منځپانگې ته ورتلل

د امام علي(ع) ۲۵ کلنه چوپتیا

د wikishia لخوا
د امام علي(ع) ۲۵ کلنه چوپتیا مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.
د امام علي(ع) د ژوند مهال ویش
وسط
په مکه کې
۵۹۹م زیږون
۶۰۵م د پیغمبر(ص) په کور کې د حضور پیل
۶۱۰م لومړنی کس چی د رسول الله(ص) بلنه اسلام ته ومنله
۶۱۳م د یوم الدار په پیښه کې د پیغمبر ملاتړ کول
۶۱۶م د ابي طالب د شعب په محاصره کې حضور
۶۱۹م د ابوطالب (پلار) مړینه
۶۲۲م لیلة المبیت: د پیغمبر(ص) پر ځای خوب کول
په مدینه کې
۶۲۲م مدینې ته هجرت
۲ق-۶۲۴م د بدر په جګړه کې ګډون
۲ق-۶۲۴م د فاطمې(س) سره واده
۳ق-۶۲۵م د احد په جګړه کې ګډون
۴ق-۶۲۶م د فاطمه بنت اسد (مور) مړینه
۵ق-۶۲۷م په احزاب غزوه کې ګډون او د عمرو بن عبدود وژنه
۶ق-۶۲۸م د پیغمبر(ص) په امر د حدیبیې د سولې د تړون د متن لیکل
۷ق-۶۲۹م د خیبر په جګړه کې د خیبر کلا فاتح
۸ق-۶۳۰م د مکې په فتحه کې ګډون او د رسول الله(ص) په امر د بتانو ماتول
۹ق-۶۳۱م د تبوک د جګړې پر مهال په مدینه کې د رسول الله(ص) ځای ناستی
۹ق-۶۳۱م مشرکانو ته د برائت د آیتونو رسولو دنده
۹ق-۶۳۱م د مباهلې په پیښو کې ګډون
۱۰ق-۶۳۲م په حجة الوداع کې ګډون
۱۰ق-۶۳۲م د غدیر خم پیښه
۱۱ق-۶۳۲م د پيغمبر(ص) وفات او د امام علي(ع) لخوا د هغه تغسیل او تکفین
د درې ګونه خلیفه ګانو دوره
له ۱۱ تر ۳۵ق د ۲۵ کلنه د چوپتیا دوره پیل
۱۱ق-۶۳۲م د سقیفه بني ساعده کیسه او د ابوبکر د خلافت پیل
۱۱ق-۶۳۲م د علي(ع) پر کور برید کول ترڅو له هغه څخه بیعت واخلي
۱۱ق-۶۳۲م د حضرت زهرا(س) وفات (میرمنې)
۲۳ق-۶۴۴م د خلیفه د ټاکلو لپاره د عمر په شپږ کسیزه شورا کې ګډون
۳۵ق-۶۵۵م د عثمان د ساتنې لپاره د حسنین لیږل
د امام علي(ع) د واکمنۍ دوره
۳۵ق-۶۵۵م د خلکو د بیعت او د واکمنۍ پیل (شاوخوا ۵۷ کلن)
۳۶ق-۶۵۶م د جمل جنګ
۳۷ق-۶۵۷م د صفین جنګ
۳۸ق-۶۵۸م د نهروان جنګ
۴۰ق-۶۶۱م شهادت (شاوخوا ۶۲ کلن)


د امام علي(ع) ۲۵ کلنه چوپتیا هغه دورې ته اشاره کوي چې د رسول الله(ص) له وفات (۱۱ق) څخه تر هغه وخته پورې یې دوام درلود چې هغه په ۳۵ق کال کې خلافت ومانه. په دې دوره کې، امام علي(ع) د دیني ګټو او اسلامي یووالي د ساتنې لپاره له خپل حق (د رسول الله له جانشینۍ) څخه تېر شو او د درېیو خلفاوو سره یې همکاري وکړه.

د رسول الله(ص) له وفات وروسته، د سقیفه بني ساعده پیښه د خلیفه په توګه د ابوبکر د ټاکل کیدو لامل شوه، چې د علي بن ابي طالب او ځینو صحابه‌ وو له مخالفت سره مخ شو؛ خو د ملاتړو نشتوالی، د اهل بیت او مسلمانانو د ژوند له خطر سره مخ کېدو وېره، او د اسلامي ټولنې د ړنګېدو مخنیوی د دې لامل شو چې هغه ۲۵ کاله چوپ پاتې شي.

