استمناء

د wikishia لخوا

استمناء یا ځان په خپله سړول، له جنسي اړیکو پرته، په لاس یا بل څه سره د یو داسې کار کول دي چې د انسان له بدنه د مني د وتلو سبب شي. فقیهان استمنا حرامه او له لویو ګناهانو ګڼي. د استمنا سزا تعزیر ده او د شرعې حاکم ېې اندازه ټاکي. که استمنا د مني د وتلو سبب شي، د داسې احکامو سبب ګرځي چې د لمانځه به شان کارونو د کولو لپاره د جنابت غسل واجبېدل او د روژې ماتېدل پکې شامل دي.

مفهوم‌ پېژندنه

استمنا یا ځان په خپله سړول دا دي چې انسان له ځان یا بل چا سره د شهوت له مخې داسې کار وکړي چې ترې مني راووخي.[۱] په فقهې کې «استمنا» د سړو لپاره کارول شوې او د ښځو ځان سړولو ته استشها وایي.[۲] د استمنا په اړه د روژې[۳] اعتکاف [۴] حج[۵] او حدودو په بابونو کې خبره شوې ده.[۶] په روایتونو کې هم دا کار منع شوی دی. د وسایل الشیعه کتاب د استمنا د تحریم باب دغو روایتونو ته ځانګړی دی.[۷] د یو روایت له مخې، څوک چې استمنا وکړي خدای ورته نظر نه کوي.[۸]

د استمنا حراموالی

استمنا له فقهي نظره حرامه ده که څه هم دا د انزال لامل نه کیږي.[۹] ځینو هغه له لویو ګناهانو ګڼلې ده.[۱۰] د دې په حرمت کې د فقیهانو مستند، د قرآن ایتونه او روایتونه دي.[۱۱] فقیهانو د استمنا د حرمت د ثابتولو لپاره د مومنون سورې په ۶ ایت استناد کړی دی. د دغه ایت له مخې د مېرمنې او وینځې پرته هر ډوله جنسي خوند اخستل منع دي.[۱۲]

ځینې فقیهان، استمنا د ضرورت په بڼو کې لکه هغه ځای چې د ناروغۍ تشخیص او درملنه پرې موقوفه وي جایز ګڼي.[۱۳] همداراز د ځینو شیعه فقیهانو په فتوا، استمنا د مېرمنې او وینخې په لاس سره جایزه ده.[۱۴] البته علامه حلي دغه مورد هم حرام ګڼي.[۱۵]

فقهي احکام

په فقهي سرچینو کې، د استمنا لپاره په هغه بڼه کې چې د مني د وتلو سبب شي ځینې احکام بیان شوې دي:

  • جنابت: کوم کس چې جنب کیږي د لمانځه کولو لپاره، جومات ته د ورتګ او ځینو نورو کارونو لپاره باید د جنابت غسل وکړي.[۱۶]
  • د روژې باطلېدل: استمنا روژه باطلوي او په سبب یې په انسان کفاره واجبیږي. د شیعه فقیهانو په فتوا، په حرام کار سره د روژې ماتول د کفاره جمع (د مریي ازادول، دوه میاشتې روژې او شپېتو بې وزلو ته ډوډۍ ورکول) سبب کیږي.[۱۷] سره له دې ځینو د تقلید مراجعو ویلي چې په استمنا سره د رمضان میاشتې د روژې په باطلولو کې مستحب احتیاط دا دی چې کفاره جمع ورکړل شي.[۱۸]
  • د اعتکاف باطلېدل: استمنا سبب کیږي چې روژه او په سبب یې اعتکاف هم باطل شي.[۱۹] ځینې باوري دي چې استمنا خپل په خپله د اعتکاف باطلوونکې ده. له دې امله که د شپې هم وشي اعتکاف باطلوي.[۲۰]
  • د احرام په حال کې استمنا د کفارې سبب کیږی.[۲۱] او کفاره یې یو اوښ دی.[۲۲] همداراز اکثره فقیهان باوري دي چې د احرام په حال استمنا د حج د باطلېدو سبب هم ګرځي.[۲۳]

د استمنا سزا

د استمنا سزا تعزیر ده او اندازه او څرنګوالی یې د شرعې حاکم ټاکي.[۲۴] که دغه عمل تکرار شي، لا سخته سزا ورته په نظر کې نیول کیږي.[۲۵] د صاحب جواهر په وینا، استمنا د دوو عادلو کسانو په ګواهۍ یا د استمنا کوونکي په یو ځل اقرار سره ثابتیږي.[۲۶]

د استمنا تاوانونه

ځينو کسانو د استمنا لپآره جسمي او روحي او ټولنیز تاوانونه هم ذکر کړې دي:

