منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د وسیله آیت

د wikishia لخوا
(له د وسیله آیت نه مخ گرځېدلی)
د وسیله آیت
د آیت ځانګړتیا
د آیت نومد وسیله آیت
په سورت کې موقعیتمائده
د آیت شمېر۳۵
جزء۶
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه
موضوعاعتقادي
په اړهخدای ته د نږدې کېدو یوه وسیله
نورتقوا، جهاد او وسیله ته بلنه


د وسيله په آيت (المائده: ۳۵) کې د انسان نیکمرغي په درې شرطونو پورې تړلی ګڼل شوې ده: تقوا، خدای ته د نږدې کېدو لپاره وسیله لټول، او د هغه په لاره کې جهاد.

وسيله هر هغه عمل دی چې د بنده خدای ته د نږدې کیدو سبب شي. مفسرینو، د احادیثو په حوالې سره، د دې لپاره ګڼ شمېر مثالونه بیان کړي کړي دي، چې له هغو ځینې د نیکو اعمالو ترسره کول، پیغمبر(ص) او د هغه اهلبیتو(ع) سره توسل کول، او خدای پاک ته د د هغوي په مقام قسم ورکول.

د آیت متن او ژباړه

د مائده سوره ۳۵ آیت د وسيلې په نوم پیژندل کیږي.[۱] پدې آیت کې، د وسيلې کلمه کارول شوې او د توسل د مشروعیت ثابتولو لپاره کارول کیږي.[۲]

پدې آیت کې، تقوا، وسيله او د خدای په لاره کې جهاد د نیکمرغۍ د دریو لارو په توګه بیان شوي دي.[۳] د ځینو مفسرینو په وینا، پدې آیت کې جهاد، د کافرانو په وړاندې جهاد او خپل نفس سره جهاد ته شامل دي، او د وسيلې له مصداقونو دي.[۴]

یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَابْتَغُوا إِلَیهِ الْوَسِیلَةَ وَجَاهِدُوا فِی سَبِیلِهِ لَعَلَّکمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۵﴾


ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! له خدایه ووېرېږئ او هغه ته (د رسیدو لپاره) وسیله ولټوئ او د هغه په لاره کې جهاد وکړئ ترڅو بریالي شئ.(۳۵)



مائده سوره، ۳۵ آیت

د وسیلې مطلب

وسیله هغه عمل ته اشاره کوي چې یو څوک خدای ته نږدې کوي.[۵] علامه طباطبایي، چې یو شیعه مفسر دی، وسیله د انسان او خدای ترمنځ د یو ډول معنوي اړیکې ګڼي چې د بندګۍ او عبودیت له لارې ترلاسه کیږي، او پوهه او عمل د هغې له اړتیاوو ګڼل کیږي.[۶]

د وسیلو مصداقونه

په شیعه روایتونو کې، پیغمبر(ص)،[۷] امام علی(ع)،[۸] او د پیغمبر اهلبیت(ع)[۹] د وسیلې د مصداقونو په توګه یاد شوي دي. په تفسیر نمونه کې، د امام علي(ع) د یوه روایت په حوالې سره،[۱۰] ځینې عملونه لکه لمونځ، روژه، انقاق، صدقه، د خدای ذکر، حج، عمره، په خدای او پیغمبر(ص) ایمان، جهاد او صله رحم د وسیلې له مصداقونو ګڼل کیږي.[۱۱] همدارنګه، د پیغمبرانو، امامانو او صالحانو شفاعت، د هغوی پیروي، او د هغوی په مقام (په ځانګړي ډول پیغمبر او اهل بیتو) باندې خدای ته قسم ورکول د وسیلې له نورو مصداقونو دي.[۱۲]

د اطیب البیان تفسیر د لیکوال په وینا، وسیله ټولو عقیدو، اخلاقو او نیکو عملونو ته شامله ده، او قرآن، پیغمبر(ص)، اهل بیت(ع)، یا د قیامت په ورځ د هغوي مقام د هغې بشپړې بیلګې دي.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: عارفی و نجیبی، «بررسی تطبیقی آیه وسیله از نظر منابع تفسیری فریقین»، ص۵۹، عنوان مقاله.
  2. د مثال په توګه وګورئ: سبحانی، آیین وهابیت، دفتر انتشارات اسلامی، ص۱۶۸.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۶۴.
  4. طباطبایی، الميزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۳۲۸.
  5. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۳؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۹.
  6. طباطبایی، الميزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۳۲۸.
  7. وګورئ: عارفی و نجیبی، «بررسی تطبیقی آیه وسیله از نظر منابع تفسیری فریقین»، ص۶۶.
  8. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۲۹۲.
  9. کاشانی، تفسیر المعین، کتابخانه آیت‌الله مرعشی، ج۱، ص۲۹۰.
  10. ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۱۴۹.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۶۴.
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۶۶.
  13. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۳۷۵.

سرچينې

  • ابن‌شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • بحرانی، سیدهاشم بن سلیمان، البرهان في تفسير القرآن، قم، بنیاد بعثت، ۱۴۱۵ق.
  • سبحانی، جعفر، آیین وهابیت، قم، دفتر انتشارات اسلامی، بې نېټې.
  • طباطبایی، محمدحسین، الميزان فی تفسير القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طیب، عبدالحسین، أطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، اسلام، ۱۳۷۸ش.
  • عارفی، محمدیونس و محمدعلی نجیبی، «بررسی تطبیقی «آیه وسیله» از نظر منابع تفسیری فریقین»، مطالعات تطبیقی قرآن و حدیث، شماره۲۳، پاییز و زمستان ۱۴۰۳ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسر الکبیر، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • کاشانی، محمد بن مرتضی، تفسیر المعین، تحقیق حسین درگاهی و محمود مرعشی، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، بې نېټې.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ش.