منځپانگې ته ورتلل

معتمد عباسي

د wikishia لخوا
معتمد عباسي
نوماحمد بن جعفر متوکل
لقبمعتمد علی‌الله
مړینه۲۷۹ق (بغداد)
پلارمتوکل عباسي
مورفتیان رومي
ماشومانجعفر بن معتمد
دیناسلام
دښخیدو ځایسامرا
مقامپنځلسم عباسي خلیفه
کورنۍعباسیان
د واکمنۍ پیل۲۵۶ ق
د واکمنۍ پای۲۷۹ق
په ورته وخت کېامام حسن عسکري(ع)
مهمې کړنېامام عسکري(ع) ته شهید کول
مخکې لهمعتضد عباسي
وروسته لهمهتدی عباسي


مُعتَمِد عباسي (۲۲۹ -۲۷۹هجري) یا المُعْتَمِد علی‌الله پنځلسم عباسي خلیفه و چې د امام حسن عسکري(ع) د وژنې امر یې وکړ. هغه د متوکل عباسي له اولادې څخه و او له مهتدي عباسی وروسته په ۲۵۶ هجري کال کې خلافت ته ورسید. د معتمد حکومت شاوخوا څلور کاله د امام عسکري(ع) امامت سره او ۱۹ کاله د امام مهدي(عج) د امامت سره سمون درلود.

د معتمد د واکمنۍ پر مهال، یو شمېر علویان بندیان شول او ځینې ووژل شول. د ځینو راپورونو له مخې، امام عسکري(ع) د معتمد د واکمنۍ پر مهال بندي شو او له خوشې کېدو وروسته، په زهر ورکولو سره شهید شو. د امام عسکري(ع) له شهادت وروسته، معتمد د هغه زوي امام مهدي(عج) د نیولو هڅه وکړه، خو ناکام شو. په سرچینو کې د هغه په وخت کې د شیعیانو د یو شمیر پاڅونونو یادونه شوی، له هغو ځینې په مصر کې د ابراهیم بن محمد پاڅون، چې د محمد بن حنفیه اولاده وه، او په کوفه کې د علي بن زید علوي پاڅون دی. د صاحب زنج پاڅون او د قرمطیانو ظاهریدل هم د معتمد د خلافت په دوران کې وو.

معتمد د خپل ورور موفق عباسي په همکارۍ سره، د خلافت مرکز له سامرا څخه بغداد ته بدل کړل او د عربانو په ملاتړ او د ترکیانو په کارونې سره يې د یاغیانو په وړاندې جګړه وکړه او حکومت یې د ترکي جنرالانو له احتمالي خطرونو څخه خوندي کړ. معتمد یو شهوت پرست سړی و، او ویل کیږي چې د بې کفایتۍ او د خوښ وخت تېرونې لپاره يې د لا ډیرې آزادۍ ترلاسه کولو لپاره، د حکومت ساحه یې د خپل زوی جعفر او د خپل ورور موفق ترمنځ وویشله. یو څه وخت وروسته، ټول واک د هغه د ورور په لاس کې ولوېد، او هغه ته یوازې د خلیفه نوم پاتې شو. له معتمد وروسته، د موفق زوي چې نامه یې معتضد عباسي وه واک ترلاسه کړ.

لنډه پيژندګلو

احمد بن جعفر بن محمد بن هارون الرشید، چې د ترکانو لخوا[۱] د المعتمد علي الله په نوم یادیده[۲] او په دې نوم پیژندل کیده،[۳] د پنځلسم عباسی خلیفه[۴] او د متوکل عباسي اولاده وه. د هغه کنیه ابا العباس وه،[۵] او مور یې د فِتْیان په نوم یوه رومي وینځه وه،[۶] او له همدې امله هغه د ابن فتیان په نوم هم پیژندل کیده.[۷] هغه د خپل تره زوی مهتدی بالله پرځای د خلیفه په توګه وټاکل شو[۸] او ۲۳ کاله یې حکومت وکړ.[۹]

معتمد، له معتز او مهتدي وروسته د امام حسن عسکري(ع) دریم معاصر خلیفه و[۱۰] او د شیعیانو د یولسم امام څلور کاله امامت د معتمد په زمانه کې و.[۱۱] د معتمد ۱۹ کاله خلافت د امام مهدي(عج) امامت[۱۲] او د هغه د غیبت سره سمون خوري.[۱۳]


