علی حسیني خامنه‌اي او د هغه کونۍ او دفتر ځینې غړې شهادت
پایلېد مقامت چورلیزې د امریکې او اسرائیلو په خلاف د جهاد اعلان، د اسرائیل باندی حمله، د ځینې تقلید مراجعو د جهاد فتوا
غبرګونونهد اسرائیل او امریکې د دې برید او د ایران د رهبر د شهادت په غبرګون کې د وعده صادق ۴ عملیات په نیواکي فلسطین باندې او په لویدیځه آسیا کې د امریکې په اډو باندې د توغندیو او بی پيلوټه الوتکو په برید سره پيل،
اړوندد سید حسن نصرالله ترور


د آیت‌الله خامنه‌اي وژنه د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه وخت د رهبر آیت الله سید علي خامنه اي شهادت ته اشاره کوي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې په نهمه نیټې سره سمون خوري، په تهران کې د ستر رهبر په استوګنځي باندې د امریکا او اسراییلو د ګډ برید په پایله کې رامنځته شوه. د امریکا او اسراییلو لخوا په بریدونو کې، د ایران د مشر د کورنۍ یو شمیر غړي او ځینې لوړ پوړي ایراني قوماندانان هم شهیدان شول. د ایران د رهبر د ترور او شهادت موخه د ایران د ملت د ارادې ماتول، د صهیونیستي رژیم په سیمه کې د واک پراختیا، او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام بدلون بلل شوی دی.

د پېښې تفصیل

آیت‌الله سید علي خامنه‌اي، د ایران د اسلامي جمهوریت دویم رهبر، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د کب په ۹مه / د ۱۴۴۷ هـ ق د رمضان په ۱۰مه / د ۲۰۲۶م د فبرورۍ په ۲۸مه، د امریکا او اسرائیلو د توغندیزو بریدونو له امله چې د رهبرۍ د بیت پر مجموعه ترسره شول، شهید شو.[۱] په دغو بریدونو کې د ایران د رهبر د کورنۍ یو شمېر غړي او د هغه د دفتر ځینې غړي هم شهیدان شول.[۲]

د آیت الله خامنه اي د وروستۍ وینا یوه برخه (د ۱۴۰۴ د سلواغې ۲۸):

«ایراني ملت په خپلو اسلامي او شیعي درسونه باندې ښه پوهیږي؛ پوهیږي چې څه وکړي. امام حسین(ع) وفریل: «مِثلي لایُبایِعُ مِثلَ یَزید؛ زما په څیر کس به د یزید په څیر کس بیعت ونه کړي.» د ایران ملت په حقیقت کې وایي: زموږ په څیر یو ملت، د دې کلتور، دې تاریخ، دې لوړې زده کړې سره، به د هغو فاسدو اشخاصو په څیر مشرانو بیعت ونه کړو چې نن سبا په امریکا کې واکمن دي.[۳]»

*

د ترور څرنګوالی او موخه

د ایراني رهبر د وژنې او شهادت هدف د ایراني ملت اراده او مورال ماتول، په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم واکمني رامینځته کول[۴]، او د ایران د اسلامي جمهوریت نظام بدلول[۵] یاد شوی دی. ځینو راپورونو دا هم ویلي چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي ادعا یې د دې عملیاتو د ترسره کولو پلمه بللې ده،[۶] حال دا چې د ایران رهبر تر دې وړاندې په یوه فتوا کې د ډله‌ییزې وژنې وسلو (د ککړوونکیو وسلو) جوړول او کارول حرام اعلان کړي وو[۷] او په هماغه وخت کې د ایران او امریکا د اټومي پروګرام په اړه خبرې‌اترې روانې وې. همدارنګه امریکا د ۱۴۰۴ هـ ل د غبرګولي په میاشت کې د ایران اټومي اړوند تاسیسات بمبار کړل او ادعا یې وکړه چې دغه تاسیسات یې له منځه وړي دي.[۸] له دې مخکې هم امریکا او اسرائیلو د ۱۴۰۴ هـ ل د مرغومي په میاشت کې د اسلامي جمهوریت د نظام د بدلولو په موخه ګډې ګډوډۍ تنظیم کړې وې چې په پایله کې ناکامې شوې.[۹]

