د امام رضا(ع) ضریح

د امام رضا(ع) ضَریح له جالۍ جوړ شوی دی چې د امام رضا(ع) له قبره ګېر چاپېر لګولی شوی او زائران د تبرک لپاره ځان هغه ته رسوي او لمس کوي يې.
د امام رضا(ع) په حرم باندې د ضریح د نصبولو تاریخ په دقیق ډول نه دی معلوم، خو د شته اسنادو له مخې، د صفویانو له دورې (۱۴۰۴ هجري قمري) راهیسې د امام رضا(ع) په مقبره پنځه ضریحونه نصب شوي دي. ځینې څېړونکي په دې باور دي چې د صفویانو له دورې څخه مخکې د امام رضا(ع) په مقبره یو صندوق غوندې جوړ و.
د شاه طهماسبي ضریح تر ټولو پخوانۍ ضریح پېژندل شوی دی چې د صفوي دورې پورې اړه لري او تر ۱۳۱۱ کال پورې باقي و. له هغې وروسته، د شاه عباسي فولادي ضریح، چې د فتح علي شاهي په نوم پیژندل کیږي، سره بدل کړی شو او تر ۱۳۳۸ کال پورې کارول کیده. وروسته، د نادري مرصع ضریح (نګین نشان)، چې نادر شاه افشار لومړۍ د خپل قبر لپاره جوړه کړې وه، د امام رضا(ع) زیارت ته وقف شو او تر ۱۳۷۹ کال پورې په زیارت باندې پاتی شو، وروسته له هغه د بقعې (د زیارت د کوټې) په سرداب کې نصب شو.
له هغې وروسته، د شیر او شکر ضریح، چې د سرو زرو او سپینو زرو ترکیب دی، له ۱۳۳۸ څخه تر ۱۳۷۹ پورې په زیارت باندې لګولی شوی و او بیا د آستان قدس رضوي موزیم ته ولیږدول شو. سیمین او زرین ضریح، چې د ۱۳۷۹ کال راهیسې د امام رضا(ع) په زیارت باندې لګولی شوی دی، د محمود فرشچیان لخوا ډیزاین شوی. دا ضریح د ۱۴ جالیو کړکیو سره سینګار شوی چې د څوارلس معصومینو په تعداد دي او قرآني کتیبو سره سینګار شوی دی. او ځینې ځانګړتیاوې لکه د اته وزرونو (د اتم امام سمبول) او پنځه وزرونو (د پنجتن پاک سمبول) شکلونو، او نازک د غمو کار ورباندې شوی دی.

ضریح څه دي او مقام یې دی
د امام رضا(ع) ضریح د لرګیو یا فلزاتو څخه جوړه شوی جالۍ ده، یا د دواړو ترکیب دی، چې د امام رضا(ع) په قبر باندې نصب شوی دی[۱] او زواران هڅه کوي چې ورته ورسیږي.[۲] په عام باور کې دا ویل کیږي چې کوم زوار د امام رضا(ع) ضریح ته ونه رسیږي نو د شرم احساس کوي؛ لکه چې د هغه زیارت نه وي منل شوی.[۳]
د امام رضا(ع) د زیارت کولو په سرچینو کې، د ضریح په اړه ځینې آداب ذکر شوي دي، له هغو ځینې د ضریح مخې ته درېدل (داسې چې زوار ورسره ونښلي)،[۴] د ضریح ښکلول،[۵] ضریح باندې خپل اننګي لګول،[۶] د د ضریح تر څنګ دعا لوستل،[۷] زیارتنامه لوستل[۸] او تر څنګ یې د قرآن کریم تلاوت کول.[۹]
دا وداني عموما د سرو زرو او سپینو زرو په ټوټو سینګار شوې ده، او د قرآن کریم د آیتونو او روایتونو لیکل ورباندې څرګند دي.[۱۰] د ځینو سرچینو له مخې، د امام رضا(ع) په دې ضریح کې، د ضریح جوړولو هنر په کارولو سره، مختلفو هنرونو لکه نقاشۍ، خطاطۍ، قلم زني، د لرګیو نقاشۍ، سرو زرو کار او د د زرګري ټول په یوځای کارول شوي دي.[۱۱]

تاریخي مخینه
ویل کیږي چې د امام رضا(ع) د قبر لپاره د ضریح نصبولو تاریخ نامعلوم دی،[۱۲] مګر دا معلومه ده چې ضریح د صفویانو په دوره کې موجود و[۱۳] او د صفویانو له دورې مخکې په قبر باندې یو صندوق ایښودل شوی و.[۱۴]
