سید جواد حسیني خامنه اي
له شیعه مجتهدانو څخه | |
| ټبر | حسیني سیدان |
|---|---|
| د زیږیدنې نیټه | ۱۶ لیندی ۱۲۷۴ل |
| د زیږیدنې ځای | نجف |
| د وفات نیټه | د چنګاښ ۱۴ د ۱۳۶۵ لمریز کال / د شوال ۲۷ مه د ۱۴۰۶ قمري کال |
| د وفات ځای | مشهد |
| د ښخولو ځای | د امام رضا(ع) حرم |
| مشهور خپلوان | سید علی حسیني خامنهاي(ماشوم) • سید مجتبی خامنهاي ، سید هاشم میردامادي نجفآبادي(د مېرمنې پلار)، محمد واعظ زاده خراساني(انډیوال) |
| ښوونکي | آقا حسین قمي، میرزا محمد آقازاده خراساني، میرزا مهدي اصفهاني |
| د تحصیل ځای | تبریز • مشهد • نجف |
| له څخه د اجتهاد اجازه | محمد حسین نائیني • سید ابوالحسن اصفهاني • آقا ضیاء الدین عراقي |
| نور | تدریس • د مشهد بازار کې د صدیقیانو جومات او د ګوهرشاد جامع جومات امامت |
سید جواد حسیني خامنهاي ( د ۱۲۷۴ل د لیندې ۱۶- ۱۳۶۵ل د چنګاښ ۱۴) یو شیعه عالم او مجتهد او د ایران د اسلامي جمهوریت د دوهم رهبر ایت الله خامنه اي پلار دی. هغه خپلې زده کړې په تبریز، مشهد او نجف کې تېرې کړې او په نجف کې د اجتهاد درجې له ترلاسه کولو وروسته، مشهد ته لاړ او د عمر تر پایه هلته پاتې شو.
زوکړه او ټبر
سید جواد خامنه اي په نجف کې زېږېدلی دی. هغه په وړوکوالي کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای تبریز ته لاړ. د هغه نسب حسیني ساداتو اوپه څلورو واسطو سره سلطان سید محمد ته رسیږي چې د امام سجاد(ع) بچی دی. سید محمد د عباسیانو د ظلم او زیاتي په وجه د ایران مرکزی سیمو او تفرش، آشتیان او فراهان ته مهاجرت وکړ او د دغه سیمو د خلکو لخوا یې هرکلی وشو خو عباسي مامورانو په تفریش کې هغه ونیوه او شهید یې کړ. د هغه مزار د اراک په میقان کې دی..[۱]
سید محمد د سید محمد تقي زوی، د سید میرزا علي زوی، د سید میرزا اکبر زوی، د سید فخر الدین زوی د سلطان سید محمد له شجرې دی چې له تفرشه یې آذربایجان ته مهاجرت وکړ او د تبریز په ۸۰ کلومیټرۍ کې په خامنه ښار کې ځای پر ځای شو. له هغه وروسته د سید محمد زوی سید حسین په خامنه کې د خلکو په هدایت او لارښود بوخت شو او بیا یې نجف ته سفر وکړ او هلته په درس او بحث بوخت و. هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر ایت الله خامنه ای نیکه دی.
مېرمن او بچیان
د سید جاواد خامنه اي د ژوند د څلورمې لسیزې په درشل کې یې مېرمن چې له هغې یې درې لوڼه لرلې، وفات شوه. د خپلې لومړۍ له مرګه وروسته یې د ایت الله سید هاشم میردامادي نجف آبادي له لور خدیجه میردامادي سره واده وکړ. ایت الله سید جواد خامنه اي له مېرمن خدیجې میردامادي څخه څلور زامن او یوه لور د سید محمد، سید علی، بدر السادات، سیدهادی و سید محمدحسن په نومونه لرل. خدیجه میردامادي د ۱۳۶۸ ل کال د زمری ۱۵مه د زړه د سکتې په وجه وفات شوه او د امام رضا(ع) په حرم کې د خپل مېړه تر څنګ خاوروته وسپارل شوه.
تعلیم

سید جواد خامنهای مقدماتي زده کړې په تبریز کې وکړې. کابو نهه میاشتې په مشهد کې استوګن و او بیا تبریز ته ستون شو. ویل کیږي چې په دې زمانه کې تهران مشهد لاره ناامنه و. سید جواد بادکوبه ته لاړ او د کسپین سمندرګې له لارې عشق آباد ته لاړ او بیا خراسان ته ورسید.[۲] په مشهد کې یې خپل تعلیم جاري وساته او په ۱۳۴۵ ق کې نجف ته لاړ.
