ملمه پالنه

د wikishia لخوا

میلمه پالنه د مسلمانانو له اسلامي دودونو او آدابو څخه ده. مسلمانان په مختلفو وختونو کې ملمنو ته بلنې ورکوي لکه په کوچني اختر کې، د غدیر په اختر کې، واده کې، د ماشومانو په زیږون کې او کله چې د کور خاوند شي. پېغمبراکرم(ص) مېلمه د خداى له لوري يوه ډالۍ ګڼلی، چې په راتلو سره خپل رزق او روزي راوړي او په وتلو سره د ګناهونو د بښنې لامل کېږي.

د مېلمه ښه راغلاست او له مېلمه سره ښه چلند او په محفل کې د محرم او غیر محرم له اختلاط څخه ډډه کول د مېلمه پالنې له آدابو څخه دي. مېلمه سره هم ښايي چې د کوربه بلنه قبوله کړي او داسې څوک ځان سره بونه ځي چې مېلمستيا ته نه وي بلل شوی یا د کوربه په کور کې له دریو ورځو څخه زیات پاتې شي.

شیعه فقهاء د اختر په شپه د میلمه لپاره د زکات فطره ورکول واجب ګڼي هاله چې د هغه نان خور وګڼل شي او له لمر پریوتو مخکې راغلی وي. ملمستیا پورې اړوند له نورو حکمونو دا هم دی چې که په یو دسترخوان باندې شراب او بير ځای پر ځای شوی وي نو هلته حاضریدل حرام دي.

اهمیت، فضیلت او مقام

مسلمان عالمان مېلمه پالنه د اسلام د پېغمبراکرم(ص) د سنتو پيروي ګڼي[۱] او د رواياتو په دلیل سره يې پرېښودل مکروه ګڼي.[۲] پېغمبراکرم(ص) مېلمه د خداى له لوري يوه ډالۍ ګڼلی، چې په راتلو سره خپل رزق او روزي راوړي او په وتلو سره د ګناهونو د بښنې لامل کېږي.[۳] علامه مجلسي د علي بن ابي طالب(ع) په ميلمه پالنې سره شوق او مینه بیانوي چې کله به اووه ورځې د هغوي کور ته ملمه رانه غی نو د خپګان څرګندونه به یې کوله.[۴]

امام علي(ع) فرمايي:

«کوم کس چې د ملمه عزت وکړ نو یقینا یې د اویا پيغمبرانو عزت کړی دی او هر کس چې د ملمه لپاره یو درهم خرچ کړي نو داسې دی چې د خدای په لاره کې یې زر زر دینار خرچ کړي وي.[۵]»

مسلمانان په مختلفو وختونو کې ملمنو ته بلنې ورکوي لکه د غدیر په اختر کې،[۶] په کوچني اختر کې،[۷] واده کې، د ماشومانو په پيدا کیدو کې،[۸] د ایران خلک د نوروز په اختر کې[۹] او د عراق خلک د امام حسین علیه السلام د شهادت د اربعین د پیاده تږ په ورځو کې ملمستیا ته ډېر اهمیت ورکوي.[۱۰]

آداب

په اسلامي رواياتو، اخلاقي كتابونو او ځينو تفسيري كتابونو كې د قصد تقرب سربېره،[۱۱] او له ریا او ځان ښوونې څخه ډډه کول[۱۲] د ملمستیا لپاره ځینې آداب بيان شوي، چې ځينې يې د کوربه لپاره دي. او ځینې یې د میلمه لپاره:

امام صادق(ع) فرمايي:

«څوك چي يو مؤمن ته تر هغه وخته پوري خواړه وركړي تر څو چي هغه موړ شي، د الله تعالى په مخلوقاتو کې هيڅوک هم په آخرت كي د هغه برابر اجر نه لري. نه نږدې ملائکې او نه پیغمبران بې له الله تعالی.[۱۳]»

د کوربه توب آداب

  • غوره دا ده چې د بدکارانو پر ځای پرهیزګارانو ته بلنه ورکړې شي؛[۱۴]
  • خپل خپلوان هم راوبلل شي چې ورسره کورني تعلقات او صله رحم مزبوت شي؛[۱۵]
  • له تکلف او تکلیف کې کیدو ځان ساتل؛[۱۶]
  • ملمه سره روڼ تندی او ښه اخلاق ساتل؛[۱۷]
  • (که ملمه نامحرم وي) نو کورنۍ سره یې یوځای نه کښينول؛[۱۸]
  • له ملمه پوښتنه ونه شي چې ډوډۍ دې خوړلی که نه؛[۱۹]
  • کافي مقدار کې باید ډوډۍ تیاره وي (ډوډۍ کمه نه وي)؛[۲۰]
  • کوربه لومړۍ کس وي چې په خوراک شورو کوي او اخرنۍ کس وي چې خوړل بس کوي؛[۲۱]
  • له ملمه کار نه اخستل؛[۲۲]
  • د لمانځه د وخت یادونه؛[۲۳] د قبلې طرف ښودل او د وضو ځای ښودل؛[۲۴]
  • د کور دروازې پورې ملمه سره بدرګه کول؛[۲۵]

