مسوده:د مائده سورې ۲۴ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | مائده سوره |
| د آیت شمېر | ۲۴ |
| جزء | ۷ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| په اړه | د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې په اړه د حضرت موسی(ع) له فرمان څخه د بنياسرائیلو سرغړونې |
| اړونده آیتونه | د مائده سورې ۲۱ آیت، د مائده سورې ۲۲ آیت، د مائده سورې ۲۳ آیت |
د مائدې سورې ۲۴ آیت د خدای د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې او سپېڅلې خاورې ته د ننوتلو په اړه د حضرت موسی(ع) له فرمان څخه د بنياسرائیلو د سرغړونې په اړه خبرې کوي.[۱] مفسرانو دا آیت د الهي فرمان په مخالفت کې د بنياسرائیلو د بېباکۍ او ګستاخۍ څرګندوونکی بللی[۲] او باور لري چې دا آیت د هغوی پر شرک، کفر او د تشبیه پر عقیده دلالت کوي.[۳]
قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا أَبَدًا مَا دَامُوا فِيهَا فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ
هغوی وویل: اې موسی! تر هغه چې هغوی په هغه [ښار] کې وي، موږ به هېڅکله هم هغه ته داخل نه شو؛ نو ته او ستا پروردګار لاړ شئ او جګړه وکړئ، موږ خو همدلته ناست یو.
مائده سوره، ۲۴ آیت
د «لَن نَدخُلَها» له عبارت څخه موخه سپېڅلي ټاټوبي ته د بنياسرائیلو له ننوتلو څخه ډډه کول دي، چې د همدې سورې په ۲۱ آیت کې ورته اشاره شوې ده.[۴] هغه خاوره چې د حضرت موسی(ع) په زمانه کې یې اوسېدونکي د عمالقه قوم[یادونه ۱] بلل شوي دي.[۵] د دې ټاټوبي د موقعیت په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي؛ ځینو هغه فلسطین، ځینو بیتالمقدس، ځینو طور سینا او ځینو د شام سیمه بللې ده.[۶]
په آیت کې د «رَبّک» د کلمې په اړه، که څه هم د هغې ظاهري معنا «ستا پروردګار» ده،[۷] خو ځینو مفسرانو د دې کلمې د «سرور» په معنا په استناد او همدارنګه له دې امله چې هارون له حضرت موسی(ع) څخه مشر و، هارون د دې عنوان مصداق بللی دی.[۸]
د تاریخي راپورونو پر بنسټ، د بدر جګړې له پیل څخه مخکې مقداد بن عمرو رسول الله(ص) ته په خطاب کې همدې آیت ته په اشارې سره، د بنياسرائیلو د چلند په مقابل کې د اسلام له پیغمبر(ص) سره د مسلمانانو وفاداري یاده کړه او د جهاد لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ.[۹] ځینو تفسیرونو هم دا پېښه د دښمن پر وړاندې د بنياسرائیلو د کمزورۍ او ناتوانۍ نښه بللې ده.[۱۰] همدارنګه، ځینو مفسرانو د همدې آیت پر استناد، د الهي مشرانو بریا په ټولنه کې د اصلاح لپاره د خلکو په ملګرتیا او مسؤلیت منلو پورې تړلې بللې ده.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ فیضالاسلام، ترجمه و تفسیر قرآن، ټوک۱، مخ۲۲۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: فیض کاشاني، تفسیر الصافي، ټوک۲، مخ۲۵؛ طباطبایي، المیزان، ټوک۵، مخ۲۹۲؛ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۴، مخ۳۴۲.
- ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۵، مخ۲۹۲؛ طیب، اطیب البیان، ټوک۴، مخ۳۳۹.
- ↑ سید قطب، في ظلال القرآن، ټوک۲، ۸۷۰-۸۷۱ مخونه.
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۴، مخ۳۳۹.
- ↑ عیاشي، التفسیر، ټوک۱، مخ۳۰۵؛ فیض کاشاني، تفسیر الصافي، ټوک۲، مخ۲۵؛ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۴، مخ۳۳۷.
- ↑ قرآن کريم(ترجمهٔ مکارم) ، مخ۱۱۲.
- ↑ عاملي، تفسیر عاملي، ټوک۳، ۲۵۳-۲۵۴ مخونه؛ شاهعبدالعظیمي، تفسیر إثنی عشري، ټوک۳، مخ۵۸.
- ↑ واقدي، کتاب المغازي، ټوک۱، مخ۴۸.
- ↑ مدرسي، من هدی القرآن، ټوک۲، مخ۳۹۴؛ قرائتي، تفسیر نور، ټوک۲، مخ۳۷۹.
- ↑ قرائتي، تفسیر نور، ټوک۲، مخ۳۷۹.
یادونه
- ↑ عـمالقه د سامی نژاد یو قوم وو چې د عربستان د ټاپووزمې په شمال کې، د سینا د صحرا نژدې اوسېدل. هغوی پر مصر برید وکړ او تر اوږدې مودې پورې یې واکمن وو. د هغوی واکمني نږدې ۵۰۰ کاله دوام وکړ. (طباطبایي، المیزان، ټوک۵، مخ۲۹۱.
سرچينې
- سید قطب، ابراهیم حسین شاذلي في ظلال القرآن، بیروت، دارالشروق، پنځلسم چاپ، ۱۴۰۸ق.
- شاهعبدالعظیمي، حسین، تفسیر اثنی عشري، تهران، د میقات خپرونه، لومړی چاپ، ۱۳۶۳ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرونو دفتر(د قم د حوزې علمې مدرسینو پورې تړلی)، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، سريزه: محمدجواد بلاغي، سمونکی: فضلالله یزدی طباطبایی او هاشم رسولي، بیروت، دارالمعرفة، دویم چاپ، ۱۴۰۸ق.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، د اسلام خپرونه، دویم چاپ، ۱۳۷۸ل.
- عاملي، ابراهیم، تفسیر عاملي، سمونکی: علیاکبر غفاري، تهران، کتابفروشی صدوق، لومړی چاپ، ۱۳۵۹ش.
- عیاشي، محمد بن مسعود، التفسیر، څېړونکی او سمونکی: هاشم رسولی محلاتي، تهران، المطبعة العلمیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ق.
- فیض کاشاني، ملامحسن، تفسیر الصافي، څېړنه: حسین اعلمي، تهران، د الصدر خپرونه، دویم چاپ، ۱۴۱۵ق.
- فیضالاسلام اصفهاني، علینقي، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم، تهران، د فقیه خپرونه، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، ترجمه قرآن کريم، قم، د امام علي بن ابي طالب (ع) خپرندویه ټولنه، درېیم چاپ، ۱۳۸۹ل.
- قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، د قرآن د درسونو فرهنګي مرکز، یوولسم چاپ، ۱۳۸۳ل.
- مدرسي، محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبی الحسین (ع)، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.
- واقدي، محمد بن عمر، کتاب المغازي، څېړنه: مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الأعلمي، درېیم چاپ، ۱۴۰۹ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||