په هر حال، د مورخینو او محدثینو په وینا، امام علي(ع) د مسلمانانو د ټولنې د مهمو پېښو او تحولاتو په وړاندې فعاله تګلاره درلوده. په دې دوره کې، امام علي(ع) د قرآن په راټولولو، د مسلمانانو د فتوحاتو په اړه مشورې ورکولو، درېیو خلفاوو ته د سیاسي مسایلو او ستونزو په اړه مشورې ورکولو، او د بېوزلو د ژوند د تأمین لپاره کار کولو سره خپل رول ادا کړ.

اهمیت او مقام

۲۵ کلنه چوپتیا د امام علي(ع) د ژوند یوه برخه ده چې په دې دوره کې یې د درېیو خلفاوو د حکومت پر مهال له خپل حق (د رسول الله له جانشینۍ) څخه تېر شو. دا دوره د رسول الله(ص) له وفات څخه پیل او تر ۳۵ق کال پورې چې هغه خلافت ومانه، پای ته ورسېده.[۱] ځینو لیکوالانو د امام علي ۲۵ کلنه چوپتیا د امامانو د تقيې یوه بېلګه[۲] او د مداراتی تقيې (ګوزاره کولو) ډول بللی دی.[۳] که څه هم په دې ۲۵ کلنه چوپتیا کې امام علي(ع) د خلافت له اخیستلو منع شو، خو د امام رضا(ع) د یوه حدیث له مخې، هغه په همدې دوره کې هم د امامت مقام درلود.[۴]

د «فرهنگ غدیر» کتاب لیکوال، جواد محدثي، د «۲۵ کلنه چوپتیا» تعبیر دقیق نه ګڼي، ځکه چې امام علي(ع) څو ځله د خپل حقانیت د ثابتولو لپاره احتجاج وکړ او د درېیو خلفاوو د کړنو په وړاندې یې انتقادي او نصیحت‌کوونکی چلند درلود.[۵] د مورخ رسول جعفریان په وینا، د امام علي(ع) او د هغه د مخالفینو ترمنځ اختلاف ورځ تر ورځې څرګندېده او په دوی کې یې ستونزې رامنځته کولې؛ لکه د هغه پر کور برید، له شیخینو سره د حضرت فاطمې(س) قهر او د هغې شهادت.[۶] ځکه چې امام علي(ع) د خلافت ترلاسه کول د خپلو موخو (د اسلام او د رسول الله د هڅو ساتنه) سره په ټکر کې ولیدل، نو اړ شو چې چوپ پاتې شي.[۷]

علي بن ابي‌طالب په شقشقیة خطبة کې د رسول الله(ص) د خلافت په اړه مسایل په څرګنده توګه بیان کړي[۸] او له خپل ځان مخکې د خلفاوو د خلیفه کېدو په اړه یې شکایت کړی دی.[۹] په دې خطبه کې، د لومړیو درېیو خلفاوو د تاریخ بشپړه دوره د امام(ع) له نظره بیان شوې ده. د ۲۵ کلنې چوپتیا لاملونه او د خلافت د منلو انګیزې د دې خطبې له مهمو موضوعاتو دي.[۱۰] د ځینو لیکوالانو په وینا، خلکو د درېیو خلفاوو د حکومت د کمزورتیاوو په لیدلو سره د امام علي(ع) ارزښت درک کړ. له همدې امله، د عثمان له وژل کېدو وروسته یې د امام علي(ع) د خلیفه کېدو لپاره ټینګار وکړ.[۱۱]

د امام علي(ع) له ۲۵ کلنې چوپتیا څخه د اسلامي یووالي د ترلاسه کولو لپاره پیروي کول د مسلمانانو لپاره اړین بلل شوي ترڅو د اسلام د دښمنانو له تسلط څخه مخنیوی وکړي.[۱۲]

د چوپتیا لاملونه

د شیعه عقیدې له مخې، که څه هم علي بن ابي‌طالب د رسول الله لومړنی جانشین (ځای ناستی) و،[۱۳] خو د دیني ټولنې د ګټو او اسلامي یووالي د ساتنې لپاره یې چوپتیا غوره کړه او له خلفاوو سره یې همکاري وکړه.[۱۴] د محمد تقي مصباح یزدي په نظر، امام علي(ع) په دې ۲۵ کلنه دوره کې پر خلکو د حکومت کولو توان درلود او د هغه حکومت مشروعیت درلود؛ خو له دي امله چې خلکو له هغه سره بیعت نه و کړی او د هغه حکومت د خلکو په منځ کې مقبولیت نه درلود، نو هغه پر خلکو د زور او ځواک له لارې خپل حکومت ونه تاپه.[۱۵]

