د امیرالمؤمنین د فضیلت قصیده
![]() | |
| د شعر نوم | قَصیدهٔ فَضْلِ اَمیرالمؤمِنین |
|---|---|
| نور نومونه | د امیرالمؤمنین منقبتنامه |
| شاعر | کَسایي مَروَزي |
| کينډۍ | قصیده |
| سټایل | خراساني |
| موضوع | د امام علي(ع) مدح |
| ژبه | فارسي |
| د شعر ویلو وخت | ۳۷۰ق |
| د بیتونو شمیره | ۲۳ |
| اړونده | د ابوطالب لامیه قصیده • د دعبل تائیه • د محتشم دولس بند • همای رحمت • قطعهای از بهشت • ای اهل حرم • با آل علی هرکه درافتاد ورافتاد • مکن ای صبح طلوع • ها علي بشر کیف بشر |
د اميرالمؤمنين د فضیلت قصيده، یا قصیدة فضل اميرالمؤمنين (ویل شوې: ۳۷۰ق) د کَسایي مَروَزي يو پارسی شعر دی چې د امام علي(ع) په ستاینه کې دی. کسايي، په دې شعر کې، د قرآن د آيتونو او روايتونو په مرسته هڅه کړې د امام علي(ع) د پيغمبر(ص) د بلا فصل جانشينۍ حقانيت ثابت کړي. دا قصيده په تشيع پورې اړوند د پارسی مذهبي ادبياتو تر ټولو پخوانۍ نمونه بلل شوې ده.
د اميرالمؤمنين فضل قصيده له دوو اړخونو مهمه بلل شوې ده: له ادبي پلوه، ځکه چې دا د څلورمې قمري پېړۍ شعر دی او د يوه نامتو شاعر له خوا دی چې د هغه زياتره آثار له مینځه تللي دي؛ د تشيع د تاريخ له نظره، ځکه چې دا د هغه وخت د شيعيانو د ایمان او عقيدې او د هغوی د مذهبي تبليغ او استدلال د طريقې روښانه کوونکې ده.
شاعر، د قصيدې په اوږدو کې، د انسان د نجات لاره له اهل بيتو(ع) سره تولا (مینه څرګندول) بللې او د دوی له ولایت پرته یې عبادت بې ارزښته ګڼلی دی. همداراز د دې تولايي (مینه څرګندول) چلند تر څنګ، د اهل بيتو(ع) د دښمنانو پر وړاندې تبرايي (کرکه څرګندول) چلند لري او په هغوي یې سخت ټکونه کړې دي.
حیثیت
د ځينو څېړاندو په وينا، د اميرالمؤمنين فضل قصيده (د فضیلت قصیده)[۲] يا د اميرالمؤمنين منقبتنامه[۳] د کسايي مروزی له خوا يو پارسی شعر دی چې د امام علي(ع) په ستاینه کې دی او شاعر پکې د آيتونو او روايتونو په مرسته له پيغمبره(ص) د هغه د بلا فصل جانشينۍ حقانيت ثابت کړی دی.[۴]
تاريخ پوه، رسول جعفريان، دا قصيده د امام سجاد(ع) او امام صادق(ع) په ستاینه کې هم بللې ده.[۵] دا قصيده «استواره»، «لوړه»، «له مینځپانګې ډکه» او د کسايي له غوره آثارو څخه بلل شوې ده.[۶] اديب او تاريخليکونکي محمدامين رياحي (مړینه: ۱۳۸۸ل)، دا د پارسی مذهبي ادبياتو تر ټولو پخوانۍ نمونه بللې ده چې په وروستيو پېړيو کې، په تېره بيا د صفويه په دوره کې، د شاعرانو لکه محتشم کاشاني په آثارو سره کمال ته رسېدلې ده.[۷]
د رياحي له نظره، د اميرالمؤمنين فضل قصيده له دوو اړخونو مهمه ده:
- له ادبي پلوه، ځکه چې دا د څلورمې قمري پېړۍ شعر دی او د يوه نامتو شاعر له خوا دی چې د هغه زياتره آثار له منځه تللي دي؛[۸]
- د شيعه مذهبي تاريخ له نظره، ځکه چې دا د هغه وخت د شيعيانو د ايمان او عقيدې او د هغوی د مذهبي تبليغ او استدلال د طريقې روښانه کوونکې ده.[۹]
همدارنګه، دا قصيده د شاعر د عقيدتي او ټولنيز ژوند د مبهمو اړخونو روښانه کوونکې بلل شوې ده:[۱۰] دا چې هغه، د ځينو د نظر په اپوټه، [۱۱] اسماعيلي شيعه نه و، بلکې امامي شيعه و؛[۱۲] دا چې، د ځينو د نظر پرعکس،[۱۳] شاعر د محمود غزنوي (مړینه: ۴۲۱ق) يا ځينو عباسي خلفاوو مدحه ویونکی نه و.[۱۴]
ځانګړنې
د اميرالمؤمنين فضل قصيده د کسايي يوه بشپړه قصيده ده چې په ۲۳ بيتونو کې ده او د بلې بشپړې قصيدې تر څنګ، د کسايي د تازه راټول شوي ديوان تر ټولو مهمه برخه بلل شوې ده.[۱۵] رياحي، د قصيدې په متن کې د کسايي د اشارې (نولسم بيت) پر اساس، د دې د ویل کېدو نېټه ۳۷۰ق ثبت کړې ده.[۱۶]