معتمد په ۲۲۹ هجري[۱۴] کال کې په سامرا کې زیږیدلی و او په ۵۰[۱۵] کلنۍ کې د رجب په ۱۱[۱۶] یا ۱۹[۱۷] په ۲۷۹ هجري کال کې کال کې په بغداد کې مړ شو او په سامرا کې ښخ شو. ویل کیږي چې هغه د هغه زهرو په خوړو یا شرابو په څښلو مړ شو چې ورته یې اچولي وو.[۱۸] د هغه له مړینې وروسته، د هغه وراره احمد بن موفق (معتضد) د خلافت څوکۍ ته ورسید.[۱۹]

ځینې عالمانو او محدثانو، لکه فضل بن شاذان نیشابوري[۲۰] او احمد بن محمد بن خالد برقي[۲۱] د معتمد د واکمنۍ پر مهال ژوند کاوه. د مشهورو سني عالمانو او محدثینو یوه ډله، لکه بخاري، مسلم بن حجاج، ابوداود سجستاني، محمد ترمذي، ابن ماجه، محمد بن عبدالحکم، مشهور مصري مورخ، قاضي بکار[۲۲] او نور عالمان[۲۳] د هغه د خلافت په دوران کې وفات شول. دا هم ویل شوي چې معتمد یو شاعر و.[۲۴]

حکومت ته رسیدل

معتمد د رجب په ۱۴[۲۵] یا د رجب په ۱۸ مه، ۲۵۶ هجري[۲۶] کې په ۲۵ کلنۍ کې خلافت په غاړه واخیست.[۲۷] هغه د پخواني خلیفه، مهتدي د واکمنۍ پر مهال په زندان کې و، خو وروسته له هغه چې مهتدي د ترکانو له خوا ووژل شو، له زندان څخه خوشې شو او د خلیفه په توګه ورسره بیعت وشو.[۲۸]

معتمد عباسي خپل زوی جعفر خپل ولیعهد وټاکه، هغه ته یې د المفوّض الی الله لقب ورکړ، او خپل ورور موفق یې د خپل زوی وروسته ولیعهد وټاکه.[۲۹] موفق د جعفر له ولیعهدۍ څخه ناراضه و او هغه یې د دې مقام وړ نه ګڼلو.[۳۰]

معتمد عباسي د خلافت مرکز له سامرا څخه بغداد ته ولېږداوه،[۳۱] او له هغه وروسته بغداد د عباسي حکومت پلازمېنه پاتې شوه.[۳۲] هغه بغداد ته د واک په لیږدولو او د عربانو د ملاتړ[۳۳] په ترلاسه کولو سره د ترکانو نفوذ کم کړ.[۳۴] لکه څنګه چې ویل شوي دي، د خلافت له ترلاسه کولو وروسته، هغه له ترکانو سره په نرمۍ چلند وکړ او هغوی یې د موسی بن بغا په مشرۍ د صاحب زنج پر وړاندې د جګړې لپاره واستول.[۳۵] په دې توګه، هغه حکومت د دوی د احتمالي خطرونو څخه خوندي کړ.[۳۶] پخوانیو خلیفه ګانو، معتز[۳۷] او مهتدي[۳۸] هم هڅه کړې وه چې د ترکانو ځواک کم کړي؛ خو په پای کې دوی د ترکي جنرالانو لخوا ووژل شول.

هوس باز او له سیاسته بې خبره

معتمد هغه کس ګڼل کیږي چې له حرامو خوندونو سره یې مینه درلوده[۳۹] او خپل ډیر وخت یې په لهو لعب او شرابخوارۍ کې تیراوه.[۴۰] ویل شوي دي چې هغه له سیاست سره نا اشنا و[۴۱] او په خلافت کې ناتوانه و.[۴۲] د کتاب الاعلام لیکوال زرکلي هغه د یو پریشانه، منزوي کس او د نورو تر کنټرول لاندې کس په توګه بیان کړی دی.[۴۳] معتمد د حکومت ساحه د خپل زوی او ورور ترمنځ وویشله[۴۴] او خپل ورور ته د پوځ د قوماندې ورکولو سربیره، هغه ته یې د اسلامي خاورو د مهمو برخو واليتوب هم ورکړ او پخپله په عیش و عشرت کې لګیا شو.[۴۵]

