منځپانگې ته ورتلل

د ذر عالم

د wikishia لخوا

د ذر عالم یا د ذر نړۍ هغه نظریه ده چې د الهي میثاق د ځای په اړه وړاندې شوې، او له مخې یې خدای انسانان د دنيا له ژوند څخه مخکې د وړو وړو ذرو په بڼه پیدا کړي او د خپل ربوبیت په اړه یې ورسره تړون کړی و. دینی عالمان د ذر نړۍ په حقیقت کې اختلاف لري؛ ځینو هغه قطعي او نه‌ردېدونکی ګڼلی، او ځینو بیا نامقبول او ناثابت نظر بللی دی.

د ذر نړۍ یا د ذرعالَم ته ځکه د دیني عالمانو پام اوړېدلی چې د انسانانو په خلقت کې توپیرونه موجود دي، او د همدې توپیرونو له مخې د الهي عدل په اړه پوښتنې راولاړېږي. د عالم ذر د نظریې پر بنسټ، که کوم انسان په نامناسبې کورنۍ، بدو شرایطو او ناخوالو کې پیدا کېږي، دا د هغه د خپل امتحان پایله ده چې په ذر نړۍ کې یې ورکړی و. او ښه انسانان ځکه په دنیا کې په غوره مقام او وضعیت کې دي چې په ذر عالم کې یې تر نورو ژر او ښه د خدای په ربوبیت شاهدي ورکړې وه.

د ذر عالم موافقان د هغه د اثبات لپاره قرآن، ګڼ شمېر روایتونه او عقلي دلیلونه وړاندې کوي. مخالفان بیا د قرآن آیات، د روایتونو سندي او د مینځپانګې ضعف یا ناسازګاري او له عقل سره د ذر عالم تضاد او ټکر د دې نظریې د رد دلایل ګڼي. د الهي میثاق د ځای په اړه بدیل نظریات هم شته؛ لکه دا چې ځینې کسان وایي د خدای په ربوبیت د انسانانو له شهادته مطلب الهي فطرت دی چې د خدای د وجود تصدیق کوي، یا دا چې ځینې کسان وایي انسان په ملکوت نړۍ کې د خدای په علم حضوري معرفت لري، د ځینو عالمانو له نظره الهي میثاق هغه باطني پوهه ده چې د انسان له عقله راپورته کیږي.

د عالم ذر په اړه بېلابېل اثار لیکل شوي دي؛ د بېلګې په ډول، اَلمَقاصِدُ العَلِیَّةُ فِی الْمَطالِبِ السَّنِیَّة د عبدالحسین امیني کتاب دی چې تر ۲۰۰ زیات مخه یې د میثاق د آیت تفسیر ته ځانګړي کړي دي.

اهمیت او مفهوم‌ پېژندنه

د ذر عالم د هغو نظریاتو له ډلې دی چې د الهي میثاق د اخستلو د ځای په اړه وړاندې شوي دي.[۱] د دې نظریې له مخې، خدای تعالی په ذر عالم کې د هر انسان لپاره یو ډېر کوچنی بدن (ذري شکل) پیدا کړ او د هغه روح یې ورته ور وتاړه. دا بدنونه چې له مخه د هر انسان لپاره مقدر شوي وو، له خاورو څخه د خټې په بڼه جوړ شول او په هماغه عالم کې په حقیقي ډول موجود شول. د دې کوچنيو بدنونو له روح سره تر وصلېدو وروسته، چې د آدم له صُلب څخه راویستل شوي وو، د انسان خلقت بشپړ شو.[۲] د دې لیدلوري له مخې، په ذر عالم کې انسان د خدای په مخکې خپل تعهد څرګند کړ او دې حقیقت ته ورسېد چې پرته له هغه بل معبود نشته[۳] د روایتونو له مخې خدای تعالی له دې ذروي انسانانو وپوښتل: «آیا زه ستاسې پالونکی نه یم؟» هغوی ټولو ځواب ورکړ: «هو، ته زموږ پروردګار یې.» وروسته له دې خبرې ټول بېرته د آدم وجود ته وروګرځول شول.[۴]

دیني عالمان د دې په اړه اختلاف لري چې ذر عالم واقعاً د دنیا نه مخکې د انسان د ژوند یو پړاو و که نه. ځینو هغه منلی او د دین له بدیهیاتو یې ګڼلی دی.[۵] ځینو بیا د داسې یوه عالم وجود رد کړی دی او هغه یې غیرقابل قبول بللی[۶] او ځينو عالمانو دا ویلي چې د میثاق د تحقق لپاره د داسې یوه عالم اصل وجود ضروري دی، خو د هغه په جزئیاتو کې څرګند نظر نه شي ورکولای.[۷]

د «ذرّ» نوم علت

ویل شوي چې له دې امله چې دا بدنونه ډېر کوچني وو، نو «ذر» ورته ویل شوي، او له همدې امله د آدم اولاد ته «ذُریه» ویل کېږي.[۸] په مقابل کې علامه طباطبایي وايي چې انسانانو ته د ذرو تشبیه د هغوی د ډېروالي له امله وه (لکه د مېږو ډېروالی)، نه د هغوی د جسم د کوچنیوالي له امله. په روایتونو کې راغلې همدا تشبیه سبب شوې چې «د ذر عالم» نوم رامنځته شی.[۹]

