د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د مباهله د پیښې انځور د ابو ریحان بیروني د آثارالباقیه په کتاب کې چې په 707 هجري کې لیکل شوی دی.

د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله د اسلام د لومړیو وختونو له پېښو څخه ده چې د پېغمبر(ص) د بلنې د حقانیت نښه ګڼل کیږي. دا پېښه همداراز په مباهلې کې د پېغمبر (ص) او د هغه د ملګرو یعنې امام علي(ع) فاطمه(س) او حسنینو(ع) په فضیلت دلالت کوي.

د آل عمران سورې ۶۱ ایت د مباهلې د پېښې خبره کړې او د مباهلې په ایت مشهور دی. شیعیان باوري دي چې د مباهلې په ایت کې امام علي د پېغمبر (ص) د نفس او ځان په توګه ګڼل شوی او له دې امله دا ایت د امام علي (ع) له فضایلو ګڼي. دا پېښه په شیعه سني کتابونو کې نقل شوې ده.

د سرچینو له مخې پېغمبر (ص) د نجران له مسیحیانو سره له مناظرې او د هغوی د ایمان له نه راوړلو وروسته، د مباهلې وړاندیز وکړ او هغوی ومانه؛ خو په ټاکلې ورځ مسیحیانو د دې خبرې له کتلو وروسته چې پېغمبر (ص) خپل د کورنۍ غړي له ځان سره راوستي دي، له مباهلې ډډه وکړه. مباهله د حقانیت د اثبات لپاره له خدایه د لعن او ښېرو غوښتنه ده او د دوو لورو تر مینځ کیږي چې هر یو یې د حقانیت ادعا لري.

د دغه پېښې د واقع کېدو د ورځې او کال په اړه مختلف نظرونه موجود دي. مشهور تاریخ لیکونکي هغه لسم قمري کال ګڼي. همداراز د دعا په کتابونو کې د ذی الحجي د څلوریشتمې ورځې لپاره د مباهلې د ورځې په توګه ځینې عملونه ذکر شوې دي.

د دغه واقعې په اړه ډېر لیکلي او هنري اثار جوړ شوي دي. منجمله هغه نقاشي یا انځور ګري ده چې د ابو ریحان بیروني په اثار الباقیه کتاب کې (د نسخې د کتابت نیټه ۷۰۷ق) درج شوې ده.

مقام او اهمیت

د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر مباهله له هغو پېښو ده چې په خپل دعوت کې د اسلام د پېغمبر د حقانیت د اثبات لپاره ترې استفاده کیږي.[۱]قران په ال عمران سورې کې دغه پېښې ته اشاره کړې ده.[۲] همداراز دا پېښه د پنجتن (پېغمبر(ص)، علی(ع)، فاطمه(س)، حسن(ع) او حسین(ع) له فضایلو ګڼل کیږي.[۳] له دې په تفسیري [۴] او تاریخي [۵] سرچینو کې یادونه شوې ده. د دغه واقعې په اړه لیکني او هنري اثار هم جوړ شوې دي.[سرچینې ته اړتیا]

د پېښې شرحه

د مباهلې په پېښه کې نجران د مسیحیانو لوي پاپ « که محمد په حقه نه وای، له خپلو ډېرو خوږو او نزدې کسانو سره به نه راتله او که له مونږ سره مباهله وکړي مخکې له دې چې کال تېر شي په ځمکه به یو نصراني هم پاتې نه شي.»
په بل روایت، زه داسې مخونه وینم چې که له خدایه وغواړي چې یو غر له ځایه لرې کړي، ضرور به لرې شي. نو مباهله مه کوئ ګني هلاک به شئ او یو نصراني به هم د ځمکې په مخ پاتې نه شي.»[۱]

د اسلام پېغمبر(ص) د نړۍ د حکومتونو له مشرانو سره له خط و کتابت سره په یو وخت، د نجران اسقف (پاپ) ته یو لیک ولیکه او د نجران استوګن یې د اسلام دین منلو ته وبلل. یو شمېر کسان د نجران د مسیحیانو په استازېتوب مدینې ته لاړل او په مسجد النبي کې یې له پېغمبر اکرم (ص) سره کتنه وکړه. پېغمبر د ځان له معرفي کولو وروسته حضرت عیسی (ع) د خدای یو بنده وباله. هغوي ونه منل او له پلاره پرته د عیسی (ع) زېږېدل یې د هغه په خدایوالي دلیل وګاڼه.[۶]

