منځپانگې ته ورتلل

د پیغمبر د پلرونو ایمان

د wikishia لخوا

د پېغمبر د پلرونو ایمان د حضرت محمد(ص) د پلار او نیکونو یکتا پرستۍ او موحدۍ ته اشاره لري. شیعه عالمان او ځینې اهل سنت عالمان، په دې باور دي چې د پېغمبر(ص) پلرونه ټول موحد وو. د پېغمبر د پلرونو په ایمان د عقیده لرونکو له نظره، ډېر ایتونه او روایتونه دلالت لري چې پېغمبر(ص) له غیر مشرک پلرونو پېدا شوی دی او په همدې اساس آزر چې مشرک و د حضرت ابراهیم پلار نه ګڼي.

ځینې اهل سنت د ابراهیم علیه السلام په ژوند کې د ازر په رول په استناد سره باوري دي چې د پېغمبر په پلرونو کې هم مشرکان موجود وو.

اهمیت او مقام

د پېغمبر(ص) د پلرونو موحدوالی یا مشرکوالی د اسلامي فرقو په مینځ کې له اختلافي موضوګانو څخه دی.[۱] په دې برخه کې څو کتابونه او مقالې لیکل شوي او په کتابونو کې هم ځینې برخې دغه بحث ته بیلې شوې دي.[۲] اهل سنت عالم جلال الدین سیوطی (وفات: ۹۱۱ق) هم په دې اړه ځینې کتابونه لیکلي دي.[۳]

ایا د پېغمبر ټول پلرونه موحد وو؟

شیخ صدوق (وفات: ۳۸۰ق) وایي: زمونږ عقیده دا ده چې د پېغمبر پلرونه له حضرت آدم څخه تر عبد الله پورې ټول مسلمانان (په عامه معنا یا هماغه د خدای په وړاندې تسلیم) وو.[۴] د شیخ مفید (وفات:۴۱۳ق) په وینا ټول اهل حق په دې عقیده اجماع لري چې د پېغمبر پلرونه تر آدمه ټول موحد او په خدای ایمانداره وو.[۵] اهل سنت مفسر، آلوسي (وفات ۱۲۷۰) له شیعه سره د دغه عقیدې اختصاصوالی نفي کړی او وایي چې فخر رازي چې وايي دا عقیده یوازې د شیعیانو ده، پوره تحقیق نه دی کړی.[۶]

شیعه متکلمان نصیرالدین طوسي (وفات: ۶۷۲ق) او علامه حلي (وفات: ۷۲۶ق) هم په تجرید الاعتقاد او شرحې کې یې په دې باور دي چې د پېغمبر پلرونه باید له هر ډول پَستۍ لرې وي[۷] همداراز اشعري مذهبه متکلم علاء الدین قوشچي (وفات:۸۷۹ق) د تجرید الاعتقاد په شرحه کې ویلي چې د پېغمبر پلرونه باید په شرک ککړ نه وي.[۸]

د پېغمبر د پلرونو د موحدوالي دلایل

د قران ایتونه چې د پېغمبر د اجدادو په ایمان دلالت لري

هغه روایتونه چې د پېغمبر د پلرونو پر ایمان دلالت لري

د «د پېغمبر د پلرونو ایمان» مقالې لیکوال په دې اړه روایتونه په پينځو ډلو وېشلې دي:

  • هغه روایتونه چې صریحا د پېغمبر د ځينو پلرونو په ایمان دلالت کوي.
  • هغه روایتونه چې وایي پېغمبر په پاکو صلبونو او رحِمونو کې و.
  • هغه روایتونه چې وایي پېغمبر په ډېرې ښې ډلې او کورنې کې پاتې شوی دی.
  • هغه روایتونه چې پېغمبر همېشه د انبیاوو په اصلابو کې ګڼي.
  • هغه روایتونه چې جوتوي هغه صلب چې پېغمبر ترې پېدا شوی د دوزخ په اور حرام دی.[۱۳] د بېلګې په توګه په الکافي کې راغلي چې دوزخ په هغه ملا، خېټه او لمنه چې پېغمبر یې دنیا ته راوړی او کفالت یې کړی حرام دی.[۱۴] همداراز د شیخ طوسي په امالي کې له پېغمبره نقل شوي چې: زما نطفه د ادم له صلبه زما تر نیکه پورې همېشه په پاکو پشتونو او رحمونو کې پاتې شوې او هیڅکله د جاهلیت ناپاکۍ زه نه یم ککړ کړی.[۱۵] دا ډول روایتونه د اهل سنتو په سرچینو کې هم راغلي دي.[۱۶]

د پېغمبرانو د دعوت منل د هغوي د پلرونو په موحدوالي ولاړ دي

د شیعه مفسر ابوالفتوح رازي په وینا له عقلي نظره د ټولو پېغمبرانو پلار نیکونه موحد وو؛ ځکه چې پېغمبران باید له هغو شیانو چې له هغوي او د هغوي له بلنې د خلکو د کرکې سبب کیږي، پاک وي که نه وي د دغه شیانو شتون سبب کیږي چې خلک د هغوي بلنه ونه مني.[۱۷] اود پېغمبرانو په ځواب کې ووایي: ستاسو پلرونه هم مشرک وو.[۱۸] همداراز خدای، مشرکان نجس ګڼلې دي؛ له دې امله له عقلي نظره څوک چې د پلیتو کسانو د پاکولو لپاره راستول شوی دی باید له ناپاک انسانه نه وي زېږېدلی.[۱۹]

