سید مجتبی خامنه اي
| د ایران د اسلامي جمهوریت درېیم رهبر | |
| بشپړ نوم | سید مجتبی حسیني خامنهاي |
|---|---|
| نسب | له افطسي سیدان او سلطان سید احمد |
| د زیږیدو نیټه | د ۱۳۴۸ لمریز کال د وږي ۱۷مه نیټه |
| د زیږیدو ښار | مشهد |
| د زیږیدو هیواد | ایران |
| د ښځې نوم | زهرا حداد عادل |
| مشهور خپلوان | سید جواد حسیني خامنهاي (نیکه) سید علی حسیني خامنهاي (پلار) غلامعلي حداد عادل (خسر) |
| مذهب | شیعه |
| ښوونکي | سید علی خامنهاي
سید محمود هاشمي شاهرودي محمدتقی مصباح یزدي محسن خرازي لطفالله صافي ګلپایګاني |
| لاسلیک | |

سید مجتبی حسینی خامنهاي (زوکړه ۱۳۴۸ل) د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام دریم رهبر د ایت الله سید علي خامنه اي زوی دی. هغه د امریکا او صهیونسټ رژیم په لاس د خپل پلار له شهادته وروسته، د رهبرۍ د خبرګانو مجلس له خوا د ۱۴۰۴ ل کال د کب په اولسمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د رهبر په توګه وټاکل شو.
ژوند لیک
سید مجتبی، په ۱۳۴۸ل کال کې مشهد کې وزېږېد. هغه د لېسې دوره یې د تهران په علوي ښوونځي کې تېره کړه او د دیني زده کړې د خپل پلار او د سید محمود هاشمي شاهرودي شاګردي وکړه او په ۱۳۷۸ل کال کې د تعلیم د دوام لپاره قم ته لاړ او د محمد تقي مصباح یزدي، محسن خرازي، لطف الله صافي ګلپایګاني په شان استادانو په درسي ټولګو او د علي عندلیبي په خصوصي درس کې یې برخه واخسته.
هغه له ۱۳۹۰ تر ۱۴۰۳ ل کاله پورې د قم په علمي حوزې کې د فقې او اصول د خارج درس ورکاوه. دغه درس چې ویل کیږي کابو دیارلس کاله یې دوام درلود او کابو اوو سوو کسانو پکې ګډون کاوه، د ۱۴۰۳ ل کال په تلې میاشتې کې د هغه په شخصي غوښتنې سره بند شو.[۱]
سید مجتبی خامنه اي په ۱۳۷۸ل کال کې د غلامعلي حداد عادل له لور زهرا حداد عادل سره واده وکړ. له دغه مېرمنې څخه د هغه دوه زامن او یوه لور شوې دي. د هغه مېرمنه د ۱۴۰۴ ل کال د کب په ۹مه د رهبرۍ په کور د اسراییلو او امریکا په ګډه حمله کې له ایت الله سید علي خامنه اي سره یو ځای شهیده شوه او په خپله هغه هم ژوبل شو.
هغه له ایران سره د عراق د جنګ په وخت په ۱۳۶۵ ل کال او په ۱۷کلنۍ کې جبهې ته واستول شو او د محمد رسول الله د ۲۷ فرقې د حبیب بن مظاهر کنډک د غړي په توګه یې په ځینو عملیاتو لکه بیتالمقدس ۲، ۳ و ۴، والفجر ۱۰ او مرصاد کې برخه واخیسته.
د ۱۳۹۸ ل کال په لړم میاشتې کې د امریکا د متحده ایالتونو خزانې وزارت هغه د بیت رهبرۍ (د رهبر د کور) له اتو اړوند کسانو سره یو ځای بایکاټ کړ.

د اسلامي جمهوریت رهبري
د ۱۴۰۴ ل کال د کب په اولسمه، د رهبرۍ د خبرګانو مجلس، د سید علي خامنه ای له شهادته د اتو ورځو له تېرېدو وروسته سید مجتبی خامنه اي د ایران د اسلامي جمهوریت د دریم رهبر په توګه وټاکه.[۲] د دغه ځنډ سبب، د خبرګانو د غونډې په خلاف امنیتي ګواښونه اعلان شوی دی. په همدې لړ کې د امریکا متحده ایالتونو او صهیونسټ رژیم په قم او تهران کې د خبرګانو مجلس په ودانیو بریدونه وکړل او هغه یې ورانې کړې. له دې انتخابه مخکې، د ایت الله مکارم شیرازي او ایت الله نوري همداني په شان شخصیتونو چې د تقلید مراجع دي او مختلفو ډلو، د رهبرۍ د ټاکنې په پروسه کې د چټکتیا په ضرورت ټینګار کړی و.