له دغو بریدونو مخکې، سید علي خامنه‌اي د امریکا د ولسمشر د ګواښونو په وړاندې د امام حسین(ع) د دې وینا په استناد چې فرمایي: «مثلي لا یبایع مثله؛ زما په شان څوک د یزید په شان چا سره بیعت نه کوي»، له امریکا سره پر نه سازش ټینګار کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې پر ایران هر ډول برید به د عاشورایي ځواب سره مخ شي او سیمه‌ییزه جګړه به رامنځته شي.[۱۰]

سید علي خامنه‌اي د مقاومت د چورلیز د مشر په توګه پېژندل کېده او په لوېدیځه اسیا کې یې د اشغال ضد جریانونو او د لوېدیځ د نفوذ مخالفو خوځښتونو ملاتړ کاوه.[۱۱]

د د ایران د رهبر د ترور ګواښونه

د ایران د رهبر له شهادت څخه مخکې، امریکا او اسرائیل څو څو ځله هغه د ترور په ګواښونو نښه کړی و. له ایران سره د اسرائیل د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، د امریکا ولسمشر، د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر او د اسرائیل د جګړې وزیر په ښکاره توګه هغه د ترور ګواښ کړی و[۱۲]، چې دغه ګواښونه د شیعه مراجعو، د نجف او قم د حوزو، او ګڼ شمېر عالمانو او اسلامي بنسټونو له تنده غبرګون سره مخ شول.[۱۳] د نجف د حوزې په اعلامیه کې ویل شوي دي: «پر هغه هر ډول تعرض د ټول امتِ مسلم د پر ضد د جګړې اعلان او د توحیدي تمدن د ارزښتونو سره ښکاره خیانت بلل کېږي.»[۱۴] سربېره پر دې، د ځینو مراجعو لکه آیت‌الله مکارم شیرازي[۱۵] او نوري همداني[۱۶] له نظره، د رهبري او د شیعه مرجعیت پر ضد هر ډول ګواښ او تعرض د محاربې حکم لري.

د ایت‌الله خامنه‌اي د شهادت په غبرګون کې د یمن د خلکو غونډه

سیاسي او مذهبي جرم

د هیوادونو د سیاسي مشرانو وژنه د نړیوال قانون له نظره یو لوی او د نه منلو وړ جرم ګڼل شوی دی، له همدی امله د ایران د سیاسي او مذهبي مشر او د نړۍ د شیعیانو د مشر وژنه د سیاسي جرم هاخوا یو مذهبي جرم هم ګڼل شوی دی.[۱۷]

غبرګونونه

د ایران د رهبر ترور ډېر او مختلف غبرګونونه یې رامنځته کړل، لکه:

د حسن روح‌الامين هنري اثر «خداقوت»

د تقلید مراجعو غبرګون

د ایران د رهبر د شهادت وروسته، په قم، نجف او د اسلامي نړۍ په نورو علمي حوزو کې د تقليد مراجع او حوزوي شخصیتونو د دې پېښې د غندنې اعلامیې صادرې کړې. له دې جملې څخه سيد علي حسيني سيستاني، حسین وحید خراساني، ناصر مکارم شيرازي، حسين نوري همداني، جعفر سبحاني، سيد موسی شبیري زنجاني، محمد اسحاق فیاض، یدالله دوزدوزاني، محمد جواد فاضل لنکراني[۱۸] او حسین مظاهري[۱۹] د تسليت پيغامونه صادر کړل.