د خپلو عقیدو په حقانیت د دواړو لورو له ټینګاره وروسته، فیصله دا وشوه چې مساله د مباهلې له لارې [یادداشت۱] ختمه کړي. له دې امله وټاکل شوه چې د هغه ورځې په سبا، ټول د مدینې له ښاره بهر په صحرا کې د مباهلې لپاره تیار شي. د مباهلې د ورځې په سهار، پېغمبر (ص) له امام علی(ع)، فاطمه(س)، حسن(ع) او حسین(ع) سره له مدینې ووته. کله چې مسیحیانو ولیدل چې پېغمبر له خپلو ډېرو خوږو او نزدې کسانو سره د مباهلې لپاره راغلی او د پېغمبرانو په شان د مباهلې لپاره په دوو زنګنونو ناست دی، له مباهلې تېر شول او د مصالحې غوښتنه یې وکړه. پېغمبر هم د جزیې د ورکولو په شرط د هغوي له غوښتنې سره موافقه وکړه. نجران ته د نصاراو له ستنېدو وروسته، د استول شوي پلاوي دوه مشران له ډالیو سره پېغمبر (ص) ته ورغلل او مسلمان شول.[۷] اهل سنت مفسر فخر رازي (وفات ۶۰۶ق) ویلي دي چې مفسران او محدثان په دې پېښه یو نظر لري.[۸]

د مباهله آیت

اصلی مقاله: د مباهله آیت

د مباهلې آیت خطاطي (فَمَنْ حَاجَّكَ فِیهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنفُسَنَا وَأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل‌لَّعْنَتَ اللَّـهِ عَلَی الْكَاذِبِینَ)

د مباهلې ایت د آل عمران سورې ۶۱ ایت دی چې د مباهلې واقعې ته اشاره لري:

فَمَنْ حَاجَّكَ فِیهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَ أَبْنَاءَكُمْ وَ نِسَاءَنَا وَ نِسَاءَكُمْ وَ أَنفُسَنَا وَ أَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَتَ اللَّـهِ عَلَی الْكَاذِبِینَ ﴿۶۱﴾
پر دې اساس نو تا ته د علم (وحي) له رسېدو وروسته هر څوک چې د هغه [ حضرت عیسی (ع)] په باره کې له تا سره شخړه وکړي، هغه ته ووایه؛ راشئ چې مونږ خپل بچیان، تاسو خپل بچیان، مونږ خپلې ښځې تاسو خپلې ښځې، مونږ خپل ځانونه (نفسونه) تاسو خپل ځانونه، راوغواړو. بیا(دخدای په در کې) زاري [تضرع] وکړو چې په دروغجنو د خدای لعنت وکړو.

د قاضي نور الله شوشتري په وینا، مفسران د نظر اتفاق لري چې د مباهلې په ایت کې «ابنائنا» (خپل بچیان) حسن او حسین «نسائنا» فاطمې (س) ته اشاره او « انفسنا» امام علي (ع) ته اشاره لري.[۹] همداراز علامه مجلسي هغه حدیثونه چې په دې دلالت لري چې د مباهلې ایت د ال عبا په شان کې نازل شوی، متواتر ګڼلې دي.[۱۰] په احقاق الحق کتاب کې (تالیف ۱۰۱۴ق) د اهل سنتو کابو شپېته سرچینې ذکر شوي چې جوتوي چې مباهله ایت د دغه کسانو په باره کې نازل شوی دی.[۱۱

پیامبر(ص):
« قسم په هغه خدای چې زما ځان یې د قدرت په ولکه کې دی، چې د اهل نجران هلاکت نزدې شوی و او که له ما سره یې مباهله کړی وای، ټول به په شادوګانو او خنزیرانو مسخ شوې وو او دا ټوله وادي به ورته اور شوې وه او سوزېدلې به وو او حق تعالی به ټول اهل نجران تباه کړې وو او حتی د دوي په ونې به یو مارغه هم نه و پاتې شوی او ټول نصارا به په کال کې دننه دننه مړه شوې وو» [۲]

شیعه امامانو[۱۲] او د پېغمبر ځینو اصحابو[۱۳] هم د امام علي (ع) د فضایلو د اثبات لپاره په دې ایت احتجاج کړی دی.