ملمستیا ته د تللو آداب

  • د کوربه بلنه قبلول؛[۲۶]
  • یوازې په دې نیت بلنه نه قبلول چې خیټه ډکه کړو؛[۲۷]
  • ملمه باید د کوربه په اجازت سره ننوځي؛[۲۸] او سلام وکړي؛[۲۹]
  • ملمه باید هغه ځای کې کښیني چې کوربه ورته ټاکلی وي؛[۳۰]
  • هغه ځای ته مخامخ نه کښیناتل چې ښځې ښکاري؛[۳۱]
  • دا نه ښايي چې هغه ملمستیا کې ګډون وکړو چې ګناه په کې وي؛[۳۲]
  • د ملمستیا موده لنډه کړو او له درې ورځو زیات د کوربه په کور کې پاتی نه شو؛[۳۳]
  • چمتو شوي خواړه قبول کړئ او وخورئ؛[۳۴]
  • د کوربه له اجازې پرته او د هغه د منع په صورت کې د مستحب روژې نه نيول.[۳۵]
  • د خوراک د حلال حالت په اړه له پوښتنې کولو ډډه کول؛[۳۶]
  • زیاتي ډوډۍ ځان سره نه وړل، مګر د کوربه په اجازت؛[۳۷]
  • کوربه سره دا شرط کول چې ځان په تکلیف نه کړي او ډېر چمتو والی دې نه نیسي؛[۳۸]
  • موږ باید هغه څوک له ځانه سره بونه ځو چې محفل ته نه وي بلل شوی.[۳۹]
  • ښايي چې د کوربه په اجازې سره ملمستیا پریږدو؛[۴۰]
  • ښايي په ښو اخلاقو سره ملمستیا پرېږدو، که څه هم زمونږ په حق کې کمی شوی وي.[۴۱]

فقهي حکمونه

د میلمه پالنې د مدخل سره اړوند

شيعه فقهاوو د ملمستیا لپاره شرعي احکام بيان کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  • د ځينو مراجعو د فتوا له مخې که مېلمه پوه شي چې هغه څه چې د کوربه له خوا ورته چمتو شوي دي له هغو پيسو څخه دي چې خمس يې نه دی ادا شوی، هغه نه شي استعمالولای.[۴۲]
  • د هغه ميلمه صدقه فطر د کوربه په غاړه ده چې د کوچني اختر له ماښامه مخکې د کوربه کور ته ننوځي او د هغه نان خور وګڼل شي.[۴۳]
  • د ځينو شيعه فقهاوو د فتوا له مخې که د مېلمه د کور يوه برخه يا غالۍ نجس شي او د مېلمه په بدن او يا جامو ولګي، پر کوربه واجب ده چې مېلمه ته خبر ورکړي.[۴۴]
  • د سيد کاظم يزدي په وينا كه د مېلمه له خوا د مېلمه لپاره تيار شوى خواړه نجس شي نو بايد مېلمه ته خبر وركړي.[۴۵]
  • په هغه دسترخان کې ګډون کول حرام دي چې شراب او بیر وباندې وي.[۴۶]

ځانګړی لیکنی

د مېلمه پالنې او په دې اړوند د آدابو په برخه کې ډېر کتابونه ليکل شوي دي چې په هغو کې «فرهنگ‌نامهٔ مهمانی» د محمد محمدي ري شهري ليکل شوی مؤسسهٔ علمی فرهنګی دارالحدیث چاپ کړی دی.[۴۷]