ویل کیږي چې د هغه ورور موفق یو زیرک او زړور کس و چې د ستونزو د لرې کولو لپاره یې سخت کار کاوه. موفق د پوځ په منسجم کولو سره د یاغیانو سره مقابله پیل کړه.[۴۶] موفق ته د واک پریښودل او په خپله په عیش و عشرت لګیا کیدل د دې لامل شو چې خلک د معتمد څخه کرکه وکړي، او د خلکو نظر د هغه د ورور په لور واوړي.[۴۷]

موفق ته د حکومت سپارل

موفق د خپل ورور معتمد د بې کفایتۍ له امله واک ترلاسه کړ.[۴۸] ویل کیږي چې په خطبه کې امیر المومنین، سکې او عنوان د معتمد په نوم وو، او د پوځ امر و نهي او همدارنګه د وزیرانو ټاکل، د موفق په لاس کې وو.[۴۹] د تاریخ پوهانو په وینا، د موفق ځواک دومره ډېر و چې معتمد هیڅ واک نه درلود او یوازې د خلیفه لقب ورسره پاتې و.[۵۰] په ځینې سرچینو کې راغلي دي چې حتی هغه مالي اړتیا درلودله.[۵۱] معتمد په ۲۶۹ هجري کال کې، د مصر له واکمن احمد بن طولون څخه د خپل ورور موفق سره د مقابلې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. معتمد د ابن طولون له بلنې وروسته مصر ته روان شو، خو د موصل د واکمن له خوا ونیول شو او بغداد ته یې راستون کړ.[۵۲] موفق هغه دارالخلافې ته له ننوتلو منع کړ او سخت چلند یې ورسره وکړ.[۵۳]

د موفق زوی معتضد د خپل پلار له مړینې وروسته واک ترلاسه کړ[۵۴] او د معتمد سره یې سختي وکړه.[۵۵] معتمد مجبور شو چې په ځای ناستي کې د خپل زوی په پرتله هغه ته لومړیتوب ورکړي.[۵۶]

امام حسن عسکری او شیعیانو سره د هغه چلند

د ځینو څېړونکو په وینا، د امام حسن عسکري(ع) ډېر پیروان د حکومت تر څارنې لاندې وو او له خپل امام سره له مستقیم تماس څخه محروم وو.[۵۷] هغه عالمان او فقها، چې یوولسم امام سره به یې ملاقات غوښته هغوي پسې به د حکومت چارواکي ګرځیدل.[۵۸] د امام د استازو تلل راتلل هم په مختلفو ځایونو کې له نږدې څارل او کنټرول کېدل؛[۵۹] لکه څنګه چې یو راپور د معتمد د حکومت لخوا په حسین بن روح پسې کیدل او د هغه د پټیدو یادونه شوې ده.[۶۰] په شیعه ګانو باندې د حکومت فشار دومره زیات و چې امام خپلو پیروانو ته سپارښتنه ورکړه چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په سړک کې هم له هغه سره له سلام کولو ډډه وکړي.[۶۱] په طبرستان کې د امام حسن(ع) د لمسي احمد بن محمد بن عبدالله او د امام سجاد(ع) د لمسي محمد بن احمد بن محمد، د جعفر بن ابي طالب د لمسي حمزه بن حسین، د امام حسن(ع) د لمسي حمزه بن عیسی او د امام سجاد علیه السلام د لمسي محمد او ابراهیم وژل په طبرستان کې، محمد بن حسین او موسی بن موسی د امام حسن(ع) د اولادې په سامرا کې وژل، د حکومت له خوا شیعیانو سره تیز چلندونه وو.[۶۲]

د امام حسن عسکري(ع) بندي کېدل

امام حسن عسکري(ع) د عباسي واکمنانو له سخت چلند سره مخ و.[۶۳] معتمد عباسي امام عسکري(ع) تر سختې امنیتي څارنې لاندې راوست[۶۴] او د هغه شاوخوا کې د ګڼ شمېر جاسوسانو په ګمارلو سره یې په امام باندې ډېر محدودیتونه ولګول. هم دا د دې لامل شو چې د امام ډېر پیروان له هغه سره له آزادې اړیکې محروم شي.[۶۵] د معتمد له امام څخه دومره اندېښنه زیاته وه چې امام اړ شو چې ځان د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې دربار ته حاضر کړي؛[۶۶] خو امام سره د خلکو د زیاتېدونکي لېوالتیا له امله د امام په لور د دارالخلافې لاره له خلکو ډکه شوه.[۶۷]

