منځپانگې ته ورتلل

د اذن جهاد آیت

د wikishia لخوا
د اذن جهاد آیت
د آیت ځانګړتیا
د آیت نوماذن جهاد
په سورت کې موقعیتحج سوره
د آیت شمېر۳۹
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأنمهاجران، اهل بیت
د نزول ځایمدینه
موضوعفقهي
اړونده آیتونهد سیف آیت


د اذن جهاد آیت (د حج سورې ۳۹ آیه) لومړنی آیه ده چې مسلمانانو ته یې د مشرکانو پر وړاندې د جهاد اجازه ورکړې او له مشرکانو سره د نرمۍ او ګوزاره کولو د آیتونو ناسخه بلل کېږي. دا آیت مدینې منورې ته له هجرت وروسته او د مکې د مشرکانو لخوا د مسلمانانو له سختو ځورېدو وروسته نازله شوې ده.

شیعه او سني مفسرانو د دې آیې په استناد د جهاد د وجوب لپاره ځینې شرایط بیان کړي، منجمله دا چې دا آیه د دفاعي جهاد په اړه ده او دا ډول جهاد د امام اجازې ته اړتیا نه لري. ځینو دا آیه د جهاد د حدودو او پر اسلام د تاوتریخوالي د لګېدلو تورون د ردولو نښه بللې ځکه چې جګړه یوازې له ظلم او د مسلمانانو له اخراج وروسته جایزه ګڼل شوې ده.

په شیعه روایاتو کې، دا آیه پر اهل‌بیت(ع) او امام مهدي(عج) تطبیق شوې ده. همدارنګه، صحابه او تابعینو له دې آیې څخه د خپلو اقداماتو د مشروعیت لپاره کار اخیستی یا یې پرې احتجاج کړی دی؛ لکه عثمان د خپل کور د محاصرې پر مهال، امام علي(ع) د صفین یا جمل په جګړه کې، او ابراهیم امام د ابومسلم خراساني په پاڅون کې.

له مشرکانو سره د جهاد اجازه صادرول

د حج سوره ۳۹ آیت، د اذن جهاد آیې په نوم نومول شوې ده.[۱] دا آیت د قتال آیې[۲] یا د قتال د اذن[۳] په نوم هم شهرت لري. په دې آیې کې، مسلمانانو ته له هغو مشرکانو سره د جهاد اجازه ورکړل شوې چې پر مسلمانانو یې ظلم کاوه. دا آیت د قرآن له محکمو ایتونو څخه بلل شوې[۴]، چې لومړی ځل یې مسلمانانو ته له ځان او د پېغمبر له بلنې څخه د دفاع لپاره د جهاد حکم صادر کړ.[۵]

د اذن جهاد آیت د احزاب سورې د ۴۸ آیې په څېر د ځینو ایتونو ناسخه بلل شوې، چې له مشرکانو سره په نرمۍ او ګوزاره کولو ټینګار لري.[۶] ویل شوي چې په قرآن کې تر اویاوو زیات ایتونه له مشرکانو سره د رسول الله مبارک(ص) او مسلمانانو د نرمۍ کولو په اړه نازل شوي دي.[۷] همدارنګه، دا آیت د جاثیې سورې د ۱۴ آیې ناسخه بلل شوې ده.[۸]

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ


هغو کسانو ته چې پرې جګړه تحمیل شوې، د (جهاد) اجازه ورکړل شوی، ځکه چې پرې ظلم شوی دی، او بېشکه الله د دوی د مرسته کولو ډېر وس لري.



