مسوده:سنة الوفود
| ۱ق-۶۲۲م | مدینې ته هجرت |
| ۲ق-۶۲۴م | د علي(ع) او فاطمې(س) واده |
| ۲ق-۶۲۴م | د قبلې بدلون |
| ۲ق-۶۲۴م | د بدر غزه |
| ۲ق-۶۲۴م | د بني قینقاع غزوه |
| ۳ق-۶۲۵م | د احد غزوه |
| ۳ق-۶۲۵م | د بني نضیر غزوه |
| ۵ق-۶۲۷م | د خندق غزوه |
| ۵ق-۶۲۷م | د بني قریظه غزوه |
| ۶ق-۶۲۸م | د حدیبیې سوله |
| ۷ق-۶۲۸م | د خیبر غزوه |
| ۷ق-۶۲۹م | حضرت زهرا(س) ته د د فدک بخښنه |
| ۷ق-۶۲۹م | د حج لومړنی سفر (عمرة القضاء) |
| ۷ق-۶۲۹م | د موتې جګړه |
| ۸ق-۶۳۰م | د مکې فتحه |
| ۸ق-۶۳۰م | د حنین غزوه |
| ۸ق-۶۳۰م | د طائف غزوه |
| ۹ق-۶۳۱م | د عربستان ټاپووزمې پر ډېره برخه تسلط |
| ۹ق-۶۳۲م | د تبوک غزوه |
| ۹ق-۶۳۲م | سنة الوفود |
| ۱۰ق-۶۳۲م | حجة الوداع |
| ۱۰ق-۶۳۲م | د غدیر پیښه |
| ۱۱ق-۶۳۲م | د پیغمبر وفات |
سَنَةُ الْوُفود یا عامُ الْوُفود: د هجرت نهم کال؛ هغه کال چې د مکې له فتحې او په جزیرة العرب کې د اسلام د ځواک له ټینګښت وروسته، د عربو بېلابېلو قبیلو خپل استازي (وفود) د اسلام پېغمبر(ص) حضور ته مدینې ته ولېږل. دغو پلاوو د اسلام د منلو، له پېغمبر(ص) سره د بیعت کولو، او د اسلام د دیني او سیاسي ښوونو د ترلاسه کولو په موخه مدینې ته سفر وکړ.
د موجودو راپورونو له مخې، پېغمبر(ص) په همدې کال کې دغه پلاوي په مینې، نرمۍ او درناوي سره ومنل او ورسره یې خبرې اترې وکړې. د ډېرو دغه شان پلاویو یادونه په تاریخي سرچینو لکه تاریخ یعقوبي، طبقات ابن سعد او اعلام الوری کې شوې ده؛ له هغو څخه د أسد، فزاره، هلال بن عامر، کنانه او تُجیب قبیلو پلاوي یادېږي چې هر یو یې خپلې ځانګړې پېښې او ځانګړتیاوې لرلې.
دغه کال د اسلام د پراختیا او د عربو د قبیلو د تیتپرک والي د پای ته رسېدو یو برخلیک ټاکونکی پړاو بلل شوی، او د نصر سورې په نزول سره د الهي وعدې د تحقق، یعنې د بریا او د ایمان د پراختیا نښه ګڼل شوې ده.