امام عسکري(ع) د مهتدي د خلافت د وخت سربیره، د معتمد د خلافت په وخت کې هم بندي شو.[۶۸] په یوه راپور کې راغلي چې په ۲۵۹ هجري کال کې، د هغه له شهادت څخه څو میاشتې مخکې، امام د معتمد عباسي په امر بندي شو[۶۹] او علي بن جرین،[۷۰] یا علي بن اوتامش، چې د اهل بیتو(ع) له سختو دښمنانو څخه و، د هغه د زندان زندانبان شو.[۷۱] معتمد له زندانبان څخه غوښتي و چې د شیعیانو یوولسم امام سره سخت چلند وکړي او هره ورځ د هغه په اړه خبرونه ورکړي. خو، وروسته له دې چې وایې ورېدل چې د شیعو امام په زندان کې په دوامداره توګه روژه نیسي او لمونځ کوي، معتمد په ۲۶۰ هجري کال کې هغه خوشې کړ.[۷۲]

د سختۍ لاملونه

د عباسی حکومت د مخالفینو په توګه د امام حسن عسکري(ع) په مشرۍ د شیعیانو مخ په زیاتیدونکی ځواک، حسادت، د امام حسن عسکری(ع) پراخ ولسي بنسټ، د عباسی حکومت پر وړاندې د علویانو پاڅونونه، او همدارنګه د مهدویت په اړه خبرونه چې هغه د مهدي پلار دی، د دې لامل شول چې حکومت په دوامداره توګه د شیعیانو یوولسم امام تر سخت فشار او څارنې لاندې وساتي.[۷۳]

د امام عسکري(ع) شهیدول

ویل کیږي چې د امام حسن عسکري(ع) د شهرت د زیاتیدو او د شیعه ګانو د پراخ فعالیت او همدارنګه د څارنې، زندان او ګواښونو د پایلو د نشتوالي له امله، معتمد پریکړه وکړه چې هغه ووژني.[۷۴] بالاخره، امام حسن عسکري په پټه مسموم شو او د ۲۶۰ هجري کال د ربیع الاول په اتمه نیټه شهید شو.[۷۵] ویل کیږي چې حکومت هڅه وکړه چې داسې ظاهره کړه چې د امام حسن عسکري وژنه یو عادي مړینه وه.[۷۶] طبرسي په دې باور دی چې ډېر شیعه عالمان په دې باور دي چې امام د معتمد د حکومت له خوا د زهرو په پایله کې شهید شوی دی؛[۷۷] په هرصورت، شیخ مفید په خپل کتاب «الارشاد» کې د امام حسن عسکري وفات د ناروغۍ له امله ګڼلې او د هغه په وژنه کې یې د معتمد لاس لرلو ته اشاره نه ده کړې.[۷۸]

د امام حسن عسکري(ع) د خپل شهادت په اړه ضمني بیان،[۷۹] د هغه لنډ د عمر لنډوالی پرته له کومې ناروغۍ، او د هغه د زندان څخه د خلاصونه او د هغه د مړینې ترمنځ لنډ وقفه[۸۰] او همدارنګه د خلیفه لخوا د شیعیانو د یوولسم امام د مړینې د عادي کولو هڅه،[۸۱] او همدارنګه د ټولو امامانو د شهادت په اړه روایت (ما منا الا مقتول شهید[۸۲] دا ښيي چې د یوولسم امام د وژلو لپاره د خلافت لخوا دسیسه شوې ده. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د شیعه امامانو د ژوند او د هغه په وړاندې د خلیفه ګانو د چلند په اړه د شیعیانو تاریخي تجربې ته په پام سره، د هغه شهادت شیعیانو ته څرګند و.[۸۳]

په ځینې سرچینې کې د معتمد له خوا د امام هادي(ع) د شهادت په اړه راپورونه ذکر شوي دي؛[۸۴] لکه څنګه چې ویل شوي، امام هادي(ع) د پخواني خلیفه معتز په امر او د معتمد د زهرو له سببه شهید شو.[۸۵]

