مړو سره توسل

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې!

دا مقاله مړو سره د توسل په باره کې ده. د توسل مفهوم د پیژندلو لپاره د توسل مقاله وګورئ.

مړو سره تَوَسُّل یا مړو ته توسل د دیني مشرانو منځګړیتوب کول دي. لکه معصومین سره له وفاته وروسته د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خدای ته د هغوي وسیله جوړل. مړو سره توسل کول د مسلمانانو په تېره بيا د شيعو له عقيدو يوه عقیده ده چې د مړو د اوریدو او د برزخي ژوند د منلو په بنسټ ولاړه ده.

په شیعه او سني سرچینو کې د اهل بیتو(ع) او ځینو صحابه کرامو د رسول الله(ص) وفاته وروسته هغه سره د توسل کولو خبرې شته. وهابیان او ابن تیمیه مړو سره توسل کول روا او مشروع نه ګڼي.

د مسلمان عالمانو په وینا، د الهي اولیاوو سره توسل کول د هغوي په ژوند او له مرګ هیڅ توپیر نه لري. لکه څنګه چې د رسول الله(ص) او نورو اولیاوو په ژوند کې له هغوي د انسانانو لپاره د دعا او بخښنې غوښتنه کیدی شي، همدارنګ د هغوي له مړینې وروسته هم ورنه غوښتنه کیدی شي.

مفهوم پیژندنه

مړو سره تَوَسُّل یا مړو ته توسل د دیني مشرانو منځګړیتوب کول دي. لکه معصومین سره له وفاته وروسته د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خدای ته د هغوي وسیله جوړل.[۱]

د مړو اوریدل او برزخي ژوند

مړو سره توسل کول هله د منلو وړ دي چې په برزخ کې د ژوند او د مړو په اورېدلو باور ولرلی شي. او دا خبره هم ومنلی شي چې ژوندي کسان په دې دنیا کې د عالم بزخ روحونو سره اړیکه نیولی شي او هغوي د دوي خبرې اوریدلی شي.[۲]

مشروعیت

همدارنګ وګورئ: توسل

مړو سره د توسل کولو د مشروعیت لپاره د قرآن کریم آیتونو، د اهل بیت علیهم السلام او د مسلمانانو سیرت سره دلیل راوړی شوی دی:

قرآني دلیلونه

مړو سره د توسل د مشروعيت لپاره د سورة نساء د ٦٤ آيت په عموميت استدلال شوى دى، چې مؤمنان دې ته هڅوي چې له رسول الله(ص) څخه د هغوى لپاره بخښنه وغواړي. په دې عموم کې د رسول الله(ص) ژوند او وفات دواړه زمانې شاملیږي.[3] همدارنګ د مائدې سورې 35 آیت هم توسل په مطلقا جایز ګڼي او د دې آیت له اطلاق یې دا ګټه اخستې ده چې د مؤمنانو او پیغمبرانو روح سره د هغوی له مرګ وروسته توسل کول ممکن دي.[۴]

د شیعو د امامانو سیرت

د ځینو سرچینو په وینا، شیعه امامانو د پیغمبر له وفاته وروسته هغوي سره توسل کړی دی. حضرت علي(ع)[۵] او امام حسين(ع) پېغمبراکرم(ص) سره توسل کړی دی.[۶] امام سجاد(ع) هم د څوارلسو معصومینو سره په توسل کښې د ژوندو او مړو ترمېنځ فرق نه دے کړے.[7][یاداشت 1]

همدارنګه د اهل بیتو(ع) مأثورې دعاګانې لکه د سریع الاجابه دعا د دې ښودنه کوي چې مشرانو سره حتی د هغوي له مړینې وروسته هم د توسل سپارښتنه شوې وه.[8]

د اصحاب عمل

د اهل سنتو په روایي سرچینو کې د ځینو صحابه کرامو او مسلمانانو د رسول الله(ص) له وفاته وروسته هم هغوي سره د توسل کولو په هکله راپورونه شته. ځینې یې دا دي:

  • د قحطۍ او وچکالۍ له منځه وړلو لپاره د عائشې بي¬بي پیغمبر او د هغه قبر سره توسل.[9]
  • د عثمان په زمانه کې د حضرت عثمان بن حنيف په لارښوونه د یو سړي رسول الله(ص) سره توسل.[۱۰] [یاداشت 2]
  • د بلال بن حارث د باران غوښتلو لپاره رسول الله(ص) سره توسل.[11]
  • د يو روايت له مخې، له منصور داوانګي سره په خبرو کې مالک بن انس هغه ته د رسول الله(ص) د زیارت څرنګوالې او هغه سره توسل ښودلی دی.[12]

د اهل سنتو نظر

زیاتره سني عالمان مړ سره توسل کول جایز ګڼي او دیني مشرانو سره به یې توسل کاوه. له هغو ځینې:

سمودي چې د هجري قمري کال د لسمې پېړۍ له شافعي عالمانو څخه دی، په «وفاء الوفاء باخبار‌ دار المصطفی» کتاب کې د هغو کسانو په اړه خبرې راوړي دي چې پیغمبر(ص) سره په توسل خپلو غوښتو ته رسیدلي دي. هغه په دې عقیده دی چې استغاثه، شفاعت او رسول الله(ص) سره توسل کول د پیغمبرانو له کارونو او د صالحانو له سیرت څخه دي. او په هره زمانه کې به ترسره کېدل. که له پیدایښته مخکې وي یا وروسته له هغه، که په دنیاوي ژوند کې وي او که په برزخ کې.[13]