د سنة الوفود د نوم اېښودلو لامل
له نهم هجري کال څخه مخکې او وروسته هم د بېلابېلو قبیلو ډلې د خپل اسلام د څرګندولو لپاره د پېغمبر(ص) حضور ته ورتلې؛ خو په نهم هجري کال کې د دغو ډلو شمېر په څرګند ډول زیات شو. له همدې امله دغه کال ته «سنة الوفود» یا «عام الوفود» (د پلاویو کال) ویل کېږي.[۱] په مسجد النبي کې هم یوه ستنه د «اُسطوانة الوفود» په نوم شته چې د قبایلو له مشرانو سره د پېغمبر(ص) د لیدنو ځای و.[۲]
د «سنة» او «عام» کلمې د «کال» په معنا دي[۳] او «وفد» هغه ډلې ته ویل کېږي چې د کومې موضوع د څېړلو یا وړاندې کولو لپاره د یوه واکمن حضور ته ورځي.[۴]
اسلام ته د قبیلو د ګروهنې کال
د مکې له فتحې وروسته، د بېلابېلو قبیلو خلک ډلې ډلې مدینې ته راغلل او اعلان یې وکړ چې مسلمانان او د پېغمبر(ص) پیروان دي. پېغمبر(ص) هم هغوی په مهربانۍ، مینې او پاملرنې سره ومنل.[۵] په پایله کې، جزیرة العرب یو موټی شوه، او جګړو او شخړو خپل ځای سولې او آرامۍ ته پرېښود. شیخ طبرسي په اعلام الوری کې لیکي: «کله چې د ثقیف قبیله (د طائف خلک) مسلمانان شول، نو نورو قبیلو هم ډلې ډلې خپل استازي مدینې ته ولېږل او د اسلام سپېڅلي دین ته داخلې شوې؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي.»[۶] د طبرسي د دې وینا پای نصر سورې ته اشاره ده؛ هغه سوره چې پکې الله تعالی د مکې فتحه او اسلام ته د خلکو د پراخې داخلېدو زېری ورکړی دی.[۷]
له نهم هجري کال څخه مخکې او وروسته هم د بېلابېلو قبیلو پلاوي (وفود) د پېغمبر(ص) حضور ته تللي وو. یعقوبي په خپل تاریخ کتاب کې د ۲۶ قبیلو نومونه یادوي چې مشران یې له خپلو ملګرو سره د پېغمبر(ص) لیدو ته مدینې ته تللي وو.[یادونه ۱][۸]
د نهم هجري کال مهم وفود
د ځینو مشهورو پلاویو او د قبیلو د استازو لنډه پېژندنه په لاندې ډول ده:
د أسد قبیلې وفد
د هجرت د نهم کال په پیل کې، د بني أسد بن خزیمه لس تنه، چې په هغوی کې ضرار بن أزور، طلیحة بن خویلد او حضرمي بن عامر هم شامل وو، د پېغمبر(ص) حضور ته راغلل او اسلام یې ومانه. له هغوی څخه یوه تن په احسان اړوونکې لهجه خبرې وکړې، نو په ځواب کې دا آیت نازل شو:«هغوی پر تا منت ږدي چې مسلمانان شوي دي؛ ووایه: د خپل اسلام منت پر ما مه اړوئ بلکې خدای پر تاسو منت لري چې تاسې یې ایمان ته هدایت کړي یاست، که رښتیني یاست.»[۹]
د فزاره قبیلې وفد
کله چې د اسلام پېغمبر(ص) له تبوک څخه راستون شو، د بني فزاره شاوخوا لس تنه، چې خارجة بن حصن هم پکې و، د هغه حضور ته راغلل او اسلام یې ومانه. هغوی د خپلې سیمې له وچکالۍ او قحطۍ شکایت وکړ. پېغمبر(ص) منبر ته وخوت او د هغوی لپاره یې دعا وکړه. شپږ ورځې پرلهپسې باران وشو، تر دې چې اسمان نه ښکارېده. وروسته یې بیا دعا وکړه، ورېځې خپرې شوې او باران ودرېد.[۱۰]
د هلال بن عامر قبیلې وفد
د بني هلال قبیلې څو تنه د پېغمبر(ص) حضور ته راغلل؛ په هغوی کې یو عبد عوف بن أصرم و، چې پېغمبر(ص) یې نوم عبدالله کېښود، او زیاد بن عبدالله بن مالک و، چې د خپلې ترور میمونه په کور کې مېلمه شو. پېغمبر(ص) هغه جومات ته بوتله او د ماسپښین له لمانځه وروسته یې خپل لاس د هغه پر سر کېښود او تر پوزې پورې یې راکش کړ. روایت شوی چې د دې مبارک لمس د نور اغېز د هغه د ژوند تر پایه په څېره کې څرګند پاتې و.[۱۱]
د بني کنانه وفد
