د تلاوت تصدیق
د تلاوت تصدیق یا د قرآن د تلاوت په پای کې «صدق الله» ویل د قرآن د تلاوت له ادابو څخه دي. دغه عبارت په دې معنا دی چې خدای تعالی رښتیا ویلې دي. د ځینو څېړاندو په وینا، په دې کار د پابندۍ لپاره کوم معتبر روایت نیشته؛ خو د خدای د کلام د تصدیق د ښه والي په وجه یو خوښ عمل دی.
شیعه قاریان د خپل تلاوت په اخر کې معمولا د «صدق الله العَلیُّ الْعَظیم» عبارت وایي؛ خو په اهل سنت قاریانو کې «صَدَقَ اللهُ العظیم» ویل دود دي. د عبارت دغه فرق چې د شیعه سني تر مینځ دود دی، د شیعه سني له فتواګانو سره هیڅ اړه نه لري، همداراز ویل کیږي چې د شیعیانو په مینځ کې په دود تصدیق کې د «العلي» ټکی د خدای یو صفت دی چې په قرآن کې راغلی او د امام علي(ع) نوم ته هیڅ اشاره نه لري.
د آل عمران سورې په ۹۵، د احزاب سورې په ۲۲ او د فتح سورې په ۲۷ ایتونو کې د «صدق الله» ټکی راغلی او په بقره او شوری سورتونو کې «العلي العظیم» عبارت کارول شوی دی. په تصدیق کې د «العلی العظیم» په ځای د خدای د نورو صفتونو لکه «العَظیم»، «السَمیع العَلیم» او «الرَحیم الغَفور» ویل جایز دي. د اهل بیتو(ع) په روایتونو کې د تصدیق نورو ډولونو ته هم اشاره شوې ده.
پېژندګلو او حیثیت
د صَدَقَ اللهُ العَظیم یا صَدَقَ اللهُ العَلی العَظیم (رښتیا وویل د لوړې او لویې مرتبې څښتن خدای) او دې ته ورته عبارتونو کارول چې د «تصدیق» په نوم پېژندل کیږي، د قرآن د تلاوت له ادابو څخه دي.[۱] دا عبارت د قرآن د تلاوت په پای کې کارول کیږي او په دې معنا دی چې قاري خپل تلاوت پای ته رسولی دی.[۲]
د لبنان شیعه عالم سید محمد حسین فضل الله، د تصدیق د معنې په اړه ویلي چې د تلاوت په پای کې د «صدق الله» ویل، د خدای تعالی د خبرې په رښتیا ویلو کې د شک په معنا نه دی، بلکې د خدای د رښتیا والي او د هغه د وعدو د پوره کېدو د اقرار په معنا دی.[۳]
صَدَقَ اللهُ العَظیم یا صَدَقَ اللهُ العَلیُّ العَظیم؟
نن سبا په شیعه قاریانو کې د «صَدَقَ الله العَلی العَظیم» او په سني قاریانو کې د «صدق الله العظیم» ویل دود دي.[۴] د تصدیق په ډول کې دا اختلاف، د شیعه یا سني فقیهانو د رایو په وجه نه دی او فقهي اختلاف نه ګنل کیږي؛ بلکې دا خبره یوازې یوه طریقه وه چې د وخت په ټپال کې د شیعه او سني قاریانو تر مینځ د فرق په یو معیار بدله شوې ده.[۵]
همداراز ویل شوي چې د تصدیق په ډول کې دا اختلاف له امام علي(ع) سره هیڅ اړه نه لري او په دې عبارتونو کې د «العلي» صفت د خدای یو صفت دی.[۶] لکه څنګه چې د رواق الحجاج په روایت ځینو سني مذهبه مصري قاریانو لکه حصّان، محمود رمضان، طوخي او بدر حسین هم کله کله خپل تلاوتونه په صَدَقَ اللهُ العَلی العَظیم عبارت سره پای ته رسول.[۷]
د آل عمران سورې په ۹۵، د احزاب سورې په ۲۲ او د فتح سورې په ۲۷ ایت کې د «صدق الله» عبارت راغلی چې پکې خدای تعالی پېغمبر(ص) او نورو مومنانو ته سپارښتنه کړې چې کلام یې تصدیق کړي.[۸] د «قاموس قرآن» په وینا، د «العلي» ټکی اته ځله او د «عظیم»ټکی شپږ ځله په قرآن کې د خدای د صفت په توګه راغلی دی.[۹] همداراز دا دوه صفتونه د بقرې سورې په ۲۵۵ او د شوری سورې په ۴ ایت کې د یو بل په څنګ کې راغلي دي.[۱۰]
