منځپانگې ته ورتلل

تولی

د wikishia لخوا

تولّی، د دین له فروعو څخه ده او د الله، دیني مشرانو او امامانو(ع) سره د دوستۍ او د هغوی د ولایت د منلو په مانا ده. تولی د تَبَرّی په مقابل کې ده، چې د اهل بیتو(ع) له دښمنانو څخه د بیزارۍ او لرې والي په مانا ده. په شیعه روایتونو کې د تولی پر اهمیت ډېر ټینګار شوی دی. په یوه حدیث کې، تولی او د الله لپاره دوستي د ایمان تر ټولو پیاوړی او ډاډمن لاسوند بلل شوی دی.

په نورو احادیثو کې، له اهل بیتو(ع) سره دوستي او د هغوی د ولایت منل، د هغوی له دښمنانو سره د دښمنۍ او بیزارۍ تر څنګ، د دین د کمال په توګه معرفي شوي دي. همدارنګه، له اهل بیتو(ع) سره محبت او د هغوی د ولایت منل د هغو نعمتونو په توګه معرفي شوي چې په آخرت کې به یې له توحید او نبوت وروسته په اړه پوښتنه کیږي.

ویل کیږي چې تولی په شیعه مذهب او حتی د اهل سنتو په منځ کې له دیني واجباتو څخه شمېرل کیږي. ډېری مفسرانو او عالمانو، د مودت آیت په استناد سره، د رسول الله(ص) له اهل بیتو سره دوستي او محبت واجب بللی دی.

د تولی لپاره ځینې درجې په پام کې نیول شوي دي او ویل کیږي چې لومړی یا تر ټولو ټیټه مرتبه یې محبت او دوستي ده چې یوازې یو د زړه عمل دی، او کله چې دا محبت د ولایت‌منلو یا د محبوب د سرپرستۍ له عقیده سره یوځای شي، د تولی تر ټولو لوړه مرتبه، چې ولایت دی، رامنځته کیږي.

تعریف

د شیعه سرچینو له مخې، تولی د الله او د هغه د اولیاوو، په ځانګړي ډول له اهل بیتو(ع) سره د دوستۍ او د هغوی د ولایت او امامت د منلو په مانا ده.[۱] د «تولی» کلمه د «ولی» له ریښې اخیستل شوې او د دوستۍ په مانا ده.[۲] دا کلمه د «ولایت» له کلمې سره، چې د «مرستې» او «سرپرستۍ» په مانا ده، هم‌کورنۍ ده.[۳]

په شیعه کلتور کې د تولی مقام

«تولی» د شیعه له تعلیماتو او اعتقاداتو څخه ده[۴] او د تبری تر څنګ د دین له فروعو څخه شمېرل کیږي.[۵] په شیعه روایتونو کې د تولی پر اهمیت ډېر ټینګار شوی دی.[۶] کلیني په خپل کتاب الکافي کې یوه برخه د «بابُ الْحُبِّ في اللَّهِ وَ الْبُغْضِ في اللَّه» تر عنوان لاندې د تولی او تبری په اړه روایتونو ته ځانګړې کړې او په ټول کې یې شپاړس روایتونه راټول کړي دي.[۷]

په یوه حدیث کې چې له رسول الله(ص) نقل شوی، تولی او د الله لپاره دوستي د ایمان تر ټولو پیاوړی او ډاډمن لاسوند بلل شوې ده.[۸] همدارنګه په احادیثو کې له اهل بیتو(ع) سره دوستي او د هغوی د ولایت منل، د هغوی له دښمنانو سره د دښمنۍ او بیزارۍ تر څنګ، د دین د کمال په توګه معرفي شوي دي.[۹] په یوه حدیث کې چې له امام رضا(ع) نقل شوی له اهل بیتو(ع) سره محبت او د هغوی د ولایت منل د هغو نعمتونو په توګه معرفي شوي چې په آخرت کې به د توحید او نبوت وروسته د هغې په اړه پوښتنه کیږي.[۱۰]

