د امامت ودایع

د wikishia لخوا

د امامت ودایع، د پیغمبرانو او امام علي(ع) او حضرت زهرا(س) کوم چې د شیعه امامانو سره و او د امام پیژندلو لپاره معیارونه ګنل شوي. د رسول‌الله(ص) توره او حلقه، د موسی کین، د سلیمان حلقه او د فاطمي مصحف کتابونه، جفر او جامعه د دوی په مینځ کې دي.

امامانو د امامت ادعا کونکۍ پر وراندی او د شیعیانو شکمن کول د امامت په پیژندلو کې، د امامت ودایع شتون کې خپل سره استناد وکړه.

مفهوم او دریځ

دا د ځینې ځانگرۍ شیانو معنی لري، لکه توره، کتاب او حلقه، کوم چې له یو امام څخه بل امام ته امانت سپارل شي او د هغه امامت نښه ده. د امامت ودایع د مخنۍ امام وصیت ترڅنگ، د راتلونکي امام د پیژندلو لپاره یو مهم معیار دی.[۱] په ځانګړي توګه د تقیه په شرایطو کې د وصیت سره سم امامت ثابتول ناممکن دي.[۲] له همدې امله د امامت ودایع (ډالۍ) ټینګار شوې ترڅو د امام د حالت په تشخیص کې هیڅ شک شتون ونلري.[۳]

مثالونه

په شیعه سرچینو کې په نقل شوي روایاتو ځینې شیان د امامت ودایع (ډالۍ) ګنل شوي. امامانو د «عندنا» (زموژ نږدی) یا «عندی» (زما نږدی) په ویلو د دې اشیا شتون ته په خپل سره اشاره وکړه:

دامامت ودایع تفصیل
د رسول‌الله(ص)تور[۴] له امام صادق(ع) څخه په يو روايت كې راغلي دي چې د پيغمبر(ص) توره د بني اسرائيلو له تابوت سره پرتله كولو سره ويل شوي دي: كه د پېغمبر(ص) توره له هر چا سره وي، امامت به يې ورکړل شوی دی.[۵] د ځینې بیاناتو پربنسټ، دا توره هماغه ذوالفقار ده.[۶]
جَفْر [۷] یو کتاب دی چې پکې راتلونکي پیښې د قیامت تر ورځې پورې ذکر شوي دی. [۸]
جامعه جامعه د پیغمبر(ص) املا او د امام علي(ع) په لیکه کې ده او ټول حلال او حرام حکمونه پکې شتون لری.[۹]
د علي(ع) کتاب [۱۰] ځینې خلکو د علي کتاب او جامعه کتاب د دوه نومونو سره، یو کتاب ګنلی دی؛ [۱۱] مګر آقا بزرگ تهرانی له دې کتاب څخه، د رسول‌الله(ص) امالي، په توګه نومولی ده او دا یې د جفر او جامعي پرته بل کتاب بولي. [۱۲]
د فاطمې مصحف هغه کتاب چې الهی فرښته یې د حضرت فاطمې(س) سره خبرې کړي دي او امام علي لیکلي دي.[۱۳]
دفرایض صحیفه د امام علي(ع) لیکله د میراث په اړه. [۱۴]
د پیغمبر(ص) حلقی(كړى)،[۱۵]
د پیغمبر(ص) زره [۱۶] په روایت کی راغلی ده؛ امام هغه څوک دی چی د پیامبر(ص) زره هغه ته سم دی. [۱۷]
جفر سرخ هغه سرخ انبان چې پکې د پیغمبر وسله شتون لري.[۱۸]
جفر سفید هغه سفید انبان چی پکی تورات، انجیل، زبور او نور آسماني کتابونه شتون لری. [۱۹]
د شیعه‌ګانو دیوان چې د شیعه‌گانو نومونه پکی شتون لري. په ځینو بیاناتو کې دا د «ناموس» په توګه یادیږي. [۲۰]
د نورو پیغمبرانو میراث لکه الواح، تشت(تغار) او تابوت او د موسی کین، او د سلیمان(ع) حلقه.[۲۱]

د امامان ودایع سره احتجاج کول

شیعه امامانو د امامت د دعوی کونکو په مخ کې یا د شیعه‌ګانو د شکونو په وړاندې د امامت ودایع شتون په خپل نژدی کی استناد وکره، د مثال په توګه امام علي(ع) د شپږ کس په شورا کې وویل: «زه په خدای قسم کوم، ایا زما پرته ستاسو په مینځ کې بل څوک شتون لري چې د رسول‌الله وسلې، بیرغ او حلقی د هغه سره وی؟» [۲۲]

امام صادق(ع) څوک چې له بلې خوا د حسنيان له جریان سره مخ شوی و چې د محمد بن عبدالله محض مهدویت ته تبلیغ وکړه[۲۳] او له بلې خوا دوه جریانونه سره لکه کیسانیان او زیدیان سره مخ و، هغه د رسول‌الله(ص) وسلې د یوې وسیلې په توګه وکارولې چې د دوی پروړاندې احتجاج وکړي. [۲۴] دا د امام صادق(ع) ته ویل شوي: ځینې خلک فکر کوي چې د رسول‌الله توره د عبدالله بن حسن مثنی سره ده. هغه ځواب ورکړ:

