د حدیثونو لیکل

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د احادیثو لیکل یا د رسول الله(ص) او اهل بیت(ع) د احادیثو لیکل د احادیثو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د رسولو یو مهم عامل دی. په احادیثو کې د حدیث د لیکلو په اهمیت ټینګار شوی او د فاطمې(س) په یوه حدیث کې، د لیکل شوي حدیث ارزښت د حسنینو په شان ګڼل شوی دی. شهید ثاني (وفات ۹۵۵ یا ۹۶۵ هجري) په خپل وخت کې د حدیثو د کتابونو د نشتوالي له امله د حدیث لیکل واجب ګڼل.

د پېغمبراکرم(ص) په زمانه کې به صحابه کرامو احاديث ليکل او کله کله به رسول الله(ص) امام علي(ع) ته حديثونه ویل او هغه به لیکل. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته او د ابوبکر او عمر بن خطاب د خلافت پر مهال د حدیث لیکل منع شو. اهل سنت د باطلو احاديثو د خپريدو مخنيوى او د قرآن تر څنګ د یو بل کتاب د جوړيدو اندېښنه د احاديثو د نه ليکلو له لاملونو څخه ګڼلي دي. له بلې خوا د شیعو له نظره د حدیث منع کول د امام علی(ع) د فضائلو د خپریدو د مخنیوی لپاره شوی دی. د عمر بن عبدالعزیز(101-63 هجري) لخوا د حدیث لیکلو بندیز له لرې کولو وروسته، د حدیث ډیری کتابونه ولیکل شول.

په لومړۍ هجري پېړۍ کې چې د ټولنې د حاکم سياست د احاديثو د ليکلو ممانعت و، د اهل بيتو د احاديثو ليکنه هم محدوده شوه او د لومړيو څلورو شيعه امامانو ډېر احاديث له منځه ولاړل. خو د هجري کال په دوهمه پېړۍ کې چې د حدیث لیکلو بندیز لیرې شو، شیعو د حدیثونو ډېر کتابونه ولیکل. په دې زمانه کې د شيعه احاديثو کتابونه «رسائل»، «اصل» او «مُصَنَّف» بلل کېدل. په لنډه موده کې په سلګونو حدیثي اصلونه تالیف شول چې تر ټولو مهم یې اصول اربعمائه (څلور سوه اصله) وو.

موقعیت او اهمیت

د احادیثو لیکل یا د رسول الله(ص) او اهل بیتو(ع) د حدیثنو لیکل د احادیثو په ساتنه کې مهم رول لوبولی دی.[۱] نورالدین عِتر د اهل سنتو د حدیثو عالم، د حدیث لیکل د احادیثو د ساتلو او راتلونکو نسلونو ته د انتقال د اصلي وسیلې په توګه معرفی کوي.[۲] د اعیان الشیعه کتاب د لیکوال سید محسن امین په وینا، شیعو د امام علي(ع) له دورې څخه تر امام عسکري(ع) پورې د حدیثو ۶۶۰۰ کتابونه لیکلي دي.[3]

څرنګه چې د معصومینو(ع) احادیث د دیني زده کړو د پوهې لپاره دوهمه سرچینه ګڼل کیږي، نو د پیغمبر(ص) او امامانو(ع) په زمانه کې د احادیثو لیکل خورا مهم وو.[4] د معصومینو(ع) په ګڼل شمېر حدیثنو کې خلک د حدیث لیکلو ته هڅول شوي دي.[5]علی اکبر غفاري چې شیعه حیث پوه دی، د حدیث د لیکلو د اهمیت لپاره له دلائل الامامة کتاب څخه یو حدیث نقل کړی دی.[۶] چې له مخې یې فاطمې(س) له رسول الله(ص) یو لیکل شوی حدیث سره دومره مینه درلوده، څومره چې یې حسنینو سره درلوده.[7]

په مختلفو دورو کې د احادیثو راټولولو مختلفې ځانګړتیاوې درلودې. له همدې امله د احادیثو پوهانو د حدیث د دورو په اړه خبرې کړې دي او د هرې دورې لپاره یې جلا جلا ځانګړتیاوې بیان کړي دي.[8] د لسمې پیړۍ د شیعه فقیه شهید ثاني په وینا، د حدیث لیکل د هغې موضوع او اهمیت ته په پام کیدی شي واجب یا مستحب وي.[۹] د شهید ثاني په ژوند کې په کافي مقدار کې د دیني کتابونو د نشتوالي له امله هغه د حدیث لیکل عینی واجب ګڼل.[10]