حج سوره، ۳۹ آیت

مفسرانو د آیې «أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ» برخه د دې ښودونکې بللې چې رسول الله(ص)[۹] او مسلمانان د دې آیې تر نزول مخکې له مشرکانو سره له جهاده منع شوي وو[۱۰]، او د دې آیې په نزول سره له مشرکانو سره جهاد جایز اعلان شو.[۱۱] همدارنګه ویل شوي چې د جهاد جواز له هجرت سره یوځای د اسلام د بري لامل شو.[۱۲]

د نزول شأن

د جهاد اذن آیې د شان نزول په اړه ویل شوي چې د مکې مشرکانو د رسول(ص) اصحاب ځورول او ازارول او له همدې امله هغوی رسول(ص) ته شکایت وکړ. هغه به اصحابو ته د صبر او ګوزاره کولو سپارښتنه کوله او ویل به یې چې ما ته لا تر اوسه د جهاد امر نه دی شوی، او مدینې منورې ته له هجرت وروسته دا آیت نازله شوه.[۱۳] د امام صادق(ع) له روایت سره سم، د دې آیې مخاطب هغه مهاجر وو چې د قریشو لخوا له مکې شړل شوي وو.[۱۴]

د اذن جهاد آیت له هجرته اووه میاشتې وروسته نازله شوه.[۱۵] دا آیت په حج سورې کې، چې له مدني سورو څخه ده، راغلې ده. ځینې مفسران په دې باور دي چې د دې سورې یوازې ځینې آیات په مکې کې نازل شوي دي[۱۶] او په مقابل کې، ځینې په دې باور دي چې حج سوره مکي ده او یوازې پنځه آیات، په شمول د اذن جهاد آیې، په مدینه منوره کې نازل شوي دي.[۱۷]

په آیې کې د جهاد د وجوب د شرایطو ټاکل

د شیعه او اهل سنت یو شمېر فقیهانو د اذن جهاد آیې په استناد د دفاعي جهاد د وجوب لپاره ځینې شرایط بیان کړي دي؛ د بېلګې په توګه، د شیعه مراجعو له ډلې حسینعلي منتظري د دې آیې په استناد ویلی چې دفاعي جهاد ته د امام د اجازې ضرورت نیشته.[۱۸] د حنفي مذهب فقیه سرخسي هم د دې آیې په استناد په دې باور دی چې مسلمانان یوازې هغه وخت د جګړې اجازه لري چې مشرکان پرې برید پیل کړي؛[۱۹] خو د اهل‌سنتو فقیه شافعي په دې باور دی چې الله تعالی د اذن جهاد آیې په نزول سره، مسلمانانو ته له مشرکانو سره د ابتدایي جهاد اجازه ورکړې ده .[۲۰]

د نجف د حوزې فقیه حسن جواهري د اذن جهاد آیه نه یوازې د جهاد د تشریع په بیان، بلکې د هغه د حدودو، لوازمو او شرایطو ښودونکې هم بولي.[۲۱] ځینو شیعه عالمانو په دې آیې کې د قتال د اذن شرط په دوو شرطونو پورې تړلی دی: لومړی، پر کسانو ظلم شوی وي، او دویم، د راتلونکي آیې د دې برخې «الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ...» له مخې، په ظلم سره له خپلې خاورې ایستل شوي وي.[۲۲]

د جواهري په وینا، ځینو د دې آیې په استناد اسلام د تورې دین بللی دی؛ حال دا چې د دې دعوې په ځواب کې باید وویل شي، اسلام د جګړې امر کولو مخکې د برهان او نیکې مجادلې له لارې له خپلو مخاطبانو سره خبرې کولې او د جګړې د مخنیوي هڅه یې کوله؛ خو کله چې پرې ظلم وشو، د جګړې اجازه صادره شوه .[۲۳]

پر اهل بیتو د ایې تطبیق

د امام کاظم(ع) له روایت سره سم، د اذن جهاد آیت د آل محمد(ص) په اړه نازله شوې ده.[۲۴] زید بن علي هم د دې آیې نزول د رسول(ص) د اهل‌بیتو په اړه بولي.[۲۵] همدارنګه، د امام صادق(ع) له روایت سره سم، د دې آیې د «أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ» برخه د امام علي(ع)، جعفر بن ابي‌طالب او حمزه بن عبدالمطلب په اړه ده.[۲۶] په بل روایت کې د آیې مخاطبان حضرت علي(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) بلل شوي دي.[۲۷]

