مسوده:لیلة الهریر
لیلةُ الهَریر (د فریادونو شپه) هغه شپې ته ویل کېږي چې د صفین په جګړه کې د امام علي(ع) د لښکر او د معاویه د لښکر ترمنځ سختې نښتې وشوې او له دواړو لورو څخه ګڼ کسان ووژل شول.
کله چې د امام علي(ع) لښکر بري ته نږدې شوی و، امام یوه خطبه وویله او خپلو ملګرو ته یې د ټینګې مبارزې بلنه ورکړه. خو اشعث بن قیس، چې د امام علي یو قوماندان و، د جګړې له دوامه مخنیوی وکړ، او معاویه له همدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره امر وکړ چې قرآنونه په نیزو کړي او د حکَمیت وړاندیز یې مطرح کړ.
پېژندنه
لیلة الهریر د صفین د جګړې له هغو شپو څخه وه چې پکې د امام علي(ع) او معاویه لښکرو سخته جګړه وکړه او دواړو لورو ته ډېر کسان ووژل شول. تاریخي سرچینې وایي چې جګړه دومره سخته شوه چې نیزې ماتې شوې، غشي ختم شول او جنګیاليو په تورو او ډبرو سره جنګ ته دوام ورکړ.[۱] جګړه بله ورځ هم جاري وه او د لمر پټ کېدو (لمر تندر نیولو) سره هم نه درېده. د علامه مجلسي په وینا، دې شپې ته د جنګیالیو د چیغو او نالو د غږونو او د معاویه د سخت فشار له امله «لیلة الهریر» وویل شو؛ ځکه «هریر» په ساړه کې د سپي د فریاد غږ ته وایي..[۲]
لیلة الهریر د ۳۷ق د صفر په ۱۱[۳] یا د بل روایت له مخې د ۳۸ق د ربیع الاول د لسمې[۴] پر شپه وه. په ځینو تاریخي کتابونو کې د قادسیه د جګړې یوه شپه هم په همدې نوم یاده شوې ده.[۵]
د حضرت علي(ع) خطبه
حضرت علي(ع) په لیلة الهریر کې یوه خطبه وویله. هغه د خدای له ستاینې وروسته خپلو سپاهیانو ته وویل: «ای خلکو! پر تاسو او دښمن کار تر دې حد رسېدلی چې تاسو یې وینئ د دښمن وروستۍ سلګۍ دي، کله چې کارونه واقع کیږي، د هغوي په پای باندې له هماغه پېله پوهېدلی شو. دغه خلک بې له دیندارۍ او له دیني تعصبه پرته ستاسو په وړاندې ودرېدل او ضد یې وکړ چې زمونږ په لاس په دې حال اخته شول. زه سبا سهار په دوي یرغل کوم او د خدای عز او جل په محکمه کې حاکمیت ته راکاږم.»[۶] وروسته یې د خپل لښکر د بري دعا وکړه.[۷]
د اشعث بن قیس دریځ
تاریخي سرچینې وایي کله چې د امام علي(ع) د لښکر بری نږدې شوی و، اشعث بن قیس د جګړې د دوام مخالفت وکړ او ویې ویل دا د صلاح خبره نه ده.[۸] معاویه د اشعث له دې دریځه په خبرېدو سره امر وکړ چې قرآنونه په نیزو پورته کړي او د حکمیت غوښتنه وکړي.[۹] کله چې د معاویه لښکر قرآنونه په نیزو کړل، اشعث پر امام علي(ع) اعتراض وکړ[۱۰] او ترې یې وغوښتل چې د حکمیت وړاندیز ومني.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ منقري، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۷۵؛ ابنمسکویه، تجارب الأمم، ۱۴۲۴ق، ټوک۱، مخ۳۴۳.
- ↑ مجلسي، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۵، مخ۴۲۷.
- ↑ بلاذري، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۳۲۳.
- ↑ سبحاني، فروغ ولایت، ۱۳۶۸ل، مخونه۵۷۷-۵۷۸.
- ↑ طبري، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ټوک۳، مخ۵۵۷ او مخ۵۶۱.
- ↑ منقري، وقعةصفین، ۱۳۸۲ق، مخ۴۷۷.
- ↑ منقری، وقعةصفین، ۱۳۸۲ق، مخ۴۷۸.
- ↑ منقري، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، مخونه۴۷۷-۴۸۰.
- ↑ منقري، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، مخونه۴۸۰-۴۸۱؛ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ل، مخونه۱۸۸-۱۸۹.
- ↑ یعقوبي، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ټوک۲، مخونه۱۸۸-۱۸۹.
- ↑ منقري، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، مخ۴۸۲.
سرچينې
- ابنمسکویه، احمد بن محمد، تجارب الامم، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق / ۲۰۰۳ز.
- بلاذری، احمد بن یحیی، کتاب جمل من أنساب الأشراف، تحقیق: سهیل زکار او ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، لومړۍ چاپ، ۱۴۱۷ق.
- جعفر سبحانی، فروغ ولایت، قم، انتشارات صحیفه، ۱۳۶۸ل.
- دینوري، احمد بن داود، الاخبار الطوال، تحقیق: عبدالمنعم عامر، د جمالالدین شیال له خوا مراجعه، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ل.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق: محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، دوهم چاپ، ۱۳۸۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تصحیح: سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۴ق.
- منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق: عبدالسلام محمد هارون، قاهره، المؤسسة العربیة الحدیثة، دوهم چاپ، ۱۳۸۲ق؛ افست چاپ: قم، منشورات مکتبة المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بېنېټه.
| ||||||||||||||||||