د امام مهدي(عج) سره مقابله

د امام حسن عسکري(ع) د زوی د موندلو لپاره د حکومت هڅو یوولسم امام دې ته وهڅوه چې د خپل زوی، مهدي(عج) د زیږون او اوسیدو ځای پټ وساتي.[۸۶] ویل کیږي چې حکومت د امام مهدي(عج) د لټولو لپاره څو ځله د هغه کور ولټوه، او حتی د هغه د عمر په وروستي ورځو کې یې د هغه کور تر کلکې څارنې لاندې راوست، ترڅو که د هغه زوی وموندل شي، نو حکومت ته به یې راپور ورکړي.[۸۷] حکومتي استازو، د معتمد په امر عمل وکړ، د امام عسکري(ع) له شهادت وروسته یې هم د مهدي(عج) د نیولو لپاره د هغه پر کور چاپه ووهله. دوی کور تلاشي کړ او کوټې یې بندې کړې،[۸۸] د امام حسن عسکري(ع) ټولې وينځې یې بندي کړې ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی حامله نه دي.[۸۹]

پاڅونونه او جنګونه

د معتمد د خلافت دوره د یوې سختې دورې په توګه بیان شوې ده، چې د حکومت پر وړاندې په کې ډېر پاڅونونه وشول.[۹۰] ویل شوي چې د اسلامي ځمکو هره برخه د یوې ډلې تر کنټرول لاندې وه.[۹۱]

د زنګیانو پاڅون، چې د علي بن محمد په مشرۍ، چې د صاحب زنج په نوم پیژندل کیږي، د معتمد د واکمنۍ پرمهال، وشو[۹۲] او بالاخره د حکومت لخوا وځپل شو.[۹۳] په دې موده کې، یعقوب لیث صفاري واک ته ورسېد.[۹۴] هغه د معتمد له لښکرو سره له مخامخېدو وروسته[۹۵] او د اسلامي ځمکو د ځینو برخو د کنټرول ترلاسه کولو وروسته، په جندی شاپور کې د ناروغۍ له امله وفات شو.[۹۶]

په ۲۷۸ هجري کال کې په کوفه کې د قرمطیانو ظهور،[۹۷] د اسماعیلیانو ظهور،[۹۸] د طبرستان علویان[۹۹] او صفاریان، او همدارنګه په خراسان او کرمان کې د احمد بن عبدالله خجستاني بغاوت[۱۰۰] او رومیانو(صوائفو) سره جګړه[۱۰۱] دا هغه نورې پیښې دي چې د معتمد د خلافت په وخت کې شوي او په تاریخ کې بیان شوي دي.

همدارنګ وګورئ: د صاحب زنج، قرمطیان، او اسماعیلیه پاڅونونه

د علویانو پاڅون

د معتمد د واکمنۍ پر مهال، د شیعیانو له خوا ځینې پاڅونونه وشول؛ په دې کې د علي بن زید بن حسین پاڅون هم شامل دی، چې په کوفه کې راپورته شو او په لومړي پړاو کې یې عباسیانو ته ماتې ورکړه، خو د کوفې د خلکو د ملاتړ د نه کولو له امله صاحب زنج سره یوځای شو. وروسته له هغه چې د صاحب زنج د علوي شونې په اړه په غلطې ادعا پوه شو، علي بن زید هڅه وکړه چې خپل د پوځ قوماندانان خپل لوري ته راوبلي، خو بالاخره د صاحب زنج لخوا ووژل شو.[۱۰۲]

د علویانو پاڅون لکه په مصر کې د ابراهیم بن محمد چې د محمد بن حنفیه له اولادې څخه و،[۱۰۳] په کوفه کې د علي بن زید علوي،[۱۰۴] په ری کې د حسین بن زید الطالبي [۱۰۵] د معتمد د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوو. سیوطي په خپل کتاب تاریخ خلفا کې د عبیدالله بن عبید په نوم د یو کس یادونه کړې ده او باور لري چې هغه په یمن کې د مهدویت مدعي و.[۱۰۶]