په مقابل کې، شیعه څیړونکي، مهدي بازرګان او مهدي حایري یزدي، په دې باور دي چې د حکومت حق یوازې د خلکو په ټاکنه دی او خداي، پیغمبران او امامان پخپله د حکومت حق نه لري.[۱۶] د دوی په نظر، د امام علي(ع) چوپتیا په همدې تړاو تفسیر کیږي.[۱۷] اهل سنت هم په دې باور دي چې د رسول الله د جانشینۍ مسئله خلکو ته سپارل شوې ده.[۱۸] دوی فکر کوي چې امام علي(ع) ځان د رسول الله له خوا ټاکل شوی جانشین نه ګڼه له همدې امله، کله چې د عثمان له وژل کېدو وروسته خلکو له هغه وغوښتل چې خلیفه شي، هغه د خلافت له منلو ډډه کوله.[۱۹]

د ملاتړو نشتوالی

امام علي(ع) په نهج البلاغه د ۲۶ خطبې په اساس، د خپلې ۲۵ کلنې چوپتیا یو لامل د ملاتړو نشتوالی بللی دی.[۲۰] همدارنګه، د یوه روایت له مخې چې په امالي شیخ طوسي کې د امام حسن(ع) له قوله نقل شوی، هغه له مکې څخه د رسول الله وتل، د خپل پلار ۲۵ کلنه چوپتیا او له معاویه سره خپله سوله د خلکو د نه ملاتړ لامل بللې ده.[۲۱]

د اهل بیت او مسلمانانو د ژوند د خطر وېره

په نهج البلاغه په۲۶[۲۲] او ۲۱۷[۲۳] خطبو کې د ژوند له خطر سره د امام علي(ع) د خاندان د مخ کېدو وېره د هغه د چوپتیا له لاملونو بلل شوې ده.[۲۴] په یوه روایت کې چې د نهج‌البلاغې سني شارح، ابن ابي الحدید، د امام علي(ع) له قوله نقل کړی، هغه د مسلمانانو د ژوند د خطر په اړه هم وېره درلوده.[۲۵]

د مناسبو شرایطو نشتوالی

أَفْلَحَ مَنْ نَهَضَ بِجَنَاحٍ أَوِ اسْتَسْلَمَ فَأَرَاحَ هَذَا مَاءٌ آجِنٌ‏ وَ لُقْمَةٌ يَغَصُّ بِهَا آكِلُهَا وَ مُجْتَنِي الثَّمَرَةِ لِغَيْرِ وَقْتِ إِينَاعِهَا كَالزَّارِعِ بِغَيْرِ أَرْضِهِ.‏

(ژباړه: هر څوک چې د ملاتړ په زور پاڅي، بریالی کیږي؛ او که نه، غاړه ږدي او ارام ناست وي، ځکه خلافت په دې ډول لکه بد خونده او ناخوښې اوبه دي، او داسې مړۍ ده چې خولې ته نه ځي، او څوک چې میوه اومه راټولوي، د هغه بزګر په شان دی چې د بل په ځمکه کرنه کوي.)

نهج البلاغه، د صبحي صالح تصحیح، ۱۴۱۴ق، خطبة ۵، مخ۵۲.

د «مصباح‌السالکین» کتاب لیکوال، ابن‌میثم بحراني، د نهج‌البلاغه د ۵ خطبې په استناد سره په دې باور دی چې علي بن ابي‌طالب د سقیفې له پېښې وروسته شرایط د خلافت د بېرته اخیستلو لپاره مناسب ونه لیدل او له همدې امله یې د خپل حق غوښتنه په ناسم وخت کې د میوې شوکول ګڼل.[۲۶] د نهج‌البلاغې یو شارح، محمد تقي جعفري، په دې باور دی چې یو بل ته د خلکو خوش‌بیني او د سقیفې پېښې ته د امام علي(ع) د رضایت په اړه اوازې خلک د امام علي د حکومت د منلو له چمتووالي محروم کړل.[۲۷]