وخت او ځای

د تاریخي سرچینو له مخې د مباهلې پېښه مدینې ته د پېغمبر له هجرته وروسته پېښه شوې ده؛ [۱۴] خو د هغه د کال او ورځې په اړه مختلف نظرونه موجود دي. شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) د مباهلې د واقع کېدو وخت د مکې له فتحې وروسته (د هجرت اتم کال) ګڼلی دی.[۱۵] په طبري تاریخ کې (تالیف ۳۰۳ق) لسم قمري کال ذکر شوی دی.[۱۶] په فرهنګنامه مباهله کتاب کې د محمد محمدي ری شهري (وفات ۱۴۰۱ ق) په وینا مشهورو مورخانو د دغه پېښې تاریخ د هجرت لسم کال او ځینو یې نهم قمري کال ګڼلی دی.[۱۷]

د مباهلې د ورځې په اړه هم مختلف نظرونه موجود دي لکه؛ د ذی الحجې ۲۱،[۱۸] ۲۴ [۱۹]او ۲۵.[۲۰] شیخ انصاری، د ذی الحجې ۲۴ مشهور ګڼي.[۲۱] همدارا د دعا په کتابونو کې د ذي الحجې د ۲۴ لپاره ځینې عملونه ذکر شوې دي.[۲۲] شیخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کې دغه عملونه راوړې دي چې په هغو کې دعا ، غسل او روژه شامل دي.[۲۳]

ځای

د مباهلې پېښه په مدینه کې شوې ده؛ خو کره ځای یې نه دی معلوم. بقیع ته نزدې د مباهله جومات او مسجد الاجابه په نوم یو ځای پېژندل شوی [۲۴] چې زایران یې د مباهلې د ځای په توګه زیارت کوي؛[۲۵] خو وایي چې په تاریخي سرچینو کې په دغه نوم کوم جومات نه دی راغلی.[۲۶] شیعه لیکوال محمد صادق نجمي (وفات ۱۳۹۰لمریز)باوري دی چې دغه جومات له مباهلې سره هیڅ اړه نه لري او دا غلطي د اجابره او مباهه د مفهوم د تشابه په وجه او د ابن مشهدي د خبرې له امله ګڼي چې په مباهله جومات کې یې د لمونځ کولو سپارښتنه کړې ده.[۲۷] ابن مشهدي (وفات ۶۱۰ق) په المزار کتاب کې د مباهله جومات یادونه کړې او په هغه کې یې د لمونځ کولو سپارښتنه کړې ده.[۲۸] د محمد صادق نجمي په وینا، د دې سبب چې د مباهلې په ځای کې کوم جومات نه دی جوړ شوی دا دی چې پېغمبر (ص) په دغه ځای کې لمونځ نه دی کړی او مسلمانانو به په هغو ځایونو کې چې د پېغمبر لمونځ کول قطعي وو،جومات جوړاوه.[۲۹]

کتابونه او هنري اثار

د ابو ریحان بیروني د لیکلي کتاب آثار الباقیه په یوې نسخې کې د مباهلې د پېښې نقاشي. (د نسخې د کتاب تاریخ:۷۰۷ق[۳۰]

د مباهلې د پېښې په اړه ځینې کتابونه لیکل شوي چې یو شمېر یې دا دي:

  • منبع‌شناسی واقعه مباهله، لیک د محمدعلی عسگری او محمدعلی نجفی: دا کتاب په ۱۴۰۱ لمریز کې خپور شوی، کابو اتیا کتابه، ۲۵ تهیسیز، سل مقالې او په مختلفو ژبو څو سافټ وئیر او رسندویي سرچینې یې په دې اړه معرفي کړې دي.[۳۱]
  • فرهنگنامه مباهله (روشی در رویارویی با دگراندیشان) لیک د محمد محمدی ری‌شهری او نورو: په دې کتاب کې د اهل سنتو د مفسر فخر رازي (وفات ۶۰۶ق) او شیعه متکلم شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) د نقل په اساس د مباهلې د پېښې راپور راغلی دی. همداراز په دې د اهل بیتو احتجاجونه او د مباهلې د ورځې اداب هم بیان شوې دي. دارالحدیث خپرنځي دغه اثر په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په ۱۵۴ مخونو کې خپور کړی دی.[۳۲]
  • مباهله در مدینه، لیک د لویی ماسینیون: دا کتاب په ۱۳۷۸ لمریز کال کې د محمود افتخار زاده په ژباړه او سریزې سره د رسالت قلم خپرنځي له خوا چاپ شوی دی.
  • مباهله صادقین لیک د سید محمد علوی، قم، نغمات، ۱۳۸۳لمریز.
  • آثار منتخب جشنواره ادبی مباهله: د مباهلې په زمینه کې لومړی مستقل ادبي اثر ګڼل کیږي چې د مباهلې ادبي مېلې ته د استول شویو اثارو غور چاڼ لري. دا کتاب په دوو برخو «شعر» او «ادب» کې برابر شوی دی.[۳۳]