استادان
سید جواد خامنهای په مشهد کې له آقا حسین قمي، میرزا محمد آقازاده خراسانی (کفائی)، میرزا مهدي اصفهاني او فاضل خراسانی څخه فقه او اصول زده کړل. او په فلسفه کې یې هم د آقا بزرګ حکیم شهیدي او اسدالله یزدي شاګرده وکړه.[۳]
هغه په نجف کې د محمد حسین نائیني، سید ابوالحسن اصفهاني او آقا ضیاء عراقي شاگردي وکړه او له هغوي یې د اجتهاد اجازه واخیسته.[۴]
په مشهد کې استوګنه

په نجف کې له تعلیماتو او اجتهاد ته له رسیدو وروسته ایران ته ستون شو او مشهد ته لاړ او د تدریس په ترڅ کې یې، د مشهد د بازار (د اذربایجانیانو جومات) د صدیقیانو د مسجد امات په غاړه واخیست.[۵] هغه همداراز د ګوهرشاد جامع جومات د جماعت له امامانو څخه و.[۶]
هغه له مطالعې سره ډېره مینه لره. د هغه ورځنۍ علمي بحثونه له خپلو ټولګیوالانو له جملې څخه میرزا حسین عبایی، سید علی اکبر خویي چې د آیت الله خویی پلار دی، میرزا حبیب ملکی او داسې نورو سره په لسګونو کاله دوام درلود. هغه یو پرهیزګاره کس او دنیاوي چارو ته بې پامه و او زاهدانه ژوند یې درلود.[۷] د ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته سره له دې چې بچیان یې لوړ سیاسي او اجرایي مقاماتو ته ورسیدل، هماغه راز خپل زاهدانه ژوند جاري وساته او له انساني کمالاتو د برخورتیا په وجه پرې همېشه خلکو باور درلود.
وفات
سید جواد خامنهای د ۱۳۶۵ ل کال د چنګاښ په ۱۴ چې د ۱۴۰۶ ق کال د شوال له ۲۷ سره برابره ده، وفات شو.[۸] د مشهد د جمعې امام آیتالله ابوالحسن شیرازي (۱۲۹۳-۱۳۷۹ل) پر هغه لمونځ وکړ او دارالفیض ته نزدې د امام رضا (ع) د ضریح په شاته رواق کې خاورو ته وسپارل شو.[۹] امام خمیني، ایت الله خامنه اي ته د هغه د پلار د وفات په یو تسلیتي پېغام کې ایت الله سید جواد خامنه ای یو متقي او متعهد عالم وباله.[۱۰]
د زندگی اینجاست کتاب مخکتنه
د قلم د ورځې سره په یو وخت او په یوې دستورې کې د مهدي قزلي له لیکلي کتاب«زندگی اینجاست» څخه چې د ایت الله سید جواد خامنه اي د ژوند په محوریت سره لیکل شوی د تبریز په جامع جومات کې مخکتنه وشوه.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ «نگاهی گذرا به زندگینامهی حضرت آیتاللهالعظمی شهید سیدعلی حسینی خامنهای»، د حضرت آیتالله العظمی خامنهیي د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر.
- ↑ بهبودی، شرح اسم، موسسه مطالعات و پژوهشهای سیاسی، ۱۳۹۱ل
- ↑ شریفرازی، گنجینه دانشمندان، اسلامیه، ټوک۷، ۱۲۷-۱۲۹مخونه؛ زنگنه، مشاهیر مدفون در حرم رضوی، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۱۳۲.
- ↑ شریفرازی، گنجینه دانشمندان، اسلامیه، ټوک۷، مخ ۱۲۷.
- ↑ بهبودی، شرح اسم، موسسه مطالعات و پژوهشهای سیاسی، ۱۳۹۱ش، مخ۱۵.
- ↑ زنگنه، مشاهیر مدفون در حرم رضوی، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۷۷.
- ↑ گلشن ابرار، پژوهشکدهٔ باقرالعلوم (ع)، ټوک۲، مخ۹۷۱
- ↑ زنگنه، مشاهیر مدفون در حرم رضوی، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۷۷
- ↑ زنگنه، مشاهیر مدفون در حرم رضوی، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۷۷
- ↑ صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ټوک۲۰، مخ ۷۱
- ↑ رونمایی از کتاب زندگی اینجاست
سرچينې
- صحیفه امام، ټوک ۲۰.
- بهبودې، هدایتالله، شرحِ اسم، تهران: د سیاسي مطالعاتو او څېړنو مؤسسه، ۱۳۹۱.
- د صدا او سیما د اسلامي څېړنو د مرکز د تاریخ ورځنی مهالوېش.
- ګلشن ابرار، د قم د علمي حوزې د یو شمېر څېړونکو له خوا، د باقرالعلوم (ع) څېړنیز مرکز.
- شریف رازي، محمد، د پوهانو ګنجینه، تهران، اسلامیه خپرندویه، ټوک ۷.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||
- د امام رضا په حرم کې ښخ شوي کسان
- د ۱۵ پېړۍ (قمري) شیعه عالمان
- د ګوهرشاد جومات امامان
- د سید ابوالحسن اصفهاني شاګردان
- د آقا ضیاء عراقي شاګردان
- د میرزای نائیني شاګردان
- د سید حسین طباطبایي قمي شاګردان
- د مشهد د علمي حوزې فارغان (له مشروطې دورې وروسته)
- د نجف د علمي حوزې فارغان (له ۱۲۰۰ قمري کال وروسته)
- د میرزا مهدي اصفهاني شاګردان