د ځینو شیعه او اهل‌سنت فقیهانو[۲۰] لکه عبدالله جوادي آملي[۲۱] او حسين نوري همداني[۲۲] د امریکا او اسراییلو پر ضد د جهاد اعلان وکړ. نوري همداني د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې پر ټولو مسلمانانو واجب ده څو د خپل شهید رهبر د وینې غچ له عاملانو څخه واخلي.[۲۳] ناصر مکارم شیرازي هم د هغه شهادت د امام مهدي(ع) د ظهور مقدمه وبلله.[۲۴] د عراق د اهل‌سنتو د عالمانو د ټولنې رئیس هم له تقلید مراجع څخه وغوښتل چې د اسراییلو او امریکا پر ضد جهاد اعلان کړي.[۲۵]

همدارنګه د عمان ستر مفتي احمد بن حمد الخليلي د آيت‌الله خامنه‌اي شهادت ته د تسليت څرګندونه وکړه او له هغه څخه يې د استوار او مقاوم مبارز او د فلسطين د ملاتړي په توګه يادونه وکړه، او د هغه نشتون يې يوه لويه مصيبت وبلله.[۲۶]

د مذهبي او سیاسي شخصیتونو غبرګون

د اسلامي نړۍ د یو شمېر سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون، لکه سید عمار حکیم،[۲۷] سید مقتدی صدر،[۲۸] سید محمد خاتمي،[۲۹] سید حسن خمیني[۳۰] او حسن روحاني،[۳۱] له ایران څخه او سرور دانش له افغانستان څخه.[۳۲] هم د تسلیت پیغامونه صادر کړل.

سیاسي او مذهبي چارواکي

د روسیې، پاکستان، عراق، تاجکستان، ازبکستان او مالیزیا د هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزیرانو،[۳۳] د هند ملي کانګرس، د چین د بهرنیو چارو وزارت،[۳۴] او لبنان هم په جلا جلا پیغامونو کې پر ایران برید وغنداوه او د آیت‌الله خامنه‌اي د شهادت په مناسبت یې تسلیت څرګند کړ. ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، دا کار د اخلاقي معیارونو او د نړیوالو حقوقو ښکاره سرغړونه وبلله.[۳۵] چین هم دا د ایران د حاکمیت او امنیت نقض او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او د نړیوالو اړیکو د نورمونو تر پښو لاندې کول وبلل.[۳۶] شمالي کوریا بیا دا یو تېری کوونکی او ناقانونه اقدام او د حاکمیت د نقض تر ټولو ناوړه بڼه وبلله..[۳۷]

د سیمې د مقاومت ډلو، لکه د لبنان حزب‌الله، د یمن انصارالله، حماس، د فلسطین اسلامي جهاد او د عراق شیعه جریانونو، د ایران د مشر د ترور د غندنې او له اسلامي جمهوري سره د همغږي په اړه اعلامیې صادرې کړې.[۳۸] نورو مذهبي مشرانو، لکه د روسیې د ارتودوکس کلیسا رئیس، هم تسلیت څرګند کړ.[۳۹]

د بېلابېلو هېوادونو کې د خلکو غونډې او د وير مراسم

د هند په لکنهو ښار کې د آیت الله خامنه اي د لمانځنه مراسم

نړیوالو رسنیو د دې پېښې خبر په پراخه کچه خپور کړ. د ایران حکومت اووه ورځې رسمي رخصتي او څلوېښت ورځې عمومي ماتم اعلان کړ.[۴۰] د عراق حکومت هم درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړ او د کربلا او نجف ولایتونه یې یوه ورځ رخصت کړل.[۴۱] د وير مراسم او اعتراضي غونډې په بېلابېلو هېوادونو لکه ایران، عراق، پاکستان، هند، لبنان، یمن، اسټرالیا، نیجریه او ترکیه کې ترسره شوې. په بیروت، بغداد او کراچۍ کې د امریکا پر سفارت برید وشو. په کراچۍ کې ۳۴ کسان شهیدان شول. په کشمیر کې هم ولسي غونډې د پولیسو له‌خوا په تاوتریخوالي واوښتې.

په ایران کې د امام رضا(ع) حرم د ویر د نښې په توګه تور بیرغ بدل کړ،[۴۲] او د جمکران جومات د انتقام د سمبول په توګه سور بیرغ، یا لثارات الحسین، پورته کړ.[۴۳] په نجف، کاظمین او د عراق په ځینو نورو ښارونو کې د جنازې تشییع سمبولیک مراسم ترسره شول، او په پاکستان کې د غایب مړي د جنازې لمونځ ادا شو.