ابو علي خلال وايي چې کله به هم ورته کومه ستونزه پيدا کیده نو د امام کاظم(ع) د قبر زيارت ته به تله او هغه سره به یې توسل کاوه او مشکل به یې حل کیده.[۱۴] له شافعي څخه هم روايت دی چې هغه د امام کاظم (ع) قبر «د شفاء ورکوونکي درمل» په توګه یاد کړی دی.[۱۵]

الوسي په خپل تفسیر کښې د توسل په هکله د ځینو تاریخي روایتونو او راپورونو له نقلولو او د هغو له تحلیلولو وروسته دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د خدای په دربار کې رسول الله(ص) سره په توسل کولو کښې هیڅ خنډ نشته که هغه د پیغمبر په ژوند کې وي او که له مړینې وروسته یې وي. په دې برخه کې له نسبتاً تفصيلي بحث وروسته دا مني چې د خداى په حضور کې د يوه غير پېغمبر مقام سره په توسل کې هم خنډ نشته، په دې شرط چې هغه کس په حقيقت کې د خداى په حضور کې مقام ولري.[۱۶]

عسقلاني د عمر ابن الخطاب له ابن عباس څخه د دعا او باران د غوښتلو، د کيسې له بيانولو وروسته ومنله چې له ښو او نېکو خلکو په تېره بيا له اهل بيتو شفاعت غوښتل مستحب دي.[17]

د وهابیانو نظریه

وهابیان مړو سره توسل کول روا یا مشروع نه ګڼي. ابن تيميه (چې وهابيان د هغه نظریې سره دلیل راوړي) په دې اند دى، چې رسول الله(ص) او صالحانو سره توسل يوازې د هغوى په ژوند کې روا دی او د هغوى له مړينې وروسته له هغوى سره توسل کول شرک دى.[١٨]

ځواب

د توسل د پلویانو په وینا، الهي اولیاوو سره په توسل کولو کې د هغوي په ژوند او مرګ کې هیڅ توپیر نشته. لکه څنګه چې د رسول الله(ص) او د خدای د نورو اولیاوو د ژوند په زمانه کې د خلکو لپاره د دعا او بخښنې غوښتنه کیدی شي، د هغوي د وفات څخه وروسته هم ورته غوښتنه کیدی شي،[19] همدارنګ په دې هکله دې آیت وَلَوْ أنَّهُمْ إذْ ظَلَمُوا أنْفُسَهُمْ جَاءُوک فَاسْتَغْفَرُوا اللهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللهَ تَوَّاباً رَحیماً[ نساء–۶۴] سره دلیل راوړی شوی دی چې دا آیت د رسول الله (ص) ژوند او د هغه تر وفات وروسته دواړو حالاتو ته شامل دی.[20] د مسلمانانو سیرت چې له هغو ځینې اصحاب هم دي مونږ ته دا ښايي چې مړو سره توسل کول یو جایز کار دی.[۲۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • آلوسى٬ سيد محمود٬ روح المعاني في تفسير القرآن العظيم٬ تحقيق: على عبدالبارى عطية٬ بيروت‏٬ دارالكتب العلميه‏٬ چ۱ ٬ ۱۴۱۵ق.
  • ابن اعثم کوفی، الفتوح، بیروت، دار الأضواء، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموعة الفتاوی، تحقیق شیخ عبدالرحمن بن قاسم، المدینة النبویة، مجمع الملک فهد، لطباعة المصحف الشریف، ۱۴۱۶ق.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • دارمی، عبدالله بن عبدالرحمن، سنن الدارمی، تحقیق حسین سلیم اسد الدارانی، المملکة العربیة السعودیة، دار المغنی للنشر و التوزیع، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • سبحانی، جعفر، بحوث قرآنيه في التوحید و الشرک، قم، مؤسسة امام صادق (ع)، چاپ سوم، ۱۴۲۶ق.
  • سمهودی، علی بن احمد، وفاء الوفاء باخبار دارالمصطفی، بیروت، درالکتب العلمیه، ۲۰۰۶م.
  • العسقلاني، ابن حجر٬ فتح الباري٬ تعليقات عبد العزيز بن عبد الله بن باز٬ بیروت٬ دارالمعرفه٬ ۱۳۹۷ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، تحقیق حمدی بن عبدالمجید السلفی، قاهره،‌ مکتبة ابن تیمیة، چاپ دوم،‌ ۱۴۰۶ق.
  • کعبی، علی موسی، الامام موسی بن الکاظم علیه السلام؛ سیره و تاریخ، مرکز الرساله، ۱۴۳۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، انتشارات اسلامیه، ۱۳۶۲ش.
  • مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهل و یکم، ۱۳۸۰ش.
  • نهج البلاغه، تحقیق عزیز الله عطاردی، تهران، بنیاد نهج البلاغه، ۱۴۱۳ق.
  • نووی، محیی الدین بن شرف، المجموع شرح المهذَّب، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۱ق.