د الهي عدل او په خلقت کې د توپیرونو د مسالې ځواب

دا هم وګوره: الهي عدل، د انسان د خلقت موخه، اجباري خلقت

د ذر عالم نظریه د دې پوښتنې یو ځواب بلل کېږي چې ولې انسانان په دنیا کې په بېلابېلو حالاتو او شرایطو پیدا کېږي. د دې شننې پر بنسټ، د انسان دنیايي حالت د هغه د هغه انتخابونو او امتحان پایله ده چې په ذر عالم کې یې کړي وو. له همدې امله پیغمبران او اولیا ځکه لوړې مرتبې لري چې په هغه عالم کې یې د ربوبیت د شهادت په ورکړه کې تر ټولو ژر او غوره عمل کړی و.[۱۰] په همدې ډول، که څوک په نامناسبو شرایطو او کورنۍ کې پیدا کېږي، دا د هغه د خپل امتحان پایله ده چې په ذر عالم کې یې ورکړی و.[۱۱]

عوالم ذر، اظلال او ارواح

د عالم ذر تر څنګ، په روایتونو کې د روحونو عالم او د اظلال عالم یادونه هم شوې ده. ځینې څېړونکي دا ټول یو عالم ګڼي.[۱۲] ځینو دوه عالمونه (ارواح او ذر) جلا بللي او اظلال عالم یې هماغه ارواح عالم ګڼلی.[۱۳] درېیم نظر دا دی چې عوالم ارواح، اظلال او ذر هر یو په جلا توګه واقع شوي دي.[۱۴]

د ذرعالم که د ذر څو عالمونه؟

په ځينو روایتونو کې د «ذر اول»(لومړی ذر) تعبیر راغلی دی.[۱۵] همدا سبب شوې چې ځينو عالمانو د څو عوالم ذر د امکان خبره کړې.[۱۶] د روایتونو له یو مجموعي تحلیل څخه ویل شوي چې دوه ذر عالمونه موجود وو: یو د آدم له خلقت مخکې، چې ټول انسانان په ذروي بڼه له خټې پیدا شول او ورسره میثاق وشو. بل د آدم له نزول وروسته، چې نسل یې له شا وایستل شو او بیا د توحید او ولایت په اړه ورڅخه میثاق واخیستل شو.[۱۷]

د ذر عالم د موافقانو دلایل

یوه ډله پوهان او عالمان وايي چې ذر عالم د هغو عالمونو له ډلې دی چې انسان د دنیا نه مخکې تېر کړی. دوی وايي آیات او روایتونه په څرګنده دا عالم ثابتوي، او دا د عقل له نظره هم ناممتنع نه دی.[۱۸] نو ځکه باید د آیاتو او روایتونو ظاهري معنا ومنل شي او د هغوی بل تعبیر کول او په بله معنا حمل کول سم نه دي.[۱۹] د شیعه علماو په ډله کې له موافقانو څخه دا کسان یاد شوي دي: شیخ صدوق (وفات: ۳۸۱ق)،[۲۰] محمد امین استرآبادي (۱۰۳۶ق)،[۲۱] محمد صالح مازندراني (۱۰۸۱ق)،[۲۲] شریف لاهیجي (۱۰۸۸–۱۰۹۱ق)،[۲۳] شیخ حرّ عاملي (۱۱۰۴ق)،[۲۴] محمدباقر مجلسي (۱۱۱۰ق)،‌[۲۵] مراد بن علي تفرشي (تر ۱۱۱۰ق ژوندی)،[۲۶] سید علي خان شیرازي (۱۱۲۰ق)،[۲۷] سید نعمت‌الله جزایري (۱۱۱۲ق)،[۲۸] حبیب الله خویي (۱۳۲۴ق)[۲۹] او عبدالحسین امیني (۱۳۹۰ق).[۳۰]

په قرآن استدلال

  • عبدالحسین امینی د عالم ذر په اړه په دلایلو کې ۱۹ آیتونه ذکر کړي دي.[۳۱] له هغو آیتونو څخه چې عالمان د عالم ذر د اثبات لپاره پرې استدلال کوي، دا دي:
  • د اعراف سورت ۱۷۲ آیت څرګندوي چې خدای د آدم له نسل څخه د هغوی اولاد راوباسه او هغوی د خداي پر ربوبیت اقرار وکړ.[۳۲] شریف لاهیجي وايي: د آیت ظاهري عبارت چې وايي خداي د آدم د اولاد ذریه د هغوی له شا را وایسته، له هغو روایاتو سره ټکر نه لري چې وايي د آدم ټول بچیان تر قیامته د هغه له شا را ویستل شوي؛ ځکه په حقیقت کې د نسلونو له نسلونو را وتل د دې معنا لري چې ټول د آدم له شا وتلي دي.[۳۳]
  • هغه آیتونه چې د خداي د پېژندنې فطري‌والی بیانوي، د ذرعالم د اثبات لپاره شاهد ګرځول شوي دي.[۳۴]
  • د انسان سورې لومړی آیت څرګندوي چې انسان تر دنیا مخکې یوه مرحله تېره کړې ده.[۳۵] دا خبره د ذر عالم اشاره کېدی شي.[۳۶] د اعراف ۱۰۱ او یونس ۷۴ آیتونه وايي: هغه کسان چې مخکې یې په حق ایمان نه و راوړی، بیا به هم ایمان رانه وړي. ویل شوي چې دغه "پخوانی ایمان نیاوړل" د ذر عالم پورې تړاو لري.[۳۷]
  • د یس سورې ۶۰ او ۶۱ آیتونه د هغه پخواني عهد یادونه کوي چې خداي د شیطان د نه‌پیروي او د بندګۍ د لازم‌والي په اړه له انسان څخه اخست و.[۳۸]