غبرګونونه

د ایران د نوې رهبر ټاکنه، د هیواد دننه او بهر له پراخو غبرګونونو او انعکاسونو سره مخ شو. د مختلفو هیوادونو سیاسي مقاماتو، د اسلامي مقاومت ډلو او د ایران د اسلامي جمهوری لوړو مسوولانو په دغه انتخاب مبارکي وویله.[۴] په ایران کې د شخصیتونو پر مبارکۍ ویلو سربېره، مختلفو ډلو او ادارو له نوي رهبر سره په بیعت او له هغه په پېروۍ ټینګار وکړ او د بیعت عمومي غونډې په ټول هیواد کې د خلکو په ولوله ناک ګډون سره ترسره شوې.[۵]
د تقلید مرجع ایت الله نوري همداني، د سید مجتبی خامنه اي انتخاب غوره او حکیمانه وباله او هغه یې د رهبرۍ له پاره د ټولو شرایطو منجمله، فقاهت، زړورتیا، تقوا، زمان پېژندنې، مدیریت او تدبیر لرونکی وباله. ایت الله مکارم شیرازي هم د خبرګانو انتخاب اصلح وباله او خلک او د نظام غړي یې له نوي رهبر سره د بیعت، او په اتحاد او اتفاق سره د انقلاب د لارې جاري ساتلو ته وبلل.[۶]
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هیله وکړه چې سید مجتبی خامنه اي د خپل لارې ته په عزت سره دوام ورکړي او د ایران خلک د ناخوالو په وړاندې متحد کړي.
د دې په مقابل کې د امریکا متحده ایالتونو او صهیونسټ رژیم په دغه اننتخاب اندیښنه څرګنده کړه او د ایران نوی رهبر یې په ترور وګواښه. له دې مخکې هم دغه دوه رژیمونود ایران په رهبرۍ د د سید مجتبی خامنه اي د ټاکلو په اړه خبرداری ورکړی و.
د رهبری په وخت مواضع
د ۱۴۰۴ ل کال د کب په ۲۱ سید مجتبی خامنه ای خپل لومړی رسمي پېغام د نوي مشر په توګه د رمضان د جګړې پر مهال خپور کړ. دې پېغام په نوي پړاو کې د نظام د لویو سیاستونو چوکاټ او د مقاومت د جبهې لور نیونه انځوروله. پېغام په اوو عنوانونو کې برابر شوی او د دغه مطالبو په اړه پکې ټکي شامل دي: د ایت الله سید علي خامنه اي د رول او مقام، د ولس دندې، وسله وال ځواکونه، اجرایي ادارې، د مقاومت چورلیز، د سیمې هیوادونه او له بهرنیو دښمنانو سره د مقابلې طریقې. همداراز په دې پېغام کې « په ایران د تیري ګرو» په وړاندې د سیمې هیوادونو د دریځ د روښانولو پر ضرورت او د پردیو د پوځي او مالي اډو په بندولو ټینګار شوی دی. هغه په سیمه کې د سولې او امنیت په ټینګولو کې د متحده ایالتونو ادعا «ښکاره دروغ» وبلل او د تیري ګرو تر کامل شاته پورې د هرمز تنګي د بندولو څخه د فشار د اړم په توګه پر استفادې یې ټینګار وکړ.[۷]
هغه همدارنګه د کوچني اختر او نوروز د رارسېدو په درشل کې، د دولس ورځنۍ جګړې، د ۱۴۰۴ل کال د مرغومي د پېښو او د رمضان د جګړې د شهیدانو له کورنیو او پاتې کسانو سره د خواخوږۍ تر څرګندولو وروسته، د مرغومي پېښې کودتا او جګړه وبللې. همدارنګه یې د ۱۴۰۵ل کال شعار «مقاومتي اقتصاد د ملي یووالي او ملي امنیت تر سیوري لاندې» اعلان کړ.[۸] په دې پیغام کې له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار شوی و او له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه وشوه چې لږ تر لږه د مسلمانانو د یووالي د ساتلو لپاره له یو بل سره ښې اړیکې ولري. همدارنګه د لبنان د حزبالله عمومي منشي نعیم قاسم ته په خطاب کې یې وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت ثابت سیاست د امام خمیني او سید علي خامنهای د لارې دوام دی، چې د امریکا او صهیونیزم پر وړاندې د مقاومت له دوامدار ملاتړ سره ولاړ دی.