ځینو شیعه فقیهانو لکه د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه اي، د اهل سنتو په نزد په دوده طریقه (صدق الله العظیم) ویل جایز ګڼلې [۱۱] او ځینو هغه په نورو طریقو منع اعلان کړې دي.[۱۲] په نورو طریقو او عبارتونو سره هم تصدیق جایز دی.[۱۳] د مثال په توګه، د « العلي العظیم» په ځای په قرآن کې ذکر شوي د خدای د نورو صفتونو لکه «العظیم»، «الْعَزِیزُ الْحَکیم»، «السَّمِیعُ الْعَلِیم»، «الْحَکیمُ الْخَبِیر»، «الْعَلِیمُ الْحَکیم»، «الْعَزِیزُ الرَّحِیم»، «الرَّحِیمُ الْغَفُور» راوړل جایز دي.[۱۴]
د تلاوت د تصدیق په اړه د فقیهانو فتوا
ځینو شیعه سني عالمانو د یو شمېر روایتونو او ایتونو په وړاندې کولو او په ادله سنن کې د تسامح په قاعدې په استناد سره د تصدیق عمل شرعي استحباب لرونکی ګڼلی دی.[۱۵] په دې اړه دارالافتاء المصریه ویلي دي: تصدیق د خدای ذکر دی، له بلې خوا خدای تعالي د احزاب سورې په ۴۱ ایت کې مومنانو ته د ذکر سپارښتنه کوي. نو تصدیق د خدای د قبول وړ دی او استحباب لري.[۱۶]
ځينو شیعه څېړاندو د قرآني، روایي، تاریخي او فقهي مستنداتو په وړاندې کولو او د هغوي په جاجولو سره په نهایت کې، د قرآن د تلاوت په پای کې د تصدیق په شرعي عدم استحباب رایه ورکړې ده.[۱۷] هغوي هغه حدیثونه چې د تصدیق سپارښتنه یې کړې، په خاصو عبادي اعمالو یا ایتونو پورې محدود ګڼلي او ویلې یې دي چې په دغه حدیثونو کې ټول ایتونه او سورې نه شاملیږي.[۱۸] ځینې اهل سنت عالمان هم په دې عقیده دي.[۱۹] د هغوي په عقیده، د تصدیق عمل یوازې یو خوښ عمل او د قرآن د تلاوت له ادابو څخه دی.[۲۰]
ځینو سلفي عالمانو د تصدیق ویل په دې دلیل چې خدای مونږ د هغه له ویلو نه یو منع کړې، جایز ګڼلی دی؛[۲۱] د دې په مقابل کې ځینو وهابیانو او اهل سنت عالمانو په دې بیان سره چې د هغوي په حدیثي سرچینو کې له پېغمبر(ص) او نورو اصحابو کوم روایت نه دی راغلی، د تصدیق او یا حتی د «صَدَقَ اللهُ العَظیم» عبارت د ویلو په بدعت او حراموالي حکم کړی دی.[۲۲]
تصدیق په لمانځه کې
د شیعه د تقلید د ځينو مراجعو په فتوا، که څوک په لمانځه کې د حمد یا سورې په پای کې «صدق الله» ووایي واجبه ده چې له لمانځه وروسته د سهوه سجده وکړي. ځینو هم ویلي چې واجب احتیاط دا دی چې دا کار وکړي.[۲۳] د ځینو په فتوا، که یو کس عمدا هغه تلاوت کړي، لمونځ یې باطلیږي.[۲۴]
په روایتونو کې د تصدیق د عبارت مخینه
- په روایتونو او همداشان د دیني عالمانو په خبرو کې، د ځینو عبارتونو سپارښتنه شوې چې د قرآن د تلاوت په پای کې بیانیږي: ځینې یې په دې ډول دي:
- صَدَقَ الله العَلیُّ العَظیم: مجلسي په بحارالانور کې له پېغمبر(ص) څخه یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې یو کس له هغه حضرته د قرآن تلاوت د پېلولو د څرنګوالي په اړه پوښتنه کوي او پېغمبر ځواب ورکوي چې د قرآن په اول کې «بسمِ الله الرَّحمن الرَّحیم» او په اخره کې «صَدَقَ الله العَلی العَظیم» دی.»[۲۵] د تقلید شیعه مرجع آیتالله سیستاني باوري دی چې د تصدیق ویل په دې ډول غوره دي؛ ځکه چې د «علي» او « عظیم» دوه صفتونه په قران کې د یو بل په څنګ کې راغلي. همداراز د دغه دوو په یو ځای استعمالول د خدای د نوم لا ډېر درناوی دی.[۲۶]
- صَدَقَ اللهُ العَظیم: شیخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کې د ام داوود د اعمالو له ذکره وروسته له امام صادق(ع) څخه نقلوي چې د ام داوود په اعمالو کې یې د سورو له تلاوته وروسته د «صدق الله العظیم» د ویلو سپارښتنه کړې ده.[۲۷]