پاپ ته د آیت‌الله اعرافي لیک

علیرضا اعرافي، د علمي حوزو مدیر، په یوه لیک کې پاپ لېو څوارلسم ته د ایران د رهبر ترور د ادیانو په تاریخ کې بې‌ساری جنایت او د ټولو الهي دینونو د پیروانو پر وړاندې ښکاره سپکاوی وباله، او له پاپ څخه یې وغوښتل چې دا جنایت وغندي او له مسیحي تعالیمو سره یې تړاو رد کړي. اعرافي همدارنګه اشاره کړې چې آیت‌الله خامنه‌اي د لږکیو د حقونو، په ځانګړي ډول د ایران د مسیحیانو، له ملاتړو څخه و، او د هغه د ژوند پر وړاندې ګواښونه د فلسطین د خلکو د ملاتړ او د نسل‌وژنې او نیواک ګري پر ضد د هغه د دریځ له امله رامنځته شوي وو.[۴۴]

د هنري آثارو جوړول او خپرول

د ایران د رهبر د شهادت په مناسبت، هنرمندانو، سندرغاړو او مداحانو هنري اثار تولید او خپاره کړل؛ چې له هغې جملې څخه دا اثار د یادولو وړ دي: د مهدي رسولي په غږ «مشت گره کرده (تړلی سوک)» نماهنګ، د محمود کریمي اثر «خامنه‌اي ادامه دارد هنوز(خامنه‌اي لا هم دوام لري)»، د حسین طاهري «مظلوم صبور(زغم لرونکي مظلوم)»، د ابوذر روحي اثر «لبیک یا شهید»، د محمد اسداللهي اثر «رهبر شهیدم (زما شهید رهبر)»، د سید رضا نریماني په غږ «امام شهید» او د غلام‌رسول صوفي اثر «رهبر شهید».[۴۵]

د شهادت د څلوېښتمې د مراسمو ترسره کول

په مشهد کې د آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د څلوېښتمې ورځې مراسم (د ۱۴۰۵ کال د وري ۲۰ مه)

د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وري په ۱۹، ۲۰ او ۲۱ ورځو کې، د آیت‌الله خامنه‌اي د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت، د ایران،[۴۶]، پاکستان[۴۷] او عراق[۴۸] په بېلابېلو ښارونو او همدارنګه په نورو هېوادونو کې مراسم ترسره شول.

پایلې

د ایران د اسلامي جمهوریت وسله‌والو ځواکونو د اسراییلو او امریکا د برید په غبرګون او ځواب کې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه د نیول شویو سیمو پر لور او همدارنګه د امریکا پر پوځي اډو چې په متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر، کویت، اردن او سعودي عربستان کې دي، پیل کړل. د لبنان حزب‌الله هم په عین وخت کې له اسراییلو سره جګړه پیل کړه[۴۹] او د مقاومت ډلې، په تېره بیا عراقي او کُرد ډلې، هم د امریکا او اسراییلو پر ضد مقابله ته ودریدل.[۵۰]

د لنډمهاله مشرتابه شورا جوړېدل

د سيد علي خامنه‌اي د شهادت د خبر د اعلان وروسته، چې د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۱۰مه وشو، د لنډمهالې رهبرۍ شورا د لومړي ځل لپاره جوړه شوه او تر ۱۴۰۴ کال د کب تر ۱۷مې، چې د نوي مشر د انتخاب وخت و، خپل فعالیت ته ادامه ورکړه. د دې دورې د شورا غړي مسعود پزشکیان (ولسمشر)، غلامحسین محسني اژه‌اي (د قضايي قوې رئيس) او عليرضا اعرافي (د نګهبان شورا غړی) وو. د لنډمهالې رهبرۍ شورا د ایران د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې یو موقتي بنسټ دی چې د اساسي قانون د ۱۱۱م اصل له مخې، د رهبر د وفات، لرې کېدو یا ناتوانۍ په صورت کې، تر هغه وخته پورې ځینې دندې پر غاړه اخلي چې نوی رهبر وټاکل شي.[۵۱]