زه په خدای قسم کوم، عبدالله بن حسن هیڅکله هغه نه دی لیدلی. توره او د رسول‌الله بیرغ زما سره دي. د رسول الله وسله د بنی اسراییلو تابوت په څیر ده. هرچیرې چې تابوت وموندل شو، نبوت هلته و. د رسول‌الله وسله هرچا سره ده، هغه امام دی. [۲۵]

د ودایع لیږدول له امام څخه وروستی امام ته

د شیعه روایاتو په وینا د امام ودایع دهر امام څخه بل امام ته سپارل شوې دي، که مستقیم یا د مینځګړیو له لارې. له امام صادق(ع) په نقل شوي روایت: کتابونه د علي(ع) سره و. کله چې هغه عراق ته لاړ، نو هغه دا کتابونه ام سلمه ته ورکړل. د هغه وروسته دا کتابونه د حسن(ع) سره وو او د هغه وروسته د حسین(ع)او د هغه وروسته د علي بن حسین سره و.[۲۶]

دا راپور هم ورکړل شوی چې کله امام حسین(ع) عراق ته تللی، هغه، ام سلم ته کتابونه او وصیت لیک ورکړې. کله چې علي بن حسین(ع) بیرته راستون شو، ام سلمي دوی ته ورکړ.[۲۷]


له امام باقر(ع) هم نقل شوی دې: کله چې د علي بن حسین(ع) وفات وخت راورسېد، هغه یو بکس راوړی او ماته یې وویل: محمده دا واخلئ په دې بکس کې د رسول الله کتابونو او توره وه.[۲۸]

د غیبت پرمهال د ودایع ځای

د علامه مجلسی راپور له مخې، د صغرا غیبت پرمهال د امامت ودایع ځانګړي نایبان سره و. کله چې د محمد بن عثمان دوهم نایب مړ شو د هغه خادم بکس حسین بن روح نوبختی ته وسپارل. [۲۹]

د آقا بزرگ تهرانی په وینا؛ د شیعی روایاتو پر بنست، د امامت ودایع همدا اوس امام مهدی(ع)(دولسم امام) سره ده. [۳۰]

فوټ نوټ

  1. شیخ طوسی‌، الاقتصاد‌، ۱۴۳۰ق، ص۳۷۵.
  2. طباطبایی، «جستاری در آسیب‌شناسی چالش‌های آغاز امامت امام کاظم»، ص۱۰۴.
  3. طباطبایی، «جستاری در آسیب‌شناسی چالش‌های آغاز امامت امام کاظم»، ص۷۹.
  4. کلینی، الکافی، ج۱، ۱۳۶۲ش، ص۳۰۵.
  5. کلینی، الکافی، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۲۳۸.
  6. ابن‌شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۳۵ و ۲۵۳.
  7. کلینی، الکافی، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۲۳۹؛ صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۲.
  8. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۳۵۳.
  9. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۶.
  10. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۴۷.
  11. عسکری، معالم‌المدرستین، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۳۵-۳۳۸.
  12. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۳۰۶-۳۰۷.
  13. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۲-۱۵۳.
  14. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۱۶۲.
  15. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۶.
  16. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۶.
  17. ابن‌شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۲۵۳؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۷.
  18. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۶.
  19. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۶.
  20. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۷۳.
  21. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۷۵.
  22. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۸۲.
  23. نجفیان رضوی، «بررسی چگونگی مناسبات حسنیان و امامان شیعه، مطالعات تاریخ اسلام»، ۱۳۹۲ش.
  24. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۷-۱۸۸.
  25. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۷۵.
  26. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۶۲.
  27. کلینی، الکافی، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۰۴؛ ابن‌شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۲.
  28. کلینی، الکافی، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۰۵.
  29. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۵، ص۲۱۱.
  30. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۲۱، ص۱۲۶.

سرچینې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، نشر علامه، ۱۳۷۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، كمال‌الدين و تمام النعمة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد فیما یجب علی العباد، تحقیق‌ سید‌ کاظم‌ موسوی، قم، دلیل ما، چاپ اول، ۱۴۳۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایی، محمدکاظم، «جستاری در آسیب‌شناسی چالش‌های آغاز امامت امام کاظم»، مجله امامت‌پژوهی، شماره ۸، سال دوم، زمستان ۱۳۹۱ش.
  • عسکری، سید مرتضی، معالم المدرستین، بیروت، مؤسسه نعمان، ۱۴۱۰ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، مؤسسه وفا، ۱۴۰۳ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۶۲ش.
  • نجفیان رضوی، لیلا، «بررسی چگونگی مناسبات حسنیان و امامان شیعه تا سال ۱۴۵ هجری قمری»، مطالعات تاریخ اسلام، شماره پنجم، ۱۳۹۲ش.