فوټ نوټ

  1. نراقی، معراج السعادة، ۱۳۸۶ش، ص۳۴۵.
  2. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۴، ص۳۱۶.
  3. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۲، ص۴۶۱.
  4. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۱، ص۲۸.
  5. دیلمی، ارشادالقلوب،‌ ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۳۸.
  6. باقی‌زاده، «بزرگداشت عیدغدیر در پرتو آداب آن»، ص۳۵.
  7. هاشمی، «مروری بر آداب عید فطر در میان مسلمانان»، ص۱۳۷.
  8. موسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، المعجم الفقهی لکتب الشيخ الطوسی، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۵۵۹.
  9. پاک‌نیا تبریزی، «نگاهی نو به جایگاه عید نوروز»، ص۱۳.
  10. شراهی، «واکاوی ادراک زائران از رفتار خادمان در اربعین»، ص۱۱۵.
  11. نراقی، معراج السعادة، ۱۳۸۶ش، ص۳۴۵.
  12. نراقی، معراج السعادة، ۱۳۸۶ش، ص۳۴۵.
  13. دیلمی، ارشادالقلوب،‌ ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۴۷.
  14. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۳.
  15. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۳-۳۴.
  16. حمیری، قرب الاِسناد، ۱۴۱۳ق، ص۷۵.
  17. قمی، سفینة‌ البحار، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۲۷۰.
  18. سید مرتضی، أمالی المرتضی، ۱۹۹۸م، ج۱، ص۲۰۸.
  19. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۹، ص۲۵۳.
  20. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۲.
  21. کلینی،‌ الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۶، ص۲۸۵.
  22. کلینی،‌ الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۶، ص۲۸۳.
  23. ورام، مجموعه ورام، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۴۸.
  24. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۸.
  25. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۲، ص۴۵۱.
  26. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۴.
  27. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۷.
  28. محمدی ری‌شهری، فرهنگ‌نامه مهمانی، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۳.
  29. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۹، ص۲۵۳.
  30. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۲، ص۴۵۱.
  31. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۸.
  32. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۶.
  33. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۶، ص۲۸۳.
  34. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۹، ص۲۵۳.
  35. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۱۸۹؛ خمینی، تحریر الوسیله، ناشر: موسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى( ره)، ج۱، ص۲۸۶.
  36. محمدی ری‌شهری، فرهنگ‌نامه مهمانی، ۱۳۹۰ش، ص۱۵۳.
  37. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۴.
  38. محمدی ری‌شهری، فرهنگ‌نامه مهمانی، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۱.
  39. محمدی ری‌شهری، فرهنگ‌نامه مهمانی، ۱۳۹۰ش، ص۱۴۷.
  40. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۵.
  41. فیض کاشانی، محجة‌البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۴.
  42. «پرتال امام خمینی»
  43. طباطبائی یزدی، عروة الوثقی، ۱۴۲۳ق، ج۴،‌ص۲۰۷-۲۰۸.
  44. طباطبائی یزدی، عروة الوثقی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۹۴.
  45. طباطبائی یزدی، عروة الوثقی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۹۴-۱۹۵.
  46. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۸۳؛ «وبگاه پاسخگویی به سوالات دینی هدانا».
  47. محمدی ری‌شهری، فرهنگ‌نامه مهمانی، ۱۳۹۰ش،‌ ص۷.

سرچينې

  • «پرتال امام خمینی»، تاریخ بازدید ۱۰ دی ۱۴۰۲ش.
  • «وبگاه پاسخگویی به سوالات دینی هدانا»، تاریخ بازدید ۱۲ دی ۱۴۰۲ش.
  • باقی‌زاده، رضا، «بزرگداشت عیدغدیر در پرتو آداب آن»، مندرج در مجله پاسدار اسلام، شماره ۲۵۵، ۱۳۸۲ش.
  • پاک‌نیا تبریزی، عبدالکریم، «نگاهی نو به جایگاه عید نوروز»، مندرج در مجله مبلغان، شماره ۱۳۸، ۱۳۸۹ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصيل وسائل الشيعة إلى تحصيل مسائل الشريعة، قم، مؤسسة آل‌ بیت علیهم السلام، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الاِسناد، قم، مؤسسة آل‌ بیت علیهم السلام، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • دیلمی، حسن بن محمد، ارشاد القلوب، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۱ش.
  • شراهی، اسماعیل، «واکاوی ادراک زائران از رفتار خادمان در اربعین»، مندرج در مجله دین و ارتباطات، شماره ۵۵، ۱۳۹۸ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، أمالی المرتضی، قاهره، دار الفکر العربی، چاپ اول، ۱۹۹۸م.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، المحجة البیضاء، قم، دفتر نشر اسلامی (جامعه مدرسین)، ۱۴۱۷ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن،‌ چاپ اول، ۱۳۸۸ش.
  • قمی،‌ عباس، سفینة البحار و مدینة الحکم و الآثار، قم، اسوه، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۶۳ش.
  • مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، المعجم الفقهی لکتب الشيخ الطوسی، قم، مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محقق حلی، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، فرهنگ‌نامه مهمانی، قم،‌ مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۹۰ش.
  • نراقی، ملا احمد، معراج السعادة، قم، انتشارات قائم آل محمد، چاپ پنجم، ۱۳۸۶ش.
  • ورام بن ابی‌فراس، مسعود بن عیسی، مجموعة ورّام، قم، مکتبه فقیه، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • هاشمی، سید علیرضا، «مروری بر آداب عید فطر در میان مسلمانان»، مندرج در مجله فرهنگ مردم ایران، شماره ۵۳ و ۵۴، ۱۳۹۷ش.