واثلة بن أسقع لیثي کناني، چې د بني لیث بن بکر بن عبد مناة بن کنانه له ټبره و، د هجرت په نهم کال کې، هغه مهال چې پېغمبر(ص) د تبوک غزا ته د تګ چمتووالی نیوه، مدینې ته راغی او د سهار لمونځ یې له پېغمبر(ص) سره ادا کړ.هغه د خپل ځان له معرفۍ وروسته خپل ایمان څرګند کړ او له پېغمبر(ص) سره یې بیعت وکړ. بیا خپلې کورنۍ ته ستون شو او هغوی یې له خپل مسلمان کېدو څخه خبر کړل. پلار یې ورڅخه مخ واړاوه، خو خور یې اسلام ومانه او ورسره ملګرې شوه، څو بېرته مدینې ته راستانه شي.کله چې هغوی مدینې ته ورسېدل، پېغمبر(ص) تبوک ته تللی و. واثله وویل: «هر څوک چې ما سپور کړي، څو د پېغمبر(ص) حضور ته ورسېږم، زما د غنیمت برخه دې د هغه وي.» کعب بن عجره بلوي هغه پر خپلې سپرلۍ کښېناوه. کله چې د پېغمبر(ص) حضور ته ورسېد، واثله غنیمت ترلاسه کړ او غوښتل یې هغه کعب ته ورکړي؛ خو کعب وویل: «دا دې درته حلال وي، ما یوازې د خدای لپاره ته سپور کړی وې.»[۱۲]
د تُجیب وفد
د تُجیب له خلکو څخه دیارلس تنه، چې د خپلو مالونو واجب صدقاتو یې هم له ځان سره راوړي وو، د پېغمبر(ص) حضور ته راغلل.پېغمبر(ص) هغوی په درناوي ومنل او بلال ته یې امر وکړ چې مېلمستیا یې وکړي او ډالۍ هم ورکړي. بیل یې وپوښتل: «ایا بل څوک هم پاتې دی؟»هغوی وویل: «یو کمعمره غلام دی چې زموږ د بار او بنې ترڅنګ پاتې شوی دی.»غلام راغی او ویې ویل: «زه هم د همدې ډلې له اولادې څخه یم، اوس خپله اړتیا درته وړاندې کوم.»
پېغمبر(ص) وپوښتل: «څه اړتیا لرې؟»وې ویل: «له خدایه وغواړه چې ما وبښي، پر ما رحم وکړي او زما په زړه کې بېنیازي واچوي.»پېغمبر د هغه لپاره همدا دعا وکړه او امر یې وکړ چې د نورو اصحابو په څېر دې هغه ته هم ډالۍ ورکړل شي.
د هجرت په لسم کال کې، پېغمبر په مِنا کې د هماغه غلام پوښتنه وکړه. خلکو وویل: «موږ هېڅوک د الله په ورکړې روزۍ دومره قانع نه دي لیدلي لکه هغه.»پېغمبر(ص) وفرمایل: «هیله لرم چې موږ ټول خپل ژوند د زړه په ډاډ او قناعت سره تېر کړو.»[۱۳]
د نهم هجري کال (سنة الوفود) نورې مهمې پېښې
- د شپږو سریو ترسره کېدل: د عُیَینة بن حِصن فزاري سریه، د ضحاک بن سفیان کلابي سریه، هغه سریه چې ثمامة پکې اسیر شو، د علقمة بن مجزز مدلجي سریه، د علي بن ابي طالب(ع) سریه، او د عکاشة بن محصن سریه.[۱۴]
- د تبوک غزوه ترسره کېدل.[۱۵]
- د ځینو شتمنو کسانو له خوا په جګړه کې د ګډون لپاره پلمې کول او د هغوی په اړه د قرآن کریم د آیتونو نازلېدل:
- ...وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلَا تَفْتِنِّي ۚ أَلَا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا ۗ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ:
او په هغوی کې داسې کسان هم شته چې وایي: «ما ته اجازه راکړه (چې په جګړه کې ګډون ونه کړم) او ما په فتنه کې مه اچوه.» خبر اوسئ! هغوی خپله په فتنه کې لوېدلي دي، او بېشکه دوزخ پر کافرانو راچاپېر دی.[۱۶]
- ...وَقَالُوا لَا تَنفِرُوا فِي الْحَرِّ ۗ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ :هغوی وویل: «په دې ګرمۍ کې مه وځئ.» ووایه: «که پوهېدلی، د دوزخ اور تر دې ډېر ګرم دی.»[۱۷]
- د پېغمبر(ص) له خوا د علي بن ابي طالب(ع) خپل ځایناستی ټاکل او د منزلت حدیث بیانول.[۱۸]
- د عقبه اصحاب پېښه.[۱۹]
- د ضرار جومات جوړېدل او د هغه په اړه د قرآن کریم د آیتونو نازلېدل.[۲۰]
- د برائت آیتونو ابلاغ؛ په دې کې امام علي(ع) د ابوبکر پر ځای وټاکل شو، څو د برائت آیتونه خلکو ته ورسوي.[۲۱]
فوټ نوټ
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام: محمد، مخ۵۳۷.
- ↑ اسطوانة الوفود، د حوزې د اطلاع رسونې ویبپاڼه.
- ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، د سنه او عام کلمې په پای کې.