فوټ نوټ

  1. خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹.
  2. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۰؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۱؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲.
  3. طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۹، ص۴۷۴.
  4. ابی‌الفداء، تاریخ أبی‌الفداء، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۶۶؛ قمی، نگاهی بر زندگی چهارده معصوم(ع)، ۱۳۸۰ش، ص۵۰۳؛ حسینی خانون آبادی، وقایع السنین و الاعوام، ۱۳۵۲ش، ج۱، ص۱۸۰.
  5. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۰؛ خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹؛ زامباور، نسب نامه خلفا، ۲۵۳۶ش، ج ۱، ص۳.
  6. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۰؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۷۱و۵۱؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲.
  7. طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۹، ص۴۷۴.
  8. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۰؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۱؛ ابن‌فوطی، مجمع الآداب، ۱۴۱۶ق، ج‌۵، ص۳۲۳.
  9. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۱؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۱؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲.
  10. جمعی از نویسندگان، فرهنگ شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۵.
  11. معروف الحسنی، زندگانی دوازده امام(ع)، ۱۳۸۲ش، ج‌۲، ص۵۰۳.
  12. محدث نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ش، ج‌۱، ص۸۲.
  13. حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۹.
  14. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۰؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۱؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲.
  15. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۱-۵۲؛ خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹.
  16. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۱؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۱-۵۲؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲.
  17. ابن‌شاکر کتبی، فوات الوفیات، بیروت، ج‌۱، ص۶۴.
  18. صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲؛ ابن‌عماد حنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج‌۳، ص۳۲۶.
  19. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۲؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲؛ ابن‌شاکر کتبی، فوات الوفیات، بیروت، ج‌۱، ص۶۵.
  20. کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ج‌۲، ص۸۲۱.
  21. نجاشی، الرجال، ۱۳۶۵ش، ص۷۷.
  22. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۴؛ حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۸۲.
  23. خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۸۰.
  24. صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲-۲۹۳.
  25. یعقوبی، تاریخ‌ الیعقوبی، بیروت، ج‌۲، ص۵۰۷؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج‌۴، ص۲۸۱؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۷۱، ص۵۱.
  26. ابی‌الفداء، تاریخ أبی الفداء، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۶۶؛ عبدالحسین خاتون‌آبادی، وقایع السنین والاعوام، ۱۳۵۲ش، ج۱، ص۱۸۰؛ زامباور، نسب‌نامه خلفا، ۲۵۳۶، ج۱، ص۳.
  27. قرشی، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ۱۳۷۵ش، ص۲۶۶.
  28. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۰؛ ابی‌الفداء، تاریخ أبی الفداء، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۶۶.
  29. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۷، ص۲۷۷؛ حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۸.
  30. حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۸.
  31. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۷، ص۴۵۵؛ ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۴۳۲.
  32. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج‌۱، ص۱۰۷.
  33. خضری، تاریخ خلافت عباسی از آغاز تا پایان آل‌بویه، ۱۳۹۴ش، ص۱۲۳.
  34. خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹.
  35. حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۹.
  36. خضری، تاریخ خلافت عباسی از آغاز تا پایان آل‌بویه، ۱۳۹۴ش، ص۱۲۳.
  37. ابن‌شداد، الأعلاق الخطیرة، ۱۹۵۳م، ج‌۳، ص۷۰۰؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۲، ص۲۹۲؛ ابن‌تغری بردی، مورد اللطافة، ۱۹۷۷ش، ج‌۱، ص۱۶۴.
  38. ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۳۷۹؛ خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج‌۱۱، ص۲۲.
  39. قرشی، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ۱۳۷۵ش، ص۲۶۶.
  40. خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹.
  41. سلوی، الکوکب الثاقب، ۱۴۲۷ق، ج‌۳، ص۸۱۱.
  42. ابن‌الطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۲۴۵؛ ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۴۳۲.
  43. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج‌۱، ص۱۰۶.
  44. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۰؛ حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۸.