د امام رضا(ع) په حرم کې د ضریح د نصبولو لومړۍ یادونه په ۹۱۵ هجري قمري کال کې شوې ده:[۱۵] د صفوي شاه اسماعیل اول لخوا شیبک خان ازبک (د شیباني کورنۍ بنسټ ایښودونکی) ته په یوه لیک کې، شاه اسماعیل د خپلې ارادې په اړه ویلي دي چې د امام رضا(ع) په قبر باندې د اویا منو وزني د جواهراتو څخه جوړ شوی ضریح د نصبولو اراده لري.[۱۶] مګر، د امام(ع) په قبر باندې د دې ضریح د نصبولو په اړه هیڅ معلومات نشته.[۱۷]

د صفوي دورې څخه تر اسلامي جمهوریت پورې، د امام رضا(ع) په قبر پنځه ضریحونه لګول شوي دي:[۱۸] د شاه طهماسبي ضریح، د شاه عباسي فولادي ضریح، د نادري مُرَصَّع ضریح (نګین نشان)، د شیر و شکر ضریح، او د سمین او زرین ضریح.[۱۹]
له ټولو زوړ ضریح (شاه طهماسبي)
د امام رضا(ع) په قبر باندې د تر ټولو د زوړ ضریح نصبول، د صفوي کورنۍ د شاه طهماسپ اول (چې په ۹۳۰-۹۸۴ هجري کې واکمني وکړه) ته منسوب دي، او له همدې امله دا د شاه طهماسب ضریح بلل کیږي.[۲۰] د عالم آرای د تاریخ په کتاب کې، په مشهد باندې د ازبکانو د برید او په ۹۹۷ هجري کې د امام رضا(ع) د حرم د لوټ کولو پورې اړوند پیښې په بیان کیې یې دې ته اشاره کړی چې په قبر باندې یو ضریح و چې «مَحجَر» (چې جال او درپایه)[۲۱] چې د سرو او سپینو زرو و.[۲۲] په بل ځای کې ویل شوي چې کله د صفوي کورنۍ شاه عباس اول د ازبکانو لخوا د زیارت د لوټلو وروسته مشهد ته لاړ، نو د زیارت له قیمتي شیانو څخه هیڅ شی پاتې نه و پاتی، پرته له سرو زرو محجر.[۲۳]
د شاه طهماسبي ضریح له لرګیو جوړ و،[۲۴] یوه جواهراتي دروازه[۲۵] او د سرو زرو سینګارونه او لیکنې یې درلودې.[۲۶] د دې لیکنو څخه یو یې د جالیو یوه لیکنه وه چې هل اتی سوره په ثلث خط کې لیکل شوې وه،[۲۷] د زیارت په دروازه باندې یو بل د سرو زرو کتیبه وه چې د هجري تقویم مطابق د زیارت د نصبولو نیټه یې بیانوله: «زما بنده شاه طهماسب صفوي د واکمنۍ پرمهال، دا مبارک محجر په دې مقدس ځای کې نصب شو. کال ۹۵۷.»[۲۸] په یوه بله لیکنه کې د دې زیارت د نصبولو نیټه ۹۴۷ هجري ښودل شوې ده.[۲۹] ځینو دا اټکل کړی چې د دې دوو مختلفو نیټو شتون د ضریح د جوړولو او نصبولو ترمنځ د واټن له امله دي؛ هغه واټن چې د ازبکو د یرغل له امله په خراسان کې د ګډوډۍ له امله رامینځته شو.[۳۰]

ویل کیږي چې د حرم دوهم او دریم ضریح په دې قبر باندې ټوټې ټوټې نصب شوی و[۳۱] او له همدې امله، دا ضریح د ۱۳۱۱ د مرغومی پورې کله چې د هغې لرګي وراسته شول نو لری کړی شو.[۳۲] د دې ضریح له لری کیدو وروسته، د هغې سینګار او طلايي لیکنې د زیارت موزیم ته ولیږدول شوی[۳۳] او د هغې جواهر نشان دروازه د امام رضا(ع) د مقبرې د لویدیځ دیوال په سر کې ایښودل شوې ده.[۳۴]
د شاه عباسي فولادي ضریح
د شته سرچینو له مخې، د امام رضا(ع) د حرم دوهم ضریح، د شاه عباسي ضریح، چې د فتح علي شاهي ضریح په نوم پیژندل کیږي،[۳۵] له فولادو څخه جوړ شوی و او سینګار نه و شوی.[۳۶] د صفویانو د دورې په ځینو سرچینو کې ویل شوي چې دا ضریح د صفویانو د شاه عباس اول څخه پاتې آثارو کې دی.[۳۷]
