د حضرت فاطمه عصمت

د wikishia لخوا

د حضرت فاطمه(س) عصمت له ګناهونو او خطاګانو څخه د رسول الله(ص) د لور فاطمه(س) پاکوالی او مصونیت دی. د شیخ مفید په وینا د حضرت فاطمه(س) په عصمت باندې د مسلمانانو اجماع ده او د علامه مجلسي په وینا ورباندې د شیعو اجماع ده. د حضرت فاطمه(س) د عصمت او پاکۍ تقاضا دا ده چې هغه د پیغمبرانو او امامانو ځینې خصوصیات لکه د هغې د وینا او تقریر او په څه باندې د چپ پاتی کیدو حجیت او دینی مرجعیت او د تفسیر او د دین د بیان وړتیا لرل دي. او د هغې عملي سیرت او دریځونه د حق او باطل د توپیر لپاره معیار دي او همدارنګه، هغه د ژوند په مختلفو برخو کې د بشپړ رول ماډل په توګه وګڼل شي.

له هغو دلایلو څخه چې د حضرت زهرا(س) د عصمت لپاره د دلیل په توګه وړاندې شوي دي ځینې دا دي: د تطهیر آیت، د بضعه حدیث او هغه احادیث چې د اهل بیتو(ع) په عصمت باندې دلالت کوي؛ لکه د ثقلین او سفینه حدیث. فخررازي چې یو سني مفسر دی چې او د امام المُشَکِّکین په نوم مشهور دی د حضرت فاطمې په عصمت باندې باور لري.

اهمیت او موقعیت

د شیعو له نظره، د پیغمبر لور فاطمه د عصمت مقام لري.[۱] او له ګناه او خطا څخه پاکه ده.[۲]. شیخ مفید[۳] د مسلمانانو اجماع او علامه مجلسي[۴] د شیعو قطعی اجماع د هغې په عصمت ذکر کړې ده.

محققانو د بي بي زهرا(س) د عصمت لپاره ځینې اغیزې بیان کړي دي؛ له هغو ځینې:

  • د پیغمبرانو او امامانو د ځینو خصوصیات او واکونو درلودل: د فاطمه بي بي د عصمت د ثابتولو په صورت کې به هغه د پیغمبرانو او امامانو ځینې خصوصیات ولري لکه د وینا او تقریر چپ پاتی کیدو حجیت، او دینی مرجعیت او د تفسیر او د دین د بیان وړتیا درلودل.[۵]
  • د حق او باطل د توپیر لپاره معیارونه: د فاطمې(س) عصمت، د هغې عملي دریځ او په مختلفو مسلو لکه د امام علي(ع) د خلافت د غصبولو او د فدک د ضبطولو په اړه اعتراض به د حق او باطل د توپیر لپاره د معیار او مدار په توګه وګڼل شي.[۶]
  • د نمونې په توګه: که د حضرت زهرا(س) عصمت ومنل شي، هغه د ژوند په ټولو برخو کې د مثالي نمونې په توګه ګڼل کیدی شي. لکه څنګه چې د قرآن کريم[۷] په ځينو آيتونو کې د پيغمبرانو(ع) په هکله دا مطلب بيان شوی دی.[۸]

د فاطمې(س) عصمت په تفسیري کتابونو کې او د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې ذکر شوی دی او له هغه ځایه چې د اصول فقه او کلام په کتابونو کې دا بحثونه شوي دي[۹] نو ویل شوي دي چې د حضرت فاطمه(س) د عصمت د بحث مخینه د رسول الله(ص) زمانې ته ورګرځي او د هغه حضرت(ص) ځینې ویناوې او د قرآن ځینې آیتونه لکه د مباهلې آيت او د تطهیر آيت په دې هکله راغلي دي.[۱۰] د فاطمې(س) د عصمت په اړه لومړني تاريخي روايتونه هم د پېغمبراکرم(ص) له وفاته وروسته زمانې ته ورګرځي کله چې د فدک د غصب په اړه چې امام علي(ع) د تطهیر د آیت په اساس[۱۱] د حضرت زهرا په عصمت باندې دلیل راوړ.[۱۲]