د اسلامي ټولنې د ړنګېدو مخنیوی

شیخ مفید په خپل کتاب «الفصول المختاره» کې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې مخنیوی د امام علي(ع) د چوپتیا لامل بللی دی.[۲۸] د هغه د نقل له مخې په یوه روایت کې، له خلافته د امام علي(ع) د تېریدو دلیل د اسلامي اتحاد ساتنه او د کفر د بېرته راتګ خطر بللی دی؛[۲۹] لکه څنګه چې په نهج البلاغې ۶۲ لیک کې هم دې دلیل ته اشاره شوې ده.[۳۰] همدارنګه، کله چې حضرت فاطمه(س) خپل خاوند د خلافت د بېرته اخیستلو لپاره وهڅاوه، امام علي(ع) د اذان غږ ته په اشارې سره د اسلام پاتې کېدل د خپلې چوپتیا دلیل وباله.[۳۱]

د رومیانو د یرغل خطر

شیعه تاریخ‌پوه، مهدي پیشوایي، د رومیانو احتمالي یرغل خطر د امام علي(ع) د ۲۵ کلنې چوپتیا بل لامل بللی دی.[۳۲] رومیانو مسلمانان د ځان لپاره جدي خطر ګڼل. له همدې امله، دوی د مسلمانانو پر وړاندې د یرغل لپاره د مناسب فرصت په لټه کې وو، او د مسلمانانو داخلي اختلافاتو کیدای شي دا فرصت د دوی لپاره برابر کړی وای.[۳۳] د رسول الله(ص) په دوره کې رومیانو درې ځله د مسلمانانو پر وړاندې مخامخ جګړه کړې وه.[۳۴]

د پیغمبرانو د تګلارې پیروي

د یوه روایت له مخې چې د امام علي(ع) له قوله نقل شوی،[۳۵] هغه د دې خبرې په ځواب کې چې ولې یې د عایشې، طلحه او زبیر پر وړاندې جګړه وکړه، خو د درېیو خلفاوو پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړه، د خپلې چوپتیا دلیل د شپږو پیغمبرانو (ابراهیم(ع)، لوط(ع)، یوسف(ع)، موسٰی(ع)، هارون(ع) او محمد(ص)) د تګلارې پیروي بللې ده چې دوی هم د یوې مودې لپاره د خپل قوم پر وړاندې اړ شوي وو چې چوپ پاتې شي.[۳۶]

د ۲۵ کلنې دورې پېښې او د امام علي(ع) دریځونه

شیعه تاریخ‌پوه، مصطفٰی دلشاد تهراني، د امام علي(ع) ۲۵ کلنه چوپتیا د هغه د غیر فعاله چلند په معنی نه ګڼي او په دې باور دی چې امام علي(ع) د مسلمانانو د ټولنې د مهمو پېښو او تحولاتو پر وړاندې فعاله تګلاره درلوده.[۳۷]

د قرآن راټولول

د رسول الله(ص) له وفات وروسته، امام علي(ع) قرآن په یوه مصحف کې راټول کړ.[۳۸] ځینو صحابه‌و دا مصحف ونه مانه. له همدې امله، امام علي(ع) دا له عمومي لاسرسۍ څخه لرې کړ.[۳۹] په هر حال، امام علي د عثمان له هغه اقدام څخه چې د قرآنونو د یوځای کولو او د عثماني مصحف د رامنځته کولو لامل شو، ملاتړ وکړ او له خلیفه کېدو وروسته هم هماغه قرآن ته ژمن پاتې شو.[۴۰]

د مسلمانانو فتوحات

د مسعودي د راپور له مخې په «مروج الذهب» کتاب کې، کله چې عمر له امام علي(ع) وغوښتل چې د ایران په فتح کې برخه واخلي، هغه ونه منله؛[۴۱] خو په هر حال، د ابوبکر او عمر د خلافت په دوره کې، هغه کله ناکله د فتوحاتو په اړه مشورې ورکولې.[۴۲]

د عثمان وژنه

د درېیم خلیفه، عُثمانِ بنِ عَفّان، د حاکمیت پر مهال شورش او ناآرامي د خلافت د ۲۵ کلنې دورې له اغېزناکو پېښو څخه وه.[۴۳] د رسول جعفریان په وینا، امام علي(ع) د عثمان پر وړاندې ډېری انتقادونه منل، خو له سیاسي پلوه د هغه له وژلو سره مخالف و او دا یې د معاویه په ګټه ګڼله.[۴۴] هغه شورشیانو ته نصحیت کاوه او د دوی تېروتنې یې ورته ښودلې.[۴۵]

د چوپتیا په دوره کې د امام علي(ع) فعالیتونه

د شیعه له مراجعو څخه جعفر سبحاني، په دې دورې کې د امام علي(ع) ځینې فعالیتونه په دې ډول شمېرلي دي:

  1. د قرآن تفسیر او د شاګردانو لکه ابن‌عباس روزنه؛
  2. د نړۍ د عالمانو، په ځانګړې توګه یهودي او مسیحي عالمانو، پوښتنو ته ځوابونه؛
  3. د نوو پېښو احکام بیانول؛
  4. درېیو خلفاوو ته د سیاسي مشکلاتو او ستونزو په اړه مشورې ورکول؛
  5. د پاک ضمیر لرونکو انسانانو روزنه؛
  6. د بېوزلو د ژوند د تأمین لپاره کار.[۴۶]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. رفیعی، زندگی ائمه(ع)، پژوهشکده تحقیقات اسلامی، ص۳۴-۳۵.
  2. رضوان‌فر، فرهنگ اخلاقی معصومین(ع)، ۱۳۸۷ش، ص۴۰۰.
  3. موسوی، مبانی فقهی تقیه مداراتی، ۱۳۹۲ش، ص۱۲۰؛ کمالی اردکانی، پژوهشی پیرامون اقتدای به عامه، سازمان حج و زیارت، ص۴۳.
  4. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۸۱-۸۲.
  5. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۶ش، ص۳۱۳-۳۱۴.
  6. جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۰ش، ص۵۸.
  7. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۷ش، ص۷۱.
  8. مکارم شیرازی، پیام امام(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۳۱۸.
  9. بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۵۱.
  10. وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۳، ص۴۸-۵۰.
  11. زمانی، نهج البلاغه، ۱۳۶۹ش، ج۱، ص۱۳۴.
  12. جباری، «اتحاد و انسجام، ضرورتی تاریخی»، ص۴.
  13. د نورو استدلالونو لیدنه لپاره مثال په توګه وګورئ: سید مرتضی، الذخیره، ۱۴۱۱ق، ص۴۳۷-۴۸۳؛ ابن‌نوبخت، الیاقوت، ۱۴۱۳ق، ص۸۰-۸۶؛ حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۹۹-۳۶۵؛ محقق لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۴۸۵-۵۳۸.
  14. دانش، «تعامل امام علی(ع) با خلفا در جهت وحدت اسلامی»، ص۱۱۰.
  15. مصباح یزدی، پاسخ به پرسش‌ها، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۲۹.
  16. بازرگان، بعثت (۲)، ۱۳۸۷ش، ص۲۹۸؛ حائری، حکمت و حکومت، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۹-۲۱۲.
  17. بازرگان، بعثت (۲)، ۱۳۸۷ش، ص۲۹۹.
  18. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۱۲ق، ج ۵، ص۲۶۲.
  19. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه،۱۴۰۴ش، ج۷، ص۳۴.
  20. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۲۶، ص۶۸.
  21. شیخ طوسی، الاَمالی، ۱۴۱۴ق، ص۵۶۰.
  22. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۲۶، ص۶۸.
  23. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، خطبه ۲۱۷، ص۳۳۶.
  24. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۷ش، ص۷۲.
  25. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۰۸.
  26. بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۷۸.
  27. جعفری، شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۶ش، خطبه ۵.
  28. شیخ مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۲۵۸.
  29. شیخ مفید، الأمالی، ۱۴۱۳ق، ص۱۵۵.
  30. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ۱۴۱۴ق، نامۀ ۶۲، ص۴۵۱.
  31. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۱۱۳.
  32. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۷ش، ص۷۷.
  33. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۷ش، ص۷۷.
  34. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۷ش، ص۷۷.
  35. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۴۹.
  36. آل‌قطیط، وقفة مع الدکتور البوطی فی مسائله، ۱۴۱۷ق، ص۱۱۲-۱۱۴.
  37. دلشاد تهرانی، «انتساب ۲۵ سال سکوت، به امام علی(ع) اشتباه است»، خبرگزاری تسنیم.
  38. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۴۵؛ سجستانی، کتاب المصاحف، ۱۴۲۳ق، ص۵۹.
  39. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۲.
  40. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۸.
  41. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۱۰.
  42. رنجبر، «مواضع امام علی در برابر فتوحات خلفا»، ص۶۲.
  43. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۹۴ش، ص۱۸۵.
  44. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۹۴ش، ص۱۸۰.
  45. مثال په توګه وګورئ: ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۷۳.
  46. سبحانی، «فرازهایی حساس از زندگانی امیرمؤمنان(ع): بیست و پنج سال سکوت چرا؟»، ص۵۲-۵۳.