  • جسماني پایلې: د نظر کمزوري، د جسماني قواوو کمزوري، شنډېدل، د جوړونو کمزوري او د لاس لړزېدل؛
  • روحي نفسیاتي پایلې: د یادداشت کمزوري او بې حواسي، اضطراب، ګوښه توب، ډېپریشن، مړاویتوب، زیږوالی، همېشنۍ سستي او د ارادې کمزوري.
  • ټولنیزې پایلې: کورنۍ ناغږملي، مېرمنې او واده ته د ګروهنې ختمېدل، په جنسي اړیکو کې ناتواني او ناوخته واده کول.[۲۷]

فوټ نوټ

  1. عبدالمنعم، معجم المصطلحات و الألفاظ الفقهیة، دار الفضیلة، ج۱، ص۱۶۱.
  2. سهراب‌پور، خلوت شیطانی، ۱۳۹۰ش، ص۱۵.
  3. سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۱۷۸؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۱۷۲.
  4. علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۲۵۷.
  5. ابن‌حمزه، الوسیلة، ۱۴۰۸ق، ص۱۵۹؛ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۷، ص۳۸۱.
  6. ابن‌حمزه، الوسیلة، ۱۴۰۸ق، ص۱۵۹؛ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۰ق، ص۷۹۱.
  7. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۲۰، ص۳۵۲-۳۵۵.
  8. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۲۰، ص۳۵۴-۳۵۵.
  9. عاملی، مدار الاحکام، ۱۴۱۱ق، ج۶، ص۶۱.
  10. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۴۷.
  11. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۱۲، ص۲۱۹و۲۲۰.
  12. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۸ق، ج۴، ص۲۴۲؛ قطب الدین راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۱۴۴.
  13. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۹۷۸.
  14. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۱۲، ص۲۱۹و۲۲۱.
  15. علامه حلی، تذکرة الفقها، ۱۳۸۸ق، ص۵۷۷.
  16. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ج۱، ص۵۰۷-۵۰۸.
  17. شیخ بهایی، جامع عباسی، ۱۴۲۹ق، ص۴۶۲.
  18. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۹۷۸.
  19. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۷، ص۲۰۷.
  20. خویی، منهاج الصالحین، ج۱، ص۲۹۲.
  21. ابن‌حمزه، الوسیلة، ۱۴۰۸ق، ص۱۵۹؛ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۷، ص۳۸۱.
  22. نجم‌الدین حلی، ایضاح الترددات الشرایع، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۳۱
  23. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۰، ص۳۶۷-۳۶۸.
  24. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۴۷،۶۴۹؛ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۰ق، ص۷۹۱؛ ابن‌ادریس حلی، کتاب السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۵۳۶.
  25. وګورئ: ابن‌حمزه طوسی، الوسیله، ۱۴۰۸ق، ص۴۱۵.
  26. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۴۹.
  27. تاثیرات استمنا بر زندگی زناشویی

سرچينې

  • ابن‌ادریس حلی، محمد بن احمد، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی‌، قم‌، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۰ق‌.
  • ابن‌حمزه طوسی، محمد بن علی، الوسیلة الی نیل الفضیلة، قم، انتشارات کتابخانه آیت الله مرعشی، ۱۴۰۸ق.
  • بنی‌هاشمی خمینی، محمدحسن، رساله توضیح المسایل (مراجع)، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، دفتر انتشارات اسلامی، بی‌تا.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة الی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت لاحیاء التراث، چاپ سوم، ۱۴۱۶ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحين‌، قم، مدينة العلم‌، ۱۴۱۰ق.
  • سهراب‌پور، علی، خلوت شیطانی: خود ارضایی و راه درمان آن، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۹۰ش.
  • سید مرتضی، الانتصار فی انفرادات الإمامیة‌، مصحح: گروه پژوهش دفتر انتشارات اسلامی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۵ق‌.
  • شیخ بهایی، بهاء‌الدین، جامع عباسی و تکمیل آن محشی، چاپ جدید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۲۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تحقیق محمد باقر بهبودی، تهران، المکتبة المرتضویة، چاپ سوم، ۱۳۸۸ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، جماعة المدرسین، ۱۴۱۰ق.
  • عاملی، محمد بن علی، مدارک الاحکام فی شرح عبادات شرائع الإسلام، تصحیح: مؤسسة آل البیت علیهم السلام، بیروت، ۱۴۱۱ق.
  • عبدالمنعم، محمود عبدالرحمن، معجم المصطلحات و الألفاظ الفقهیة، قاهره، دار الفضیلة، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام‌، ۱۳۸۸ق‌.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، تصحیح گروه پژوهش مؤسسه آل البیت علیهم السلام‌، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام‌، ۱۴۱۴ق‌.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن هبة الله، فقه القرآن، قم، انتشارات کتابخانه آیت الله مرعشی، ۱۴۰۵ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم السّلام، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی طبقاً لمذهب أهل البیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسه دایره المعارف فقه اسلامی، ۱۴۲۳ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، موسسه مطبوعاتی اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، تحقیق محمود قوچانی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نجم‌الدین حلی، إیضاح ترددات الشرائع‌، مصحح: سید مهدی رجایی‌، قم، انتشارات کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۲۸ق‌.