د حضرت فاطمه(س) د عصمت لپاره د تطهیر آیت سره دلیل

اصلي مقاله: د تطهیر آیت

شیعه علما د فاطمې(س) د عصمت د ثابتولو لپاره د تطهیر آیت سره دلیل راوړی دی.[۱۳] د شیعه[۱۴] او سني[۱۵] روایتونو له مخې دا آیت د د کساء د خاوندانو په ویاړ نازل شوی دی. له همدې امله په آيت كې له اهل بيتو مراد پنځه كسان (پيغمبر(ص)، امام علي(ع)، حضرت زهرا(س)، حسن او حسين(ع)) دي.[۱۶] او ځینې روايتونو پر بنسټ پيغمبر(ص) به د هر یو سهار لمانځه پر مهال او د ځینې نورو پر اساس د هر لمانځه پر مهال د فاطمې د کور دروازې ته ورتله سلام به یې کاوه او فرمایل به یې: اې اهل بیتو! لمونځ لمونځ، او بیا به یې د تطهیر آیت تلاوتوه.[۱۷] فخر رازي هغه روایتونه چې د تطهیر د آیت د شان نزول په باره کې روایت شوي او اهل بیت علیهم السلام د کساء د اصحابو په توګه معرفي کوي، د اهل حدیث او تفسیر د خاوندانو متفق علیه روایتونه ګڼي.[۱۸] په دې آیت کې له اهل بیتو(ع) څخه د ککړتیا او پلیتۍ له منځه وړلو په هکله د الهي اراده خبره شوې ده او له اهل بیتو(ع) څخه د ککړتیا او پلیتۍ لیرې کول د هغوی د عصمت په معنی دي.[۱۹]

له رسول الله(ص) څخه په يو روايت كې راغلي دي چې هغه كسان چې د تطهیر آيت د هغوي په شان کې نازل شوی، معصوم دي او هغوي دا دي: زه، علي او فاطمه، حسن او حسين(ع).[۲۰] د فدک په کيسه کې د امام علی(ع) د تطهیر د آيت په حوالې سره د حضرت زهرا(س) له هر ډول ګناه څخه پاکي ثابته کړې ده.[۲۱] ویل شوي دي چې د مباهلې آیت هم د فاطمه زهرا(س) په عصمت دلالت کوي.[۲۲]

د بضعه حدیث سره د حضرت فاطمه(س) د عصمت ثابتول

اصلي مقاله: د بضعه حدیث

د بَضْعَه حدیث د حضرت زهرا(س) د عصمت یو دلیل ګڼلی شوی دی.[۲۳] په دې حدیث کې چې علامه مجلسي په متواتر ګڼلی دی،[۲۴] د حضرت فاطمې(س) ځورونه او غصه، د رسول الله(ص) ځورونه او غصه ګڼل شوی او د هغې خوښي او رضا د رسول الله(ص) خوښي ګڼل شوې ده. پر دې اساس که چرې له حضرت زهرا(س) کومه ګناه کیدی شوی، نو په مطلق ډول او په هر حالت کې به د هغې ځورول او غصه د رسول الله(ص) ځورول او غصه نه ګڼل کیده.[۲۵] له دې سببه چې الله پاک بې له نیکو اعمالو په بل څه نه خوشحالیږي او په ګناه او نافرمانۍ نه راضي کیږي نو که فاطمه(س) چرې ګناه کولی نو په داسې حالت کې به په هغه څه خوشحاله شوې وه چې خدای ورباندې خپه و.[۲۶] له دې حدیث څخه ځینې علماء له ګناه څخه پاکي مراد اخستی دی او ځینو یې لکه آیت الله وحید خراساني ترې مطلق عصمت مراد اخستی (یعنی له ګناه او خطا څخه پاکي).[۲۷]

د بضعه حدیث په سني منابعو لکه صحیح بخاري[۲۸] او صحیح مسلم[۲۹] کې راغلی دی،[۳۰] په ځینو احادیثو کې د فاطمې رضا او ناراضيتی د خدای رضا او ناراضيتی بللې شوې ده.[۳۱]

د ثقلین او سفینه حدیث سره د حضرت فاطمه(س) د عصمت ثابتول

هغه احادیث چې د اهل بيت علیهم السلام عصمت ثابتوي لکه د ثقلین حدیث او د سفینې حدیث هم هغه د فاطمې(ص) د عصمت له دلیلونو څخه ګڼل کیږي[۳۲] ځکه چې حضرت فاطمه(س) په یقیني توګه له اهلبیتو(ع) څخه ده.[۳۳] د د علامه مجلسي په وینا هغه حدیثونه چې اهل بیت(ع) د پیروۍ په فرضیت دلالت کوي، لکه د ثقلین حدیث او د سفینې حدیث هم هغه د حضرت فاطمې(س) په عصمت باندې دلالت کوي. ځکه چې پیروي کول یوازې د معصومینو لپاره ثابت شوي دي. او څوک چې ګناه کوي، نو نه یوازې د هغه پیروي واجب نه ده، بلکې د نهی عن المنکر له امله د هغه منع کول او انکار هم واجب دی.[۳۴]