فتح علي شاه قاجار(چې واکمني یې: ۱۲۱۲-۱۲۵۰ هجري) وه، چې د قاجار دوهم پاچا و، په ۱۳۳۲ هجري کې یې د امام رضا(ع) زیارت ته یوه جواهر نشانه دروازه ډالۍ کړه، چې د زیارت پښو اړخ ته کیښودل شوه.[۳۸] ویل کیږي چې دا کار د دې لامل شو چې ضریح په غلطۍ سره د فتح علي شاه د دورې جوړ شوی وګڼل شي.[۳۹]

د دې ضریح د ځانګړتیاوو په اړه ویل شوي چې دا شاوخوا پنځه متره اوږد، درې متره پلن او دوه متره لوړ دی؛ چت یې د لرګیو څخه جوړ شوی و چې د شیروانۍ په بڼه و او د سرو زرو تختو سره سینګار شوی و، په مینځ کې د سرو زرو او جواهرو حلقه او په اړخونو کې یې دوه ګنبدونه وو چې ورباندې جواهر لګیدلي وو.[۴۰] د قاجار په دوره کې د ځینو سینګارونو د اضافه کولو په اړه راپورونه شتون لري.[۴۱] دا هم یادونه شوې چې د خراسان د قاجار یو سرکش والي د هغې سینګارونه غلا کړي وو.[۴۲] دا ضریح په ۱۳۳۸ هجري (د ۱۳۷۹ هجري کال د شعبان په نیمایي کې) د آستان قدس رضوي موزیم ته ولیږدول شو.[۴۳]
مرصح نادري ضریح (نګین نشان)
ویل شوي چې د امام رضا(ع) د زیارت دریم ضریح د فولادو څخه جوړ شوی و مُرّصع فولادي ضریح چې په نګین نشان ضریح سره مشهور و.[۴۴] د «زبور آل داود» کتاب له مخې، دا د افشاریانو له دورې یو اثر دی، دا ضریح د افشاریانو د کورنۍ د مشر نادر شاه افشار (په واکمنۍ کې ۱۱۴۸-۱۱۶۰ هجري قمري کال) لخوا د خپل قبر لپاره جوړ شوی و، مګر د هغه ځای ناستو دا د امام رضا(ع) زیارت ته وقف کړ.[۴۵] په همدې اساس، دا ضریح د افشاریانو د دوهم پاچا علي شاه افشار د واکمنۍ پرمهال د امام رضا(ع) زیارت ته وقف شوی و، مګر نصب نه شو[۴۶] مګر، د صفوي پاچا شاه سلیمان دوم، د ۱۱۶۳ هجري کال د صفرې د میاشتې په پنځمه نیټه،[۴۷] د نادري ضریح وړوکی شو او د شاه عباسی ضریح دننه کېښودل شو.[۴۸]

د دې ضریح د دروازې لپاسه لیکل شوی کتیبه کې د دې وقف او نصبولو ته اشاره شوی چې د دې د وقف او نصب نسبت یې شاهرخ، د افشاري پاچا او د نادر شاه افشار او شاه سلطان حسین صفوي لمسي ته، ورکړی دی.[۴۹] له هغه وخته چې شاهرخ په ۱۱۶۱ هجري کې په تخت کښیناست او په دې لیکنه کې ثبت شوی کال ۱۱۶۰ هجري دی، نو داسې انګیرل کیږي چې دا توپیر د دې نښه ده چې دا کتیبه د هغه د واکمنۍ پرمهال دې زیارت ته اضافه شوې ده.[۵۰]
د «نامه آستان قدس» خپرونې د راپور له مخې، په ۱۳۳۹ لمریز کال کې، دې ضریح د خپلو فولادي جالونو په تقاطع کې شاوخوا ۳۲۶۰ غوټۍ درلودې، او هره غوټۍ باندې د کوچنیو یاقوتو او زمردو جواهرات ایښودل شوي و.[۵۱] د دې راپور له مخې، د وخت په تیریدو سره د دې جواهراتو یو شمیر له منځه تللی دی.[۵۲]
د نادري ضریح په ۱۳۱۱لمریز کال کې د شاه طهماسبي ضریح له لری کولو وروسته ترمیم او بیا ولګول شو.[۵۳] ویل کیږي چې کله په ۱۳۳۸ کال کې بل ضریح (شیر او شکر) نصب کیدو نو د نادري ضریح د ځانګړي وقف له امله، دا ضریح په خپل ځای باقي پاتی شو.[۵۴] د «نامه آستان قدس» خپرونې د راپور له مخې، کله چې د شیر او شکر ضریح نصب کیده نو له دې سببه چې دا ضریح د نادري له ضریح څخه لوی و، د نادري ضریح اساس د لرګیو په اساس کیښودی شوو ترڅو عریضې او نذرانې په اسانۍ سره د دواړو ضریحونو ترمنځ د زیارت فرش ته راښکته شي او په اسانۍ سره یې صفايي وشي.[۵۵]