هنري اثار

د مباهلې د پېښې په اړه ځینې هنري اثار لکه انځور ګري، انیمیشین وغیره هم جوړ شوې دي. په دې کې یو ډېر زوړ اثر هغه انځور دی چې د ابو ریحان بیروني په آثار الباقیه کتاب په یوې نسخې کې درج شوی دی. دا نسخه په ۷۰۷ ق کال کې کاږل شوی او په فرانسې کې ساتل کیږي.[۳۴] د تاریخ څیړاندي رسول جعفریان په وینا دا انځورګري احتمالا نسخه لیکونکي په کتاب ورزیاته کړې ده.[۳۵]

په شعر کې

حزین لاهیجی (۱۱۸۰-۱۱۰۳ق):

پس از نعتِ رسول حق، سپاسی که سنجد کِلک فکر حق شناسی نباشد جز ثنای شاه مردان که حق، جان نبی خواندش به قرآن[۳۶]

عطار نیشابوری:

بگفت اسرار فاش اینجا به حیدر که بر شهر علومش بود او در بدو اسرار گفت اندر قناعت محمد صاحب حوض و شفاعت بدو اسرار گفت و راز بنمود حقیقت مرتضی نفس نبی بود[۳۷]


فوټ نوټ

  1. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷-۱۴۱۶ق، مخ۳۶۸-۳۶۹.
  2. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۱۶۶-۱۷۱.

سرچينې

  • «آثار منتخب جشنواره ادبی مباهله»، حدیث‌نت، مشاهده ۲ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • ابن‌اثیر، علی بن ابی‌کرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر - دار بیروت، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۵م.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری (الطبقات الخامسة)، تحقیق محمد بن صامل السلمی، الطائف، مکتبة الصدیق، ۱۹۹۳م/۱۴۱۴ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، نجف: مطبعة الحیدریة، ۱۳۷۶ق.
  • ابن‌مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • انصاری، مرتضی، کتاب الطهارة، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری.
  • پاک‌نیا، عبدالکریم، مباهله روشن‌ترین دلیل باورهای شیعه، مبلغان، ش۵۰.
  • جوهری، اسماعیل بن حماد، الصحاح (تاج اللغة و صحاح العربیة)، تحقیق احمد عبدالغفور عطار، بیروت،‌ دار العلم للملایین، الطبعة الرابعة، ۱۴۰۷ق.
  • حزین لاهیجی، محمدعلی بن ابی‌طالب، دیوان حزین لاهیجی، تصحیح ذبیح‌الله صاحب‌کار، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۴ش.
  • «دو نقاشی بی‌نظیر از روز غدیر و مباهله در نسخه‌ای از الاثار الباقیه ابوریحان بیرونی»، سایت کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام، درج مطلب ۲۵ مهر ۱۳۹۳ش، مشاهده ۲ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل فی وجوه التأویل، تصحیح مصطفی حسین احمد، بیروت، دارالکتب العربی، ۱۴۰۷-۱۴۱۶ق.
  • شوشتری، قاضى نورالله، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد و سلاح المتعبد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۵۱/۱۳۵۲.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت: مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، الطبعة الاولی، ۱۴۱۵ق.
  • طبری، محمد بن جعفر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، الطبعة الثانیة، ۱۳۸۷ش/۱۹۶۷م.
  • عطار نیشابوری، محمد بن ابراهیم، جوهر الذات، تصحیح تیمور برهان لیمودهی، سنایی، تهران، ۱۳۸۳ش.
  • فاضل لنکرانی، محمد، مناسک حج، قم، مهر، الطبعة الثالثة، ۱۳۷۳ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • فرهنگ‌نامه مباهله (روشی در رویارویی با دگراندیشان)، حدیث‌نت، مشاهده ۲۱ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، قم، مطبوعات دینی، چاپ دوم، ۱۳۸۴ش.
  • مجلسى، محمدباقر، حق اليقين، انتشارات اسلامیه.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، فرهنگ‌نامه مباهله (روشی در رویارویی با دگراندیشان)، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۹۵ش.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد، تحقیق مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث، قم: المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الفصول المختاره، التحقیق: السید میرعلی شریفی، بیروت:‌ دار المفید، الطعبة الثانیة، ۱۴۱۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران‌،‌ دار الکتب الاسلامیه‌، چاپ نهم‌، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۳-۱۳۷۴ش.
  • «منبع‌شناسی واقعه مباهله وارد بازار نشر شد.» خبرگزاری حوزه، درج مطلب ۵ مرداد ۱۴۰۱ش، مشاهده ۲۱ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، تهران، امیر کبیر، ۱۳۷۱ش.
  • نجمی، محمدصادق، «مسجدالاجابه یا مسجد مباهله»، میقات حج، ش۴۱، زمستان و پاییز ۱۳۸۱ش.

بهرنې اړیکې