- صَدَقَ اللهُ و رَسُولُه: طوسي په تهذیبالاحکام کې له امام صادق(ع) څخه نقلوي چې هغه هغه کسانو ته چې شمس سوره یې تلاوتوله، سپارښتنه کوي چې هغه په«صدق اللهُ و صَدَق رَسولُه» (خدای او پېغمبر یې رښتیا وویل) سره پای ته ورسوي.[۲۸]
- صَدَقَ اللهُ عزّوجل: په کافي کتاب کې د کلیني په نقل امام سجاد(ع) د قدر سورې د لومړي ایت له تلاوته وروسته د «صدق الله عَزَّوَجَلّ» (رښتیا وویل د لوړې مرتبې خدای)عبارت د ایت د تصدیق په توګه تلاوت کړ.[۲۹]
- صَدَق اللهُ العَلّی العَظیم و بَلَغ رسولُه الکریم اللّهم انفَعنا به و بارِک لنَا فیه و الحَمدُلله ربِّ العالَمین (رښتیا وویل د لوړې مرتبې او لوی څښتن، خدایه د قرآن په وسیله مونږ ته ګټه ورسوه او هغه څه چې پکې دي زمونږ لپاره مبارک وګرځوه او ستاینه هغه خدای لره ده چې د نړیوالو پالونکی دی): نراقي په جامعُ السعادات کې دغه عبارت د قران د تلاوت د ختمولو لپاره راوړی او هغه یې د قرآن د تلاوت له ادابو ګڼلی دی.[۳۰]
اړونده څېړنه
فوټ نوټ
- ↑ «آداب تلاوت قرآن»، سایت البُلدان.
- ↑ «پایان دادن به قرائت قرآن با گفتن «صدق الله العظیم» چه حکمی دارد؟»، سایت اسلام کوئست.
- ↑ «لماذا نقول بعد تلاوة القرآن "صدق الله العلی العظیم"؟»، موقع اذاعة طهران.
- ↑ «صدق الله العلی العظیم یا صدق الله العظیم؟»، سایت انجمن گفتگوی دینی.
- ↑ «صدق الله العلی العظیم یا صدق الله العظیم؟»، سایت انجمن گفتگوی دینی.
- ↑ «صدق الله العلی العظیم یا صدق الله العظیم؟»، سایت انجمن گفتگوی دینی.
- ↑ «صدق الله العظیم، صدق الله العلی العظیم»، سایت رواق الحجّاج.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۶۱ق، ج ۵، ص۱۸ و ۳۸.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۶۱ق، ج ۵، ص۱۸ و ۳۸.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۶۱ق، ج ۵، ص۱۸ و ۳۸.
- ↑ «فرق «صدق الله» با علی و بدون علی از نظر رهبر انقلاب»، خبرگزاری مشرق.
- ↑ «پایان دادن به قرائت قرآن با گفتن «صدق الله العظیم» چه حکمی دارد؟»، سایت اسلام کوئست.
- ↑ «صدق الله العلی العظیم یا صدق الله العظیم؟»، سایت انجمن گفتگوی دینی.
- ↑ «صدق الله العلی العظیم یا صدق الله العظیم؟»، سایت انجمن گفتگوی دینی.
- ↑ «ما هو المستند فی ختم التلاوة القرآنیة بقول: (صدق الله العلی العظیم)، ولیس (صدق الله العظیم)؟»، الموقع الرسمی لحیدر حب الله.
- ↑ «هل قول صدق الله العظیم بعد انتهاء قراءة القرآن بدعة؟»، موقع القاهر ۲۴.
- ↑ «دلیل ختم قرآن به صدق الله العلی العظیم»، الموقع الرسمی لحیدر حب الله.
- ↑ «دلیل ختم قرآن به صدق الله العلی العظیم»، الموقع الرسمی لحیدر حب الله.
- ↑ «حکم قول صدق الله العظیم بعد قراءة القرآن»، موقع صدی البلد.
- ↑ «دلیل ختم قرآن به صدق الله العلی العظیم»، الموقع الرسمی لحیدر حب الله؛ «حکم قول صدق الله العظیم بعد قراءة القرآن»، موقع صدی البلد.
- ↑ «حکم قول صدق الله العظیم عند الانتهاء من قراءة القرآن»، سایت إسلام أون لاین ؛ «حکم التزام قول صدق الله العظیم عقب التلاوة»، سایت اسلام ویب.
- ↑ الدویش، فتاوی اللجنة الدائمة للبحوث العلمیة والإفتاء، رئاسة إدارة البحوث العلمیة والإفتاء، ج۴، ص۱۵۰؛ المسند، فتاوی اسلامیه لأصحاب الفضیلة العلماء، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۱۷.