کله چې په ۱۳۷۹ لمریز کال کې سیمین او زرین ضریح سره د شیر و شکر ضریح بدلیده، نو د نادري ضریح د وقف له مخې د امام رضا(ع) د کوټې په سرداب کې نصب شو.[۵۶]
د شیر او شکر ضریح
د شته سرچینو له مخې، څلورم ضریح، د سرو زرو او سپینو زرو ضریح و، چې د شیر و شکر ضریح په نوم پیژندل کیږي، په ۱۳۳۸ کال کې د ناري مرصح ضریح لپاسه نصب شو.[۵۷] ویل کیږي چې د دوهم پهلوي په واکمنۍ (۱۳۳۰لمریز کال) کې، سید جلال الدین تهراني، چې د هغه وخت د امام رضا(ع) د زیارت نایب التولیه(د زیارت د مشر مرستیال) و، د نوي ضریح د نقشې جوړولو حکم وکړ.[۵۸] د دې زیارت جوړښت او نصب کول د ۱۳۳۶ کال د زمري له میاشتې تر ۱۳۳۸ کال پورې د سید فخر الدین شادمان او محمد مهران په وخت کې چې د زیارت په چارو کې د مشر مرستیالان و، ترسره شو.[۵۹] مهران د «نامه آستان قدس» په مجله کې د «نوي ضریح» تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې د دې ضریح د جوړښت او نصبولو په اړه په تفصیل سره خبرې کړي دي.[۶۰]

د شیر و شکر ضریح د جوړښت قرارداد په ۱۳۳۶ کال کې د شادمان او سید ابوالحسن حافظیان چې یو شیعه عالم وو،(مړینه ۱۳۶۰) ترمنځ، د ساختماني چارو د سرپرست او د کتیبو د متن د انتخاب کوونکي په توګه، او د اصفهان یو ماهر قلم زن محمد تقي ذوفن(مړینه ۱۳۵۷)، ترمنځ لاسلیک شو.[۶۱] دا قرارداد د ساختماني ټیم ته د شاوخوا ۳۳،۸۴۸ مثقال سپینو زرو او ۷۰۵۲ مثقال سره زر، یو ټن برونزو، او درې ټنه د غوزانو وچو لرګیو په رسولو سره بشپړ شو (د دې ټولو شیانو وقف کوونکی یو شیعه کس حسین ملک و).[۶۲]
دا ضریح څوارلس کړکې لري، چې د څوارلسو معصومینو په نوم نومول شوي، په ستنو یې د سپینو زرو په کتیبو سره مختلف ډیزاینونه نقش شوي دي.[۶۳] د ضریح د کړکیو پورته د سپینو زرو په لیکنې سره هل اتی سوره د احمد نجفي زنجاني په خط سره لیکل شوې ده، او د زیارت د ښکته څنډې په کتیبه باندې یاسین سوره د حبیب الله فضائلي په لاس لیکل شوی دی.[۶۴]
د شیر و شکر ضریح د ۱۷ ورځو د ځای پر ځای کولو او نصبولو عملیاتو وروسته، د ۱۳۷۹ هجري قمري کال د شعبان د ۱۴مې نیټې په ماښام ۵:۳۰ بجې د زیارت کوونکو لپاره پرانیستل شو، چې د امام زمان(عج) د ولادت له ورځې سره سمون خوري او د ۱۳۳۸ لمریز کال د سلواغه له ۲۲مې سره سمون خوري.[۶۵] له ۴۱ کلونو وروسته، د شیر و شکر ضریح په ۱۳۷۹ لمریز کال کې بدل شو او د آستان قدس رضوي موزیم ته ولیږدول شو.[۶۶]

د سیمین او زرین ضریح
د امام رضا(ع) په حرم کې اخرنۍ ضریح چې په سیمین او زرین ضریح مشهور دی[۶۷] ویل شوي دي چې د جمهوري اسلامي د استقرار په دوران کې د امام رضا(ع) په زیارت کې د دې جوړښت له لویو چارو څخه ګڼل کیږي.[۶۸]
د شیر و شکر ضریح شاوخوا څلور لسیزې تېریدو وروسته، او د ضریح د جوړښت د پیاوړتیا د کمښت له امله، او همدارنګه په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د امام رضا(ع) په زیارت کې د بمي چاودنې په جریان کې د هغې د زیانمن کیدو له امله، د هغې د ځای په ځای کولو پریکړه وشوه.[۶۹] ویل کیږي چې د زیارت لپاره د سپارل شویو ډیرو ډیزاینونو څخه، د ایراني انځورګر محمود فرشچیان لخوا وړاندی شوی ډیزاین د ایراني اصليت او اسلامي معیارونو درلودلو له سببه غوره شو.[۷۰]