شیعه ځینو عالمانو د یوه روایت په استناد، د آیې مخاطبان، چې ورته د جهاد اجازه ورکړل شوې،[۲۸] او همدارنګه په آیې کې له مظلومانو مراد، امام زمان(عج) او د هغه اصحاب بللي دي.[۲۹] د امام صادق(ع) له قوله هم نقل شوي چې عامه فکر کوي دا آیت د رسول(ص) په اړه نازله شوې کله چې یې له مکې څخه هجرت وکړ، حال دا چې د [آیې تأویل] او مخاطب یې امام زمان(عج) دی؛ کله چې به د حسین(ع) د وینې د غوښتنې لپاره خروج کوي.[۳۰]

د اذن جهاد پر ایې د اهل‌بیتو(ع) د رجعت د مشروعیت لپاره هم استناد شوی دی. پر دې بنسټ ویل شوي، رجعت د تشیع له تر ټولو څرګندو نښو څخه دی[۳۱] او د یوه روایت له مخې د اهل‌بیتو په اړه د الله وعده ده؛ نو ځکه اهل‌بیت(ع) باید رجعت وکړي چې الله د دوی مرسته وکړي.[۳۲]

په تاریخي پېښو کې په آیې احتجاج

د ځینو تاریخي راپورونو له مخې، یو شمېر صحابه او تابعینو د خپلو اهدافو د حقانیت ثابتولو او پرمختګ لپاره په اذن جهاد آیې استناد کړی دی؛ د بېلګې په توګه ویل شوي کله چې د عثمان کور د هغه د خلافت په وروستیو ورځو کې محاصره شو، صعصعة بن صوحان له هغه سره د خبرو لپاره وټاکل شو؛ صعصعة د عثمان په وړاندې د اذن جهاد آیت ولوسته او عثمان د دې په ردولو سره چې دا آیت د صعصعة او د هغه د اصحابو په اړه نازله شوې، وویل: دا آیه زما او زما د اصحابو په اړه نازله شوې ده؛[۳۳] کله چې موږ له مکې څخه شړل شوي وو.[۳۴]

په بل راپور کې راغلي چې د صفین[۳۵] یا جمل په جګړه کې، حضرت علي(ع) له دښمن سره د یو پر یو جګړې لپاره او د دې لپاره چې ونه پېژندل شي، د عباس بن ربیعه په جامو کې میدان ته ولاړ او د «أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ...» آیې په لوستلو سره یې له هغو کسانو سره، چې د مبارز او سیال غوښتنه یې کوله، جګړه وکړه.[۳۶]