د سید مجتبی خامنه‌اي د د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر په توګه ټاکل

له دې پېښې وروسته، د رهبرۍ د خبرګانو مجلس د ۱۴۰۴ کال د کب په ۱۷مه غونډه وکړه او آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌اي یې د ایران د اسلامي جمهوریت د درېیم رهبر په توګه وټاکه. د دې غونډې له جوړېدو مخکې، امریکا او اسراییلو د دې لپاره چې د خبرګانو د مجلس د غونډې له ترسره کېدو او د نوي رهبر له ټاکلو مخه ونیسي، په تهران او قم کې د خبرګانو د مجلس ودانۍ تر برید لاندې راوستې[۵۲] چې د هغو د ویجاړېدو او د دغو مجلس د یو شمېر کارکوونکو د شهادت سبب شوې. همدارنګه دغو دوو رژیمونو د خبرګانو د مجلس استازي ګواښلي وو او د سید مجتبی خامنه‌اي د ایران د درېیم رهبر په توګه د ټاکل کېدو په اړه یې خبرداری ورکړی و.[۵۳]

د ایران د ټولنیز چاپېریال او د ولس د یووالي اغېز

د کارپوهانو په وینا، د ایران د رهبر ترور برعکس پایله لرلې او د ایران د کمزوري کولو پر ځای، د ملي یووالي د زیاتوالي، له رهبرانو سره د مینې د پیاوړتیا، او د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د ایران د خلکو د کرکې د زیاتېدو لامل شوی دی.[۵۴] د هغوی په باور، د ایران د رهبرۍ ترور نه یوازې په نظام کې کومه ستونزه رامنځته نه کړه، بلکې د اساسي قانون د شتون او د جانشینۍ د میکانیزمونو د وړاندوینې له امله یې برعکس اغېز درلود. د دې اقداماتو پایله د ملي یووالي زیاتوالی، د ایران د خلکو د هوډ پیاوړتیا، او د کورني غضب د زیاتوالی ترڅنګ د ایران د سیمه‌ییزو او له سیمې بهر متحدانو د غضب زیاتوالی بلل شوی دی.[۵۵]