د سیمین و زرین ضریح زرګري او قلم زني د مصطفی خداداد زاده اصفهاني د نظر لاندې وشوه چې د قلم زنۍ استاد دی د کتیبو خطاطي سید محمد حسینی موحد، ایرانی خطاط، او په ضریح کې دننه د غمو نصبول(خاتم کاري) د ایراني استادانو محمد مهدی کشتیآراي شیرازي، غلامرضا روزي طلب او عباس صفري، په لاس ترسره شوي دی.[۷۱]
د شیر و شکر ضریح د بدلون کار او د سیمین و زرین ضریح د نصبولو کار په ۱۳۷۹ لمریز کال کې د مرغومي په میاشت کې پیل شو[۷۲] او ۵۵ ورځې وروسته په ۱۳۷۹لمریز کال کې د کب په میاشت کې (د ۱۴۲۱کال لوی اختر) کې د نوي ضریح افتتاح وشوه.[۷۳]
ځانګړتیاوې
د سمین او زرین ضریح وزن شاوخوا ۱۲ ټنه دی، چې په سرو زرو او سپینو زرو پوښل شوی، او پوښونه یې پرته له پیچونو سره وصل دي.[۷۴] د ضریح اوږدوالی ۴.۷۸ متره، پلنوالی یې ۳.۷۳ متره او لوړوالی یې، د زیارت د دروازې په ګډون، ۳.۹۶ متره دی.[۷۵] دا ضریح څوارلس کړکۍ لري، چې د څوارلسو معصومینو په تعداد دي.[۷۶]

ویل کیږي چې د ضریح په دواړو خواوو کې مخامخ یو لمرپرست لوی ګل دی، چې د امام رضا(ع) د شمس الشموس لقب سمبول دی، او په دواړو خواوو کې یې دوه کوچني ګلونه ډیزاین شوي دي.[۷۷] دا ګلونه په ثلث خط سره د سرو زرو شالید سره، د الهي نومونو ورباندې لیکل شوي دي.[۷۸] په ضریح کې ډیزاین شوي ګلونه اته پاڼې لري(د اتم امام سمبول دی) او پنځه پاڼې لري(د پنج تن پاک سمبول)، او دوه سورتونه هل اتی او یاسین د زیارت شاوخوا په کتیبو باندې لیکل شوي دي.[۷۹] د زیارت د پورتنۍ سطحې په ځینو برخو کې، الهي نومونه او د پیغمبر(ص) او شیعه امامانو نومونه کښل شوي دي.[۸۰]
راپور ورکړل شوی چې د سیمین او زرین زیارت داخلي برخه د ښکلي خاتم کارۍ(د غمو کار) سره سینګار شوې ده[۸۱] او د هغې چت د یو لوی، خاتم کارۍ چوکاټ سره سینګار شوی، چې په مینځ کې یې یو ښکلی او آرایشي راوتلی غونډۍ غوندۍ جوړه شوې ده.[۸۲]
فوټ نوټ
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۴۶؛ «زیارت دلچسب یا ضریحچسب؛ مسئله این است!»، خبرگزاری دانشجو.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۴۶؛ «زیارت دلچسب یا ضریحچسب؛ مسئله این است!»، خبرگزاری دانشجو.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۴۷۷.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۵۳۶.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۵۵۲.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۶۰۱.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۶۴۵.
- ↑ مجتهدی سیستانی، صحیفه رضویه، ۱۳۸۹ش، ص۴۷۹.
- ↑ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۸.
- ↑ عمرانی، اسلام و هنرهای زیبا، ۱۳۹۰ش، ص۱۵۷.
- ↑ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۷۴؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۸.
- ↑ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۷۴؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۸.
- ↑ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۷۴؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲.