- ↑ فراهیدی، کتاب العین، د وفد کلمې په پای کې.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام: محمد، مخ۵۳۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ټوک۱، مخ۲۵۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، د نصر سورې په پای کې.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ټوک۲، مخ۷۹.
- ↑ حجرات: ۱۷.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ټوک۱، مخ۲۹۷.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ټوک۱، مخ۳۰۹.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ټوک۱، مخ۳۰۵.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ټوک۱، مخ۳۲۲.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام: محمد، ۵۰۴-۵۱۰ مخونه.
- ↑ ابنهشام، سیره ابن هشام، ټوک۴، مخ۱۵۹.
- ↑ توبه: ۴۹؛ ابنهشام، سیره ابن هشام، ټوک۴، مخ۱۵۹.
- ↑ توبه: ۸۱-۸۲. ابنهشام، سیره ابن هشام، ټوک۴، مخ۱۶۰.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ټوک۱، ۱۵۴-۱۵۶مخونه.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ټوک۲، مخ۶۸.
- ↑ ابنهشام، سیره ابن هشام، ټوک۴، مخ۱۷۳.
- ↑ ابنحنبل، مسند احمد بن حنبل، ټوک۲، مخ۴۲۷. ابنعساکر، تاریخ مدینه دمشق، ټوک۴۲، مخ۳۴۸، ح۸۹۲۹؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ټوک۱، مخ۱۶۸.
یادونه
- ↑ د خزاعي په مشرۍ د مزینه قبیله، د عبدالله بن مالک په مشرۍ د اشجع قبیله، د بریدة په مشرۍ د اسلم قبیله، د وقاص بن قمامه په مشرۍ د سلیم قبیله، د صعب بن جثامه په مشرۍ د بنو لیث قبیله، د عینیة بن حصین په مشرۍ د قزاره قبیله، د عدي بن شراحیل په مشرۍ د بنو بکر قبیله، د عدي بن حاتم په سرپرستۍ د طي قبیله، د قیس بن غربه په مشرۍ د بجیله قبیله، د صرد بن عبدالله په مشرۍ د ازد قبیله، د عمیس بن عمرو په مشرۍ د خثعم قبیله، د زید بن مهلهل په سرپرستۍ د طي قبیلې یوه بله ډله، د بنو شیبان قبیله، د اشجع الحصري په مشرۍ د عبدالقیس قبیله، د حمیر د پاچا استازي، د فروة بن عمرو په مشرۍ د جذام قبیله، د وائل بن حجر په مشرۍ د حضرموت قبیله، د ذوالجوشن په سرپرستۍ د ضباب قبیله، د ضرار بن ازور په مشرۍ د بني اسد قبیله، د یزید بن عبدالمدان په مشرۍ د بني اکارث قبیله، د قطن بن حارثه او انس بن حارثه په سرپرستۍ د کنانه قبیله، د مسلمة بن هزان په مشرۍ د همدان قبیله، د مطرف بن کاهن په مشرۍ د باهله قبیله، د بنو حنیفه قبیله له مسیلمه کذاب سره یوځای، د فروة بن مسیک په مشرۍ د مراد قبیله، او د مهري بن ابیض په سرپرستۍ د مهره قبیله.
سرچينې
- آيتي، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام: محمد، د ابوالقاسم ګرجي په بیا کتنه او زیاتونو سره، شپږم چاپ، تهران، د تهران پوهنتون د چاپ او خپرولو مؤسسه، ۱۳۷۸ل.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار بیروت، [بې نېټې].
- ابنعساکر، علي بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، څېړنه: علي شیري، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت، دار المعرفة.
- ابنحنبل، مسند احمد بن حنبل، څېړنه: شعیب الارنؤوط، عادل مرشد او نور، [بې ځایه]، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
- «اسطوانة الوفود»، د حوزې د اطلاع رسونې ویبپاڼه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۹ غویی ۱۳۸۹ل.
- دهخدا، علياکبر، لغتنامه دهخدا، دویم چاپ، تهران، د تهران پوهنتون د چاپ او خپرولو مؤسسه، ۱۳۷۷ل.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، د شیخ مفید کنګره، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان، قم، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې د خپرونو دفتر، ۱۴۱۷ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، اعلام الوری، درېیم چاپ، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۰ل.
- فراهیدي، خلیل بن احمد، کتاب العین، قم، هجرت خپرندویه، ۱۴۰۹ق.
- یعقوبي، احمد بن ابيیعقوب، تاریخ یعقوبي، قم، اهلبیت(ع).