همدارنګه ویل شوي چې (د عبدالله بن عباس له لمسیانو او د عباسي خلیفه‌ګانو سفاح او منصور ورور)، ابراهیم امام، کله چې د ابومسلم خراساني د قیام لپاره تأیید کړ، د هغه لپاره یې یو بیرغ جوړ کړ او پرې یې د «أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ...» آیه ولیکله؛[۳۷] خو په نورو سرچینو کې راغلي چې ابراهیم د بیرغ له تړلو وروسته د اذن جهاد آیه تلاوت کوله.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. خراسانی، «آیات نام‌دار»، ص۳۶۸.
  2. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۲۱، ص۵۷؛ سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۶ق، ج۱۵، ص۱۱۹.
  3. طباطبائی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۲ق، ج۱۴، ص۳۸۴.
  4. ابن‌جوزی، نواسخ القرآن، دار الکتب العلمیة، ص۲۲۵.
  5. صنعانی، المصنف، منشورات المجلس العلمی، ج۵، ص۳۹۷؛ شیخ طوسی، التبیان، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۳۲۱؛ حاکم نیشابوری، المستدرک، دار المعرفة، ج۲، ص۲۴۶؛ سید سابق، فقه السنة، ۱۳۹۷ق، ج۲، ص۶۲۰؛ حسنی، تاریخ الفقه الجعفری، دار النشر للجامعیین، ص۵۶.
  6. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۵۷؛ سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۶ق، ج۱۵، ص۱۱۹؛ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱۲، ص۶۸.
  7. شافعی بیضاوی، انوار التنزیل (تفسیر بیضاوی)، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۷۳.
  8. شیخ طوسی، التبیان، ۱۴۰۹ق، ج۹، ص۲۵۲؛ ابن‌جوزی، نواسخ القرآن، دار الکتب العلمیة، ص۲۲۵.
  9. شیخ طوسی، التبیان، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۷.
  10. سعدی، تیسیر الکریم، ۱۴۲۱ق، ص۵۳۹.
  11. ابن‌جوزی، نواسخ القرآن، دار الکتب العلمیة، ص۲۲۵.
  12. ابن‌جوزی، نواسخ القرآن، دار الکتب العلمیة، ص۲۲۵.
  13. واحدی نیشابوری، اسباب نزول الآیات، ۱۳۸۸ق، ص۲۰۸؛ ابن‌حنبل، مسند احمد، دار صادر، ج۱، ص۲۱۶؛ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۴۰۳، ج۵، ص۷.
  14. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۹، ص۱۸۳.
  15. ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۶ق، ج۱، ص۱۶۱.
  16. سمعانی، تفسیر سمعانی، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۴۱۶.
  17. فیروزآبادی، تنویر المقباس، دار الکتب العلمیة، ص۲۷۶.
  18. منتظری، دراسات فی ولایة الفقیة، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۱۲۱.
  19. سرخسی، المبسوط، ۱۴۰۶ق، ج۱۰، ص۲.
  20. شافعی، الام، ۱۴۰۳ق، ص۱۶۹.
  21. جواهری، بحوث فی الفقه المعاصر، ۱۴۲۹ق، ج۶، ص۲۳۲.
  22. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۱۱ق، ج۱۵، ص۷۰؛ مجلسی، روضة المتقین، بنیاد فرهنگ اسلامی، ج۳، ص۱۶۴.
  23. جواهری، بحوث فی الفقه المعاصر، ۱۴۲۹ق، ج۶، ص۲۳۹.
  24. قمی، تفسیر کنزالدقائق، ۱۴۱۱ق، ج۹، ص۱۰۲.
  25. حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ۵۲۰.
  26. قمی، تفسیر القمی، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۸۴.
  27. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۴۱۷ق، ص۱۳۵.
  28. نعمانی، الغیبة، ۱۴۲۲ق، ص۲۴۸؛ نوری، خاتمة المستدرک، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۲۵.
  29. کورانی، معجم احادیث الامام المهدی، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۲۶۴.
  30. قمی، تفسیر القمی، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۸۴.
  31. گلپایگانی، ارشادالسائل، ۱۴۰۳ق، ص۲۰۳.
  32. قطیفی، رسائل آل طوق، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۲۶.
  33. ابن‌ابی‌شیبه، المصنف، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۵۸۵ و ۶۸۱.
  34. متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص ۴۷۰ و ۴۷۱؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۲۴، ص۸۸.
  35. عیاشی، تفسیر العیاشی، المکتبة العلمیة الاسلامیة، ج۲، ص۷۹- ۸۲.
  36. ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۶ق، ج۲، ص۳۵۹.
  37. ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۸۶. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۲۸.
  38. طبری، تاریخ طبری، موسسة الاعلمی، ج۶، ص۲۵؛ ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۶ق، ج۵، ص۳۵۸.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌شیبة، عبدالله، المصنف فی الاحادیث و الآثار، تحقیق سعید اللحام، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌اثیر، علی، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۶ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن، نواسخ القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، بی‌تا.
  • ابن‌حنبل، احمد، مسند احمد، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد، مناقب آل‌ابی‌طالب، تحقیق لجنة من اساتذة النجف الاشرف، النجف الاشرف، الحیدریة، ۱۳۷۶ق.