په روایاتو استدلال

شیخ حرّ عاملي باور لري چې د ذرعالم روایات د تواتر له حد څخه هم اوښتي دي، او د ځینو متکلمانو اعتراضونه دومره کمزوري دي چې حتی ماشومان هم پرې پوښتنه کولای شي.[۳۹] سید نعمت‌الله جزایري، چې له اخباري عالمانو دی، د ذر عالم روایات له ۵۰۰ زیات بولي، او وايي چې په هغو کې صحیح، حسن او موثق حدیثونه شته. هغه د شیخ مفید، سید مرتضی او طبرسي لخوا د دې روایاتو تأویل د تعجب وړ بولي.[۴۰] حبیب‌الله خویي وايي: د ذرعالم د اصل انکار او محال ګڼل یې د هغو عقلي دلیلونو له مخې چې وړاندې شوي، بې‌اساس دي؛ ځکه دومره عقلي دلیلونه د هغه ډېرو او متواترو روایاتو په وړاندې هیڅ ارزښت نه لري چې په څرګنده د دې عالم شتون تاییدوي. سربېره پردې، ډېرو روایاتو د میثاق آیت د ذر عالم په معنا تفسیر کړی دی.[۴۱]اميني د ذر عالم د ۴۰ روایاتو راویان څېړلي او توثیق کړي دي.[۴۲]

روایات د عالم ذر په اړه بېلابېل اړخونه لري: ځینې د بندګانو د ربوبیت د شهودي پېژندنې یادونه کوي، او وايي چې دا پېژندنه د دنیايي معرفت بنسټ دی.[۴۳] ځینې د آدم له شا څخه د انسانانو د نرو ذرو په بڼه وتل او په همدې حالت کې د میثاق اخیستل بیانوي.[۴۴] ځینې د میثاق د ځای د هېرېدو یادونه کوي او وايي چې یوه ورځ به ټول هغه ځای په یاد راوړي.[۴۵] ځینې روایتونه دا میثاق د فطرت[۴۶] او طینت[۴۷] سره برابر بولي. په دې روایتونو کې یوازې د ربوبیت میثاق نه، بلکې د پیغمبر(ص) رسالت او د اهل‌بیت(ع) ولایت هم ذکر شوی دی.[۴۸] حتی د امام مهدي(عج) د نصرت لپاره د پیغمبرانو میثاق هم په روایاتو کې راغلی دی.[۴۹]

عقلي دلیل

عبدالحسین امیني وايي چې د دنیايي پېژندنې امکان د ذر عالم او د ارواح عالم شتون ته اړتیا لري. د ده په باور، که انسان مخکې د ذر عالم نه وای تجربه کړی، په دنیا کې به یې د خداي پېژندنه ممکنه نه وه؛ ځکه چې مادي حجابونه د ملکوت له شهوده مانع کېږي.[۵۰] علامه طباطبایي په دې استدلال اعتراض کوي او وايي: که د خداي پېژندنه د ذرعالم محتاجه وي، نو ولې آدم او حوا له دې قاعدې مستثنی وو؟ که هغوی د ذر له عالم پرته معرفت ته رسېدل، نو د هغوی اولادونو هم کولای شول د خپل پیدايښت پر مهال دا معرفت ترلاسه کړي. نو ولې ذر عالم ته اړتیا ده؟[۵۱]

د مخالفانو استدلالونه

د ذر عالم مخالفان وايي چې د مختلفو دلایلو له مخې، ایتونه او روایتونه په هغه معنا چې موافقان یې وایي نه شو منلی. له شیعه علماوو څخه د ذر عالم مشهور مخالفان: شیخ مفید (وفات: ۴۱۳ق)،[۵۲] سید مرتضی (وفات: ۴۳۶ق)،[۵۳] شیخ طوسي (وفات: ۴۶۰ق)،[۵۴] طبرسي (وفات: ۵۴۸ق)،[۵۵] فیض کاشاني (وفات: ۱۰۹۱ق)،[۵۶] سید عبدالحسین شرف الدین (وفات: ۱۳۷۷ق)،[۵۷] سید محمد حسین طباطبایي (وفات: ۱۴۰۲ق)،[۵۸] سید عبدالاعلی سبزواري (وفات: ۱۴۱۴ق)،[۵۹] ناصر مکارم شیرازي (زوکړه: ۱۳۰۵ل)[۶۰] او عبدالله جوادي آملي (زوکړه: ۱۳۱۲ل).[۶۱]