د اميرالمؤمنين فضل قصيده د شاعر د شيعي یرغلیز چلند ښکاره کوونکې بلل شوې ده؛[۱۷] دا هغه خبره ده چې د شاعر پر وړاندې یې د ځينو خلکو دښمني راپارولې وه؛ په تذکرو کې د بېلګې په توګه،[۱۸] له کسايي سره د اسماعيلي شاعر او مبلغ، ناصرخسرو، د دښمنۍ يادونه شوې ده. رياحي دا قصيده د دښمنۍ د لامل روښانه کوونکې بللې ده: د کسايي امامي مذهبوالی او په خراسان کې د اماميه د ودې لامل د کسايي شعر و.[۱۹]
وايي چې د اميرالمؤمنين فضل قصيده لومړی ځل[۲۰] په ۱۳۴۸ل کال کې په هغه وخت کې په ترکيې کې د ایران د کلتوري سلاکار محمدامين رياحي، له خوا معرفي شوه.[۲۱] رياحي دا قصيده د يوې ټولګې (جُنْگ عبدالله بَرْمَکي، تأليف ۹۴۵ق)[۲۲] له منځه چې د مناقبخوانۍ شعرونه[۲۳] پکې دي او په استانبول کې د توپْقاپوسراي کتابتون کې ساتل شوې، معرفي کړې ده.[۲۴] يو څه وروسته، د دې قصيدې يوه زړه نسخه په بلې ټولګې (جُنْگ اسکندري، تأليف ۸۱۳-۸۱۴ق) کې وموندل شوه چې د محققانو په نظر، په ځينو مواردو کې د جنگ عبدالله برمکي د نسخې په پرتله لا کره او دقیق ثبت لري.[۲۵]
مینځپانګه
د اميرالمؤمنين فضل قصيده کې د کسايي عمومي چلند او نظر د امام علي(ع) له پېغمبر(ص) وروسته پر نورو اصحابو د امام علی د برترۍ ثابتول دي.[۲۶] د ځينو محققانو په وينا، هغه د دې برتری د ثبوت لپاره، هغو قرآني آيتونو ته اشاره کړې چې د شيعه له خوا د امام علي(ع) د ولایت د ثبوت لپاره پرې استدلال شوی دی: د مباهلې آيت، د اسراء سورې ۲۶ آيت، د روم سورې ۳۸ آيت او د واقعة سورې له ۳۸ څخه تر ۴۰ پورې آيتونه.[۲۷]
همدارنګه، د امام علي(ع) د برترۍ د ثبوت لپاره یې، هغه روايتونو ته اشاره کړې چې د شيعه له خوا پرې استدلال شوی دی:[۲۸]
- د «لا فتی الا علي» حديث او د سفينې حديث. شاعر همدارنګه نورو روايتونو ته هم اشاره کړې ده:[۲۹]
- د «ما منا الا مقتول شهيد» روايت[۳۰]
- د قرآن د شجره ملعونه د مفهوم په تفسير پورې اړوند ځينې روايتونه.[۳۱]
شاعر د قصيدې په بيتونو کې، د امام علي(ع) د ځينو القابونو لکه حيدر، شير خدا، مرتضی او امام المتقين يادونه کړې ده.[۳۲]
د اميرالمؤمنين فضل قصيده کې، د انسان د نجات لاره له اهل بيتو(ع) سره تولا (مینه کول) بلل شوې او د دوی له ولایت پرته عبادت بې ارزښته معرفي شوی دی.[۳۳] ويل شوي چې هغه د دې تولايي چلند تر څنګ، د اهل بيتو(ع) د دښمنانو پر وړاندې تبرايي چلند لري په هغوي یې سخت یرغلونه او ټکونه کړې دي؛ د بېلګې په توګه، رياحي د قصيدې په متن کې د «اميرُ الفاسقين» (د فاسقانو مشر) عبارت د شاعر قهرجن غبرګون بللی دی چې د اميرالمؤمنين په نوم د عباسي خلفاوو د يادولو پر وړاندې یې کړی دی.[۳۴]
کسايي دا تبرايي چلند د امامانو(ع) د همعصرو دښمنانو او هم د خپل وخت د دښمنانو پر وړاندې څرګند کړی دی. د امامانو(ع) له همعصرو دښمنانو څخه یې، له اموي او عباسي خلفاوو لکه يزيد بن معاويه، مروان بن حکم او معتصم څخه تبرا کړې ده. د خپل وخت له دښمنانو څخه، د ايران د ختيځ له ترکنژاده سنيمذهبه امراوو څخه یې برائت څرګند کړی دی او ویل کیږي چې په قصيده کې د «خان»، «تَگْسين» او «تَکين» عبارات د هغوی لقبونو ته اشاره لري.[۳۵]
د قصیده متن
اړونده څېړنه
فوټ نوټ
- ↑ مرادی، «چند نکته درباره اشعار کسائی مروزی»، ص۴۲.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۸۹.