په یو روایت کې راغلي دي چې رسول الله(ص) د معراج په شپه د فاطمې او د شیعه امامانو رڼا ولیده او له خدایه یې وپوښتل چې دا څوک دي، ورته وویل شول چې دا علي، فاطمه، حسن، حسین او د حسین اولاد دي چې پاک او معصوم دي.[۳۵]

د فاطمه(س) د عصمت په هکله د اهل سنتو نظریه

ځینې ​​سنيان لکه شهاب الدین الوسي (وفات: ۱۲۷۰ هـ) چې د قرآن کریم مفسر دی، د دې آیت پر بنسټ لیکلی: ««وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَىٰ نِسَاءِ الْعَالَمِينَ؛» او هغه وخت (یاد کړه) کله چې ملائکو وویل: "اې مریم، خدای ته غوره کړې او ته یې پاکه کړې او د نړۍ په ښځو باندې یې فضیلت درکړی دی»[۳۶] حضرت مریم بی بی یط له ګناه او ککړتیا پاکه ګڼلې ده او بیا یې فاطمه(ص) له مریم(س) لوړه ګڼلې ده.[۳۷]

د حسن حسن زاده آملي (وفات: 1400) له قوله چې په شپږمه هجري پېړۍ کې یو شیعه عالم دی، وايي: په شپږمه هجري پيړۍ کې سني مفسر فخر رازي، سره له دې چې هغه په ​​هر څه کې شک درلود او په «امام المشککین» مشهور و خو د حضرت فاطمه زهرا(س) په عصمت کې یې شک نه درلود.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. مثال په توګه وګورئ: مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۸۸؛ سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۹۵؛ ابن‌شهرآشوب، مناقب آل‌ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۳۲؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۳۵.
  2. کافی و شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، ص۶۹.
  3. مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۸۸.
  4. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۳۵.
  5. کافی و شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، ص۷۲.
  6. کافی و شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، ص۷۲.
  7. وګورئ: سوره احزاب، آیه ۲۱؛ سوره ممتحنه، آیه ۴.
  8. کافی و شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، ص۷۲.
  9. کافی و شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، ص۷۲.
  10. کافی و شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، ص۷۱.
  11. وګورئ: صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۹۱و۱۹۲.
  12. کافی و شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، ص۷۱.
  13. مثال په توګه وګورئ: سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۹۵؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۳۵.
  14. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۷؛ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۹۳-۲۱۱.
  15. مثال په توګه وګورئ: مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، دار احیاءالتراث العربی، ج۴، ص۱۸۸۳، ح۶۱؛ ترمذی، سنن تزمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۳۵۱، ح۳۲۰۵ و ص۳۵۲، ح۳۲۰۶ و ص۶۶۳، ح۳۷۸۷؛ ابن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، ۱۴۲۱ق، ج۲۸، ص۱۹۵، ج۴۴، ص۱۱۸-۱۲۱.
  16. بحرانی، غایةالمرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۹۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۶، ص۳۱۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۳۸۷-۳۹۲.
  17. وګورئ: کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۳۸و۳۳۹؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۶، ص۳۱۸ و ۳۱۹؛ طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۱۵ق، ج۲۲، ص۴۰۲.
  18. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۸، ص۲۴۷.
  19. فاریاب، عصمت امام در تاریخ تفکر امامیه، ۱۳۹۰ش، ص۳۳۵ و ۳۳۶.
  20. کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۳۹ و ۳۴۰.
  21. وګورئ: صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۹۱و۱۹۲.
  22. وګورئ:‌ انصاری زنجانی، موسوعة الکبری، نشر دلیلنا، ج۲۱، ص۱۳۲؛ «آیات مباهله،‌ تطهیر و روایات، عصمت حضرت فاطمه(س) را ثابت می‌کند»، خبرگزاری شبستان.
  23. مثال په توګه وګورئ: سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۹۵؛ ابن‌شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۳۳؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۳۵.
  24. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۳۵.
  25. سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۹۵؛ ابن‌شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۳۳؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۳۷ و۳۳۸.
  26. سبحانی، پژوهشی در شناخت و عصمت امام، ۱۳۸۹ش، ص۲۷.
  27. وګورئ: روحی برندق، «قلمرو عصمت فاطمه زهرا(س) در حدیث فاطمه بضعة منی»، ص۸۳-۸۵.
  28. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۲۱ و ۲۹.
  29. مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ۱۹۰۲ و ۱۹۰۳.
  30. وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۳۶ و ۳۳۷؛ طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۱۵ق، ج۲۲، ص۴۰۴ و ۴۰۵.
  31. وګورئ: صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۴۶ و ۴۷؛ مفید، الامالی، ۱۴۱۳ق، ص۹۵؛‌ طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۰۸ و ج۲۲، ص۴۰۱؛ ابن‌مغازلی، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب، دار الاضواء، ۲۸۴ و ۲۸۵.
  32. سبحانی، پژوهشی در شناخت و عصمت امام، ۱۳۸۹ش، ص۲۷؛ محقق، عصمت از دیدگاه شیعه و اهل تسنن، ۱۳۹۱ش، ص۲۵۶.
  33. محقق، عصمت از دیدگاه شیعه و اهل تسنن، ۱۳۹۱ش، ص۲۵۶.
  34. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۳۴۰.
  35. خزاز رازی، کفایة‌الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۱۸۵ و۱۸۶.
  36. سوره آل عمران، آیه ۴۲.
  37. وګورئ: آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۴۹-۱۵۰؛ مظهری، تفسیر المظهری، ۱۴۱۲ق، ج۲، قسم۱، ص۴۷ و ۴۸.
  38. حسن‌زاده آملی، هزار و یک نکته، ۱۳۶۵ش، ص۶۰۳، نکته ۷۴۸.