- ↑ نوایی، شاه اسماعیل صفوی، ۱۳۶۸ش، ص۷۳.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۸؛ در این قطعه از بهشت، ۱۳۹۷ش، ص۹۰.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳-۲۴.
- ↑ خجسته مبشری، تاریخ مشهد، ۱۳۵۳ش، ص۱۱۵-۱۱۶؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
- ↑ اسکندربیک منشی، تاریخ عالم آرای عباسی، ۱۳۱۴ق، ج۲، ص۲۷۶.
- ↑ اسکندربیک منشی، تاریخ عالم آرای عباسی، ۱۳۱۴ق، ج۲، ص۳۸۵.
- ↑ اسکندربیک منشی، تاریخ عالمآرای عباسی، ۱۳۱۴ق، ج۲، ص۳۹۱.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
- ↑ در این قطعه از بهشت، ۱۳۹۷ش، ص۹۰.
- ↑ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۹.
- ↑ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۹.
- ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۳۹.
- ↑ صمدی، راهنمای موزه آستان قدس رضوی، مشهد، ص۱۹.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
- ↑ خجسته مبشری، تاریخ مشهد، ۱۳۵۳ش، ص۱۱۶.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
- ↑ صمدی، راهنمای موزه آستان قدس رضوی، مشهد، ص۱۹ و ۲۲؛ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۷۷؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
- ↑ در این قطعه از بهشت، ۱۳۹۷ش، ص۹۰.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳ و ۱۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
- ↑ مستوفی، زبدة التواریخ، ۱۳۷۵ش، ص۱۰۲.
- ↑ اعتماد السلطنه، مطلع الشمس، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۱۲.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۴.
- ↑ خجسته مبشری، تاریخ مشهد، ۱۳۵۳ش، ص۱۱۷؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۴-۱۵.
- ↑ خجسته مبشری، تاریخ مشهد، ۱۳۵۳ش، ص۱۱۸-۱۱۹.
- ↑ خجسته مبشری، تاریخ مشهد، ۱۳۵۳ش، ص۱۲۰؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۵.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۵.
- ↑ سلطان هاشممیرزا، زبور آلداود، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۴.
- ↑ سلطان هاشممیرزا، زبور آلداود، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۴.
- ↑ سلطان هاشممیرزا، زبور آلداود، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۱.
- ↑ سلطان هاشممیرزا، زبور آلداود، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۴.
- ↑ اعتماد السلطنه، مطلع الشمس، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۱۳.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۷.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۱۳.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۱۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۷.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۷.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۱۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۸؛ در این قطعه از بهشت، ۱۳۹۷ش، ص۹۰.