د میثاق آیت له ظاهر سره د ذر عالم نظریې مخالفت

هغه تحلیل او شننه چې د ذر عالم مخالفان یې وړاندې کوي، د میثاق ایت د ذر عالم نظریه ردوي؛ ځکه چې په دې ایت که نه دي راغلي چې خدای د حضرت آدم له شا دهغه ذریه وویستله؛ بلکې اشاره شوې چې د آدم د بچیانو له شاګانو یې د هغوي بچیان راوویستل بیا خدای وضاحت ورکړی چې د دې کار هدف دا و چې انسانان د قیامت په ورځ ونه وایي:« مونږ له دې خبرې ناخبره وو» یا پلمه راوړي چې زمونږ پلرونه مشرکان وو نو مونږ هم د هغوي په دین روان شو، دا تعبیر ښیي چې ایت د آدم له ټولو بچیانو سره اړه نه لري؛ بلکې یوازې هغه کسان پکې شاملیږي چې پلرونه یې مشرک وو.[۶۲]

د مخالفانو په عقیده، هغه دلیل چې د ایت په پای کې د عهد د وجود لپاره بیان شوي د عالم ذر له منلو سره سمون نه خوري؛ ځکه چې ایت د عهد فایده داسې بیانوي چې د قیان په ورځ دغه کسان چې د دغه عهد د شتون په وجه نه شي ویلې چې مونږ له حقه غافله وو؛ په داسې بڼه کې چې که عهد له عالم ذر سره اړه ولري، هیڅ یو عاقل انسان ته په دنیا کې نه وریادیږي چې پر هغوي اتمام حجت او دغاړې خلاصېدل وي.[۶۳]

د ذر عالم د روایتونو جاج

مخالفان وايي چې د ذر عالم روایات صحیح‌السند نه دي او حجیت نه لري.[۶۴] د تفسیر نمونه د څېړاندو د څېړنې پر اساس، په شیعه سني روایي سرچینو کې د ذر عالم په اړه ډېر روایتونه نقل شوي چې په لومړي نظر کې متواتر ښکاري؛ خو د اسنادو په کره کتنې او د راویانو په ډلبندۍ سره معلومیږي چې ډېر یې تکراري دي او له مشترکو راویانو نقل شوي دي، نو شمېر یې دومره نه دی لکه په لومړي نظر کې چې ښکاري. سربېره پر دې، په محتوا کې هم یو له بله ډېر متفاوت دي، ځینې یې له ذر عالم سره او ځینې یې د هغه له مخالف نظر سره سمون لري. په دې کې ډېر روایتونه پیاوړی سند هم نه لري نو په یقین سره پرې استناد نه شي کېدای.[۶۵] شیعه مفسر جوادي آملي وايي: د ذر عالم په حدیثونو کې د صحیح السند روایتونو شتون پر منلو دلیل نه شي کیدلی؛ ځکه چې روایتونه باید د قرآن له کلي لیکو، د معصومانو له سنت او له عقلي برهانونو سره برابر وي؛ حال دا چې په دې کې د ځینو روایتونو ظاهر داسې نه دی.[۶۶]

عقلي دلایل

مخالفانو د عالم ذر د رد لپاره عقلي دلیلونه هم وړاندې کوي:

  • ویل کېږي چې د ذر عالم منل د تناسخ منلو ته غاړه ایښوول دي؛ ځکه چې روح په یوه ذره‌يي بدن کې ځای کېږي، او وروسته بیا په دنیايي بدن کې داخلېږي.[۶۷] ځواب کې ویل شوي: دلته نوی بدن نه جوړېږي، بلکې هماغه ذره‌يي بدن په دنیا کې تر پېدا کېدو پورې وده کوي، نو دا بهېر په هیڅ توګه تناسخ نه دی.[۶۸]
  • د اقرار او تکلیف او امتحان اخستلو لپاره عقل پکار دی؛ که انسانان په ذر عالم کې عاقل وو، نو هیڅ معنا نه لري چې د ټولو هغه عالم هېر شوی وي.[۶۹]
  • په دې دنیا کې ماشومان مکلف نه دي او ازمېښت ترې نه اخستل کیږي؛ نو څنګه تصور کولی شو انسانان د ذر په کوچنیو بدنونو کې امتحان شي؟[۷۰] سید بن طاووس (وفات: ۶۶۴ق) په دې اعتراض په ځواب کې باوري دی چې چې ممکنه ده هغه ذرې چې د آدم د بچیانو له شا راووتې، له هغه مخکې په هغوې کې د هر یو لپاره عقل او روح پېدا کړی شوی وي؛ لکه څنګه چې ویل کیږي په قیامت کې به متکبر انسانان د ذرې په شکل محشور کیږي. وايي: ممکنه ده چې د ذریاتو لپاره مخکې له راویستلو څخه عقل او روح پیدا شوی وي.[۷۱]
  • د هغه تحلیل او شننې مطابق چې علامه طباطبایي د تصدیقي شناخت (حصولي علم) له بهېره لري، ځینې شناختونه لکه د خدای د ربوبیت تصدیق د انسان له باطني بدلونونو وروسته او د ظاهري او باطني حسي تجربو له لارې لاسته راځي په پایله کې دغه حواس په مادي بدن پورې تړلې دي او یوازې د دنیاوي او جسماني ژوند کې حاصلیږي.[۷۲]