سرچينې

  • آلوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی‏، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دار الکتب العلمیة، منشورات محمد علی بیضون‏، ۱۴۱۵ق.
  • «آیات مباهله،‌ تطهیر و روایات، عصمت حضرت فاطمه(س) را ثابت می‌کند»، خبرگزاری شبستان، تاریخ درج مطلب: ۱۹ اسفند ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • ابن حنبل، احمد بن محمد بن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق شعیب الأرنؤوط، عادل مرشد و دیگران، بیروت، مؤسسه الرسالة، چاپ اول، ۱۴۲۱ق،
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، قم، علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌مغازلی، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب، دار الاضواء، بی‌تا.
  • ‌انصاری زنجانی، اسماعیل، موسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء(ع)، قم، نشر دلیلنا، بی‌تا.
  • بحرانی، سید هاشم، غایة المرام و حجة الخصام فی تعیین الامام، تحقیق سید علی عاشور، بیروت، مؤسسه تاریخ اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، بیروت، دار طوق النجاة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن تزمذی، تحقیق و تعلیق احمد محمد شاکر، محمد فؤاد عبدالباقی و ابراهیم عطوه، مصر، شرکة مکتبة و مطبعة مصطفی البابی الحلبی، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق-۱۹۷۵م.
  • حسن‌زاده آملی، حسن، هزار و یک نکته، تهران، رجاء، چاپ پنجم، ۱۳۶۵ش.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایةالاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تحقیق عبداللطیف حسنی کوهکمری، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • روحی برندق، کاوس، «قلمرو عصمت فاطمه زهرا(س) در حدیث فاطمه بضعة منی»، فصلنامه پژوهش‌های اعتقادی کلامی، شماره ۲۲، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • سبحانی، جعفر، پژوهشی در شناخت و عصمت امام، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الشافی فی الامامة، تهران، مؤسسه الصادق(ع)، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتاب‌فروشی داوری، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، تحقیق حمدی بن عبد المجید السلفی، قاهره، مکتبة ابن تیمیة، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • فاریاب، محمدحسین، عصمت امام در تاریخ تفکر امامیه تا پایان قرن پنجم هجری، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • کافی، عبدالحسین و جواد شفیعیان، «عصمت فاطمه(س)»، در دانشنامه فاطمی (ج۲)، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تحقیق و تصحیح محمد کاظم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۰ق
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محقق، فاطمه، عصمت از دیدگاه شیعه و اهل تسنن، تحقیق و بررسی خلیل بخشی‌زاده، قم، آشیانه مهر، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
  • مسلم نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احی اء التراث العربی، بی‌تا.
  • مظهری، محمد ثناءالله، تفسیر المظهری، پاکستان-کویته، مکتبة رشدیه، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الامالی، تحقیق حسین استادولی و علی‌اکبر غفاری، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الفصول المختاره، قم،‌ کنگره جهانی شیخ مفید، چاپ اول، ‌۱۴۱۳ق.

بهرنۍ اړیکه