د تولی وجوب

په شیعه مذهب او همدارنګه د اهل سنتو په منځ کې، تولی له دیني واجباتو څخه ده .[۱۱] ډېری مفسرانو او عالمانو، د مودت آیت په استناد سره، د رسول الله(ص) له اهل بیتو سره دوستي او محبت واجب بللی دی.[۱۲] شیعه محدث حر عاملي په خپل کتاب وسائل الشیعه کې، د «وجوب حُبِّ المؤمن و بُغضِ الْكافر» تر عنوان لاندې روایتونه راټول کړي او له دې روایتونو څخه یې د تولی وجوب استنباط کړی دی.[۱۳]

د نهمې او لسمې قمري پیړۍ د اهل سنت عالم فضل بن روزبهان په وینا، اهل سنت هم په دې باور دي چې د رسول الله او د هغه له آل سره تولی او د هغوی له دښمنانو څخه تبری پر هر مؤمن واجبه ده او څوک چې دوی والي او د خپلو چارو متصرف ونه ګڼي یا د دوی له دښمنانو څخه تبری ونه کړي، مؤمن نه دی.[۱۴] هغه په دې باور دی چې ایمان پرته له دې چې له رسول الله(ص) سره دوستي او د هغه له دښمنانو سره دښمني وشي، بشپړ نه دی او له دې امله چې د شیعه دولس امامان هم د رسول الله(ص) محبوبان وو، له امامانو سره محبت او د هغوی له دښمنانو څخه بیزاري هم د ایمان برخه ده.[۱۵]

د تولی مراتب

ویل کیږي چې د تولی لومړۍ مرتبه محبت او دوستي ده چې یوازې یو د زړه عمل دی او کله چې دا محبت د ولایت‌ منلو یا د محبوب د سرپرستۍ له عقیدې سره یوځای شي، د تولی تر ټولو لوړه مرتبه، چې ولایت دی، رامنځته کیږي .[۱۶]

تولی او تبری په دعاګانو او زیارت‌نامو کې

ځینې دعاګانې او زیارت‌نامې چې د معصومو امامانو(ع) له خوا روایت شوي، داسې مضامین لري چې پر تولی او تبری دلالت کوي.[۱۷] زیارت عاشورا (د عاشورا زیارت) د تولی او تبری د بیان لپاره د شیعه په عقایدو کې یو څرګند مثال بلل شوی دی.[۱۸] په دې زیارت کې، داسې ټوټې شته چې له اهل بیتو سره د ولایت او دوستۍ په منلو او همدارنګه د هغوی له دښمنانو څخه د بیزارۍ او برائت په اړه دي.[۱۹]

د دې زیارت په ځینو برخو کې، هغه کسان چې پراهل بیتو(ع) د ظلم بنسټ یې ایښی او د هغوی مقام او ځایګی یې غصب کړی، لعن او نفرین او ورته ښېرې شوي دي.[۲۰] همدارنګه له هغو کسانو څخه چې په امام حسین(ع) باندې یې ظلم کړی، د هغه له قاتلانو او ټولو هغه کسانو چې په کربلا کې د هغه په وړاندې جنګېدلي، بیزاري اعلان شوې او دوی لعن او نفرین شوي دي.[۲۱]

په زیارتونو لکه زیارت جامعه کبیره[۲۲] او زیارت آل یاسین[۲۳] کې هم ځینې مضامین شته چې د اهل بیتو(ع) له دښمنانو څخه پر تبری او بیزارۍ او له هغوي سره پر تولی او دوستۍ ټینګار کوي.