- ↑ مکارم، «حکم گفتن صدق الله پس از پایان سوره در نماز»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر آیتالله مکارم شیرازی.
- ↑ نوری همدانی، «گفتن صدق الله بعد از حمد یا سوره در نماز»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۱۲ق، ج۵۷، ص۲۴۳.
- ↑ «أیهما أصح "صدق الله العلی العظیم" أم "صدق الله العظیم"؟»، موقع الکوثر.
- ↑ قمی، کلیات مفاتیحالجنان، اسوه، ج۱، ص۱۴۴؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۱۲ق، ج ۹۵، ص۴۰۰.
- ↑ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۳۶۵ش، ج۲، ص۲۹۷.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۴۸.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، الاعلمی، ج۳، ص۳۶۹.
سرچينې
- «حکم التزام قول صدق الله العظیم عقب التلاوة»، سایت اسلام ویب، تاریخ درج مطلب: ۵ شوال ۱۴۳۱ق، تاریخ بازدید: ۲۱ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «آداب تلاوت قرآن»، سایت البُلدان، تاریخ درج مطلب: ۲۳ جولای ۲۰۲۱م، تاریخ بازدید: ۲۷ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «أیهما أصح "صدق الله العلی العظیم" أم "صدق الله العظیم"؟»، موقع الکوثر، تاریخ درج مطلب: ۲ مارس ۲۰۱۹م، تاریخ بازدید: ۲۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «حکم قول صدق الله العظیم بعد قراءة القرآن»، موقع صدی البلد، تاریخ درج مطلب: ۲۳ اُکتبر ۲۰۱۹م، تاریخ بازدید: ۲۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «حکم قول صدق الله العظیم عند الانتهاء من قراءة القرآن»، سایت إسلام أون لاین، تاریخ بازدید: ۲۱ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «صدق الله العظیم، صدق الله العلی العظیم»، سایت رواق الحجّاج، تاریخ بازدید: ۲۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «صدق الله العلی العظیم یا صدق الله العظیم؟»، سایت انجمن گفتگوی دینی، تاریخ بازدید: ۲۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «لماذا نقول بعد تلاوة القرآن "صدق الله العلی العظیم"؟»، موقع اذاعة طهران، تاریخ درج مطلب ۳۰ می۲۰۲۰م، تاریخ بازدید: ۲۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- الدویش، محمد بن عبدالرزّاق، فتاوی اللجنة الدائمة للبحوث العلمیة والإفتاء، ریاض، رئاسة إدارة البحوث العلمیة والإفتا، بیتا.
- المسند، محمد بن عبدالعزیز، فتاوی إسلامیه لأصحاب الفضیلة العلماء، ریاض، دار الوطن للنشر، ۱۴۱۵ق.
- رستم نژاد، چرا در صدق الله العلی العظیم از فعل ماضی (گذشته) استفاده شده است؟، برنامه پرسمان قرآنی، پخش شده در شبکه جهانی ولایت، ۶ آذر ۱۴۰۰ش.
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۳۶۵ش.
- قرشی، سیدعلیاکبر، قاموس قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۱ش.
- «فرق «صدق الله» با علی و بدون علی از نظر رهبر انقلاب»، خبرگزاری مشرق، تاریخ درج مطلب: ۳۱ فروردین ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۳۰ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- قمی، عباس، کلیات مفاتیحالجنان، قم، اُسوه، بیتا.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۱۲ق.
- نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، بیروت، الاعلمی، بیتا.
- «ما هو المستند فی ختم التلاوة القرآنیة بقول: (صدق الله العلی العظیم)، ولیس (صدق الله العظیم)؟» الموقع الرسمی لحیدر حب الله، تاریخ درج مطلب: ۱۲ می۲۰۱۴م، تاریخ بازدید:۲۲ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «هل قول صدق الله العظیم بعد انتهاء قراءة القرآن بدعة؟»، موقع القاهر ۲۴، تاریخ بازدید: ۲۴ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «دلیل ختم قرآن به صدق الله العلی العظیم»، الموقع الرسمی لحیدر حب الله، تاریخ درج مطلب: ۱۷ ژوئن ۲۰۲۰م، تاریخ بازدید: ۲۲ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- «پایان دادن به قرائت قرآن با گفتن «صَدَقَ الله العَظیم» چه حکمی دارد؟»، سایت اسلام کوئست، تاریخ درج مطلب: ۳ دی ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۵ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- مکارم، «حکم گفتن صدق الله پس از پایان سوره در نماز»، پایگاه اطلاع رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۲۴ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- نوری همدانی، «گفتن صدق الله بعد از حمد یا سوره در نماز»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۸ مرداد ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید ۲۴ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.