- ↑ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۱.
- ↑ احتشام کاویانیان، شمسالشموس، ۱۳۵۴ش، ص۴۲.
- ↑ احتشام کاویانیان، شمسالشموس، ۱۳۵۴ش، ص۴۲؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۲.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۳-۱۹.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۳-۴؛ صالحی و دیگران، «کتیبههای ضریح شیر و شکر امام رضا(ع) از منظر مبانی اعتقادی شیعه»، ص۱۷.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۸.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۹.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۹-۱۰.
- ↑ مهران، «ضریح جدید»، ص۵-۶.
- ↑ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۲.
- ↑ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۲.
- ↑ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۲.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۲؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۲؛ در این قطعه از بهشت، ۱۳۹۷ش، ص۹۲.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۲.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۲-۲۳؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۳-۹۴؛ در این قطعه از بهشت، ۱۳۹۷ش، ص۹۲.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۳؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۴-۹۵.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۳؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۴-۹۵.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۳؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۳.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۳؛ عالمزاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۹۳.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۳.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۳.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۳-۲۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۴.
- ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۴.
سرچينې
- احتشام کاویانیان، محمد، شمس الشموس یا انیس النفوس (تاریخ آستان قدس)، مشهد، بینا، ۱۳۵۴ش.
- اسکندربیک منشی، تاریخ عالم آرای عباسی، تهران، دار الطباعه آقا سيد مرتضی، ۱۳۱۴ق.
- اعتماد السلطنه، محمدحسن، مطلع الشمس، تحقیق تیمور برهان لیمودهی، تهران، انتشارات فرهنگسرا، ۱۳۶۲ش.
- خجسته مبشری، محمدحسین، تاریخ مشهد، مشهد، چاپخانه خراسان، ۱۳۵۳ش.
- در این قطعه از بهشت (راهنمای خادمان و زائران امام رضا)، مشهد، مؤسسه چاپ و انتشارات آستان قدس رضوی، ۱۳۹۷ش.
- «زیارت دلچسب یا ضریحچسب؛ مسئله این است!»، در تارنمای ایسنا، درج: ۲۲ آذر ۱۳۹۳ش، بازدید: ۱۷ فروردین ۱۴۰۴.
- سلطان هاشممیرزا، محمدهاشم بن محمد، زبور آل داود (شرح ارتباط سادات مرعشی با سلاطین صفویه)، تحقیق عبدالحسین نوایی، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۷۹ش.
- سوهانیان حقیقی، محمد، نفایس حرم رضوی، مشهد، بنیاد پژوهشهای آستان قدس رضوی، ۱۴۰۱ش.
- صالحی، اسراء، و ابوالقاسم دادور و مهدی مکینژاد، «کتیبههای ضریح شیر و شکر امام رضا(ع) از منظر مبانی اعتقادی شیعه»، در فصلنامه علمی-پژوهشی نگره، شماره ۴۰، زمستان ۱۳۹۵ش.
- صمدی، حبیبالله، راهنمای موزه آستان قدس رضوی، مشهد، بیتا.
- عالمزاده، بزرگ، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، بهنشر (انتشارات آستان قدس رضوی)، ۱۳۹۵ش.
- عطاردی، عزیزالله، تاریخ آستان قدس رضوی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی و انتشارات عطارد، ۱۳۷۱ش.
- عمرانی، سید ابوالحسن، اسلام و هنرهای زیبا، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۰ش.
- مجتهدی سیستانی، مرتضی، صحیفه رضویه، ترجمه محمد ظریف، قم، انتشارات الماس، ۱۳۸۹ش.
- مستوفی، محمدمحسن بن محمدکریم، زبدة التواریخ، تحقیق بهروز گودرزی، تهران، بنياد موقوفات دکتر محمود افشار، ۱۳۷۵ش.
- مهران، محمد، «ضریح جدید»، در نشریه نامه آستان قدس، شماره ۱، تیر ۱۳۳۹ش.
- نوایی، عبدالحسین، شاه اسماعیل صفوی (مجموعه اسناد و مکاتبات تاریخی همراه با یادداشتهای تفصیلی)، تهران، انتشارات ارغوان، ۱۳۶۸ش.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||