د آزر په کیسې او روایتونو په استناد سره د پېغمبر د پلرونو په ایمان کې شک

د اشعري مذهب متکلم فخر رازي (وفات۶۰۶ق) د پېغمبر د پلرونو موحدوالی نه مني او د هغوي د ټولو په موحدوالي عقیده د شیعه عقیده ګڼي.[۲۰] د سلفیانو امام ابن تیمیه (وفات ۷۲۸ق) هم په مجموع الفتاوی کتاب کې د اسلام د پېغمبر پلار کافر ګڼي.[۲۱] راشدرضا (وفات: 1935م) هم په دې باور دی چې د پیغمبرانو د پلرونو په پاکوالي باور د قرآن او صحیح احادیثو له ظهور سره مخالف دی.[۲۲] رشید رضا په هغو حدیثونو په استناد سره چې مضمون یې د پېغمبر د پلار کافر او جهنمي والی دی، وایي ممکنه ده د پېغمبرانو پلرونه مشرک وي.[۲۳] د پېغمبر د پلرونو د ایمان مخالفان همداراز باوري دي چې له دې امله چې د ابراهیم پلار آزر بتپالی و نو د پېغمبر(ص) ټول پلرونه موحد نه وو.[۲۴]

د دې په مقابل کې هغه کسان چې د پېغمبرانو د پلرونو په ایمان عقیده لري آزر د پېغمبر پلار نه بلکې د هغه سرپرست یا تره ګڼي.[۲۵] د تفسیر المیزان د لیکوال علامه طباطبایي (وفات ۱۳۶۰ل) په وینا د ابراهیم پلار له آزره پرته بل کس و؛ ځکه چې ابراهیم په بوډاتوب کې د خپل پلار لپاره د مغفرت دعا کړې[۲۶] او د اَب ټکي په ځای یې د والد له ټکي استفاده کړې ده.[۲۷]

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. ↑ مدنی بجستانی، «ایمان اجداد رسول‌خدا»، ص۱۶۲.
  2. ↑ مدنی بجستانی، «ایمان اجداد رسول‌خدا»، ص۱۸۸.
  3. ↑ مدنی بجستانی، «ایمان اجداد رسول‌خدا»، ص۱۶۶.
  4. ↑ شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۳ق، ص۱۱۰.
  5. ↑ شیخ مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۹.
  6. ↑ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۱۸۴.
  7. ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۲۲ق، ص۴۷۲.
  8. ↑ قوشچی، شرح تجرید العقائد، منشورات رضی، ص۳۵۹.
  9. ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۴، ص۵۳۷.
  10. ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۸، ص۶۸.
  11. ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۳۵۶.
  12. ↑ مدنی بجستانی، «ایمان اجداد رسول‌خدا»، ص۱۷۰-۱۷۱.
  13. ↑ مدنی بجستانی، «ایمان اجداد رسول خدا»، ص۱۷۵-۱۷۶.
  14. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۴۶، ح۲۱.
  15. ↑ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۵۰۰، ح۱۰۹۵.
  16. ↑ طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۳۶۲؛ الحلبی، السیرة الحلبیة، ۲۰۰۶م، ج۱، ص۴۴؛ الهیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۷، ص۸۶.
  17. ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۶ش، ج۷، ص۳۴۰.
  18. ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۶ش، ج۷، ص۳۴۰.
  19. ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۶ش، ج۷، ص۳۴۰.
  20. ↑ وګورئ: فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۳، ص۳۱-۳۴.
  21. ↑ ابن‌تیمیه، مجموع الفتاوی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۴۴.
  22. ↑ رشیدرضا، المنار، ۱۹۹۰م، ج۷، ص۴۵۱-۴۵۴.
  23. ↑ رشیدرضا، المنار، ۱۹۹۰م، ج۷، ص۴۵۱.
  24. ↑ رشیدرضا، المنار، ۱۹۹۰م، ج۷، ص۴۴۹.
  25. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۱۶۴-۱۶۵.
  26. ↑ سوره ابراهیم، آیه۴۱.
  27. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۱۶۴-۱۶۵.

سرچينې

  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، تصحیح یاحقی، محمدجعفر یاحقی، بنیاد پژوهش های اسلامی آستان قدس رضوی، مشهد مقدس، ۱۳۷۶ش.
  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق: علی عبدالباری عطیه، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموع الفتاوی، تحقیق: عبدالرحمان بن محمد بن قاسم، مدینه، مجمع الملک فهد، ۱۴۱۶ق.
  • الحلبی الشافعی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیة، تحقیق: عبدالله محمد الخلیلی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۲۰۰۶م.
  • رشیدرضا، محمد، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق: احمد قصیر عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طبرانی، ابوالقاسم، المعجم الکبیر، تحقیق: حمدی بن عبدالمجید السلفی، قاهره، مکتبة ابن تیمیه، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، تصحیح اعتقادات الامامیة، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسه مطبوعاتی اسماعیلیان، ۱۳۷۱ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تصحیح: حسن حسن‌زاده آملی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ نهم، ۱۴۲۲ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • قوشچی، علاءالدین، شرح تجرید العقائد، قم، منشورات رضی-بیدار-عزیزی، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی بجستانی، سید محمود، «ایمان اجداد رسول خدا»، فصلنامه میقات حج، ش۴۴، تابستان ۱۳۸۲ش.
  • الهیثمی، علی بن ابی‌بکر، مجمع الزوائد و منبع الفوائد، تحقیق: حسام الدین قدسی، قاهره، مکتبة القدسی، ۱۴۱۴ق.

بهرنۍ لینک