د میثاق د حیثیت په اړه نور نظریات

پر هغه نظریې سربېره چې ذر عالم د الهي میثاق ځای ګڼي، نورې نظریې هم په دې اړه وړاندې شوي دي: د عقل لیدلوری وايي چې میثاق هغه دننیز الهام او آګاهي ده چې د انسان له تعقل څخه راولاړېږي.[۷۳] د وحی لیدلوری میثاق د انبیاوو د پیغام څخه اخیستل شوی عهد بولي.[۷۴] د تمثیل لیدلوری آیت د عقلاني حجت د څرګندولو لپاره یو تخیلي تصویر ګڼي.[۷۵] سید حیدر آملي (ژوندی تر ۷۸۷ق) او شیخ بهایي (وفات۱۰۳۱ق) دا میثاق په روحونو نړۍ پورې اړوند ګڼي؛ هغه عالم چې د انسان تر مادي پیدایښت مخکې دی.[۷۶] ځینې عالمان میثاق د انسان د وجود په ټولو مرتبونو کې جاري ګڼي.[۷۷] ملاصدرا (وفات۱۰۵۰ق) میثاق د عقلاني مرتبې او افلاطوني مُثُل سره تفسیر کوي.[۷۸] علامه طباطبایي باور لري چې انسان دنیا ته تر داخلېدو مخکې، په بل عالم کې وجود درلود؛ په هغه ملکوتي عالم کې انسان بې‌واسطې خدای شهود کوی او د هغه په وحدانیت پوهېږي. دا پېژندنه حضوري ده، نه د استدلال نتیجه.[۷۹] د فطرت لیدلوری چې د سید مرتضی او جوادي آملي لخوا بیان شوی، دا وایي چې انسان د خپل فطري جوړښت په ذات کې خدای پېژني او په هغه اعتراف لري.[۸۰]

د مقاصد علیّه کتاب ژباړه

کتاب پیژندنه

د ذرعالم د شیعه علماوو د پام وړ موضوع وه، او ډېرو پرې کتابونه لیکلي دي: عبدالحسین امیني په خپل کتاب المقاصد العلیّة فی المطالب السنیّة ( په ارښمتنو او لوړو بحثونو کې لوړ هدفونه) کې د قرآن څلور آیتونه تفسیر او تشریح کړي، چې یو یې د میثاق آیت دی. هغه د دې آیت په تفسیر کې له ۲۰۰ ډېر مخونه د ذر عالم جاج او شننې ته ځانګړي کړي دي.[۸۱] آقابزرګ تهراني (وفات۱۳۸۹ق) د امیني دا تفسیر یو مستقل اثر بللی دی.[۸۲] دا کتاب د بُشری طباطبایي یزدي له خوا په فارسي ژباړل شوی دی.[۸۳] آقابزرګ تهراني د «رسالةٌ فی علّة خلق عالم الذر» په نوم د احمد احسایي اثر هم یاد کړی دی.[۸۴] په دې اړه ځینې نور کتابونه او لیکنې هم دي.