سرچينې

  • قرآن
  • آل‌قطیط، هاشم، وقفة مع الدکتور البوطی فی مسائله، بیروت، دار المحجة البیضاء، ۱۴۱۷ق.
  • ابن‌ِاَبی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة‌الله، شرح نهج البلاغه، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ش.
  • ابن‌ِاَثیر، علی بن ابی‌الکرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌ِمیثم بحرانی، میثم بن علی، شرح نهج البلاغه، تهران، دفتر نشر کتاب، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌ِنوبخت، ابراهیم، الیاقوت فی علم الکلام، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۱۳ق.
  • ابن‌ِنَدیم، محمد بن اسحاق، الفهرست، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۷ق.
  • بازرگان، مهدی، «آخرت و خدا، هدف بعثت»، فصلنامه کیان، شماره ۲۸، زمستان ۱۳۷۴ش.
  • پیشوایی، مهدی، سیره پیشوایان، قم، مؤسسه امام صادق‌(ع)، ۱۳۹۷ش.
  • تفتازانی، مسعود بن عمر، شرح المقاصد، قم، الشریف الرضی، ۱۴۱۲ق.
  • جباری، محمدرضا، «اتحاد و انسجام، ضرورتی تاریخی»، در مجله معرفت، شماره ۱۱۴، خرداد ۱۳۸۶ش.
  • جعفری،‌ محمدتقی، شرح نهج البلاغه، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • جعفریان، رسول، تاریخ خلفا از رحلت پیامبر(ص) تا زوال امویان، قم، دلیل ما، ۱۳۹۴ش.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، تهران، نشر علم، ۱۳۹۰ش.
  • حائری یزدی، مهدی، حکمت و حکومت، لندن، نشر موج آزادی، ۱۳۸۸ش.
  • حِمَّصی رازی، سَدید‌الدین، المُنْقِذ مِنَ التقلید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۲ق.
  • دانش، اسماعیل، «تعامل امام علی(ع) با خلفا در جهت وحدت اسلامی»، در مجله اندیشه تقریب، شماره ۴، پاییز ۱۳۸۴ش.
  • دلشاد تهرانی، مصطفی، «انتساب ۲۵ سال سکوت، به امام علی(ع) اشتباه است»، خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج:۱۶ بهمن۱۳۹۲، تاریخ بازدید:۱۳ آبان۱۳۹۸.
  • رضوان‌فر، احمد، فرهنگ اخلاقی معصومین(ع)، قم، مرکز پژوهش‌های اسلامی صدا و سیما، ۱۳۸۷ش.
  • رفیعی، علی، زندگی ائمه(ع)، تهران، پژوهشکده تحقیقات اسلامی، بی‌تا.
  • رنجبر، محسن، «مواضع امام علی در برابر فتوحات خلفا»، در مجله تاریخ اسلام ر آینه پژوهش، شماره ۲، بهار ۱۳۸۲ش.
  • زمانی، مصطفی، نهج البلاغه، قم، الزهراء، ۱۳۶۹ش.
  • سبحانی، جعفر، «فرازهایی حساس از زندگانی امیرمومنان(ع): بیست و پنج سال سکوت چرا؟»، ماهنامه درس‌هایی از مکتب اسلام، سال شانزدهم، شماره۸، مرداد۱۳۵۴ش.
  • سجستانی، عبدالله بن سلیمان، کتاب المصاحف، قاهره، الفاروق الحدیثه، ۱۴۲۳ق.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الذخیرة فی علم الکلام، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الأمالی، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • کمالی اردکانی، حمید، پژوهشی پیرامون اقتدای به عامه، تهران، سازمان حج و زیارت، بی‌تا.
  • محدثی، جواد، فرهنگ غدیر، قم، نشر معروف،‌ ۱۳۸۶ش.
  • محقق لاهیجی، عبدالرزاق بن علی، گوهر مراد، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۳ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، مُروجُ الذَّهَب و معادن الجوهر، قم، دار الهجره، ۱۴۰۹ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، پاسخ به پرسش‌ها، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۱ش.
  • معرفت، محمدهادی، علوم قرآنی، قم، التمهید، چاپ چهارم، ۱۳۸۱ش.
  • معرفت، محمدهادی، علوم قرآنی، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، ۱۳۸۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • موسوی، سید محمدیعقوب، مبانی فقهی تقیه مداراتی، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۲ش.

بهرنۍ لینک