  45. حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۸.
  46. خضری، تاریخ خلافت عباسی از آغاز تا پایان آل‌بویه، ۱۳۹۴ش، ص۱۲۳.
  47. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۰؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج‌۱، ص۱۰۷.
  48. صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۰۱ق، ج‌۶، ص۲۹۲؛ ابن‌شاکر کتبی، فوات الوفیات، بیروت، ج‌۱، ص۶۵.
  49. حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۸.
  50. خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹؛ حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۸.
  51. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج‌۱۱، ص۶۵.
  52. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۲؛ ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۳۹۳.
  53. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ۴۳۲.
  54. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۴.
  55. ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۴۳۲.
  56. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۴؛ ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۴۳۲.
  57. حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم(عج)، ۱۳۸۵ش، ص۱۰۱؛ قرشی، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ۱۳۷۵ش، ص۲۶۹.
  58. قرشی، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ۱۳۷۵ش، ص۲۶۸.
  59. معروف الحسنی، زندگانی دوازده امام(ع)، ۱۳۸۲ش، ج‌۲، ص۵۶۹.
  60. معروف الحسنی، زندگانی دوازده امام(ع)، ۱۳۸۲ش، ج‌۲، ص۵۷۳.
  61. منتظرالقائم، تاریخ امامت، ۱۳۸۶ش، ص۲۵۵-۲۵۶.
  62. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بیروت، ص۵۳۶-۵۴۰.
  63. جمعی از نویسندگان، فرهنگ شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۵.
  64. قرشی، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ۱۳۷۵ش، ص۲۶۸.
  65. حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم(عج)، ۱۳۸۵ش، ص۱۰۱.
  66. منتظرالقائم، تاریخ امامت، ۱۳۸۶ش، ص۲۵۵.
  67. منتظرالقائم، تاریخ امامت، ۱۳۸۶ش، ص۲۵۵.
  68. قرشی، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ۱۳۷۵ش، ص۲۶۷.
  69. ابن‌طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۲۷۵.
  70. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه(ع)، قم، ص۵۴۴-۵۴۵.
  71. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه(ع)، قم، ص۵۴۴-۵۴۵.
  72. مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۲۵۳.
  73. قرشی، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ۱۳۷۵ش، ص۲۷۰.
  74. احمدی، تاریخ امامان شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۴۶.
  75. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۱.
  76. احمدی، تاریخ امامان شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۴۶.
  77. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۱-۱۳۲.
  78. شیخ مفید،‌ الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج‌۲، ص۳۳۶.
  79. مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۲۵۳.
  80. منتظرالقائم، تاریخ امامت، ۱۳۸۶ش، ص۲۵۶-۲۵۷.
  81. تصویر امامان شیعه در دایرة المعارف اسلام، ص۴۴۳
  82. تصویر امامان شیعة در دایرة المعارف اسلام، ص۴۴۳-۴۴۴
  83. احمدی، تاریخ امامان شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۴۶.
  84. مناقب و مراثی اهل‌بیت، ص۲۷۴؛ منتهی الآمال، ج‌۳، ص۱۸۸۷؛ ابن‌شهرآشوب، مناقب آل‌ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۰۱.
  85. تقی‌زاده داوری، تصویر امامان شیعه، ۱۳۸۵ش، ص۴۲۷.
  86. احمدی، تاریخ امامان شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۴۷.
  87. احمدی، تاریخ امامان شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۴۷ به نقل از کلینی.
  88. مدرسی، امامان شیعه و جنبشهای مکتبی، ۱۳۶۹ش، ص۳۶۳.
  89. مدرسی، امامان شیعه و جنبشهای مکتبی، ۱۳۶۹ش، ص۳۶۲.
  90. سلوی، الکوکب الثاقب، ۱۴۲۷ق، ج‌۳، ص۸۱۱.
  91. ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۴۲۳.
  92. ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۳۸۲.
  93. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۰؛ خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹.
  94. خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ج‌۲، ص۲۷۹.
  95. بیهقی، تاریخ بیهقی، ۱۳۷۴ش، ج‌۲، ص۵۵۵.
  96. حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۴۳۱.
  97. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۴.
  98. حسن، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۳۷۹.
  99. ابن‌خردادبه، المسالک و الممالک، بیروت، ص۱۵.
  100. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۱-۴۳۲.
  101. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۱؛ ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۴۲۱.
  102. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بیروت، ص۵۲۸.
  103. ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۳۸۱.
  104. ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۳۸۱.
  105. ابن‌خلدون، تاریخ‌ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‌۳، ص۳۸۱.
  106. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۴۳۳.