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ټوک۳۱، مخ۷۴.
  2. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان (د انسان په توحیدي فطرت کې د ذر او روحونو د نړۍ ځای)، ۱۳۹۴ش، مخ۴۳۳.
  3. صدری‌نیا، عالم ذر، ۱۳۸۸ش، مخ۴۹.
  4. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۶-۱۳؛ ابن‌ابی‌حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱‍۴۱۹ق، ټوک۵، مخ۱۶۱۲-۱۶۱۳.
  5. د مثال په توګه وګورئ: شیخ حر عاملی، الفصول المهمة في أصول الأئمة، ۱۴۱۸ق، ټوک۱، مخ۴۲۵؛ جزایری، نورالبراهین، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۱۸۴-۱۸۵.
  6. د مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، المسائل السرویة، ۱۴۱۳ق، مخ۴۶؛ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۵-۳۱۶.
  7. د مثال په توګه وګورئ: خوئی، صراط النجاة فی اجوبة الاستفتائات، ۱۴۱۶ق، ټوک۱، مخ۴۶۹؛ مصباح یزدی، معارف قرآن (۱-۳)، ۱۳۸۶ش، مخ۴۸.
  8. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ش، مخ۴۳۳.
  9. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۲۴.
  10. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۴۴۱؛ مازندرانی، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، ۱۳۸۲ق، ټوک۸، مخ۱۷-۱۹.
  11. اکبری، عالم ذر: آغاز شگفت انگيز زندگی انسان، ۱۳۸۷ش، مخ۱۴۱-۱۵۱.
  12. د مثال په توګه وګورئ: آملی، تفسیر المحیط الأعظم، ۱۴۲۸ق، ټوک۴، مخ۲۵۹-۲۶۰ و ټوک۵، مخ۳۶۱-۳۶۲؛ شیخ بهایی، الأربعون حديثا، ۱۴۳۱ق،‌ مخ۷۸.
  13. د مثال په توګه وګورئ: استرآبادی، الحاشیة علی اصول الکافی، ۱۴۳۰ق، مخ۱۷۷؛ کبیر مدنی شیرازی، رياض السالكين في شرح صحيفة سيّد الساجدين‏، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۳۰۴.
  14. امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۶.
  15. د مثال په توګه وګورئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۳۴۰؛ صفار، بصائر الدرجات في فضائل آل محمّد(ص)، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۸۵؛ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، مخ۱۸۹.
  16. د مثال په توګه وګورئ: مازندرانی، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، ۱۳۸۲ق، ټوک۸، مخ۱۳.
  17. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ش، مخ۴۳۴.
  18. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ش، مخ۴۴۲.
  19. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ش، مخ۵۱۶.
  20. شیخ صدوق، الهدایة، ۱۴۱۸ق، مخ۲۴-۲۵.
  21. استرآبادی، الحاشیة علی اصول الکافی، ۱۴۳۰ق، مخ۱۷۷.
  22. مازندرانی، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، ۱۳۸۲ق، ټوک۷، مخ۱۲۱ او مخ۱۲۴ او مخ۱۲۸ او ټوک۸، مخ۳۸.
  23. شریف لاهیجی، تفسیر شریف لاهیجی، ۱۳۷۳ش، ټوک۲، مخ۱۲۳-۱۲۷.
  24. شیخ حر عاملی، الفصول المهمة في أصول الأئمة، ۱۴۱۸ق، ټوک۱، مخ۴۲۵.
  25. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۵، مخ۲۵۷؛ مجلسی، مرآة العقول في شرح أخبار آل الرسول‏، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۱۶-۱۶۱.
  26. تفرشی، حاشیه بر من لایحضره الفقیه، له خواجویی، جامع‌ الشتات څخه نقل شوی، ۱۴۱۸ق، مخ۶۸.
  27. کبیر مدنی شیرازی، رياض السالكين في شرح صحيفة سيّد الساجدين‏، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۳۰۴.
  28. جزایری، نورالبراهین، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۱۸۴-۱۸۵.
  29. هاشمی خویی، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۰ق، ټوک۲، مخ۱۴۷.
  30. امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۶-۱۳۸.
  31. امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۹۶-۲۳۴.
  32. د مثال په توګه وګورئ: بلخی، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ټوک۲، مخ۷۲-۷۳؛ مجلسی، مرآة العقول في شرح أخبار آل الرسول، ۱۳۶۳ش، ټوک۷، مخ۳۶-۳۷؛ جزایری، الأنوار النعمانية، ۱۴۲۹ق، ټوک۱، مخ۲۰۱.
  33. شریف لاهیجی، تفسیر شریف لاهیجی، ۱۳۷۳ش، ټوک۲، مخ۱۲۳.
  34. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ش، مخ۴۴۲.
  35. ملکی میانجی، توحید الإمامیة، ۱۴۱۵ق، مخ۱۲۵.
  36. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ش، مخ۴۴۵.
  37. رشتی، اصول العقائد، ۱۴۳۰ق، مخ۶۲؛ محمدی ری‌‌شهری، موسوعة العقائد الإسلامیة فی الکتاب و السنة، ۱۴۲۹ق، ټوک۳، مخ۵۸.
  38. طیب، أطیب البیان في تفسیر القرآن، ۱۳۷۸ش، ټوک۱۲، مخ۴۲۲.
  39. شیخ حر عاملی، الفصول المهمة في أصول الأئمة، ۱۴۱۸ق، ټوک۱، مخ۴۲۵.