په ۱۳۶۰ کال کې ناکام ترور

د ۱۳۶۰ کال د چنګاښ په ۶مه، هغه مهال چې په تهران کې د ابوذر په جومات کې د وینا پر مهال و، د ترور د هڅې هدف وګرځېد..[۵۶] او د اوږې، سینې او ښي لاس له برخې سخت ټپي شو.[۵۷] په پیل کې دغه ترور د فرقان ډلې ته منسوب شو؛[۵۸] خو ځینو سرچینو د مجاهدین خلق تنظیم مسئول بللی دی.[۵۹]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. «(اطلاعیه شهادت حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلی حسینی خامنه‌ای رهبر انقلاب اسلامی)»«د اسلامي انقلاب د مشر حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي حسيني خامنه‌اي د شهادت خبرتیا»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
  2. «شهادت چند نفر از اعضای خانواده رهبر معظم انقلاب(د انقلاب د معظم رهبر د کورنۍ د څو غړو شهادت)»، نورنیوز.
  3. «بیانات در دیدار مردم آذربایجان شرقی(د ختیځ آذربایجان د خلکو سره په لیدنه کې وینا)»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
  4. «رهبر انصارالله: هدف ترور آیت الله خامنه‌ای درهم شکستن روحیه ملت ایران است(د انصارالله مشر: د آیت‌الله خامنه‌اي د ترور هدف د ایران د ملت مورال ماتول دي)»، شبکه العالم.
  5. وزیر امور خارجه عراق: آمریکا و اسرائیل تصور می‌کردند ترور رهبر ایران، نظام را تغییر می‌دهد(د عراق د بهرنیو چارو وزیر: امریکا او اسراییلو ګومان کاوه چې د ایران د مشر ترور به نظام بدل کړي)، نورنیوز.
  6. «ایران خواستار محکومیت فوری تجاوزات آمریکا و اسرائیل در شورای حکام شد»، شبکه العالم.
  7. «ثبت پیام رهبر انقلاب به‌عنوان سند در سازمان ملل»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
  8. «حمله آمریکا به تاسیسات هسته‌ای ایران؛ ترامپ: یا صلح می‌شود یا شدید‌تر عمل می‌کنیم»، یورونیوز.
  9. «بیانیه شورای امنیت کشور درباره اقدامات تروریستی دی ماه»، د ایران د راډیو ټلویزیون خبری آژآنش.
  10. رهبر انقلاب: ملت ایران با سردمداران فاسد آمریکا بیعت نمی‌کند، تابناک.
  11. «آیت‌الله خامنه‌ای نماد بزرگی از محور مقاومت است»، نخست‌نیوز.
  12. «وزیر جنگ اسرائیل، رهبر انقلاب را تهدید به ترور کرد»، د تحولات جهان اسلام خبري اژاس.
  13. «واکنش قاطع مراجع تقلید و علما نسبت به گستاخی ترامپ به رهبر انقلاب»، د رسا خبري آژانس.
  14. «حوزه علمیه نجف بر علیه تهدید گستاخانه «ترامپ جنایت‌کار» مبنی بر ترور امام خامنه‌ای واکنش شدید نشان داد»، د دانشجو خبري آژانس.
  15. «هر شخص یا رژیمی که رهبری و مرجعیت را تهدید کند حکم محارب دارد»، د ایسنا خبري آژانس.
  16. «هرگونه تعرض و تهدید به رهبری و مرجعیت شیعه حکم محارب دارد»، د جمهوری اسلامی خبري اژاس.
  17. «عراقچی: اقدام دشمن جنایت سیاسی-مذهبی بود / در مذاکره فریب نخوردیم»، شبکه العالم.
  18. «پیام مراجع تقلید، علما و شخصیت ها در پی شهادت رهبر انقلاب اسلامی»، د شفقنا خبري آژانس.
  19. «دفتر آیت الله مظاهری شهادت رهبر معظم انقلاب را تسلیت گفت»، د مهر خبري اژاس.
  20. «رئیس سازمان‌های اسلامی شورای مشورتی مالزی: جهاد اکنون بر همه مسلمانان واجب است»، د ابنا خبري اژاس.
  21. «ویدیو | فتوای جهاد آیت‌الله العظمی جوادی آملی؛ امروز ریختن خون ترامپ و صهیونیست‌ها واجب است»، (د ابنا خبري آژآنس)د ابنا خبري اژاس.
  22. «بر همه مسلمانان فرض است که منتقم خون رهبر شهید خود باشند»، (د رسا خبري آژانس)د رسا خبري اژاس.
  23. «بر همه مسلمانان فرض است که منتقم خون رهبر شهید خود باشند»، د رسا خبري اژاس.
  24. «آیت الله مکارم شیرازی: شهادت رهبر انقلاب، مقدمه ظهور حضرت ولی‌عصر خواهد بود»، د صداوسیما خبري اژاس.