د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري په ۲۰مه، چې د سید علي خامنهاي د شهادت له څلوېښتمې ورځې سره هممهاله وه، په یوه پیغام کې یې هغه د وخت پېژندونکی او بصیر فقیه، نه ستړې کېدونکی مجاهد، عامل او رباني عالم، د ذکر، تهجد او د ربوبیت دربار ته د تضرع اهل، د معصومینو په دربار کې توسل او د الهي ژمنو باورمن وباله. همدارنګه د دې پیغام په یوه برخه کې یې د خلکو پر دوامدار حضور په ډګر کې ټینګار وکړ او د ایران له سویلي ګاونډیو څخه یې وغوښتل چې د بهرنیو قدرتونو پر ژمنو باور ونه کړي.[۹]
فوټ نوټ
- ↑ «چرا آیتالله مجتبی خامنهای کلاس درس خارج را تعطیل کرد؟ (فیلم)»، د عصر ایران ورځ پاڼه.
- ↑ «رهبر جدید انقلاب اسلامی توسط مجلس خبرگان رهبری تعیین و معرفی شد»، د رهبرۍ د خبرګان مجلس دارالانشا.
- ↑ «مراسم بیعت با سومین رهبر انقلاب - تهران»، ایسنا.
- ↑ «جدیدترین واکنشهای بینالمللی به انتخاب رهبر جدید انقلاب اسلامی»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «پیام های تبریک مراجع، شخصیت ها و مقامات حوزوی و کشوری درپی انتخاب رهبر جدید انقلاب اسلامی»، شفقنا.
- ↑ «پیام های تبریک انتخاب سومین رهبر انقلاب اسلامی»، شفقنا.
- ↑ «اولین پیام حضرت آیتالله سیدمجتبی حسینی خامنهای رهبر معظّم انقلاب اسلامی»، د حضرت آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «پیام نوروزی رهبر انقلاب به مناسبت آغاز سال ۱۴۰۵...، د حضرت آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ «پیام حضرت آیتالله سیدمجتبی حسینی خامنهای رهبر معظّم انقلاب اسلامی بهمناسبت چهلمین روز شهادت قائد عظیمالشأن انقلاب...، د حضرت آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
سرچينې
- «اولین پیام حضرت آیتالله سیدمجتبی حسینی خامنهای رهبر معظّم انقلاب اسلامی»، «د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیتالله سیدمجتبی حسيني خامنهای لومړنی پیغام»، د حضرت آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۱ کب ۱۴۰۴ل، د کتنې نېټه: ۲۵ کب ۱۴۰۴ل.
- «پیامهای تبریک انتخاب سومین رهبر انقلاب اسلامی»،«د اسلامي انقلاب د درېیم رهبر د ټاکنې د مبارکۍ پیغامونه»، شفقنا.
- «مراسم بیعت با سومین رهبر انقلاب - تهران»، «له درېیم رهبر سره د بیعت مراسم ـ تهران»، ایسنا.
- «جدیدترین واکنشهای بینالمللی به انتخاب رهبر جدید انقلاب اسلامی»، «د اسلامي انقلاب د نوي رهبر د ټاکنې په اړه وروستي نړیوال غبرګونونه»، مهر خبري آژانس.
- «پیام های تبریک مراجع، شخصیتها و مقامات حوزوی و کشوری درپی انتخاب رهبر جدید انقلاب اسلامی»، «د اسلامي انقلاب د نوي رهبر د ټاکنې په تړاو د مراجعو، شخصیتونو او حوزوي او دولتي چارواکو د مبارکۍ پیغامونه»، شفقنا.
- «چرا آیتالله مجتبی خامنهای کلاس درس خارج را تعطیل کرد؟ (فیلم)»، «ولې آیتالله مجتبی خامنهای د خارج درس ټولګی ودرول؟ (ویډیو)»، عصر ایران.
- «رهبر جدید انقلاب اسلامی توسط مجلس خبرگان رهبری تعیین و معرفی شد»، «د اسلامي انقلاب نوی رهبر د رهبرۍ د خبرګانو مجلس له خوا وټاکل شو او معرفي شو»، د رهبرۍ د خبرګانو مجلس دارالانشاء.