- ↑ حکیم، «قصیدهای نو یافته از کسائی»، ص۵۶.
- ↑ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵؛ ابوالحسنی، «دامن اولاد حیدر گیر و از طوفان مترس»، ص۱۴۰.
- ↑ جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۸ش، ص۴۰۲.
- ↑ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵؛ ابوالحسنی، «دامن اولاد حیدر گیر و از طوفان مترس»، ص۱۴۰.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۷؛ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۴۹.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۷؛ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۴۹-۵۰.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۷؛ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۵۰.
- ↑ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵.
- ↑ نفیسی، محیط زندگی و احوال و اشعار رودکی، ۱۳۴۱ش، ص۳۹۶.
- ↑ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵.
- ↑ عوفی، تذکره لباب الالباب، ۱۳۶۱ش، ج۲، ص۵۲۰؛ اته، تاریخ ادبیات فارسی، ۱۳۳۷ش، ص۱۴۸.
- ↑ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵.
- ↑ حکیم، «قصیدهای نو یافته از کسائی»، ص۵۶.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۷؛ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۴۹.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۷؛ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۴۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: هدایت، مجمع الفصحاء، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۱۷۱۹.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۶.
- ↑ مرادی، «چند نکته درباره اشعار کسائی مروزی»، ص۴۱.
- ↑ «توضیح مجله یغما»، ص۴۴۹؛ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵.
- ↑ مرادی، «چند نکته درباره اشعار کسائی مروزی»، ص۴۱.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۶.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۷.
- ↑ مرادی، «چند نکته درباره اشعار کسائی مروزی»، ص۴۲.
- ↑ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵؛ ابوالحسنی، «دامن اولاد حیدر گیر و از طوفان مترس»، ص۱۴۰.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۹۰؛ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۵.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۹۰.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۹۱-۹۲.
- ↑ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۸۵.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۴۱۱.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۸۹-۹۲.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۹۱.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۹۲.
- ↑ ریاحی، کسائی مروزی، ۱۳۷۵ش، ص۹۱-۹۲؛ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۹۶.
- ↑ ریاحی، «قصیدهای از کسائی مروزی»، ص۴۴۷-۴۴۹؛ درخشان، اشعار حکیم کسائی مروزی، ۱۳۶۴ش، ص۴۶-۴۷؛ مرادی، «چند نکته درباره اشعار کسائی مروزی»، ص۴۲.
سرچينې
- ابوالحسنی، علی، «دامن اولاد حیدر گیر و از طوفان مترس»، در مجله کلام اسلامی، شماره ۲۸، زمستان ۱۳۷۷ش.
- اته، هرمان، تاریخ ادبیات فارسی، تحقیق صادق رضازاده شفق، تهران، بنیاد ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۳۷ش.
- «توضیح مجله یغما»، در مجله یغما، شماره ۲۵۴، آبان ۱۳۴۸ش.
- جعفریان، رسول، تاریخ تشیع در ایران (از آغاز تا طلوع دولت صفوی)، تهران، نشر علم، ۱۳۸۸ش.
- حکیم، سید محمدحسین، «قصیدهای نو یافته از کسائی»، در نامه فرهنگستان، شماره ۴۰، زمستان ۱۳۸۷ش.
- درخشان، مهدی، اشعار حکیم کسائی مروزی و تحقیقی در زندگی و آثار او، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۶۴ش.
- ریاحی، محمدامین، «قصیدهای از کسائی مروزی»، در مجله یغما، شماره ۲۵۴، آبان ۱۳۴۸ش.
- ریاحی، محمدامین، کسائی مروزی: زندگی اندیشه و شعر او، تهران، انتشارات علمی، ۱۳۷۵ش.
- عوفی، محمد بن محمد، تذکره لباب الالباب، تحقیق ادوارد براون و محمد قزوینی و سعید نفیسی، تهران، کتابفروشی فخرز رازی، ۱۳۶۱ش.
- صدوق، محمد بن علی، کتاب من لا یحضره الفقیه، تحقیق علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- مرادی، ارحام، «چند نکته درباره اشعار کسائی مروزی»، در کتاب ماه ادبیات، شماره ۱۷۹، شهریور ۱۳۹۱ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۲ق.
- نفیسی، سعید، محیط زندگی و احوال و اشعار رودکی، تهران، انتشارات کتابخانه ابنسینا، ۱۳۴۱ش.
- هدایت، رضاقلی خان، مجمع الفصحاء، تحقیق مظاهر مصفا، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۲ش.
![د امیرالمؤمنین فضیلت د کسايي قصیدې څخه بیتونه د جنګ اسکندري له لاسوند څخه[۱]](http://commons.wikishia.net/w/images/c/c2/%D9%82%D8%B5%DB%8C%D8%AF%D9%87_%D9%81%D8%B6%D9%84_%D8%A7%D9%85%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%A4%D9%85%D9%86%DB%8C%D9%86_%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D8%A6%DB%8C.png)