  25. «رئیس جمعیت علمای اهل سنت عراق: علما و مراجع باید فتوی جهاد بدهند»،(د ابنا خبري آژآنس) د ابنا خبري اژاس.
  26. مفتی عمان شهادت امام خامنه‌ای را تسلیت گفت، د تقریب خبري اژاس.
  27. «پیام تسلیت عمار حکیم در پی شهادت رهبر انقلاب اسلامی»، د شفقنا خبري اژاس.
  28. «پیام تسلیت مقتدی صدر برای شهادت امام خامنه‌ای»، د ځوان د خبریالانو باشګاه.
  29. «پیام تسلیت سیدمحمد خاتمی در پی شهادت امام خامنه‌ای»، تابناک.
  30. «سیدحسن خمینی: خامنه‌ای عزیز بزرگ بود و بزرگ ماند»، خبرگزاری ایرنا.
  31. «پیام تسلیت حسن روحانی در پی شهادت رهبر انقلاب اسلامی»، د شفقنا خبري اژاس.
  32. معاون دوم رئیس‌جمهور سابق افغانستان شهادت امام خامنه‌ای را تجلی شعار »هیهات منا الذلة« دانست نیز پیام تسلیت صادر کردند.، د ابنا خبري اژاس.
  33. «مالزی شهادت آیت‌الله خامنه‌ای را تسلیت گفت»، د ابنا خبري اژاس؛ «World reacts to killing of Iran’s Khamenei by US, Israel forces»، Al Jazeera Media Network.
  34. «World reacts to killing of Iran’s Khamenei by US, Israel forces»، Al Jazeera Media Network.
  35. «World reacts to killing of Iran’s Khamenei by US, Israel forces»، Al Jazeera Media Network.
  36. «World reacts to killing of Iran’s Khamenei by US, Israel forces»، Al Jazeera Media Network.
  37. «World reacts to killing of Iran’s Khamenei by US, Israel forces»، Al Jazeera Media Network.
  38. «بازتاب شهادت رهبر معظم انقلاب در رسانه‌های جهان»، د مهر خبري اژاس.
  39. «پیام تسلیت رهبر ارتدکس روسیه به رئیس‌جمهور به مناسبت شهادت رهبر معظم انقلاب»، د ابنا خبري اژاس.
  40. «اعلام ۴۰ روز عزای عمومی و ۷ روز تعطیلی در پی شهادت رهبر معظم انقلاب»، د العالم شبکه.
  41. در پی شهادت آیت‌الله خامنه‌ای؛دولت عراق سه روز عزای عمومی اعلام کرد، خبرگزاری ایرنا.
  42. «سیاه‌پوش شدن حرم مطهر امام رضا(ع) در پی شهادت رهبر معظم انقلاب»، د ایکنا خبري اژاس.
  43. «اهتزاز پرچم معروف انتقام مسجد جمکران»، د مهر خبري اژاس.
  44. «نامه مهم آیت الله اعرافی به پاپ رهبر کاتولیک‌های جهان / در مقابل جنایت علیه ملت ایران موضعی اصولی و هشداردهنده اتخاذ کنید»، د حوزه خبري اژاس.
  45. «چه کسانی در جنگ رمضان برای وطن خواندند/ شاهکار خوش‌صداها با بیش از ۱۰۰ نماهنگ حماسی +فیلم و صوت»، د مشرق خبري اژاس.
  46. «برگزاری مراسم بزرگداشت چهلم رهبر شهید در سراسر ایران»، دنیای اقتصاد.
  47. «گردهمایی معنوی اربعین رهبر شهید انقلاب در پاکستان برگزار شد»، خبرگزاری ایرنا.
  48. «مراسم بزرگداشت چهلمین روز رهبر شهید انقلاب اسلامی ایران در عراق»، د دانشجو خبري اژاس.
  49. «حزب‌الله: در انتقام شهادت امام خامنه‌ای وارد نبرد با اسرائیل شدیم»، تلویزیون سفیر.
  50. «گروه‌های مقاومت عراقی مسئولیت حملات به پایگاه‌های آمریکا را بر عهده گرفتند»، عصر ایران.
  51. «چه کسانی عضو شورای موقت رهبری هستند؟»، نورنیوز.
  52. «حمله موشکی جنایتکاران آمریکایی-صهیونی به دفتر مجلس خبرگان در قم»، د تسنیم خبري اژاس.
  53. «رهبر جدید انقلاب اسلامی توسط مجلس خبرگان رهبری تعیین و معرفی شد»، دبیرخانه مجلس خبرگان رهبری.
  54. «نویسنده آمریکایی: ترور مقامات ایران موجب انسجام بیشتر مردم این کشور شده است»، د ایرنا خبري اژاس.
  55. «ترور رهبر ایران نتیجه عکس داد و سبب وحدت ملی ایرانیان شد»، د تسنیم خبري اژاس.
  56. هاشمی، انقلاب در...، مخ۱۷۶.
  57. قبادی، «گزارشی از ماجرای ترور ۶ تیر ۱۳۶۰».
  58. «بازخوانی 24 ترور پس از پیروزی انقلاب اسلامی»، د اسلامي انقلاب د اسنادو مرکز.
  59. «ترور نافرجام آیت الله خامنه‌ای»، تبیان.

سرچينې