د رسول الله(ص) د احادیثو لیکل

د ډېرو شیعه او سني روایتونو له مخې پیغمبر اکرم(ص) به د خپلو احادیثو د لیکلو سپارښتنه کوله.[۱۱] نورالدین عِتر په دې باور دی چې هغه روایتونه چې د رسول الله(ص) په زمانه کې د حدیثونو لیکل ثابتوي متواتر دي.[۱۲] که څه هم په سني منابعو کې د حديث ليکلو د منع کولو روایتونه هم شته، خو محمد مصطفی الاعظمي، چې له سني عالمانو څخه دی، په هغو کې يو حدیث هم صحيح نه ګڼي.[13] د پیغمبر(ص) په ژوند کې به ځینې اصحابو د صحيفه تر عنوان لاندې د احاديثو مجموعې راغونډلې، چې نه يوازې دا چې د رسول الله(ص) هغوي منع کړي وي بلکې ځينې يې د هغه په ​​اجازې سره ترسره شوي دي؛[۱۴] له هغو څخه یو د ابو رافع صحیفه ذکر کولى شو.[۱۵]

د نجاشي د رجال د كتاب د يو روايت پر بنسټ، رسول الله(ص) به په خپله امام علي(ع) ته احاديث ویل او هغه به ليكل[16] علی اکبر غفاري چې شیعه نسخه شناس دی، په اسلام کې لومړۍ لیکل شوی کتاب د امام علی(ع) کتاب ګڼي.[17] دا كتاب په اسلامي نړۍ كې د احاديثو تر ټولو پخوانۍ مجموعه ګڼل شوې ده.[۱۸] د سید حسن صدر په وینا، د رسول الله(ص) په صحابه کرامو او امامانو کې ابو رافع(د پیغمبر غلام) لومړنی کس دی چې حدیثونه یې ولیکل.[۱۹] همدارنګه سلمان فارسي، ابوذر غفاري او اصبغ بن نباته لومړی شیعه احادیث لیکونکي ګڼل کیږي.[۲۰] د علمي مدرسې له محققانو څخه مهدوي راد د «صحابه و کتابت حدیث» په مقاله کې د ۴۸ صحابه کرامو نومونه یاد کړي دي چې د حدیث په لیکلو کې فعال وو.[۲۱] د مهدوی راد په وینا، په پخوانیو کتابونو کې د صحابه کرامو لیکنې د «صحیفه» یا «نسخه» په نوم یاد شوي دي.[۲۲]

د حدیث لیکلو منع

اصلي مقاله: د حدیث بندیز

د احادیثو لیکل د ابوبکر او عمر بن الخطاب په خلافت کې منع شو او د عمر بن عبدالعزیز تر خلافت پورې یې دوام وکړ، یعنې شاوخوا سل کاله یې یې ادامه ولرله.[23] عمر ابن خطاب د احادیثو له لیکولو سربیره د پیغمبر(ص) د روایت نقلول هم منعه کړل او ابو درداء او ابن مسعود یې په همدې دلیل په زندان کې واچاول.[۲۴] د سنيانو له نظره، له قرآن سره د احاديثو د ګډېدو وېره، د مسلمانانو تر منځ د اختلاف مخنيوی[۲۵]، د بې اعتباره احاديثو د خپرېدو مخنيوی[۲۶] او د قرآن تر څنګ د بل کتاب جوړیدل، د حدیثونو د منعې کولو له لاملونو څخه وو.[۲۷] خو منعُ تدوین الحدیث کتاب د ليکوال په وينا زياتره شيعه ليکوالان په دې اند دي چې د احاديثو د ممانعت يو عامل د امام علی(ع) د فضائل د خپریدو مخه نیول وو.[28] د حدیث د لیکلو د منعه کیدو ځینې پایلې ذکر شوي دي چې له هغو ځینې، د لومړیو حدیثونو له منځه تلل، د احادیثو جعل کول، د پیغمبر د سنتو بدلیدل او د بیلا بیلو مذهبونو جوړیدل، دي.[29] بیا هم ځينې لیکوالان په دې باور دي چې د سنیانو ترمنځ د حدیث د لیکلو منع کیدو د شیعه حدیث ډګر ته کوم زیان نه دی رسولی.[30]