سرچينې

  • ابن‌اثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت،‌ دار بیروت، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌الطقطقی، محمد بن علی بن طباطبا، الفخری فی الآداب السلطانیة و الدول الاسلامیة، تحقیق عبدالقادر محمد مایو، بیروت، دارالقلم العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌تغری بردی، یوسف، مورد اللطافة فی من ولی السلطنة و الخلافة، قاهره، دارالکتب المصریة، ۱۹۷۷م.
  • ابن‌خردادبه، عبیدالله بن عبدالله، المسالک و الممالک، ترجمه، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و من عاصرهم من ذوی الشأن الأکبر، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌شاکر کتبی، محمد بن شاکر، فوات الوفیات و الذیل علیها، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.
  • ابن‌شداد، محمد بن علی، الأعلاق الخطیرة فی ذکر أمراء الشام و الجزیرة، دمشق، المعهد العلمی الفرنسی للدراسات العربیة، ۱۹۵۳م.
  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، المناقب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، مهج الدعوات و منهج العبادات، قم، دارالذخائر، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق و ذکر فضلها و تسمیة من حلها من الأماثل أو اجتاز بنواحیها من واردیها و أهلها، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌عماد حنبلی، عبدالحی بن احمد، شذرات الذهب فی أخبار من ذهب، دمشق،‌ دار ابن‌کثیر، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌فوطی، عبدالرزاق بن احمد، مجمع الآداب فی معجم الألقاب، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، سازمان چاپ و انتشارات، ۱۴۱۶ق.
  • ابن‌کثیر الدمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • ابی‌الفداء، اسماعیل بن علی، تاریخ أبی‌الفداء، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • احمدی بیرجندی، احمد، مناقب و مراثی اهل‌بیت(ع)، مشهد، آستان قدس رضوی، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
  • احمدی، حمید، تاریخ امامان شیعه، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۹ش.
  • بیهقی، محمد بن حسین، تاریخ بیهقی با معنی واژه‌ها و شرح جمله‌های دشوار و برخی نکته‌های دستوری و ادبی، تهران، مهتاب، چاپ چهارم، ۱۳۷۴ش.
  • تقی‌زاده داوری، محمود، تصویر امامان شیعه در دایرة المعارف اسلام، قم، موسسه شیعه شناسی، ۱۳۸۵ش.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه(ع)، قم، انصاریان، چاپ ششم، بی‌تا.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ شیعه، قم، زمزم هدایت، چاپ دوم، ۱۳۸۶ش.
  • حسن، ابراهیم، تاریخ سیاسی اسلام، ترجمه: ابوالقاسم پاینده، تهران، جاویدان، چاپ نهم، ۱۳۷۶ش.
  • حسین، جاسم، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم(عج)، ترجمه سید محمدتقی آیت‌اللهی، تهران، امیرکبیر، چاپ سوم، ۱۳۸۵ش.
  • حسینی خاتون آبادی، عبدالحسین، وقایع السنین و الاعوام، تهران، اسلامیه، ۱۳۵۲ش.
  • خضری، سید احمدرضا، تاریخ خلافت عباسی از آغاز تا پایان آل‌بویه، تهران، سمت، ۱۳۹۴ش.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دارالکتب العلمیة، منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۱۷ق.
  • خواندمیر، غیاث الدین بن همام الدین، تاریخ حبیب السیر: از حمله مغول تا مرگ شاه اسمعیل اول، تهران، خیام، چاپ چهارم، ۱۳۸۰ش.
  • زامباور، ادوارد، نسب نامه خلفا و شهر یاران و سیر تاریخی حوادث اسلام، ترجمه محمدجواد مشکور، تهران، کتابفروشی خیام، ۲۵۳۶ش.
  • زرکلی، خیرالدین، الأعلام(قاموس تراجم لأشهر الرجال و النساء من العرب و المستعربین و المستشرقین)، بیروت، دارالعلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • سلوی، عبدالقادر بن عبدالرحمن، الکوکب الثاقب فی أخبار الشعراء و غیرهم من ذوی المناقب، مغرب، وزارة الأوقاف و الشؤون الإسلامیة، ۱۴۲۷ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، تاریخ الخلفاء، دمشق، دارالبشائر، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ مفید، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صفدی، خلیل بن ایبک، الوافی بالوفیات، بیروت، دارالنشر فرانز شتاینر، چاپ دوم، ۱۴۰۱ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، آل‌البیت، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر بن یزید، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • قرشی، باقر شریف، زندگانی امام حسن عسکری(ع)، ترجمه سید حسن اسلامی، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۷۵ش.
  • قمی، عباس، منتهی الآمال، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
  • قمی، عباس، نگاهی بر زندگی چهارده معصوم(ع)، قم، ناصر، چاپ سوم، ۱۳۸۰ش.
  • کشی، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال، قم، موسسة آل‌البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
  • محدث نوری، حسین، نجم الثاقب فی احوال الامام الغائب، قم، مسجد جمکران، ۱۳۸۴ش.
  • مدرسی، محمدتقی، امامان شیعه و جنبش‌های مکتبی، مشهد، آستان قدس رضوی، چاپ سوم، ۱۳۶۹ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، إثبات الوصیة للإمام علی بن أبی طالب، قم، انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
  • معروف الحسنی، هاشم، زندگانی دوازده امام(ع)، ترجمه محمد مقدس، تهران، امیرکبیر، چاپ چهارم، ۱۳۸۲ش.
  • منتظرالقائم، اصغر، تاریخ امامت، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۶ش.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، چاپ ششم، ۱۳۶۵ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.