اړوند موضوعات

فوټ نوټ

  1. وګورئ: تبریزی، صراط النجاة، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۴۵۲؛ جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ۶۶۷.
  2. راغب اصفهانی، المفردات، ذیل واژه «ولی».
  3. راغب اصفهانی، المفردات، ذیل واژه «ولی».
  4. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ټوک۲۶، مخ۱۳۳.
  5. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ټوک۲۶، مخ۱۳۳؛ علوی، عقائد المؤمنین، ۱۴۳۷ق، مخ۲۱۴.
  6. جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۳۳۷.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، ۱۲۴-۱۲۷مخونه.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۱۲۵؛ علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ټوک۸، مخ۲۶۰.
  9. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۷، مخ۵۸.
  10. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ټوک۲۴، ۲۹۸-۲۹۹مخونه.
  11. د مثال په توګه وګورئ: علوی، عقائد المؤمنین، ۱۴۳۷ق، مخ۲۱۷.
  12. د مثال په توګه وګورئ: زمخشری، الکشاف، ټوک۴، مخ۲۱۹؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۷، مخ۵۹۵؛ علوی، عقائد المؤمنین، ۱۴۳۷ق، ۲۱۴-۲۱۶مخونه.
  13. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ټوک۱۶، مخ۱۷۶.
  14. فضل الله بن روزبهان، وسیلة الخادم الی المخدوم، ۱۳۷۵ش، مخ۳۰۰.
  15. فضل الله بن روزبهان، وسیلة الخادم الی المخدوم، ۱۳۷۵ش، مخ۳۰۰.
  16. مرتضوی لنگرودی، تولی و تبری، ۱۳۹۴ش، مخ۲۷.
  17. د مثال په توګه وګورئ: حسینی زنجانی، شرح زیارت عاشورا، ۱۳۸۸ش، مخ۱۳۹؛ محمدی ری‌شهری، شرح زیارت جامعه کبیره، ۱۳۹۰ش، ۵۹۰-۵۹۵مخونه.
  18. د مثال په توګه وګورئ: حسینی زنجانی، شرح زیارت عاشورا، ۱۳۸۸ش، مخ۱۳۹.
  19. د مثال په توګه وګورئ: حسینی زنجانی، شرح زیارت عاشورا، ۱۳۸۸ش، ۸۰-۸۲مخونه.
  20. د مثال په توګه وګورئ: حسینی زنجانی، شرح زیارت عاشورا، ۱۳۸۸ش، مخ۷۳.
  21. د مثال په توګه وګورئ: حسینی زنجانی، شرح زیارت عاشورا، ۱۳۸۸ش، ۸۰-۸۲ او ۱۳۹مخونه.
  22. محمدی ری‌شهری، شرح زیارت جامعه کبیره، ۱۳۹۰ش، ۵۹۰-۵۹۵مخونه.
  23. خیاط زنجانی، گفتاری در شرح حکمی زیارت آل یاسین، ۱۳۹۷ش، مخ۷۲.

سرچينې

  • بحرانی، یوسف بن احمد، الشهاب الثاقب فی بیان معنی الناصب، تصحیح سیدمهدی رجائی، قم ۱۳۷۷ش.
  • برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، تصحیح جلال‌الدین محدث، قم، دار الكتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ق.
  • تبریزی، میرزاجواد، صراط النجاة، قم، انتشارات سلمان فارسی، ۱۴۱۶ق.
  • حسینی زنجانی، عزالدین، شرح زیارت عاشورا، مشهد، نشر عروج اندیشه، ۱۳۸۸ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تصحیح سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • خیاط زنجانی، محمد، گفتاری در شرح حکمی زیارت آل یاسین، کرمانشاه، انتشارات بنیان مرصوص، ۱۳۹۷ش.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر،‌ مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۴ق.
  • علوی، سیدعادل، عقائد المؤمنین، قم، مؤسسه اسلامی تبلیغ و ارشاد، ۱۴۳۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن حسین، کمال الدین و تمام النعمة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، انتشارات اسلامیه، دوهم چاپ، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن حسین، الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، انتشارات جامعه مدرسین، لومړی چاپ، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن حسین، عیون اخبار الرضا، قم، منشورات جهان، بی‌نېټې.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • زمخشری، الكشاف عن حقائق غوامض التنزيل،
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • فضل اللّه بن روزبهان، وسیلة الخادم الی المخدوم: در شرح صلوات چهارده معصوم(ع)، به کوشش رسول جعفریان، قم، انصاریان، لومړی چاپ، ۱۳۷۵ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، المحبة فی الکتاب و السنة، بیروت، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، شرح زیارت جامعه کبیره، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحدیث، ۱۳۹۰ش.
  • مرتضوی لنگرودی، سید محمدحسین، تولی و تبری، تهران، رواق اندیشه، ۱۳۹۴ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.