د بندیز لرې کیدل

د احادیثو په لیکلو بندیز د عمر بن عبدالعزیز(۱۰۱-۶۳) په زمانه کې لیرې شو.[۳۱] د ابن حجر عسقلاني په وینا چې د د اهل سنتو د حدیثونو له عالمانو څخه دی، ابن شهاب زهري په سنیانو کې لومړنی کس دی چې د عمر بن عبدالعزیز په حکم یې په ۱۰۰ هجرۍ کې حدیثونه راټول کړل.[۳۲] همدارنګه سیوطي چې د سني لیکوالانو څخه دی ځینې کسان لکه مالک ابن انس(۱۷۹-۹۳هـ ق)، سفیان ثوري(۱۶۱-۹۷هـ ق) او ابن‌جُرَیج(۱۵۰-۸۰) د اهلسنتو لومړني احاديث ليکونکي ګڼلي چې په بېلابېلو فصلونو کې يې احاديث راټول کړل.[۳۳] د شيعه مورخ رسول جعفريان په وينا، که څه هم ځينې سني احاديث د هجري په دويمه پېړۍ کې ليکل شوي، خو د درېيمې پېړۍ تر پيله د احاديثو ليکل عام نه وو. او ځينو سني علماوو په د مجبورۍ له مخې او يوازې د خپلو اسنادو د بقا لپاره، روايتونه ليکل.[۳۴]

د اهل بیتو(ع) د احادیثو لیکل

د څوارلسمې پېړۍ د حدیثو د عالم سید حسن صدر په وینا، شیعو چې د امامانو(ع) حدیثونه هم لکه د رسول الله(ص) د حدیثونو حجت ګڼي، له پیله یې د خپلو امامانو په پیروۍ کې د حدیثو لیکلو ته اهمیت ورکاوه.[35] دې ته په پام چې د امام باقر او امام صادق(ع) له زمانې راهسې په ټولنې باندې حاکم سياست د احاديثو د ليکلو مخالف و، د شيعو له خوا هم د احاديثو ليکل محدود شوي وو؛ له همدې امله له شيعه څېړونکو څخه مجید معارف په دې اند دى، چې د لومړيو څلورو شيعه امامانو ډېر احاديث له منځه تللي دي،[36] خو بیا هم امام علی(ع) د خپل خلافت په زمانه کې، ځینې کاتبان درلودل چې د هغه لیکونه او حکمونه به يې لیکل چې له هغو څخه ځینې لیکونه او حکمونه په نهج البلاغې کې راټول شوي دي.[37]

د سنیانو په منځ کې د حدیث لیکلو د بندیز په لرې کولو سره، شیعه امامانو خپل اصحاب د حدیث لیکلو ته وهڅول، کله کله به یې خپلو شاګردانو ته خپل درسونه ویل او هغوي به لیکل او کله به یې د شیعو پوښتنو ته په لیکلی بڼه ځوابونه ورکول.[۳۸] د رسول جعفریان په وینا: د امام صادق(ع) له زمانې څخه وروسته د احاديثو زيات کتابونه ليکل شوي دي.[۳۹] په دې دورې کې د شيعو ځينې روايتونه د «رسائل»[۴۰]، «اصل» او «مُصَنَّف» په عنوانونو تالیف شوي دي.[۴۱] اصل د احادیثو هغه کتابونه وو چې لیکوالانو یې حدیثونه په مستقیمه توګه له امام(ع) څخه او په یوې واسطې سره له امامه اوریدلي وو.[42] دغه اصلونه څه موده وروسته په خپله د نورو کتابونو لپاره سرچینه وګرځیدل.[43] د امامان(ع) په سپارښتنې او هڅونې سره د هغوي اصحابو په لږه موده کې په سلګونو حدیثي اصلونه ولیکل.[44]، چې تر ټولو مهم يې څلور سوه اصلونه وو چې د اصول اربعمائة په نوم مشهور شول.[45] مُصَنَّف هم د احاديثو کتابونه وو، چې ليکوال يې پر په نیغ په نیغه اوریدل شویو حديثونو باندې بسنه نه ده کړی، بلکې لیکوال یې د حديثونو په اړه او د هغې د سند او محتوا په اړه خپل نظر هم څرګند کړی دی.[۴۶]

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ لینکونه