  40. جزایری، نورالبراهین، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۱۸۴-۱۸۵.
  41. هاشمی خویی، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۰ق، ټوک۲، مخ۱۴۷.
  42. امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۲۷۰-۲۸۹.
  43. عیاشی، تفسير العيّاشي، ۱۳۸۰ق، ټوک۲، مخ۳۹-۴۰؛ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ټوک۱، مخ۲۴۱؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۷۱-۷۲؛ شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، مخ۳۳۰؛ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۱۱۸.
  44. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۱۳.
  45. د مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۱۱۸.
  46. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۱۲.
  47. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۶-۷.
  48. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱،‌ مخ۱۳۳.
  49. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۱۲.
  50. امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۶-۱۳۸.
  51. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۷-۳۱۸.
  52. شیخ مفید، المسائل السرویة، ۱۴۱۳ق، مخ۴۶.
  53. سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۶.
  54. شیخ طوسی،‌ التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۹.
  55. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۴، مخ۷۶۵.
  56. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، مخ۵۰۲.
  57. شرف الدین، فلسفة المیثاق و الولایة، ۱۴۳۲ق، مخ۱۶-۱۷.
  58. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۵-۳۱۶.
  59. سبزواری، مواهب الرحمن في تفسير القرآن، ۱۴۱۴ق، ټوک۵، مخ۳۰.
  60. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۸.
  61. جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ټوک۳۱، مخ۷۴-۸۹.
  62. سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۶.
  63. شیخ طوسی،‌ التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۹؛ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۲.
  64. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۲.
  65. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۹-۱۰.
  66. جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ټوک۳۱، مخ۸۹.
  67. شیخ مفید، المسائل السرویة، ۱۴۱۳ق، مخ۴۶؛ شیخ طوسی،‌ التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۹.
  68. بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ش، مخ۴۸۷.
  69. سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ټوک۱، مخ۱۱۳-۱۱۴؛ شیخ طوسی،‌ التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۹.
  70. شیخ طوسی،‌ التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۸.
  71. ابن‌طاووس، سعد السعود للنفوس منضود، دار الذخائر،‌ مخ۲۰۲.
  72. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۶.
  73. شیخ مفید، المسائل العکبریة، ۱۴۱۳ق، مخ۱۱۳؛ سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۷؛ فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، مخ۵۰۲؛ شرف الدین، فلسفة المیثاق و الولایة، ۱۴۳۲ق، مخ۱۶-۱۷.
  74. سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۷؛ شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۷-۲۸.
  75. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۱۷۶؛ ابوحیان، البحر المحیط في التفسیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۵، مخ۲۱۸-۲۲۰.
  76. آملی، تفسیر المحیط الأعظم، ۱۴۲۸ق، ټوک۴، مخ۲۵۹-۲۶۰ و ټوک۵، مخ۳۶۱-۳۶۲؛ شیخ بهایی، الأربعون حديثا، ۱۴۳۱ق،‌ مخ۷۸.
  77. د مثال په توګه وګورئ: قاضی سعید قمی، شرح الاربعین، ۱۴۲۱۲ق، ۳۶۵-۳۶۷؛ سبزواری، مواهب الرحمن في تفسير القرآن، ۱۴۱۴ق، ټوک۵، مخ۳۰.
  78. صدرالدین شیرازی، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ټوک۲، مخ۲۴۳.
  79. طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۸-۳۲۱.
  80. سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۷-۳۷۸؛ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ټوک۳۱، مخ۱۱۹.
  81. امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۱-۳۳۶.
  82. آقابزرگ تهرانی، الذریعة الی تصانیف الشیعة، ۱۴۰۸ق، ټوک۴، مخ۳۲۳.
  83. امینی، مقاصد علیه: در بیان مراد چهار آیه قرآن کریم، ۱۴۰۱ش، شناسنامه کتاب(د کتاب پېژندنې لیک).
  84. آقابزرگ تهرانی، الذریعة الی تصانیف الشیعة، ۱۴۰۸ق، ټوک۱۵، مخ۳۲۸.