  • ابن‌عربی، محمد، احکام القرآن، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • ابن‌عساکر، علی، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌قولویه، محمد، کامل الزیارات، تحقیق نشر الفقاهة، قم، النّشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • العینی، محمود، عمدة القاری، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • بیهقی، احمد بن حسین، معرفة السّنن و الآثار، تحقیق حسن کسروی، بیروت، دار الکتب العلمیّة، بی‌تا.
  • ترمذی، محمد، سنن الترمذی، تحقیق عبدالرحمن محمد عثمان، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • جواهری، حسن، بحوث فی الفقه المعاصر، بیروت، دار الذخائر، ۱۴۲۹ق.
  • حاکم نیشابوری، ابوعبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق یوسف عبدالرحمن، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • حسکانی، عبیدالله بن احمد، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، مؤسسة الطبع و النشر التابعة لوزارة الارشاد، ۱۴۱۱ق.
  • حسنی، هاشم معروف، تاریخ الفقه الجعفری، تحقیق محمدجواد مغنیه، بی‌جا، دار النشر للجامعیین، بی‌تا.
  • خراسانی، علی، «آیات نام‌دار»، در دائرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • سبزواری، عبدالعلی، مهذب الاحکام فی بیان الحلال و الحرام، بی‌جا، مکتب آیةالله العظمی السید السبزواری، ۱۴۱۶ق.
  • سرخسی، شمس‌الدین، المبسوط، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۶ق.
  • سعدی، عبدالرحمن بن ناصر، تیسیر الکریم الرحمن فی کلام المنان، تحقیق ابن‌عثیمین، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
  • سمعانی، منصور، تفسیر سمعانی، تحقیق یاسر بن ابراهیم و غنیم بن عباس، الریاض، دار الوطن، ۱۴۱۸ق.
  • سید سابق، فقه السنة، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۳۹۷ق.
  • شافعی بیضاوی، عبدالله بن محمد، انوار التنزیل و اسرار التاویل (تفسیر بیضاوی)، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۸ق.
  • شافعی،‌ محمد بن ادریس، الام، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد حبیب قصیر عاملی، بی‌جا، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد، تهذیب الأحکام فی شرح المقنعة للشیخ المفید، تحقیق حسن موسوی، طهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۳۶۵ش.
  • صنعانی، عبدالرزاق، المصنف، تحقیق حبیب الرّحمن الاعظمی، بی‌جا، المجلس العلمی، بی‌تا.
  • طباطبائی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۲ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک (تاریخ طبری)، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • عیاشی، محمد، تفسیر العیاشی، تحقیق سید هاشم رسولی، طهران، المکتبة العلمیة الاسلامیة، بی‌تا.
  • فیروزآبادی، محمد بن یعقوب، تنویر المقباس من تفسیر ابن‌عباس، بیروت، دار الکتب العلمیة، بی‌تا.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، تحقیق ضیاءالدین حسینی، اصفهان، مکتبة الامام امیر المؤمنین، ۱۴۱۱ق.
  • قرطبی، محمد، الجامع لاحکام القرآن، تحقیق احمد عبدالعلیم، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق.
  • قطیفی، احمد بن شیخ، رسائل آل طوق، تحقیق شرکة دار المصطفی، دمشق، شرکة دار المصطفی لاحیاء التراث، ۱۴۲۲ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، تحقیق طیب موسوی جزایری، قم، دار الکتاب، چاپ چهارم، ۱۳۸۷ق.
  • قمی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، تحقیق حسین درگاهی، تهران، مؤسسة الطبع و النشر وزارة الثقافة، ۱۴۱۱ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، اصول الکافی، تعلیق علی‌اکبر غفاری، بی‌جا، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۶۷ش.
  • کورانی، علی، معجم احادیث الامام المهدی، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • گلپایگانی، محمدرضا، ارشاد السائل، بیروت، دار الصفوة، ۱۴۰۳ق.
  • متقی هندی، علاءالدین، کنز العمال فی سنن الاقوال و الافعال، تصحیح بکری حیانی صخوة السفا، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۹ق.
  • مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه، تحقیق حسین موسوی و علی‌پناه اشتهاردی، بی‌جا، بنیاد فرهنگ اسلامی، بی‌تا.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الإسلام، تحقیق محمود قوچانی، طهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش.
  • نعمانی، محمد بن ابی‌زینب، الغیبة، تحقیق فارس حسون، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۲ق.
  • نوری، حسین، خاتمة المستدرک، تحقیق موسسة آل البیت، قم، مؤسسة آل البیت، ۱۴۱۵ق.
  • نوری، حسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، تحقیق مؤسسة آل البیت، بیروت، مؤسسة آل البیت، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • واحدی نیشابوری، علی بن احمد، اسباب نزول الآیات، قاهره، مؤسسة الحلبی و شرکاه، ۱۳۸۸ق.