سرچينې

  • آقابزرګ تهراني، محمد محسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان خپرندویه، ۱۴۰۸ق.
  • آملي، حیدر بن علي، تفسیر المحیط الأعظم و البحر الخضم في تأویل کتاب الله العزیز المحکم، قم، نور علی نور، ۱۴۲۸ق.
  • ابوحيان، محمد بن یوسف، البحر المحیط في التفسیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌ابي‌حاتم، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر القرآن العظیم، ریاض، د نزار مصطفی الباز کتابتون، ۱۴۱۹ق.
  • ابن‌طاووس، علي بن موسی، سعد السعود للنفوس منضود، قم، دار الذخائر، بې‌نېټې.
  • استرآبادي، محمدامین بن محمدشریف، الحاشیة علی اصول الکافی، قم، علمي ـ فرهنګي مؤسسه دارالحدیث، د چاپ او نشر سازمان، ۱۴۳۰ق.
  • افضلي، علي، عالم ذر و عوالم پیش از دنیا (د ذر عالم او د دنیا نه مخکې نړۍ)، تهران، د ایران د حکمت او فلسفې څېړنیزه مؤسسه، ۱۴۰۳ش.
  • اکبري، محمدرضا، عالم ذر: آغاز شگفت انگيز زندگی انسان (د ذر عالم: د انسان د ژوند د پیل حیرانوونکی بهیر)، قم، د جمکران جومات خپرندویه، ۱۳۸۷ش.
  • امیني، عبدالحسین، المقاصد العلية في المطالب السنية، قم، دارالتفسیر، ۱۴۳۴ق.
  • امیني، عبدالحسین، مقاصد علیه: در بیان مراد چهار آیه قرآن کریم (مقاصد علیه: د قرآن کریم د څلورو آیتونو د موخې بیان)، ژباړه: بشری طباطبایي یزدي، تهران، د محقق طباطبایي بنسټ، ۱۴۰۱ش.
  • برقي، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، قم، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ق.
  • بلخي، مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان (د مقاتل بن سلیمان تفسیر)، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۲۳ق.
  • بیاباني اسکويي، محمد، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان (د ذر عالم او ارواحو ځای په د انسان د توحیدي فطرت کې)، تهران، د نبأ فرهنګي مؤسسه، ۱۳۹۴ش.
  • جزایري، نعمةالله بن عبدالله، الأنوار النعمانية، بیروت، دار القاري، ۱۴۲۹ق.
  • جزایري، نعمةالله بن عبدالله، نورالبراهین، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنه، د اسلامي خپرونه مؤسسه، ۱۴۱۷ق.
  • جوادي آملي، عبدالله، تسنیم: تفسیر قرآن کریم (تسنیم: د قرآن کریم تفسیر)، قم، اسراء، ۱۳۹۲ش.
  • خوئي، ابوالقاسم، صراط النجاة فی اجوبة الاستفتائات (صراط النجاة: د استفتاءاتو ځوابونه)، د جواد تبریزي له تعلیقاتو سره، قم، دفتر نشر برگزیده، ۱۴۱۶ق.
  • خواجويي، اسماعیل بن محمدحسین، جامع الشتات، بې‌ځایه، بې‌خپرندویه، ۱۴۱۸ق.
  • رشتي، کاظم بن قاسم، اصول العقائد، بیروت، دارالمهجة البیضاء، ۱۴۳۰ق.
  • زمخشري، محمود بن عمر، الکشاف، بیروت، دار الکتاب العربي، ۱۴۰۷ق.
  • سبزواري، عبدالاعلی، مواهب الرحمن في تفسیر القرآن، قم، د سماحة آیة الله العظمی السید السبزواري مکتب، ۱۴۱۴ق.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، تفسیر الشریف المرتضی (د شریف مرتضی تفسیر)، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۳۱ق.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • شرف‌الدین، عبدالحسین، فلسفة المیثاق و الولایة، بیروت، د آل‌البیت(ع) مؤسسة آل البیت (ع) لإحیاء التراث، ۱۴۳۲ق.
  • شریف لاهیجي، محمد بن علي، تفسیر شریف لاهیجی (د شریف لاهیجي تفسیر)، تهران، دفتر نشر داد، ۱۳۷۳ش.
  • شیخ بهایی، محمد بن عزالدین، الأربعون حديثا (څلوېښت حدیثونه)، قم، جماعة العلماء و المدرسين في الحوزة العلمية بقم المقدسة، ۱۴۳۱ق.
  • شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، الفصول المهمة في أصول الأئمة، قم، د امام رضا(ع) د اسلامي معارفو مؤسسه، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، الهدایة، قم، د امام هادي (ع) مؤسسه، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، التوحید، قم، د مدرسین ټولنه، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، علل الشرائع، قم، د داوري کتابپلورنځی، ۱۳۸۵ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المسائل السرویة، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید (د شیخ مفید د زرکلنۍ نړیوال کنفرانس خپرونې)، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المسائل العکبریة، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید (د شیخ مفید د زرکلنۍ نړیوال کنفرانس خپرونې)، ۱۴۱۳ق.
  • صدرالدین شیرازي، محمد بن ابراهیم، تفسیر القرآن الکریم (د قرآن کریم تفسیر)، قم، بیدار، ۱۳۶۶ش.
  • صدري‌نیا، حسین، عالم ذر (د ذر عالم)، تهران، سایه‌روشن، ۱۳۸۸ش.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات في فضائل آل محمّد(ص)، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، الميزان في تفسیر القرآن، بیروت، الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۰۸ق.
  • طیب، عبدالحسین، أطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، د اسلام خپرونه، ۱۳۷۸ش.
  • عاملي، مالک مصطفی وهبي، عالم الذر: حقیقة أم خیال (د ذر عالم: حقیقت که خیال؟)، بغداد، د الکلمة الطیبة کتابتون، ۱۴۳۳ق.
  • علم‌الهدی، محمدباقر، سد المفر علی منکر عالم الذر (د ذر عالم منکر پر وړاندې د لارې بندول)، بیروت، دارالعلوم، ۱۴۳۳ق.
  • عیاشي، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشي، تهران، المکتبة العلمية الإسلامية، ۱۳۸۰ق.
  • فیض کاشاني، محمد محسن بن شاه مرتضی، الوافي، اصفهان، د امام امیرالمؤمنین علي(ع) کتابتون، ۱۴۰۶ق.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، قم، دارالکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کبیر مدني شیرازي، سیدعلي‌خان بن احمد، رياض السالكين في شرح صحيفة سيّد الساجدين (ریاض السالکین د سیدالساجدین د صحیفې په شرح کې)، قم، جماعة المدرسين في الحوزة العلمیة بقم، د اسلامي خپرونه مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الإسلامية، ۱۴۰۷ق.
  • مازندراني، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، تهران، المکتبة الإسلامية، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسي، محمدباقر، مرآة العقول في شرح أخبار آل الرسول، تهران، دارالکتب الإسلامية، ۱۳۶۳ش.
  • مجلسي، محمدباقر، مرآة العقول في شرح أخبار آل الرسول، تهران، دارالکتب الإسلامية، ۱۴۰۴ق.
  • محمدي ري‌شهري، محمد، موسوعة العقائد الإسلامیة فی الکتاب و السنة (د اسلامي عقایدو دائره‌المعارف د کتاب او سنت له مخې)، قم، د دارالحدیث علمي ـ فرهنګي مؤسسه، د چاپ او خپرونه سازمان، ۱۴۲۹ق.
  • مروارید، حسنعلي، تنبیهات حول المبدأ و المعاد، مشهد، آستانة الرضوية المقدسة. مجمع البحوث الإسلامية (د آستان قدس رضوي، د اسلامي څېړنو مجمع)، ۱۴۱۸ق.
  • مصباح یزدي، محمدتقي، معارف قرآن (۱-۳): خداشناسی، کيهان‌شناسی، انسان‌شناسی (د قرآن معارف (۱–۳): خدا پېژندنه، کاینات پېژندنه، انسان پېژندنه)، قم، د امام خمیني (ره) ښوونیز ـ څېړنیز مؤسسه، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامية، ۱۳۷۴ش.
  • ملکي میانجي، محمدباقر، توحید الإمامیة، تهران، د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت، د چاپ او خپرونو مؤسسه، ۱۴۱۵ق.
  • نعماني، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تهران، د صدوق خپرونه، ۱۳۹۷ق.
  • هاشمي خویي، حبیب‌الله، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، تهران، المکتبة الإسلامية، ۱۴۰۰ق.